پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+دوه كلي| ليكوال: نورمحمد لاهو

دوه كلي| ليكوال: نورمحمد لاهو

له دې ځايه ډير ليرې هلته  …. دغه مخامخ غرونه وينې  ددو شاته آوارې امځكې پرتې دي  هلته  دوه كلي پراته وو كلي څنګ په څنګ نه و ترمنځ يې يو لوي غر ولاړ و چې دادوه كلي يې له يوبله بيل كړي و .
ددې كليو ترمنځ له ډيره پخوا دښمني وه.
دايو دشامردخان كلي نوميده اوبل يې د كهمرد خان كلي په نامه مشهور و .
دشامردخان كلي ډيرې اوبه درلودې فصلونه يې هميسشه شنه و او دكهمردخان كلي اوبه بيا لږ وې
دشامردخان دكلي خلك ډير بې پروا  و  دوي دانه كول چې اوبو ته بندونه جوړ كړي برق راولي او دژوند د پاره نورامكانات برابر كړي  دوي  فقط دې ته خوشاله و چې نيكونويې ډيرې سرښندنې كړي او هرچا بۀ په دې خبرې فخركاوه او مغروره بۀ ګرځيدل دكهمردخان دكلي خلك به ورته سره كافران ښكاريدل او حتي كله كله به يې چې دهغو په كوم سړي لاس برشونوهرڅه به يې ترې اخيستل او وروسته به يې په مرګ وهل وركول
خو د كهمردخان دكلي خلك چې داوبو دكمي پيشبينې يې كولې هميشه په دې لټه كې و چې داوبو د ذخيره كولودپاره بندونه جوړ كړي دوي ددې كار دپاره انجينران رابلل  دوي څووارې دشامردخان دكلي سپين ږيروته ورغلل او دمرستې غوښتنه يې وكړه خوهغود رد ځواب په وركولوسره مايوسه كړل بيانو هماغه و چې پريكړه يې وكړه چې د شامرد خان دكلي اوسيدونكوته به سزا زركوي او خپل غچ به ورنه اخلي
يوه وخت ډيره سخته وچكالي راغله دشامردخان دكلي اوسيدونكي له سختو مشكلاتو سره مخ شول فصلونه يې وټكيدل ويالې يې وچې شوې باغونه يې كنډر ودريدل حتي ديوې لپې اوبوپه سر يې په خپلو كې قتلونه وكړل
خودكهمرد خان  دكلي خلك خوشاله ګرځيدل  ځكه داوبودپاره يې زيرمې او بندونه جوړكړي و او د ژورو څاه ګانوپه ايستلواو دكاريزونو په جوړولوسره يې دغه ستونزه هومره نه احساسولهدشامردخان دكلي سپيڼ ږيرې راغلل او دكهمرد خان دكلي خلكو پښوته ولويدل چې لږې اوبه په پور وركړي داچې ددوي په منځ كې پخواني دښمني وه نو  عذر يې ونه منل شواو هغوي ناهيلي بيرته ترې ستانه شول
دكهمردخان مشران خپلوكې كيناستل او فيصله يې وكړه چې كيداى شي داوچكالي ترډيرو دوام وكړي اوموږ پيسوته ضرورت پيداكړو   ښۀ به داوي چې له خپلورڼو ميتيازونه استفاده وكړو
كليوالوته يې وويل چې نوردې خپلې ميتيازې په بيځايه ځايونوكې نه كوي هرسړي بايد دځانه سره  يو بوتل  ولري او خپلې ميتيازې دې په هغه كې كوي او وروسته دې بو تل دكلي مسول كس ته سپاري
په لږ وخت كې په زرګونو له ميتيازو ډك  بوتلونه مسول كس ته وسپارل شول
مشرانوبه دغه بوتلونه رااخيستل او په يوه لوى ديګ كې خالي كول او هغولاندې به يې دومره اور كاوه چې ميتيازې به  په خوټيدو شوې وروسته يې سړولې او بيا به يې له سره په پاكوبوتلونوكې اچولې
دكهمرد دكلي  مشرانو دغه راز له نورو كليوالو پټ كړى و
دوي په لږ وخت كې له ميتيازو نه تصفيه شوې اوبه جوړې او په لكونو بوتلونه يې ډك كړل او په يوه خوندي ځاى كې كيښودل  مياشت ورو سته دشاه مردخان دكلي سپين ږيرې چې داوبوكمښت پوزې ته رسولي و راغلل او په عذر يې غوښتنه وكړه
دكهمرد دكلي يوه سپين ږيرې په ځواب كې وويل څرنګه چې زموږدكلي اوبه هم خرابې او خړې شوي نو ډيروخت شوچې موږ له خارجه  په بوتلونوكې اوبه راوړو اودلته يې ذخيره كوو چې په بده ورځ كې ترې استفاده وكړو داچې تاسوعذر ته راغلي ياست او موږ غواړو چې نورموترمنځ دغه بيځايه دښمني وركه شي دغه اوبۀ چې داوس دپاره موږ  ورته اړتيا نه لرو اوكرارې په خونوكې موايښې دي داتاسوته دركوو.
د سترګو په رپ سره له بوتلونو ډكې لارۍ دشامردخان كلي ته واستول شوې
د شامردخان د كلي يوسپين ږيرى چې هر وخت به يې د كلي لانجې صافولې بوتل په سر  واړوو او په خندا يې وويل: د كهمرد خان دكلي مشرانو ته دې خداى خير وركړي.
نورو هم ورسره امين وويل.

وروسته يوه بل سپين ږيري غږ كړ كه څه هم دغه هربوتل اوبه د كهمردخان كلي خلكوته په لس افغانى تمام شوى دى دوي سره دې خداى ښه وكړي هيڅ ګټه يې وانه خيسته او په هماغولسو افغانيويې موږ ته راكړ.Thursday, June 04, 2009

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب