شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد امرالله صالح پر موټريز کاروان چاودنې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله...

د امرالله صالح پر موټريز کاروان چاودنې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۹) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې د تايمني په پخوانۍ څلورلاره کې د امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۵ نور يې ټپيان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين پر خپل ټوېټر لیکلي، دغه چاودنه نن سهار ۷نيمې بجې وشوه.

ارين په دې چاودنه کې د وژل شوو او ټپيانو د هويت په تړاو څه نه دي ويلي.

له بل لوري د ولسمشر د لومړي مرستيال وياند رضوان مراد وايي، دغه چاودنه د لومړي مرستيال پر موټريز کاروان شوې خو نوموړي ته پکې زيان نه دی اوښتی.

مراد دا خبره پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلې ده.

بل لورته وسله وال طالبان وایي د کابل په ننني برید کې لاس نه لري.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټري پیغام کې ویلي نننی برید په دوی پورې اړه نه لري.

امرالله صالح هم په یوه ويډیويي پیغام کې ویلي چې دی له برید روغ وتلی خو څو ساتونکي یې ټپیان دي.

له بلې خوا وروستي راپورونه ښيي چې په پېښه کې لس کسه وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.

6 COMMENTS

  1. دا برید طالبانو د خپل بادار ای ایس آی په امر کړی دی، ځکه چې هغه بله ورځ امرالله صالح د پاکستان پر ضد څرګندونې وکړې..
    الله پاک دې شهیدانو ته جنتونه ورکړي، او زخمیانو ته روغ صحت .. او دا بې ننګه دښمن دې الله پاک نور هم ذلیله کړي.
    امرالله صالح ازمری دی ازمری، که یوه ورځ هم ژوند وکړي، د ټول طالبي ناموس د زر کلن ژوند څخه زر وارې غوره دی.

  2. دا کار مستقیم د پنجاب او هغه کسانو دی چی پرون یی د لویی جرګي په خیمه کښی مخامخ د مرګ په امرالله صالح چیغی وهلی. پاکستان او طالب موږ ښه پیژنو چی زموږ هیڅکله دوست نشی کیدای .خدای ج دی پنجاب او ا خلاصمند مزدوران تباه او برباد کړی.

  3. ښاغلی امرالله خان صالح صاحب یو د وطن وفادار او خدمت ګار بچی دی۰
    موږ د صالح صاحب پر کاروان برید په سختو ټکو غندو د صالح صاحب دشمن دی شرمیدلی او مخ توری وی۰
    پوهیږو چه صالح صاحب ددشمن د سترګو اغزی دی۰د صالح صاحب لپاره د الله نه شفا غواړم۰ مخ توری دی وی د صالح صاحب دشمنان

  4. بريد د پنجابي پوځ په امر تالب کړی خو ممکن د تالب نوی ماډل چې نوم يې داعش دی د بريد پړه په غاړه واخلي. صالح د نظام د ګټو په حق کې جدي دی. تالب غواړي صالح او فوزيه کوفي غوندې ژبور کسان ووژل شي او مړه خولي پاتې وي.
    د بريد ګټه داده چې ممکن صالح او ولسمشر افغان امنيتي ځواکونه له دفاعي حالت وباسي پدې سره به د امنيتي ځواکونو تلفات کم او د ترهګرو به ډېر شي.
    لسو تنو کورنيو ته د زړه صبر غواړم.

    35 ميليونه ولس دی. ددې ډلې تر 50 زرو ډېر تالبان ندي. هغه د خواخوږو شمېر يې هم تر يو لک نه اوړي. ولې 35 ميليونه تنه د يو نيم لک تنو تالبانو او د دوی د خواخوږو قرباني, غلامان او تابعدار شي!
    35 ميليونه ولس افغان دولت ته 350 زره تنه ځوانان ورکړي چې د 50 زره تالبانو مقابله پرې وکړي. دا د افغان دولت دنده ده چې له دې 350 زرو تنو څرقم کار اخلي.

    چې ددې 350 تنو يواځې پنځوس زره تنه په هر ولايت ورشي په يوه مياشت کې ټول تالبان وژلی شي. هلته دې محلي اردو جوړه او اکمال کړي چې بيا ترهګر ځای ونه نيسي.
    د دولت د ننه چې زر تنه غله او مفسدين سمه سزا وويني نور ترې پند اخلي.

  5. د نظار شورا هر غړۍ لکه د ګلبدین ، سیاف ، دوستم ، محقق او خلیلی د ملت په قتلونو او د اجنبیو غلامیو کښي قهرمانی تر لاسه کړی دی او دیو قاتل او غلام لپاره اوس د اتلی او قهرمانی رسمی مراسم هر کال صورت مومی او ددوی وحشیان داسی ورځی کښی د کابل اوسیدونکیو ژوند دزیاتر بی امنیتی سره مخامخ کوی ، د قاتل او غلام جاسوس امرالله صالح ملی خیانتونو باندی سترګو پټولو هڅول د مرتجعو او پله بینو له خوا نه بخشوونکۍ ملی خیانت دی ، شورای نظار همیش کوشش کړۍ دی او کوی ئی چی مسلسل په حکومت کښي داخل اوسی ، ددی هم امریکا ، روسیه ، ایران او پاکستان تام ملاتړی کوی ، دا خائینان په ژبو خواږه اما ډیر متعصب او تفریقه اچوونکی دی ! دا چی ددوی سره د افغان قدر نه موجود وو او هم نه دی نو دوی داسی حملی د ځانو مهموالی او شهرت لپاره تمثیلوی ، امید دی چی دا ملی خائینین دوامدار پخپلو کښی سره ختم کړی !!!!

  6. کاشکې چې مردار نشه ، هغه په تیرو کې ډیر افغانان وژلي دي او وژني یې ، د سولې لاره نه مني په شمال کې یې اربکیانو ته اصلحي ورکړې او بیا داخلي جنګونه غواړي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب