شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+هغه هیواد چې طلاق پکې بیخي منع دی

هغه هیواد چې طلاق پکې بیخي منع دی

تاند – که چیرې په دې هیواد کې یوه جوړه له یو بل څخه مایوسه شي یا حتی یو لوری خیانت وکړي، نو دوی په قانوني ډول مکلف دي چې خپل واده ته دوام ورکړي.

د فیلیپین د قوانینو له مخې، حتي هغه ښځې چې د خپلو ژوندشریکو له خوا له ناوړه چلند لکه وهلو سره مخامخ کېږي، د ځان د ژغورلو لپاره د طلاق لار نه لري.

ولې لاهم په فیلیپین کې طلاق منع دی؟

ځواب یې په یوه کلمه کې خلاصه کېږي: کاتولیک مذهب. هغه مذهب چې په شپاړشمه پیړۍ کې دې هیواد ته هسپانویانو د فیلیپین د ټاپوګانو له استعمار سره یوځای راووړ.

په میلبورن کې د الهیاتو پروفیسورې سیسیلا فرانسسکو تن، اې بي سي نیوز ته وویل: “کاتولیک کلیسا د واده په نه ماتېدو یا په نه جلا کېدو باور لري. واده ټول عمري ژمنه ده چې هیڅ انسان یې نه شي ماتولی. د هغو کسانو ترمنځ، چې د تعمید غُسل یې کړی وي (یعني عیسوي وي) واده یوازې مړینه پای ته رسوي.”

طلاق په کاتولیک کلیسا کې په رسمیت نه پیژندل کیږي. د باطلو ودونو لپاره د کلیسا حل د واده منحل کول دي، د بیلګې په توګه، د واده په وخت لازم شرایط نه دي برابر شوي.

په داسې حال کې چې هسپانیا په ۱۹۸۱ کې طلاق قانونی کړ، د هسپانیایانو میراث په فیلیپین کې پاتې دی، په دې حساب فلیپین له واتیکان پرته یوازینی هیواد دی چې طلاق لا هم پکې منع دی.

فیلیپین له برازیل او مکسیکو وروسته په نړۍ کې درېیم کاتولیک هیواد دی. په ۲۰۲۰ کې، د هیواد د ۱۰۹ میلیون نفوس شاوخوا ۸۰ سلنه رومن کاتولیک وو.

که څه هم واتیکان لا هم د طلاق مخالف دی، پاپ فرانسیس ټینګار کړی چې حتي هغه خلک چې طلاق شوي او بیا واده شوي باید کلیسا یې ومني.

یعني پاپ په دې برخه کې خپل دریځ نرم کړی خو فلیپین نه دی نرم کړی.

مسلمانان له دې قانونه معاف دي

په فیلیپین کې مسلمانان، چې د هیواد د نفوس شاوخوا څه کم شپږ نیم سلنه جوړوي، د طلاق له بندیز څخه معاف دي.

په ۱۹۷۷ کې، د هغه وخت ولسمشر فردیناند مارکوس د شریعت پر بنسټ د مسلمانانو د شخصي قانون منشور تصویب کړ، چې د مسلمانانو لپاره طلاق په رسمیت پیژني.

مګر د کاتولیکانو او مذهبي اقلیتونو لکه پروټسټانټانو او بودایانو په شمول د فیلیپین د اکثریت لپاره، ممکنه نه ده چې په قانوني ډول واده پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب