سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+احمقانه شاعري | یونس تنویر

احمقانه شاعري | یونس تنویر

دا ډېره عجیبه مسله ده، چې موږ شاعرۍ ته د احمقانه خطاب کوو. اصل کې شاعري د فضلیت یو ستر نوم دی، خو دغه نوم ځینو احمقانه شاعرانو خاورې کړ او موږ یې مجبور کړو، چې ووایو: احمقانه شاعري.

احمقانه شاعر د ځان د لوی شاعر د ښودو په غرض او په خلکو کې د لوی شاعر د شهرت په موخه؛ ځینې احمقانه او سر نه خلاصې خبرې په شاعرۍ کې کوي، چې اصل کې دا شعرونه نه دي، بلکې دا د احمقانو خبرې دي، چې اهل ادب ولا پرې خاندي، خو زموږ ولس، چې نه پوهیږي، هغوی ته دوی ډېر لوی فلسفي شاعران ښکاري، مګر دوی شاعران نه دي.

د شعر په اړه خلکو دا نظریه اخیستې ده، چې د ادب تحلیل او تفسیر د هر چا بېل دی، خو زه فکر کوم، چې له دې پورته احمقانه خبره نه شته، ځکه دا خبره دا مانا لري، چې هر څوک هر ډول احمقانه خبره وکړي، نو موږ به یې د شعر په نوم ومنو.

احمق سړی موږ هغه کس ته وایو: چې د خبرو طرز او تفکر ونه لري، د خبرو ترمنځ یې تناسب او تعدل نه وي ساتلی، په خبرو کې یې مدعا او موخه نه وي څرګنده، په خپلو خبرو کې یې سور نه وي موجود، د خپلو خبرو تسلسل نه مراعتوي، د بل په خبرو کې په ناحقه لویږي، خبرې یې نه فکر لري او نه تهذیب، نه جذبه لري او نه تاثیر او یا هم احمق سړی هغه دی، چې د عقل او منطق پر ځای په بې مانا، بې‌ځایه یا غیر منطقي فکرونو او کړنو تکیه کوي. د خپلو اعمالو پایلې نه سنجوي او له تجربو څخه زده‌کړه نه کوي، نو دا ډول خلکو ته د احمق خطاب شوی دی.

هر مجلس، غونډه، تلویزیوني مرکه او ورته نور پروګرامونه خپل ځانګړي اصول او چوکاټونه لري؛ همداسې شاعري هم خپل اصول لري، چې باید مراعات شي. که دا اصول مراعات نه شي، نو پایله یې د تخلیقي تجربې پر ضد یو بې‌  مانا او بې ‌ارزښته بیان دی، چې موږ یې شعر نه شو ګڼلی، بلکې یوازې احمقانه خبرې یې بولو. که موږ انصاف وکړو، د داسې بې‌جوهره خبرو نوم احمقانه شاعري هم سخاوت دی، ځکه چې دا ډول بیان اصل کې شعر نه دی. په همدې بنسټ د شعر د بېلابېلو اندونو تشریح یا خیال‌ پردازي هم باید د شاعرانه اصولو سره سمون ولري، نه دا چې یوازې د خیټالوژۍ یا بې‌ځایه پیچلو خبرو ته شعر ووایو او بیا ور سره دا هم اضافه کړو، چې د شعر مانا د شاعر سره ده.

د دې نه دا مطلب دی، چې که چیرې موږ په یو بیت کې د موضوعاتو ترمنځ تناسب او تسلسل ته متوجې نه شو د کلمو او توکو روایتي شالید په نظر کې و نه نېسو او د شاعرۍ لطیف ساخت، چې هر توری د بل توري سره، هره کلمه د بلې کلمې سره او هره مسره د بلې مسرې سره په صوتي، روحي او موضوعي لحاظ تړون لري، نو که چېرې داسې نه وي، نو دا ډول شاعري احمقانه شاعري ده.

که په یوه شعري مسره کې میوندونه راولو او د ملالۍ روایتي فلسفې ته مو پام نه وي کړی، یا یوه تورزنه پیغله، پرهر، میوندونه… مفهوم ور سره نه وي تړل شوی، نو دا د تخلیقي تجربې له مخې یو غیر منطقي او بې ‌ارزښته بیان دی. که شاعر دې تړون ته متوجه نه وي او په خپلو خبرو او مسرو کې بې ‌مانا بیان راوړي، چې د موضوع جوهر ته زیان رسوي او هیڅ تشبیهي یا خیالي صفات و نه لري دا شعر نه دی. شعر یوازې د قافیو تړل نه دی، بلکې د مانا، احساس او د خیال هنرمندانه تړون دی.

که په یوه بیت کې موږ آبشار راوړو، خو د هغه اصلي ځانګړتیاوې، لکه: غورځنګونه، شور او غوغا له پامه وغورځوو او آبشار مو د مړو ایرو سره تشبیه کړی وي دا د شاعرۍ له روح سره سمون نه خوري. شاعري هغه تخلیقي هنر دی، چې کلمې او توري یې د موضوع له جوهر سره باید اړخ ولګوي او د ناسمو یا بې‌ مانا تشبیهاتو له لارې یې ارزښت کمزوری نه شي. داسې شاعري نه یوازې غیر منطقي ده، بلکې د تخلیقي ژورتیا او اغېزمنتوب له پلوه هم ناکامه ګڼل کېږي.

یانې په شاعرۍ کې زیاتې داسې کلمې دي، چې یو او بل ته معنوي او روحي قوت ورکوي، لکه سترګې او نرګس، اوښکې، شبنم او مرغلره، شونډې، ګل، چنار او ځواني، اور او اوبه، شپه او بدبختي، سهار او خوشبختي، ښکلی مخ او لمر، سپوږمۍ، فرهاد، کوهکني او شیرینو او داسې نورې… خو دا مسایل مو ځکه یاد کړل، چې زیات مشهور دي، مسله دا ده، چې لوی شاعران او د تخلیقي تجربې لرونکي شاعران همدغو پورته روایاتو ته نوي رنګونه او تجربې ورکولای شي، کلمو ته نوي روایتونه ورکولای شي او نوي- نوي مضامین پرې رامنځته کولای شي، خو احمقانه شاعران داسې مسایلو ته متوجې نه وي او تخلیقي تجربې نه لري. مصطفی سالک د کلاسیک ادب د روایت په خلاف یوه نوې کلمه د خال او غاټول معادله ګرځولې ده. یانې ددې نه مو موخه دا ده، چې په یوه زاړه روایت کې نوې خبره او نوی مضمون په ډېر اعلی ظرافت راوستل کیدی شي او نوي- یوي روایتونه هم رامنځته کولای شي. خو احمق شاعر به داسې چارې و نه شي کړای، ځکه چې دوی د شعر دا ډول اصول نه پېژني، تاسې د سالک صیب دا نوښت او شاعرانه کیفیت ولولئ:

دداغونو مې څه شمار دی

چـې جامه یې زر زري ده

(مصطفی سالک)

په پورتني بیت کې داغونه د زري جامو سره تناسب لري. په دې وجه زري جامه خالداره وي. یا د خالونو په څېر وي او په کلاسیکه شاعرۍ کې داغونه له خال سره مطلق تناسب لري، مګر په پورتني بیت کې مطلق شباهت نه شته. د یوې متقاطع زاویې په واسطه ور سره اړیکه پیدا شوې ده. یا د سالک صیب په دې بیت کې:

چې یارانه څوک د خالونو پریږدي

دا شین اسمان له سړي مخ واړوي

چې په کلاسیکه شاعرۍ کې همدغه خال د داغ سره شیدا داسې راوستلی دی:

دلاله غوندې مې داغ دبدن جز دی

درته چاوې چې زما د سوز دوا کړه

(کاظم خان شیدا)

د نه مانیز تړاو او د کلمو نه انډول یا د تناسب نه شتون د بیت په داخلي جوړښت کې ابهام داسې را ولاړوي، لکه په تیارې کې، چې ستنه درنه ورکه شي. یا په خړ سیلاب کې چې د ځمکې تل نه ښکاري، نو په دې وجه احمق شاعران د شعر له دغې فلسفې څخه نه دي خبر.

د شاعرۍ عظیم جوړښت د تخلیقي تجربې پر بنسټ راڅرګندیږي. دا تخلیقي تجربه هغه ژوندۍ پروسه ده، چې د مړو کلمو ترمنځ ساه پوکوي او ژوند وربخښي. شاعري یوازې د بې‌انډوله یا بې ‌مانا  خبرو ټولګه نه ده، چې  هره ناسمه او بې مفهومه خبره د نوښت په نوم تېره کړو، بلکې شاعري هغه هنر دی، چې مړه الفاظ په ژوندي او اغېزمن شکل تنظيموي، د کلمو او مانا، د تورو او الفاظو ترمنځ یو تړون او تناسب موجود وي. تاسې دا اعلی شاعرۍ مثالونه هم وګورئ:

نرګس رنځور دی د شبنم طبیبه لاس یې نیسه

مرګی ترې وباسه یو دم د زېړې تبې په شان

(کاروان)

سپین لباس به یې سیاه کا ماتمونه

د غفلت په مقتضا خودارا صبح

(کاظم خان شیدا)

ځي پلو لره دې لاس بې اختیاره

جوړ څوکۍ ته دې د حسن ځواني راغله

(حمزه بابا)

قسمت راکړی دی خصلت د سکرو

چې مو له ژونده د ژوند تور وا خیست

(استاد پسرلی)

هرمړی غریق راباسي سطحې ته اوبه

غوږ نیسه چې در باسي مې له ځانه وږې شپې

(ومان نیازی)

په لومړي بیت کې د نرګس، شبنم، طبیبه او زېړې تبې ترمنځ اړیکه، په دوهم بیت کې سپین لباس او سیاه ماتمونه او دا سې په ټولو راوړل شویو بیتونونو کې د کلمو او تورو، مانا او جوړښت ترمنځ اړیکې موجودې دي، چې د شاعرانه خیال کیفیت او ژورتیا څرګندوي.

دا بیتونه د پښتو شاعرۍ د روایتي او تخلیقي عناصرو غوره جوړښت دی، چې هم متناسبې کلمې لري او هم نوښت امیزه تړون او هم د طبیعت، عشق او…  په اړه فکري تسلسل رامنځته شوی، چې د پښتو ادب د غني روایتي میراث انعکاس پکې خوندي دی.

زما موخه دا ده، چې ووایم: د شاعرۍ عظیم جوړښت د تخلیقي تجربې په اساس را څرګندیږي او تخلیقي تجربه هم هغه ده، چې د مړو کلمو ترمنځ هم ساوې پوکوي او ژوندۍ کوي یې؛ مګر احمق شاعر داسې چاره نه کوي، دوی فکر کوي، چې په دې ټولنه کې څوک په شعر نه پوهیږي او هر څه چې وایو عام ولس فکر کوي، چې دوی ډېر لوی فلسفي شاعران دي.

زه که چېرې احمقانه شاعرانو نوملړ اعلان کړم، نو ګني دروازه به مې په ډبرو ووېشتل شي، خو دا یو اړین اقدام دی، تر څو خلک پوه شي او بې ‌مانا  خبرې د شعر په نوم ونه مني. هغه مثالونه چې دلته یې راوړم، خورا محدود دي، حال دا چې زه کولای شم د ډېرو بې‌جوهره بیتونه او د یو شمېر شاعرانو د شاعرۍ بېلګې وړاندې کړم. د راوړل شویو بیتونو په اړه زما انتقاد د دې مانا نه لري، چې د دوی ټوله شاعري احمقانه ده؛ بلکې زما موخه یوازې د همدغو مشخصو بیتونو پر تحلیل او نقد متمرکزه ده، تاسې دا بیت ولولئ:

پکې د کفر اذانونه کیږي

څه پیغمبر افغانستان کافر شو

په پورته بیت کې نه هم الفاظ د مضمون لپاره دي او نه هم مضمون د الفاظو لپاره دی. د کفر، اذانونو، پیغمبر او د افغانستان په پورته بیت کې محورې کلمې دي، خو ترمنځ یې هیڅ تړون او مانیز تسلسل نه شته، بلکې د الفاظو او مضمون ترمنځ یې همغږي هم نه شته. د کفر، اذان، پیغمبر او افغانستان په څېر کلمو بې‌ځایه استعمال یوازې د شاعرۍ د جوهر زیانمنولو او بې ‌ارزښته کولو هڅه ده، چې د پښتو ادب د روایتونو او معیارونو پر وړاندې یو غیر منطقي او بې ‌اغېزې او غیر فلسفي بیان دی، یوه احمقانه خبره ده، چې په خپلو کې هیڅ سور سره نه خوري. دا کلمې یوازې د ظاهري اغېز لپاره راوړل شوې، خو د معنوي همغږۍ نشتوالی یې بې ‌مانا توب څرګندوي.

په بیت کې د تورو یا د  مضمون کوم نوښت نه لیدل کیږي. د کفر اذانونه او څه پیغمبر افغانستان کافر شو داسې عبارات دي، چې نه یوازې د شاعرۍ له روایتي او فلسفي چوکاټ سره سمون خوري، بلکې د پښتو شاعرۍ د خیالي او عاطفي ژورتیا له معیارونو سره هم کوم تړاو نه لري، ځکه چې یاد بیت د فکري تسلسل او منطقي تړون له مخې هم نادرست دی. د کفر اذانونه او پیغمبر افغانستان کافر شو ترمنځ هیڅ روایتي یا مفهومي اړیکه نشته، چې د شاعر پیغام روښانه یا اغېزمن کړي. دا بې تړونه بیان د موضوع د جوهر پر ځای یوازې مغشوشونکی دی، ځکه چې افغانستان او پیغمبر ترمنځ هیڅ تړون نه شته.؛ ځکه چې د پښتو شاعرۍ له روایتي فلسفي او جمالیاتي ارزښتونو سره سمون نه لري او یوازې د بې ‌مانا  او احمقانه خبرو په توګه پاتې کیږي.تاسې دا بیت هم وګورئ:

اې بې ایمانه بې مذهبه خدایه

خلاص مې کړه نور له دې غضبه خدایه

د خدای د کلمې د راوستلو څخه که سمبولیک مفهوم مراد وي، باید په روښانه او مشخصو مدلولونو، لکه: عرفاني، فلسفي، ټولنیز یا وجودي مفاهیمو باندې باید ولاړ وی؛ ترڅو د شاعرۍ له معیارونو سره سم وي، خو په دې بیت کې د خدای کلمه بغیر د کومې ژورې مانا یا فکري چوکاټ پر بنسټ نه ده راغلې.

د بیت لومړۍ مسره کستاخانه الفاظ دي، ځکه د بې ایمانه او بې مذهبه په څېر کلمې د خدای د کلمې سره په داسې ترکیب کې کارول شوې، چې نه یوازې د مضمون لپاره نامناسبې دي، بلکې د معنوي او لفظي تړاو له پلوه هم بې‌ ربطه دي.

د شاعرۍ یو بنسټیز اصل د الفاظو او مضمون ترمنځ فکري او روایتي تړون دی. په دې بیت کې د بې ایمانه بې مذهبه ترمنځ هیڅ منطقي، فلسفي یا عاطفي تسلسل نشته. دا بیت نه تشبیه لري او نه هم استعاره یا کنایه لري او نه هم د سمبولیزم له پلوه کومه روښانه مانا وړاندې کولای شي. د خدای کلمې سمبولیک مفهوم باید د واضح مدلولونو پر بنسټ وي، لکه د سعید ګوهر دا بیت:

په هر شي کې د هر شي په رعنایي کې

یو څو شپې زه هم شامل وم په خدایي کې

او یا هم د حمزه بابا دا مدعا: خدای هم که انسان و، نو پښتون به وو.

خو د فلاح په بیت کې دا کلمې یوازې د ظاهري اغېز یا حیرانتیا لپاره کارول شوې، چې د شاعرۍ له فلسفي او روایتي ارزښتونو سره برابرې نه دي.

که څوک د دې بیت په اړه پوښتنه وکړي، چې د بې ایمانه بې مذهبه خدای مفهوم څه دی؟ شاعر یا مدافع به یې د منطقي او علمي ځواب ورکولو پر ځای شاید په بې‌ځایه توجیهاتو یا خیټالوژۍ باندې به تکیه وکړي. دا ډول توجیهات، چې په زوره د بیت د مانا د سمولو هڅه وي، د شاعرۍ د تخلیقي او فلسفي جوهر پر وړاندې یو غیر علمي او غیر منطقي چلند دی. د پښتو د شاعرۍ روایت، چې د خیال، احساس او فکري ژورتیا پر بنسټ ولاړ دی؛ داسې بې‌ تړونه او بې ‌موخې بیان احمقانه خبرې دي او بس؛ ځکه چې دا نه یوازې د شعر له تعریف سره اړخ لګوي، بلکې د پښتو ادب د روایتي او جمالیاتي معیارونو پر وړاندې یو چټي عمل دی.

د فلاح په بیت کې د الفاظو او مضمون ترمنځ فکري او معنوي تړاو، روایتي تسلسل او سمبولیک مدلولونه نه شته. د حساسو کلمو بې‌ځایه او بې ‌موخې کارول یوازې د شاعرۍ د جوهر زیانمنولو او د پښتو ادب د روایتي ارزښتونو د کمزوري کولو هڅه نه ده، بلکې یوه دیني کستاخي هم ده. د شاعرۍ اصلي موخه د مانا، خیال او احساس هنرمندانه وړاندې کول دي.

تاسې ددې شاعر دغه احمقانه بیتونه هم وګورئ:

خود مې زر یوسه عرفاني الفت ته

بیا درنه ډم نه شم عجیبه خدایه

بس کړه پخلا شه بې پروا

در پسې درد کوي اروا

پنځه لمونځونه دي بلا ورپسې

خدای مې مړ شوی جنازې ته ځمه

فلاح

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...