چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+ظهیرالدین محمد بابرشاه | علامه عبدالحی حبیبي

ظهیرالدین محمد بابرشاه | علامه عبدالحی حبیبي

لیکوال: پوهاند عبدالحی حبیبي

ژباړن: عصمت الله څاروان

(۲)

د پاچهۍ پر ګدۍ د بابر ناسته او د ماوراالنهر پېښې

د بابر پلار عمرشیخ میرزا د ۸۹۹ هجري د روژې په ۴ مه (د ۱۴۹۴ د جون په ۹ مه) په قلعه آخشي کې د کوترو د الوزولو (کفتربازۍ) په وخت له یوې ودانې ولوېد او مړ شو (۱) یوه ورځ وروسته، د هماغه کال د روژې میاشتې په پنځمه د سې شنبې په ورځ د دربار مشرانو کوچنی شهزاده په دوولس کلنۍ کې د پاچهۍ پر تخت کښېناوه. (۲)

د فرغانې دا ماشوم پاچا، بابر، د واک پر ګدۍ له کښېناستو سره سم د ماوراالنهر له غښتلیو سیالانو او فیوډالانو سره مخامخ شو خو څرنګه چې د تورانیانو د دود پر اساس نسب یې د مور او پلار له لوري د مغولو ستر ټولواک (چنګېز خان) ته رسېده او د زړه ورتیا او حکومتولۍ وړتیا یې هم لرله، نو د پاچهۍ جوګه ګڼل کېده او سره له دې چې عمر یې کم و، د خپل کاکا سلطان احمد میرزا په وړاندې، چې د سمرقند واکمن و او د خپل ماما سلطان محمود میرزا په وړاندې، چې د کندوز او بدخشان واکمن و، مقاومت وکړ. له بابر سره په دغو هڅو کې د خپل پلار د دربار ځينې امرا او عام خلک ملګري وو. تر دې چې د ۱۴۹۷ په نوومبر، د ۹۰۳ د ربیع الاول په وروستیو کې یې سمرقند هم ونیوه.

په سمرقند کې د بابر واکمنۍ ۱۰۰ ورځې دوام وکړ. هلته د ده د لښکر ځینو قوماندانانو؛ لکه ابراهیم بېګ، جان علي، سلطان احمد او نورو چې د سمرقند د خلکو د مالونو لوټ ته پرې نه ښودل شول، بلوا وکړه او د بابر ورور جهانګیر میرزا یې، چې د داسې ورځې په تمه و، د اندیجان نیولو ته وهڅاوه. بابر ته چې حالات خراب ښکاره شول، د ۹۰۳ په رجب میاشت کې (۱۴۹۷م) له سمرقند څخه اندیجان ته روان شو خو مخکې تر دې چې هلته ورسیږي، اندیجان سقوط وکړ او د ده پلویان لکه مولانا قاضي او نور هلته ووژل شول.

بابر چې د خپل پلار پلازمېنه اندیجان او همداراز سمرقند له لاسه ورکړي وو، یوه موده اواره او بې کسه پاته شو.

یوه موده یې د واخشي په آهن ګران جلګه او خجند کې تېره کړه او ده په خپله ویلي: د دې لپاره چې د واک داعیه یې لرله ناکامیو یې زړه مات نه کړ او د اندیجان د نیولو په خیال او د مرستو د غوښتلو په هدف تاشکند ته لاړ، هلته یې د اوو، اته سوه کسانو  مرسته ترلاسه کړه او پر فرغانې تر یرغل وروړلو وروسته یې د اندیجان نیولو ته مخه کړه، تر دې چې د ۹۰۴ په ذیقعدې (۱۴۹۹ جون) کې یې دا ښار ونیوه. (۳)

د ۹۰۵ د محرم په وروستیو کې (۱۴۹۹م) یې پر اوش ښار یرغل ورووړ او د ده سیالانو جهانګیر میرزا او سلطان احمد تنبل، چې فرصت ته په دوو تلو انتظار ناست وو، ځوابي برید وکړ، اندیجان یې محاصره کړ. خو بابر له هلوځلو او د خوبان کلي او نورو سیمو له جګړو وروسته یې له خپل ورور جهانګیر میرزا سره داسې سوله وکړه چې د خجند سین د هاخوا ولایتونه او آخشي جهانګیر ته او د اندیجان دې خوا ولایتونه د بابر وي او دواړه په ګډه سمرقند ونیسي او وروسته سمرقند د بابر او اندیجان د جهانګیر شي.

له دې پخلاینې وروسته بابر د خپل کاکا سلطان احمد میرزا لور عایشه سلطان، چې د ده په نامه (کوژدنه) وه، ځان ته واده کړه او د ۹۰۵ په ذیقعده (۱۵۰۰ م) کې یې له خپل ورور سره یوځای د سمرقند د نیولو تکل وکړ خو څرنګه چې دا ښار مخکې شیباني خان (۴) نیولی و، بابر په کش کې تم شو.

دی وايي:«زه نولس کلن زلمی او زما سیال شېباني خان تجربه کاره سړی و، له دې سره سره د ۲۴۰ تنو په ملاتړ مو د شپې له خوا پر سمرقند یرغل ورووړ، د مغاک پل له لارې پر کلا وروختو او ښار مو ونیوه (۵)، شېباني خان له اوو زرو یا اتو زرو سپرو سره ماته وکړه او د بخارا لور ته شاتګ وکړ. (۹۰۶ هجري، ۱۵۰۰ م)

شېباني چې مضبوط او زړور- تجربه کار سړی و، خپل ځوان سیال په سمرقند کې په کرار پرې نه ښود. د هماغه کال په ژمي یې قراکول او نور ښارونه ونیول. بابر چې له دې غښتلي سیال سره مخامخ و له تیموري واکمنانو او شهزاده ګانو مرسته وغوښته، خو د دې لپاره چې چا یې ملاتړ ونه کړ د ۹۰۶ هجري کال (۱۵۰۰ م) په شوال کې یې لښکر راټول کړ، له سمرقنده کابو ۶ کیلومتره لېرې یې په کازرون کې د شېباني له لښکرو سره جګړه وکړه. شېباني خان د سمرقند د کلا لمنې ته ورسېد، سمرقند له درو تر څلور میاشتې محاصره و او شاوخوا یې د دواړو خواوو د لښکرو ترمنځ نښته روانه وه، په ښار کې زېرمه او خواړه هم ختم شول، له همدې کبله بابر د ۹۰۷ – م۱۵۰۱ هجري په لومړیو کې له سمرقنده ووت او په تاشکند کې خپل ماما سلطان محمود میرزا ته ورغی. (۶) په دې وخت کې تاشکند د بابر د ماما سلطان محمود میرزا، اندیجان د سلطان احمد تنبل او سمرقند او بخارا د شېباني خان په لاس کې وو. بابر یوه موده په تاشکند کې له خپل ماما سره پاته شو او د ژمي له پای ته رسیدو وروسته یې د خپل ماما په مرسته د فرغانې اوش ونیوه. تنبل له شېباني خانه مرسته وغوښته او په هغه جګړه کې چې د ده او بابر ترمنځ ونښته، بابر ټپي شو او د اخشي خوا ته یې شاتګ وکړ خو شېباني خان له لوی لښکر سره پرې یرغل ورووړ. د ۹۰۸ په ذوالحجه – د ۱۵۰۳ په جون کې بابر او ماما یې په ارچیان کې ماته وکړه او تاشکند هم د شېباني خان لاس ته ورغی. (۷)

۹۰۹ هجري – ۱۵۰۴ م کال د بابر د درپه درۍ او پریشانۍ کال و ځکه چې د ده زړه ور او په عمر پوخ رقیب شېباني خان ټول ماوراالنهر ونیوه او په دې خاطر چې بابر په دې ټاټوبي کې ځان ته ځای نه شوای موندلی او د دې لپاره چې دښمن ته په ګوتو ورنه شي، یوه موده یې د دې سیمې د کوچي قبایلو په منځ کې په نېستۍ او سختۍ کې تېره کړه. خو دې بد حالت هم د ده اراده کمزورې نه کړه او ځان ته د یوه نوي میدان د پرانیستلو لپاره  یې د امو پر دې غاړه او خراسان ودانګل او ویې غوښتل چې ځان کابل یعني د خپلو ترونو د واکمنۍ ځای ته ورسوي. له دې وخته وروسته دا ځوان په افغانستان کې په فعالیت پیل کوي.

۱- بابرنامه ۵

۲- بابرنامه ۱

۳- بابرنامه ۴۱

۴- فرشته ۹۰۴

۵ – بابرنامه ۵۳

۶- بابرنامه ۶۰

۷- بابرنامه ۶۸

ظهیرالدین محمد بابرشاه | علامه عبدالحی حبیبي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب