شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د ایران، پاکستان، روسیې او چین څلور اړخیزه...

د افغانستان په اړه د ایران، پاکستان، روسیې او چین څلور اړخیزه غونډه

تاند (شنبه، د میزان ۷ مه) د افغانستان په اړه د ایران، روسیې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو څلور اړخیزه ناسته د ایران په کوربه توب په نیویارک کې جوړه شوه.

د ایران مهر خبري اژانس، بې له دې چې د غونډې د نېټې یادونه وکړي، پرون (جمعه) وویل، دا غونډه د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو عباس عراقچي، وانګ يي او سرګی لاوروف او همدارنګه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په ګډون جوړه شوه.

څرګنده نه ده چې په غونډه کې ولې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر پر ځای دفاع وزیر خواجه اصف ګډون وکړ.

د راپور له مخې، په دې غونډه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره له افغان چارواکو سره د اړیکو د همغږۍ په هڅو تمرکز وشو.

د سپتمبر په ۱۸مه، په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني پر نړیوالې ټولنې نیوکه وکړه چې د ایران په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ کې پاتې راغلې ده، او ویې ویل چې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته په داسي حال کې په افغانستان کې د روانو ننګونو لکه د میلیونونو کسانو د مهاجرت دروند پېټی ورله غاړې دی چې نړیوال ورسره لازمه مرسته نه کوي.

ده زیاته کړه: «موږ د سرمنشي د وروستي راپور یادونه کوو چې ۲۳.۷ ملیونه افغانان له جدي اقتصادي او بشري ننګونو سره مخامخ دي.»

ده یادونه وکړه، د اګست تر ۳۰مې پورې، د ۲۰۲۴ کال په مخه د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان لپاره، چې څه باندې ۳ میلیارد ډالره غوښتل شوي و، خو یوازې ۲۴.۹ سلنه یې ترلاسه شوې، چې له کبله یې میلیونونه خلک په تېره بیا ښځې او ماشومان په ژوره توګه اغیزمن کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې دا وضعیت د ګاونډیو هیوادونو لپاره جدي اندیښنه ده ځکه چې په افغانستان کې د بشري بحران له کبله په مستقیم ډول اغېزمن کېږي.

ایرواني وویل، «له هغه وخته چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په غیر مسوولانه ډول له افغانستانه ووته، له افغانستان څخه ډله ییز مهاجرت زموږ په هیواد باندې دروند بار اچولی دی، چې لا دمخه د غیرقانوني یو اړخیزو بندیزونو له امله تر فشار لاندې دی.»

دا په داسي حال کې ده چې ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له افغانستان څخه د امریکا پر وتلو یې اصرار کاوه او د راپورونو له مخې د افغانستان د هماغه مهال د حکومت پر ضد یې طالبانو ته وسلې ورکولې.

له بلې خوا په داسي حال کې چې امریکا او متحدان یې هر کال افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو بشري مرستې ورکوي، ایران، روسیې، چین او پاکستان نه یوازې له افغانستان سره کومه د پام وړ مرسته نه ده کړې بلکې د افغانستان پر ناوړه اقتصاد د فشار د لا ډېرولو لپاره ایران او پاکستانه هره ورځ سلګونه او حتي زرګونه کډوال له خپلو خاورو په زوره باسي.

حال دا چې افغان کډوال د پاکستان او ایران له حکومتونو نه کوم امتیاز غواړي او نه کوم مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب