د نکاح شاهدان د ملا صاحب او خېښانو په مخ کي ودرېدل، يوه شاهد په لوړ اواز وويل: زه په اشهد باالله شاهدي ادا کوم چي ګلمکۍ د حاجي جبار لور په ژړا او چيغو چيغو وايي چي زما د ځان او مَهر وکيله زه خپله يمه، بل هیڅوک نه وکيل کومه. دوهم وکيل وويل چي زما دا هم دغسي ده، خو دا يې و نه ويل چي د ده څه شی دغسي ده؟ ملا صاحب لکه په غبرګو غوږو چي کوڼ وي او ګرسره يې د شاهدانو خبري نه وي اورېدلي مجلس ته مخ راواړاوه: وکيلان څوک دي؟
له دې خبري سره سم دوو بوډاګانو خپلو ځانو ته اشاره وکړه. ملا صاحب پر کاغذ باندي د ليکلي ياداښت له مخي د لور له پلاره وپوښتل: ښه حاجي صاحب! ګلمکۍ د حاجي جبار لور د حاجي غفار لمسۍ چي ته په دې نوم بله لور نه لرې و حاجي خوړين د حاجي زين الدين زوی او د اکرام الدین لمسي ته د يو لک ډالرو امريکايي، ليبرالي او ډيموکراټيک مهر په مقابل کي ورکړې وه ورکړې دي ده؟ حاجي جبار هم د ملا صاحب خبري کټ مټ تکرار کړې.
ملا صاحب بيا خپلي خبري تکرار کړې، خو دا ځل يې الفاظ څه بدل ول: تا خپله لور ګلمکۍ چي د شپاړسو کالو ده و سل کلن بوډا حاجي خوړين ته چي درې نوري ښځي هم لري، د يو لک امريکايي او ليبرالي مهر په مقابل کي ورکړې وه ورکړې دي ده؟ د لور پلار بيا دا خبري تکرار کړې.
ملا صاحب دريم وار بيا د ايجاب او قبول الفاظ وويل، خو دا ځل يې په خبرو کي وضاحت او صراحت تر پخوا ډېر و، دا وار يې لږ په جګ او صاف اواز وويل: دغه خوړين چينايي موبايل چي چارج يې ګرسره ختم دئ، دواړي بيټرۍ يې له کاره لوېدلي دي، کریډيټ یې صفر او نور کريډيټ بيخي نه سي ورجمع کېدای، نه سيم کارډ لري او نه يې هم اوس د سيم کارډ ځای روغ پاته دئ، د ميموري کارډ ځای ګرسره نه لري، د سندرو لپاره هم کار نه ځني اخیستل کېږي، لنډه دا چي له جوړېدو وتلی دئ، حيا دي وي د واده په شپه د میسکال تمه هم نه سي ځني کېدای، تا خپله لور ګلمکۍ دې شاګي ته د ياد سوي مهر په مقابل کي ورکړې وه ورکړې دي ده؟ د ګلمکۍ پلار بيا هم د ملا صاحب الفاظ تکرار کړل او په مړو سترګو يې د (هو) په ډول سر وښوراوه.
بيا يې د حاجي خوړين کشر ورور حاجي زبړين ته د ايجاب او قبول الفاظ درې ځله وويل، هغه هم تکرار کړل او په فاتحانه انداز يې سر ورسره وښوراوه. تر دې وروسته ملا صاحب دوعا په دې ولسي شعر سره پيل کړه:
يخ دئ ټکه هار دئ
ځوان مېړه ناتار دئ
زوړ مېړه په کار دئ.
يا الهي د دې زوجَينو په زړونو کي تر خپل منځ داسي مينه پيدا کړه لکه پښتانه چي د اتفاق پر ځای له نفاق سره مينه لري، لکه د اوسنيو او پخوانیو مجاهدينو مشران چي له پاکستان او ایران سره مينه لري، لکه کمونستان چي د انسان له ويني تويولو سره مينه لري، لکه پانګه وال چي له استثمار او استعمار سره مينه لري، لکه وهابيان چي له سعودي ريال سره مينه لري، لکه د شر او فساد د دورې قوماندانان چي د بیت المال له چور او تالان سره مينه لري، لکه ټاميان چي له غلا او فحشا سره مينه لري، لکه ګلخان چي له پاکستان او پاکستان چي له انګلستان سره مينه لري.
تر دوعا وروسته يې په حاجي خوړين کالي واغوستل، له هري خوا د (مبارک مو سه!) اوازونه را پورته سول، د حاجي خوړین ورور راولاړ سو ملا صاحب ته يې د امريکايي ډالرو پنځه سلګون نوټونه ورکړل، ملا صاحب داسي خوشحاله ښکارېده لکه په (عشره مبشره) صحابه کرامو کي چي حساب سوی وي، لکه مار ژر ژر يې پر خپلو خريلو برېتو ژبه تېره کړه او په ډېر احتیاط يې ډالري نوټونه په جېب کي واچول.
په دې وخت کي ناڅاپه له ليري نارې سوې: حاجي اکا، حاجي اکا! ټولو غوږونه څک ونيول او د نارو خوا ته يې برګ برګ وکتل، يو ماشوم په وارخطايي او منډه مجلس ته راغی، ويل حاجي اکا ګلمکۍ زهر وخوړل مړه سوه. له دې خبري سره سم په مجلس کي چوپتيا خپره سوه، يوه شېبه وروسته په مجلس کي يو نری زګېروی واورېدل سو او بيرته ورک سو، پنځو سوو امريکايي ډالرو د ملا صاحب وجدان تر ستوني نيولی او دا يې د ژوند اخيري سلګۍ وه.
ښکلې کيسه وه، بريالی اوسې!