دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او هند ترمنځ پروازونه پیلېږي

د افغانستان او هند ترمنځ پروازونه پیلېږي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۹) د افغانستان د ملکي او هوایي چلند اداره وایي، هند او افغانستان په ډېر ژر محدود شمېر پروازونه پیل کړي.

دغه اداره وایي، هند کې د کورونا ویروس پراختیا اوج ته رسېدلې نو په دې اساس نه شي کولای چې په لویه پیمانه پروازونه پیل کړي، خو اوس به د اړتیا پر بنسټ محدود شمېر پروازونه ترسره کېږي.

د دغې ادارې په خبره، د دواړو هیوادونو چاوارکو پرېکړه کړې چې د هند او افغانستان یو هوایي شرکت به په اوونۍ کې یو پرواز ترسره کوي او مسافر به یې ټولې روغتیایي سپارښتنې عملي کوي.

د دوی په خبره، د افغانستان له لورې به د اریانا افغان هوایي شرکت په دغه پروازونو کې برخه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب