یکشنبه, جون 23, 2024
Home+باختري ژبه (۲) څېړنپوه دکتور خليل الله اورمړ

باختري ژبه (۲) څېړنپوه دکتور خليل الله اورمړ

باختري ژبه د شمال ختيځو آرياني ژبو له ډلې څخه د لرغوني بلخ د سيمې ژبه ده. دا ژبه له يوې خوا له پښتو، يدغه او منجاني ژبو سره نږدې خپلوي لري او له بلې خوا د منځنۍ دورې د ژبو، سغدى، خوارزمي او پارتي سره خپلوي لري. باختري ژبه تر ۱۹۶۰ م. كال. پورې د تخاري Toxarian، رښتيني او حقيقي تخاري eteo toxarian په نامه او ځينو پوهانو د باختري ژبې د ليكلو لپاره د اوښتي يوناني ليكدود د كارونې پر بنسټ هغه د ګريكو – باخترى Greco-Bactrian په نامه نومولې ده. ځينو پوهانوورته كوشان– باختري Kushano-Bactrian ويلې ده.

د باختري ژبې د نامه او د هغې د فهم د كلمې په برخه كې ترهر چا زيات دهننګ Henning د احسان پور وړي يو. نوموړى لومړى ځل د سره كوتل د كتيبې تر ژباړې او تحليل وروسته په دې ژبه د باخترى ژبې نوم كيښود او د كوشاني واكمنانو د مورنۍ ژبې په نومونو، وازشكا vazeška، كنشكا kaniška او هوشكا Ooeška كې د -*iška د خاتمې د څيړنو پر بنسټ، چې د لرغونې آرياني د *štaka له تفضیلي صفت څخه يې تكامل كړى دى، وپيژندله.

نوموړي څرګنده كړه، چې ددې دريو نومونو وروستى جز ياتو خاتمه يوازې په باختري ژبې پورې د ځانګړي شوي غږيز تحول له لارې د پوهيدلو او معنا وړ دى.

كنشكا > Kanēška آرياني *Kaništaka د ځوان او غښتلي په معنا

هوشكا > Ooēška ارياني *huvaištaka د غوره او مشر په معنا

وازشكا  > vazēška آرياني *vazištaka د فعال او كارنده په معنا

د پخواني شوروي اتحاد عالم ستبلين – كامنسكي ددې مسئلې د تائيد لپاره د لرغوني آرياني د *štaka تفضيلي صفت په واخي ژبه كې مستند څرګند كړى دى. [Steblin-Kaminskii.1981,P.320]

انګليس عالم سميز ويليامز Sims Willams يو بل نظر لري. نوموړى باوري دى، چې د šk عنصر غير آريانى دى او د هغې ژبې بقايا ده، چې تخاريانو له ځان سره د بلخ سيمې ته وړې ده.

[Sims-Willams,1989.P 348-49]

د باختري ژبې ليكنی سيستم: باختري ژبه د منځنۍ دورې يوازینۍ آرياني ژبه ده، چې ليكنی نظام يې د اوښتي يوناني ليكدود پر بنسټ دى. دوه پيړۍ په باختر سيمه باندې د يوناني فرهنګ واكمني په دې سيمه كې د باختري دودونو خنډ شوه په دې دوره كې هر ډول آرياني ليكدود يوې خواته پاتې شو. د آى خانم په ښار كې واقع په عمومي ځايونو كې د يوناني كتيبو موجوديت د هغې ښكارندوى دى، چې يوناني واكمنانو خپل قلمرو په يوناني ژبه او ليك اداره كاوه او د هغوى د واكمنۍ په موده كې باختري ژبه، احتمالا د سيمې د ژبې په توګه او يوازې په محاوره كې كارول كېده. كله چې ساكانو د ۱۳۵ ق م په شاوخوا كې وكړاى شول د باختر سيمې اداره په خپل لاس كې واخلي، هغوى د خپلې ژبې د لاسه وركړي اعتبار په بيا احياء كولو پسې مټې راونغښتلې او هغه الفبا، چې د باختري ژبې په ليك لوست كې كارول كېده، د باختري ژبې د ليكلو لپاره چمتو او استعمال كړه. ټول باختري متون، پرته له يوې مانوي قلمي ليكنې څخه، په يوناني ليك ليكل شوي دي.

يوناني ليكدود: د اوومې ميلادي پيړۍ چيني ګرځندوى هيون تسانګ Hsǜan tsang په ۶۲۹ ميلادي كې افغانستان ته د يو سفر په ترڅ كې د تخارستان سيمې د ژبې توري ۲۵ ګڼلي او ليكلي يې دي، چې دا ليك له كيڼې خوا څخه ښي خواته كښل كېده.

خو د ګرشويچ په اند، هيڅ ترديد نه شته، چې باختريانو د þﺭ تورى په يوناني ليكدود ورزيات كړى دى، چې د /ش = š/ غږ ورباندې وښيي. نوموړى يادونه  كوي، چې د مركبو يا تممو ښلو غږونو د ځانګړې نښې د نشتوالي له امله سيګمه /s/sigma او زيتا /z/zeta د /(ts),c/ او /,dz j/ لپاره او په عين حال كې د z/ž,s لپاره كارول كيدل. يوناني (iota)I د ī,i او y لپاره وه.

يوناني اميكرون /o/omicron د u، ū ، w غږونو لپاره او يوناني الفا /a/alpha د ā,a غږونو لپاره و.

د باختري ژبې په ليكنې سيستم كې هم د يوناني ژبې غوندې، اعداد د الفبا په تورو او معمولاً د بيلوونكو نښو په زياتولو سره ښودل كېدل.

د باختري ژبې د څېړنو تاريخچه: د باختري ژبې څيړنې د نوولسمې پيړۍ په وروستیو كې پيل شوې، چې د څيړونكو د څيړنې اصلي سرچينې، سكې، مهرونه او نورې لرغونې موندنې وې. خو د سره كوتل د كتيبې په پيدا كيدو سره، چې په ۱۹۵۷ م. كال كې ترلاسه شوه، د باختري ژبې څيړنې يو نوي پړاوته ور داخلې شوې.

۳۵ کلن فرانسوي عالم اندرى ماريك A.Maricq د كنشكا ستره كتيبه د Bactrien ou eteo Tokharian تر عنوان لاندې په ۱۹۵۸ م. كال كې چاپ كړه. ورپسې د ده يو بل هيوادوال اميل بنونست E.Beneveniste ددې ډبر ليك دوه نورې ليكنې چاپ كړې.

د سره كوتل د كتيبې په خپريدو سره باختري ژبې د نړۍ د پوهانو پاملرنه ځان ته راواړوله.

دوى ځانګړې پاملرنه ژبينو، اتنوګرافۍ، تقويمي مهمو مسايلو او د هغې ژبې د ويونكو تاريخ ته وكړه او هر يو په خپل وار سره ددغه متن د ناحله معما په حل كولو لاس پورې كړ.

هننګ Henning د متن د ژباړې او تحليل د پوهيدنې كيلې، ددې ژبې د كلماتو په رمز پرانيستنې سره د پوهانو په واك كې وركړه. د آرياني ژبو په سيستم كې يې ددې ژبې دريځ څرګند كړ او ليكي: «باختري ژبه له يوې خوا د پښتو او يدغه – مونجي سره نږدې اړيكې لري او له بلې خوا یې د منځنۍ دورې د ژبو سغدى، خوارز مي او پارتي سره لري».

د نَسَبی اړیکو په ارتباط د نړۍ نامتو عالمانو لکه: بنوینیست، جورج مارګنستیرن، الیه ګرشیویچ، سیمز ویلیامز، ستبلین-کامنسکی، یوسف آرنسکي  او همداسې د ختیځ نامتو مؤرخ اکاډمیک باباجان غفوروف هم د دې خبرې پخلى کړی دی.

په پښتو ژبه کښي د ایتمولوژیکي څېړنو ضرورت | شریف الله دوست

مثال یې وګورئ يوه جمله چې په باختري، منجانى، اشكاشمي او پښتو ژبو كې څومره نږدېوالی لري.

باختري: kaldo malo agado        کََلدو ملو اګَدو

منجانى:          kэla mala āγэy     کِِله مَله آغۍ            «كله چې ماته راغى»

اشكاشمي:         kadi madak oγalکَدی مَدَک اُغَلٌٌ

پښتو:          kэla māla rāγay       کِِِله ماله راغى

د باختري ژبې او د هغې د نورو آثارو لكه ډبرليكونو، ديوال ليكونو او خطي نسخو په اړه اندرى ماريك A.Maricq ، بنونست Benevesite ، مارګنسټرن G.Morgenstierne، هننګ W.B.Henning، ګرشويچ Gershevitch، ليوشڅ Livshitz، پوهاند عبدالحی حبیبي            ستبلين- كامنسكي Stiblin-Kaminski، هر ماتا Harmatta، غلام جيلاني داوري، سرمحقق نظر محمد عزيزي اوهمداسې د دې مقالې ليكوال سرمحقق دوکتور خليل الله اورمړ ليكنې او څيړنې كړې دي. هر يو د هغې مجموعې په تدوين باندې، چې په يوناني – باختري ليك باندې پيژندل شوى ټول متن احتوا كوي، بوخت شوى دى.

1)       ειδο μα  λιζο  μο  κανηþ οανινδο βαγολαγγ  σιδο ι βαγο  þαο

     κανηþκι ναμοβαργο  κιρδο

2)       ταδιοο κεδο φορταμσο μα λιζο φρογιρδο ταδηιο μανδαρο αβο νιστο χοτο ασιτο μα λιζο αβαβγο σταδο

3)       οδο καλδο ασο λρουομινανο ιειρο σταδο ταδο ι βαγε ασο ι

    νοþαλμο φροχορτινδο.

4)       ταδο αβο λραφο οαστινδο αβο ανδηζο οτο μα λιζο πιδοριγδο

5)       τα  καλδο  νοκονζοκο  ι  καραλραγγο  ι  φρειχοαδηογο  κιδο

   φρεισταρο αβο þαο  ι  βαγοπουρο  ι  λοιχοβοσαρο ι              þιζογαργο  ι αλοþχαλο κιδο φαρο οισποανο  μο  οαδοβαργανο ωσογδομανγγο πιδο  ι  ιωγο  οδο  υιρτο  χþονο  νεισανο  μαο  μαλο  αγαδο  αμο βαγολαγγο.

6)       ταδηιο  μα λιζο  πορογατο  ιαδηιο ειιο σαδο  κανδο  οτηιο αβο οζοοαστο  οτηιο  πιδοασαγγε  ιθο  οιλιρδο  ατανο  αβο μα λιζο φαρο  καρανο  αβο  μα  γαοηιο.

7) οδο καλδανο ασο λρουομινανο ιειρο βοοηιο ταδανο ι βαγε ασο ι νοþαλμο μα φροχοαþονδηιο οτανο  μα λιζο μα  ποδριχσηιο

8)οτηιο ασασκο μο σαδο αχþτριγο κιρδο  αλβαπγο ωσταδο ιθο ατο πδεινο σαδο πιδεινο αχþτριγο υαπουγο μα λιζο χουζο ποροοατο

9) οτο ειιο μο σαδο οδο μαþτο χιργομανο κιρδο αμο βορζομιυρο   αμο κοζγαþκι πουρο αμο αστιογανσειγι αμο νοκονζικι καραλραγγε μαρηγο πιδο ι χοαδηο φρομανο

10) οτο ειιο μανο νοβιχτο αμο μιυραμανο αμο βορζομιυρο πουρο mg1 αμιυραμανο mg2.

                    1) eido ma lizo  mo Kanēško oanindo bagolaggo sido i bago

Kanēški namobargo kirdo.      šao

2) tadioo kedo fordamso ma lizo frogirdo tadēio mandaro abo

nisto xoto asido ma lizo ababgo stado.

3) odo kaldo aso lrouo minano ieiro stado tado i bage aso i

nošalmo  froxortindo

4) tado abo lrafo oastindo abo andēzo oto ma lizo pidorigdo.

5)ta kaldo nokonzoko i karalraggo i freixodēogo kido freistaro   i loixobosaro  i šizogargo i alošxalo              abo šao i bagopouro

kido faro oispoano mo  oadobagano osogdomaggo pido i iōgo

odo uirso xšono neisano mao malo ogado amo bagolaggo.

6) tadēio ma lizo  porogato tadēio riio sado kando otēio abo ozooasto otēio pido asagge iθo oilirdo atano abo ma lizo faro karano abo ma gaoēio .

7)odo kaldano aso lrouo minano ieiro booēio tadano i bage aso i nošalmo ma froxoašondēio otano ma lizo ma pidorixsēio .

8) otēio asasko mo sado axštrigo kirdo albargo ōstado iθo ato

pideino sado pideino axštrigo uarougo ma lizo xouzo porooato.

9)  oto eiio mo sado odo mašto xirgomano kirdo amo borzomiuro

amo kozgaški pouro amo astiloganseigi amo nokonziki karalragge

marēgo pido i xoadē fromano.

10)  oto eiio mano nobixto amo miuramano amo borzomiuro pouro

mg1 amiuramano mg2

د سره کوتل د کتيبې ژباړه:

دا معبد د کنشکا عبادتځای دی، چې څښتن،نومیالی کنشکا پاچا هغه جوړ کړ.کله چې دا معبد جوړېده هغه مهال د هغې په منځ کې اوبو ته اړتیا نه وه پر دې بنسټ، معبد بې اوبو و او هغه مهال چې له ګرمۍ څخه وچکالی راپیدا شوه خدای د هغې استوګن له دغه ځایه بوتلل. دغه مهال دوی لراف (دافغانستان په شمال کې یوه سیمه ده)ته بوتلل شول او معبد تش شو. وروسته سرحددار نوکونزوک، د څښتن دوست، باچا ته ډیر ګران ،د څښتن زوی، مهربان او بخشاند، چې ټولو مخلوقاتوته دنیک نظر خاوند و،د ۳۱ د وري په میاشت کې نوموړي له معبده دېوال را تاو کړ، بیایې دغه کوهي وکیند اوبه یې را وښکلې، په ډبرو سره یې کوهي جوړ کړ، چې دمعبد استوګن اوبو ته اړ نه شي، په عین وچکالۍ کې، چی دګرمۍ له امله وه، څښتنان له خپله کوره لرې ولړ نه شي اومعبد تش نه شي. به  کوهي باندې یې داوبو رایستلو څرخ او ډنډ جوړ کړ، تر څو د دغه کوهي په وسیله او د دغه څرخ په وسیله معبد په سوکالۍ کې وي. دا کوهي او دا چوتره د خیرګمن او دکوزګشک زوی برزمهر د استیلګان اوسیدونکی د سرحدار نوکونزوک غلام له خوا د څښتن(=نوکونزوک) په امر جوړ شوى دی او دا لیکنه زما او د مهرامن په لاس کیندل شوې برزمهرپور(لاسلیک)،مهرامن(لاسلیک).

د باختري ژبې غږيز سيستم:

په باختري ژبه كې لاندې اووه واولونه تثبيت شوي دي. د باختري ژبې واولونه كيداى شي لنډ وي يا اوږده:

لنډ واولونه: a,u,i

اوږده واولونه: ī,ē,ō,ā  د كلمو په پيل او منځ كې ليدل كيږي.

خو د  e,o او ū واولونو لپاره ډير كم شواهد موندلاى شو.

په باختري ژبه كې تر اوسه څه دپاسه ۲۰ كانسونانټونه په ګوته شوي وګورئ جدول:

د باختري  ژبې د فونیتیک تاريخي بهير:

  • باختري a: په باختري ليكدود كې په الفا سره لنډ او اوږد a غږ ښودل كيږي:
  • باختري [āvāwγ]ababgo (بې اوبو) > آرياني *apa-apaka پرتله دې شي په اوستا كې

           له an-apa (له اوبو پرته) سره، مايرهوفر د پښتو ژبې bob د باختري سره همريښه ګڼي [Mayrhpfer,ZDMG,1962,Bd,112]

  • باختري [aγade]agado (راغى) > آرياني *a-γata، پرتله دې شي په اوستا كې له gam- (راتلل) سره، چې مفعولي صفت يې +,gata د a مختاړى سره. [Bartholomae 1954,p,493]وګورئ مونجي āγэy ، اشكاشمى āγad ، پښتو rāγay. د مثال په ډول پرتله دې شي يوه جمله، چې ما په باختري، منجاني، اشكاشمي او پښتو كې هممعنا او همتلفظ جوړه کړې ده.

باختــري: kaldo malo agado

منجـــاني: kэla mala āγэy                « كله چې ماته راغى»

اشكاشمي:   kadi modak oγal

پښتـــــــو:    kэla mālo rāγay

  • باختري [āβ]abo (اوبه) > آرياني *āpa وګورئ په اوستا كې āp، په سانسكرت كې āp-، په پښتو كې obэ، په پراچي كې awэ او په اورمړي كې wok.
  • باختري [aw]abo (په) > آرياني *abi، اوستا ava، سانسكریت avah-.
  • باختري [māw]mao (مياشت) > آرياني *māh،  اوستا māh، يدغه mox<*māhaxa، مونجي mo، اورمړى māy.

هغه غږ، چې په باختري كې په يوته /i/iota ښودل كيږي له о لنډ آرياني *i څخه او يا له آرياني *ai تركيبي غږ څخه سرچينه اخلي:

  • باختري [wisp]oispo (ټول) > آرياني *vispa، پرتله دې شي په اوستا كې له vispa- سره، په زړې فارسي كې له vispa سره، په سانسكرت كې له visva (ټول، هريو، بشپړ) سره او په روسي ژبه كې له ves (ټول) سره.
  • باختري [liz] lizo (معبد) > آرياني  *daiza-، اوستا daēza، يدغه lizo، پښتو luzay (ديوال).
  • باختري [nэvixt]nobixto (ليك) > آرياني *ni-pixšta، سغدي nipʻršt/npxšt ، منجي nэwxt، دري nabišt.
  • باختري [nэšalm]nošalmo (اوسيدونكى) > ارياني *nišadman.
  • باختري kirdo [kэrdэ] (كول) > آرياني *kŗta، وګورئ په اوستا كې kэrэta- د مفعولي صفت ريښه   (كول) سانسكرت kŗ- (كول)، پښتو كړل kŗэl، مونجي kэr، اشكاشمي kuŗ، پراچي kuŗ.
  • باختري [ped]pido (وسيله يې ادات / سربل) > ارياني *pati.وګورئ په اوستا كې paiti، زړه فارسي pati، پښتو په pэ، مونجي pye.
  • باختري [wэlэrde] oilirdo (نافذول) > آرياني *vidṛta. وګورئ په اوستا كې dэrэta مفعولي صفت د –vi وروستاړي سره د dar- (درلودل) فعل ريښه د ملاتړ كولو په معنا . وګورئ په پښتو كې walāṛ<*avadarta، سغدى مانوي wδyr-، منجي let، اشكاشمي duṛ<*dereta.
  • باختري [vid]bido دasbaro bido «د عسكرى قطعې آمر» په كلمه كې وروستاړى bido<*pati.
  • باختري [wanэnd]oanindo «سوبمن» > آرياني *vananti

په باختري ژبه كې د ei غږونو تركيب په i اويا په ē ښودل كېده.

  • باختري [ēd]eido (دا) > آرياني *aita، وګورئ په اوستا كې aēta، سغدی /ʻyd/yd، اشكاشمي (y)id ، مونجي ya.
  • باختري frestaro [frīstar] (محبوب، ګران، په زړه پورې)> آرياني *frastara وګورئ په اوستا كې starąm (ستورى)، په پښتو كې storay.
  • د kido، kedo [kэd] (چې / كله چې) بڼې له *a څخه حتمي نه دي. پرتله دې شي په اوستا كې له kaδa، kaṱ او kaθa سره.

د y غږ د يوت /i/ په نښه ښودل كېده:

  • باختري ioga [yuγ,yog] (يوه) > آرياني *aivaka . وګورئ په اوستا كې aēva، پښتو yaw، منجي yūγa، yu، اشكاشمي uk/g.

د (e) تكامل د آرياني  له *ay>*ai څخه منشا اخلي:

  • باختري [xwadēw]xoadēo (خداى، آقا، بادار، مالك) > آرياني *xva-tāvya>xvatayva.
  • باختري [mareg/γ]marego (نوكر، غلام) > آرياني *maryaka، وګورئ زړه فارسي

marīka ، پښتو mrayэ، mrayay، اورمړي mrig، mirk.

  • باختري [γawēi]gaoēio (پريږده چې بې كفايتي نه وي) د درېيم مفرد شخص (تمنايي وجه).

په باختري كتيبو كې اميكرون /o/ ارزښت درلود او ډير كارول كيده. پر دې سربيره په هغو مواردو، چې پورته ذكر شول، دا غږ په فعلي مختاړي كې او د مختاړي او وروستاړي په توګه هم ليدل شوى دى.

  • باختري >[uzэ]ozo اوستا us. [uzuāδaya]ozooasto په كلمه كې [zэwastэ] (ورننوتې اوبه) > آرياني *uz-vad-ta
  • [pэd]pido سربل دى > آرياني *paiti. وګورئ اوستا paiti. زړه فارسي pati، سانسكرت pati، منجي pye، پښتو / په pэ/.
  • [pэr]poro (بر، پورته)، اوستا pairi، پښتو [پر pэr] [په [pэ.

u په اميكرون ښودل كېده:

  • [vuw]boo (بودن) > آرياني *bav، اوستا bav-، منجي *buta>viy پښتو yu-.
  • [ud]oto,odo د (و) په معنا > آرياني *uta، اوستا uta، پهلوي ud.
  • [pus]pouro (زوى) > آرياني *puθra، اوستا puθra، زړه فارسي puҫa، منجي pur.

د ou په تركيبي غږ سره د u او ū غږ ښودل كيږي:

  • [xūž]xoužo (ښه) > ارياني *hvarza، خوارزمي xẑ (دلچسپ)، اوستا xͮarezišt (خوږ) پښتو خوږ xoẓ.
  • [harūg] uaroug (ټول) > آرياني *har (u) vaka

په اوميګا ω/  / سره هغه اوږد واول ښودل كيږي، چې هغې به له *ava>au څخه تكامل كړى وي.

  • [ōsuγd(э)mang] ōsogdomaggo « نیک اندیش، خیربین» > آریاني*ava-souxta-mān.
  • [ōstāda]ōstado (نافذول) > آرياني *ava-stāta، سغدي wst’ty پښتو ويست woist.

په باختري l باندې د آرياني *d تكامل د d له لارې يعنې *d>*δ>l دى.دا تكامل، باختري، منجي او پښتو ژبو ته سره نَسَبي اړيكې وركوي.

  • [mal]malo (دلته، دې خوا، ما ته) > آرياني *imada، منجي mala،mэla، پښتو māla.
  • [sal] salo «۱۰۰» > آریاني *sata ،اوستا sata پشتو sэl ،اورمړي so.
  • [las]laso (۱۰) > آرياني *dasa، اوستا dasa، پښتو  las، اورمړي das.
  • [liz] lizo (معبد) > ارياني *daiza، اوستا daēza (ديوال)، يدغه lizo، پښتو luzay.
  • nošalno (ناستې ځاى) > ارياني *nišadman.

اختري ژبه د شمال ختيځو آرياني ژبو د ګروپ ژبه ده، د غږيز نظام ځينې تحولي ځانګړنې يې لكه د آرياني *b او *g تم (انسدادي) كانسونانټونو يې په موښلو (احتكاكي) b او γغږونو باندې تحول کړی دی.

  • [vaγ] bago « خدای،مالک،څښتن» > آریاني *baga ،اوستا baga,baγ، سغدي br-y، واخي > voẑ آرياني *baγya.
  • [av/w]abo (په) > آرياني *abi، زړه فارسې abiy، د ګاټونو اوستا aibi، متاخره اوستا aiwi، سانسكرت abhi.
  • [γaw]gao (اړتيا درلودل) > آرياني *gav، سغديʼγw ، خوارزمي γaw، يغنوبي γau، آسي gaewyn، ساكي *hagav-.

د /*d/ تحول لومړى په /δ /او وروسته په /l / (لكه هغه تحول چې په پښتو، يدغه او منجي ژبو كې دى) دى.

  • [mal]malo (دى خوا، دلته) > آرياني *imada، سغدي mδy، منجي malo,mэla، سنګليچي > moδak.
  • [liz][lizo] (معبد) > آرياني *daiza، اوستا daēza، يدغه lizo پښتو luzay.
  • [lamэn]laman (وچه، ځمكه) > آرياني *dāman، اوستا dāman، سغدي d’m (نړۍ)، يدغه lāmo (كلى، قريه).
  • [las]laso (لس) > آرياني *dasa، اوستا dasa، اورمړي das، پښتو لس las.
  • [las]lado (قانون، شريعت) > آرياني *dāta، اوستا dāta، دري dad او دادګاه.
  • [lo]loi (دوه) > آرياني *duwa، اوستا dva، اورمړي do.

په rd باندې د *xt متحول په باختري كې، د دې څرګندوى ده، چې باختري له سغدي سره په دې تحول كې ورته ده.

  • [ōsuγd]ōsogdo (پاك) > ارياني *ava-suxta.
  • [pэdrэγdэ]pidorgdo (پريښودل، ترك كوي) > آرياني *pati-rixta، اوستا paiti-raēk، يغنوبي piraxta، پښتو پريښودل preṣodэl

آرياني *k,*t په ترتيب سره د انټرواكال په حالت كې په d او g تحول كړى، خو p د b له لارې د β په بڼه راغلى دى.

  • [āβ]abo (اوبه) > آرياني *apa-، وګورئ په اوستا كې āp، په سانسكرت كې āp-، په پښتو obэ، پراچي awэ، اورمړي wok.
  • [āγadэ]agado (راغى) د درېيم مفرد شخص ماضي فعل مركب دى له: a+gam+ta
  • [γar]γaro (غر) > ارياني *gari، اوستا gairi، اورمړي giri، پښتو غر γar.
  • [γanz]γwnzd (كڅوړه، جوال، ګونۍ، بوجۍ) > آرياني *gaunī-čiya سانسكرت goṇi، پښتو γūnĵi.
  • [frэgэrda]frogird (پاى ته رسيدلى، تمام شوى) > آرياني *fra-kṛta د kar (كول) له ريښې څخه.
  • [pэrgatэ]porogato (احاطه شوى، ديوال شوى) > آرياني *parikata، pari-kan
  • [nam(э)-varg]namobargo (نامتو، مشهور) > آرياني *nām(n)  (اسم) يا namc(h)( د درناوي وړ) او bar (وړل) > آرياني *bāraka، اوستا baro، nэmo (نامتو، مشهور).

د كلمې د پيل k,t,p پرته له تغييره ليدل كيږي:

  • [kand]kando (كيندل) > آرياني *kanta، منجي ked,kan، سغديknt  ، يغنوبي kant، پښتو kind له kind-эl څخه
  • [puhr]pouro (زوى) > آرياني *puθra، اوستا puθra، زړه فارسي puҫa اشكاني پهلوي puhr، سانسكريت putra.
  • [ta]ta (ادات) > ارياني *tā، اوستا tā.

د باختري ژبې د ستر عالم هننګ د قدر وړ خدمتونه د يادونې وړ دي، ده وكړاى شول د سره كوتل په كتيبه كې د زيتا  ( ز = z = ځ = j ] او سيګما sigma    ( s = s، z= ز) [ د حروفو رمز څرګند كړي.

د سره كوتل په كتيبه كې هغه غږونه چې په زيتا /j,z/ او سيګما /z,s/ ښودل شوي وو، رمز كشايي كړي او د هغو كلماتو معناوې تحليل او ژباړې، چې په دې تورو ليكل شوي وو.

د هننګ په اند آرياني /*č/ او /*ĵ/ په باختري ژبه كې په c/= څ/ او /ځ = j/ تكامل كړى دى، چې وروسته يې د پښتو غوندې په س = s او ز = z باندې تكامل كړى دى.

  • [acask]asasko (لوړ، پورته) > آرياني *hača-uska، چې hača > (له) په معنا او uskat د (لوړ، پورته) په معنا، پښتو هسك hask واخي usk، ساكي uska، منجي sek ska، يزغلامي weska.
  • [ac]aso (له) > آرياني *hača، اوستا hača- سغدي ʻč، يغنوبي č، خوارزمي či، منجي ci، پښتو ẑe.
  • [fэrdamc]fordamso (اول، لومړى) > آرياني *fratamačī، سغدي prtmčyk اوستا fratэma، پښتو wṛumbay (لومړنى)
  • [cād]sado (كوهي) > ارياني *čāta اوستا čāt، خوارزمي čʻt، آسي cad، پښتو cā.
  • [pэnjэ]panjo (پنځه) > آرياني *panča، اوستا paṇča، اورمړي penj.پښتوpenjэ .
  • [pэnjas]panjo (۵۰) > ارياني *pančāsat يعنې panjo+sat
  • [pensad]panjasaδo (۵۰۰) > آرياني *panjo+sado
  • [jmэk]jmiγo (ځمكه) > آرياني *zamika، اوستا zim، پښتو ځمكه jmэka، [zar]zaro (طلا) > آرياني *zarnya، اوستا zaranya، پښتو زرين zarin.

په باختري ژبه كې آرياني *fr دوه تكاملي لارې په مخ كې لري:

  • fromano (فرمان) > آرياني *framāna-( د fra مختاړى + ريښه mā (اندازه ) كول) اوستا، زړه فارسي framāna.پشتو farmān
  • frodamso (لومړنى) > آرياني *fratamčī، چې په منجي ژبه كې د كلمې كټ مټ بڼه ليدلاى شو مثال: fraγomэy (يو كلن ورغومى) > له *fragāma(ka) څخه يعنې (پروسږنى)، شغني او روشاني farγemč (يو كلن خوسكى)، يزغلامي ferγemč (يو كلنه بزه)، واخي rγyum، پښتو urγumay (يو كلنه بزه) .

آرياني *rs په باختري كې s او ارياني rz په باختري كې z. پر عكس په پښتو كې *rs په ṣt او آرياني *rz په ẓd تكامل كړى دى. خو په منجي ژبه كې آرياني *rs او *rz ګروپ له تغير پرته تكامل كړى دى:

  • باختري froxoaš (وړل) > آريانيsa  *fraxvar-
  • باختري [zuẑ]zouẑo (ښه) > ارياني *hvarza

په باختري ژبه كې آرياني *or په hr تكامل كړى دى:

  • pauro (زوى) > آرياني *puθra، اوستا puθra، زړه فارسي puҫa .
  • [hirs]uirso (۳۰) > ارياني *θri-sant.

آرياني *dr په باختري ژبه كې په lr تكامل كړى دى:

  • looaspo > آرياني *druva-aspa.
  • karalraggo (سرحد ساتونكي) karān/kanār+drang مركب اسم دى وګورئ په اوستا كې karan.

آرياني *rd په آرياني ژبه كې بې تغيره پاتې دى:

  • sard (كال) > آرياني *sarda، اوستايي sarэd، سغدي او خوارزمي srδ (سال)، پښتو پسرلى psarlay له upa-sarada-ka څخه، منجي asol، اورمړي asol (سږ كال).
  • [vaγ(э)lang]bagolaggo (بغلان) > آرياني *baga-dānaka، چې وروسته baγlān شوى دى.

مأخذ

Henning W.B. The Bactrian inscrtion, BSOAS 23,1960,pp.47-55

Morgentierne G.Notes on Bactrian phonology BSOAS,33,1970,pp.125-131

Sims Williams A note on Bactrian phonology BSOAS,48,1985,pp, 111-116.

Steblin-Kamenski Baktriskii yazyk,in: onsovy iranskogo yazykoznaniya, moskv، 1982,pp.314-346

د اورمړي ژبي لیک لوست او ګرامر چاپ سو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب