دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل تاریخي تېروتنه ده

نیویارک ټایمز: له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل تاریخي تېروتنه ده

تاند(شنبه، د ثور ۴) نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل او دا هېواد یوازې پرېښودل تاریخي تېروتنه ده.

په مطلب کې راغلي، سره له دې چې امریکا افغانستان ته د دې لپاره ځواکونه ونه لېږل چې د افغان ښځو وضعیت ښه شي، خو عملاً میلیونونو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ زمینه برابره شوه او بېلو برخو کې یې لوړې زده کړې وکړې.

د لیکوال په باور اوس دغو نجونو او ښځو ته شا اړول کېږي.

هغه وړاندې لیکلي، دغه راز د هغو نورو افغانانو چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو او خلکو ته د ښه ژوند د برابرولو لپاره هلې ځلې کړې دي پرېښودل به یوه تاریخي اشتباه وي او هیڅکله به افغانان د امریکایانو دا تېروتنه هېره نه کړي.

په ورته وخت کې امریکا وایي د خپلو سرتېرو د وتلو بهیر د ساتنې لپاره یې جنګي الوتکې د افغانستان شاوخوا ته لېږلې او ددې احتمال شته چې په افغانستان کې خپل ځواکونه هم ډېر کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې شپږ 52 ـ B ډوله الوتکې به له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر ساتنه کوي او تر څنګ یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر هم ډېرېږي څو د وتلو په بهیر کې د امریکايي ځواکونو امنیت تامین کړي.

پنټاګون ویلي چې دمګړی د دوی دوه لویې جنګي الوتکې د افغانستان شاوخوا ته رسېدلې دي.

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي دوی له افغانستان د خپلو ځينو تجهیزاتو ایستل پيلوي، ځینې افغان پوځ ته سپاري او ځینې په افغانستان کې له منځه وړي.

کربي دغه راز زیاته کړې چې د سرتېرو د ایستلو بهیر به په منظمه توګه مخ ته ځي او هڅه کېږي د هر ډول احتمالي خطر مخنیوی وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب