پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهایران او هندکې د کورونا تازه څپو اندېښنې او ګواښونه ډېر کړي

ایران او هندکې د کورونا تازه څپو اندېښنې او ګواښونه ډېر کړي

تاند شنبه، د ثور ۴مه) په ایران او هند کې د کورونا تازه څپو ګواښونه ډېر کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې په ایران کې هره ورځ تر ۳۰۰ ډېر کسان د کورونا له امله مړه کېږي.

 د وروستیو معلوماتو له مخې تېره ورځ په ایران کې کورونا ناروغۍ ۳۸۰ تنه مړه کړي دي.

سرچینې وایي، چې ایرانی حکومت د مړو شوو کسانو ريښتینې شمېره پټوي.

دوی وایي په ایران کې په یوه ورځ د کورونا له امله د مړو شوو شمېره تر ۶۰۰ هم لوړه ده.

بل لورته بیا په هند کې هم د کورونا تازه څپې اندېښنې زیاتې کړې دي.

هندۍ رسنۍ وایي تازه تېره ورځ تر ۳۵۰ زره ډېرې مثبتې پېښې په دغه هېواد کې ثبت شوې دي.

سرچینې وایي، کورونا په دغه هېواد کې په بېسارې توګه د پراختیا په حال کې ده.

د رسنیو د معلوماتو له مخې د پېښو د زیاتوالي له امله په هند کې ډيری روغتونونه د توکو او اکسیجن له کمښت سره مخ دي.

رسنۍ وایي: « روغتونونو کې ځای نشته، اکسیجن ناروغانو ته نه رسیږي او د مړو سوځولو چارو ته رسیدګي سخته شوې ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب