پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د اورمړي ژبي لیک لوست او ګرامر چاپ سو

د اورمړي ژبي لیک لوست او ګرامر چاپ سو

شریف الله دوست سرواني

په تېر ۱۳۹۹ ش کال کښي د افغانستان د علومو اکاډمي څخه د څېړنپوه ډاکتر خلیل الله اورمړ کتاب (د اورمړي ژبي لیک لوست) په پښتو او دري ژبو(خط و دستور زبان اورمړي) چاپ سول. د اورمړي ژبي لیک لوست کتاب ټول /۳۸۱ مخونه/لري. پیل یې د اورمړیانو د تاریخي مخیني او د اورمړو له مېشت ځایونو څخه کیږي. د اورمړي ژبي د تسمیې وجه، د اورمړي ژبي د فونیمونو لیکنه، د اورمړي ژبي تشریحي ګرامر، په آریاني ژبو کښي د اورمړي ژبي دریځ، په اورمړي، پښتو او دري ژبو کښي د حرکتونو (Diacritic marks) څېړنه، د اورمړي ژبي مورفولوژي، د اورمړي ژبي تاریخي ګرامر، د واولونو او کانسونینټونو تحول او تکامل. په اورمړي ژبه کښي د فعل صرف او نور ژبني موضوعات څېړل سوي دي. د دې کتابونو چاپ د ورڼو قومونو په برخه کښي یو نیک ګام دی چي د ورڼو قومونو  د حق ادایني په برخه کښي پورته سو. یاد کتابونه د نورو قومونو او لږکي قومونو له پاره هم د لارښود حیثیت لري. ښاغلي ډاکتر اورمړ د لومړي ځل له پاره په خپل علمي ژوند کښي د افغانستان د څو تاریخي ژبو لکه: اوستا، باختري، پښتو، دري او اورمړي ژبو په برخه کښي دقیقي او اکاډمیکي څېړني وکړلې. یادي ژبي یې وڅېړلې او افغان ملت ته یې ور وپېژندلې. نوموړي د افغانستان په تاریخ کښي د پېروښان مورنۍ ژبه(اورمړي) چي قوم یې نیم په افغانستان او نیم پښتونخوا کښي مېشت دی په لومړي ځل د کاغذ پر مخ په دوو ملي ، رسمي ژبو پښتو – دري په علمي بڼه وڅېړله. دا دی د اورمړي ژبي ایتیمولوژیکي قاموس یې هم چاپ ته چمتو دی او ډېر ژر به چاپ سي. څرنګه چي ډاکتر اورمړ د خپل لوی نیکه پېروښان پر قدم، قدم ایښی دی او پیروښان هم د پښتنو په څنګ کښي د دې خاوري د ساتني له پاره مبارزه کړې ده، ډاکتر اورمړ د دې خاوري د هر درانه قوم له پاره قلمي مبارزه او نه حس کېدونکي ستړیاوي وګاللې او دا دی د پښتو ژبي تاریخي او تشریحي ګرامر یې هم چاپ ته چمتو کړ او په نژدې وختونو کښي به چاپ سي. په پښتو تاریخي – تشریحي ګرامر کښي یې د اوستا، سنسکریت او نورو آریاني ژبو  قانوني تحول او تکامل ښوولی دی. دا کار یې د پښتو ژبي سره د خپلي مورنۍ اورمړي ژبي په څېر مینه ښيي.

اورمړي د پښتو ژبې خپلوانه ژبه | څېړنه او سپړنه: رحمت الله حکیمي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب