شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهترکیه، پاکستان او افغانستان: طالبان باید بېرته په خبرو کې برخه واخلي...

ترکیه، پاکستان او افغانستان: طالبان باید بېرته په خبرو کې برخه واخلي او اوربند وکړي

تاند ( شنبه، د ثور ۴مه) پاکستان، ترکیې او افغانستان له طالبانو غوښتي چې بېرته دې د مذاکراتو مېز ته راوګرځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له یوې درې اړخیزې ناستې وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او طالبانو ته په کار ده چې مذاکراتو ته دوام ورکړي.

د دې کنفرانس پرمهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، دوی هڅه کوي طالبان اوربند او تلپاتې سولې ته وهڅوي.

اتمر زیاته کړې، چې طالبان دې د استانبول کنفرانس کې ګډون وکړي او نړیوالو ته دې ثابته کړي چې سولې ته ژمن دي.

په ورته مهال د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو هم ویلي، چې د ترکیې د کنفرانس جوړولو ته یې هڅې روانې دي او ښايي تر اختر وروسته دغه کنفرانس جوړ کړل شي.

هغه د خپلو خبرو پرمهال ټینګار وکړ، چې سياسي حل په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره يوازينۍ ممکنه لاره ده.

نوموړي زياته کړه چې هېواد يې هڅه کوي ترڅو د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو له پیل نه مخکې د درېواړو هېوادونو د مشرانو درې اړخیزه ناسته هم ترسره کړي.

په ورته مهال په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وویل ، که څه هم طالبانو د استانبول د سولې په ناسته کې د ګډون لپاره تمايل ونه ښوده خو باور لري چې دغه ځنډ به لنډمهاله وي.

قريشي هیله څرګنده کړه چې له اختر وروسته به په ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکی پړاو ترسره شي او سولې ته د رسېدو په موخه، دواړه خواوې به په هراړخیز او ټول شموله هوکړې، خبرې وکړي.

په دې کنفرانس کې د یادو درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ، چې طالبان باید په خبرو کې برخه واخلي او دایمي اوربند ته دې غاړه کېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب