چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد کندز پولیس وايي، پاکستان ته یې د ۳ ماشومانو د قاچاق...

د کندز پولیس وايي، پاکستان ته یې د ۳ ماشومانو د قاچاق کېدو مخه نیولې

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۱۹مه: د کندوز پولیس وايي، پاکستان ته یې د درېوو ماشومانو د انتقال مخه نیولې ده.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وايي، دا درې ماشومان چې شاوخوا نهه یا لس کاله عمرونه لري د کندز ښار د چرخ آب ساحې اوسېدونکي دي.

د هغه په خبره نامعلومو کسانو غوښتل چې دا ماشومان پرون سه شنبه پاکستان ته انتقال کړي، خو پولیسو یې مخه نیولې ده.

نوموړی وايي دغو ماشومانو د کندز ښار په یوه لیرې پرته سیمه کې په یوه دیني مدرسه کې په زده ‌کړو بوخت ول.

هجرت الله اکبري زیاتوي لا معلومه نه ده چې دغه ماشومان له مدرسې چا ایستلي دي، خو وايي په اړه یې پلټنې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب