لیکوال: پوهاند عبدالحی حبیبي
ژباړن: عصمت الله څاروان
بابر په افغانستان کې
د بابر خپله خبره ده چې د ۹۱۰ په محرم، د ۱۵۰۴ په جون کې له فرغانې ولایته د خراسان په لوري حصار ولایت ته لاړ او له ده سره تر ۳۰۰ زیات کسان نه وو چې اکثره یې پلي وو، کڼاوې یې په پښو او لرګي یې په لاسونو کې وو. ټولټال یې دوې خیمې لرلې. (۱) په همدې حال کې یې ځان ترمذ ته نژدې ورساوه د یوباج (۲) له ګودره د خسروشاه (۳) له کشري ورور باقي چغانیاني سره د امو له اوبو واوښت؛ کهمرد او بامیان ته ورسېد. دلته د خسرو شاه خوریې او د باقي زوی احمد قاسم واکمني کوله.
بابر چې داعیه یې لرله او فعاله انسان و، په کندوز، ایبک، دوشي او آجر کې خلک او د خسرو ځواکونه خپل کړل او د ۹۱۰ هجري کال د ربیع الاول په منځویو کې د اندراب له اوبو واوښت؛ په دوشي کې یې واړول. هلته خسروشاه د اطاعت کولو لپاره ورته راغی. دغه راز له سهاره
تر مازدیګره پورې د خسرو ټول اتباع له ده څخه واوښتل او له بابر سره یوځای شول. بابر هم ده ته ژمنه ورکړه چې ازاد یې پرېږدي چې د دهنه غوري له لارې د خراسان خوا ته لاړ شي. (۴)
په دې ډول د هندوکش په لمنه کې د بابر لومړنی سیال له منځه لاړ. د هغه مال، شتمني او وسلې د بابر لاس ته ورغلل او په خپله خسرو د سلطان حسین بایقرا د زوی بدیع الزمان میرزا خوا ته، چې په میمنه کې و، روان شو.
خسرو چې له منځه ووت نو د کابل وار شو. هلته د امیر ذوالنون (۵) زوی محمد مقیم واکمني کوله. نوموړي دا ښار په ۹۰۸ هجري- ۱۵۰۲ م کال کې د الغ بېګ له زوی میرزا عبدالرزاق څخه نیولی و. بابر د ۹۱۰ هجري کال د ربیع الاول په وروستیو (۱۵۰۴م) کې له هندوکشه واوښت او د هوپیان له لارې کابل ته روان شو. محمد مقیم (ارغوني) د ښار کلا ته پناه یوړه خو څو ورځې وروسته یې باقي چغانیاني واسطه کړ، نو بابر عفوه کړ او کندهار ته لاړ.
په دې ډول د ربیع الاخر په وروستیو کې کابل ښار د بابر لاس ته ورغی. (۶)
دغه مهال کابل د تجارت لوی مرکز و. د بابر په قول د خراسان، عراق، روم او چین مالونه پکې موندل کېدل او د لغمان په شمول د کابل مالیه اته زره شاهرخۍ وې (۷). بابر په دې ښار کې د برم او جلال څښتن شو او په ۹۱۱ هجري – ۱۵۰۶ م کال کې یې د غزني، ګردېز، کوهاټ، بنو، ټل، تر کلاته پورې د ګومل سیمه او د ختیځ لور ته تر خیبر درې پورې ساحې ونیولې او خپل ورور، جهانګیر میرزا ته یې د غزني واکمني وسپارله.
بابر لیدل چې د ده د زړې مودې سیال شیباني خان اوس د تاشکند له بره سره تر مروې پورې د ماوراالنهر بې رقیبه واکمن دی او لوی ځواک لري او دا امکان شته چې په افغانستان کې هم ورسره مخامخ شي. دغه وخت په هرات کې سلطان حسین بایقرا د ژوند وروستۍ شپې ورځې تیرولې او څوارلس واړه زامن یې په عیش و نوش کې ډوب وو (۸)
بابر د تیموریانو د شاهي مرکز یعني هرات پر اهمیت پوهېده او د ده خپله وینا ده چې «تل د خراسان او هري (هرات) فکر ورسره و.» (۹) په دې وخت کې پر بلخ او هرات د شیباني د حملې خطر لا محسوس شو نو سلطان حسین میرزا د سلطان علي خواب بین د زوی سید افضل په وسیله له ده څخه مرسته وغوښته.
که څه هم سلطان حسین میرزا بایقرا د ۹۱۱ د ذي الحجې په ۱۱ نېټه (۱۵۰۵) د شیباني د لښکرو د یرغل په مهال له ۳۹ کاله پاچهۍ وروسته د بابا الهي په مقام د ۷۰ کلونو په عمر مړ شو خو بابر د ۹۱۴ په محرم (۱۵۰۶ م) کې د افغانستان په زړه کې د غوربند، شیبر او قلعه ضحاک (بامیان) له لارې تېر شو او ځان یې د ایماق قبایلو له لارې د بادغیس دره بام ته ورساوه.
څرنګه چې د هرات تیموري شهزادګان د شېباني د مقابلې لپاره د مرغاب سین په غاړه راټول شوي وو، بابر له مرو چاق څخه واوښت او د ۹۱۲ د جمادي الاخر په ۶ مه د دوشنیې په ورځ (۱۵۰۶ م) د ګل باغان په مقام له شهزادګانو سره ولیدل. (۱۰)
خو کله چې شیباني خان د کابل او هرات د تیموري شهزادګانو یووالی د ځان په مقابل کې ولید، له یرغل او جګړې یې ډډه وکړه. څرنګه چې ژمی و او څوک له امودریا نه شوای تېرېدای؛ نو د همدې کال په رجب میاشت کې د هرات د شهزادګانو سرتېري هم د مرغاب سین له څنډو راستانه شول او بابر د سلطان حسین بایقرا د زوی بدیع الزمان میرزا په بلنه تر ۲۰ ورځو پورې په هرات کې د علي شېربېګ په کور کې تم شو. (۱۱)
له بلې خوا په کابل کې: د خراسان په لور د بابر له تلو وروسته یوې نوې لانجې سر راپورته کړ. محمدحسین میرزا دوغلت او د ننګرهار واکمن سلطان سنجر برلاس یو شمېر مغول چې په کابل کې پاته ول، د ځان ملګري کړل او د بابر د تره زوی یې د کابل پاچا کړ (۱۲) او د ملابابا ساغرجي، خلیفه محب علي قورچي، احمدیوسیف او احمد قاسم په شان د بابر پلویان یې د کابل په کلا کې بندیان کړل. (۱۳)
بابر چې دا پېښه په هرات کې واورېده، د ۹۱۲ هجري کال د شعبان په اوومه (۱۵۰۶ م) په داسې حال کې چې سخت ژمی و د بادغیس، غرجستان، چخچران، یکاولنګ، بامیان او غوربند له لارې کابل ته روان شو او له ډېرو سختیو وروسته یې، چې د ده په خپله وینا په ژوند کې یې تر دې مخکې کله نه وې لیدلې، ځان کابل ته ورساوه. دا ښار یې بیا ونیو، خان میرزا ته یې د کندهار او محمودحسین میرزا دوغلت ته یې د فراه او سیستان په لور د وتلو اجازه ورکړه (د ۹۱۲ د شوال ۱۲ مه، ۱۵۰۶ م)
بابر پر کابل د بشپړې ولکې له تینګولو وروسته د خپلو عسکرو د اعاشې د برابرولو او پر نورو سیمو د بلوسو د لګښت د پوره کولو لپاره په ۹۱۳ هجري (۱۵۰۷ م) کال افغان غلجي او مومند قبایل لوټ کړل، له هغوی څخه یې سل زره پسونه ولجه کړل. د بابر دا لوټ تر کټواز او غزني پورې ورسید. د لوټ په مهال چې یې کوم افغان امیران ژوندي ونیول، ټول یې ووژل او د هغو له سرونو یې منار جوړ کړ. (۱۴)
۱ – بابر نامه ۷۶
۲ – د بمبي په چاپ کې یوباج خو د بابرنامې په انګلیسي ژباړه کې (۲۰۳) UBAJ دی.
۳ – خسرو شاه د ترکستان د قبچاق قوم او د بابر د ماما سلطان محمود میرزا یو امیر و چې ۲۰ زره نوکران یې لرل او تر هندوکشه پورې د امو د جنوبي خوا واکمن و خو د بابر په قول ظلم او فساد پرې غالبه وه (بابرنامه ۱۹)
۴- بابرنامه ۷۸
۵- د تیموري شهزادګانو د پاچهۍ په دوره کې د میر حسن بصري زوی امیر ذوالنون ارغون د ابوسعید تیموري د ملازمانو په ډله کې و او په هرات او ماوراالنهر کې مشهوره شو. د هرات پاچا سلطان حسین بایقرا د غور، زمینداور، او کندهار واکمني وروسپارله (۹۰۴ هجري، ۱۴۹۸ م) څرنګه چې چې د سلطان حسین بایقرا له مړینې وروسته د هرات سلطنت کمزوری شو، په په کندهار کې د ذوالنون ارغون لاس خلاص شو نو یې شال او مستونګ ولایتونه (چې اوس د بلوچستان برخې دي) هم ونیول ، سند ولایت یې هم فتح کړ. دی په هرات کې د دې ښار د محاصرې په مهال او له شیباني خان سره په جګړه کې ووژل شو(۹۱۳ هجري – ۱۵۰۷ م) وروسته یې دوه زامن شاه بېګ او محمد مقیم په کندهار او کابل کې د واک پر ګدۍ کښېناستل.
۶ – بابرنامه ۸۰
۷- بابرنامه ۸۱ – ۸۹
۸- بابرنامه ۱۰۸
۹- بابرنامه ۱۱۷
۱۰- بابرنامه له ۱۱۷ وروسته، تاریخ فرشته له ۱۹۸ څخه
۱۱- بابرنامه ۱۱۸
۱۲- خان میزا (سلطان ویس میرزا) د بابر د تره سلطان محمود، (د حصار واکمن) زوی و چې مور يې د بدخشان د پاچا، شاه سلطان محمد، لور، شاه بيګم نومیده. د بابر د خاله میړه محمد ميرزا دوغلت د اوره تپه واکمن و چې شيباني خان له هغه ځایه وشاړه.(د بابر نامې د ژباړې حاشیه، ٢ر٢٦)
۱۳ – بابرنامه ۱۲۹
۱۴- بابرنامه ۱۲۹
لاندې تیره برخه کلیک کړئ