شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد امریکا د څارګرې ادارې مشر، تېره اونۍ افغانستان ته پټ راغلی...

د امریکا د څارګرې ادارې مشر، تېره اونۍ افغانستان ته پټ راغلی و

تاند(شنبه، د ثور ۴) اسوشېټېد پرس خبري اژانس وایي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره هم‌مهاله د امریکا د استخباراتو(سي آی اې) مشر ویلیم برنز تېره اوونۍ په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته سفر کړی و.

یادې رسنۍ زیاته کړې، چې ښايي د امریکا د استخباراتو دغه لوړپوړی چارواکی د بهرنيو پوځیانو د خوندي وتلو لپاره د احتیاطي تدابیرو د نیولو په موخه راغلی وي، خو دا چې په افغانستان کې یې له کومو چارواکو سره لیدلي، په تړاو یې مالومات نه‌دي خپاره شوي.

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت کانګریس ته د افغانستان په اړه په یوه استولي راپور کې ویلي، دوی القاعده شبکه کمزورې کړې ده خو ددغه شبکې ځینې غړي لا هم فعال دي او له طالب وسله والو سره اړیکه لري.

پنټاګون زیاته کړې چې دوی د طالبانو په همکارۍ کولی شي په افغانستان او سیمه کې امریکایي ګټو ته زیانونه جوړ کړي.

امریکايي چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښايي د القاعده شبکې فعالیتونه یو ځل بیا په نړیواله کچه ګواښونه رامنځ ته کړي او د امریکا د متحدینو ګټې وګواښي.

بل خوا امریکا یو ځل بیا افغانستان ته (B – 52) ډوله جنګي الوتکې رالیږي، تر څو له دغه هېواد څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو د بهیر امنیت خوندي کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې شپږ جیټ (B – 52) ډوله جنګي الوتکې او ګڼ شمېر پوځیان به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر څاري، ترڅو یاده لړۍ په خوندي ډول ترسره شي.

امریکا، افغانستان ته B-52 جنګي الوتکې رالیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب