دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په شېرزادو کې ۱۰۰ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په شېرزادو کې ۱۰۰ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۱۹مه: د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې په تېره یوه اونۍ کې شپیته تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبانو ته دغه مرګژوبله د هغوی د ځوابي بریدونو په پایله کې اوښتې ده.

چارواکي وايي د طالبانو د ډله ییزو حملو په ځوابیه بریدونو کې د تېرې اونۍ په اوږدو کې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور هغه یې ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې امنتیي ځواکونو د حکومت د مخالفینو اویا کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له منځه وړي دي.

د چارواکو په وینا یاد بریدونه چې د هوايي ځواکونو په مرسته تر سره شوي، د وسله والو سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی چې دواړه لوري هره ورځ یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب