تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) د چین ولسمشر شي جینپینګ د افغانستان د بیا رغونې او پراختیا لپاره له دغه هېواد سره د “لا زیاتې همغږۍ” غوښتنه کړې ده.
نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د چین–منځنۍ آسیا د دوهمې سرمشریزې پر مهال وکړې، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت لهخوا یې بیان خپور شوی دی.
شي جینپینګ د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو مشرانو ته ویلي:
«موږ باید همغږي پیاوړې کړو، څو افغانستان وتوانېږي خپله پرمختیایي وړتیا لوړه کړي او ژر تر ژره سوله، ثبات، بیا رغونه او پراختیا ترلاسه کړي.»
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د چین او منځنۍ آسیا “نژدې ګاونډی” دی.
د منځنۍ آسیا درې هېوادونه، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان له افغانستان سره پوله لري.
همداراز، د واخان دهلېز چې یو غرنۍ تړانګه ده، افغانستان د شینجیانګ له لارې له چین سره نښلوي.
شي جینپینګ دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی.
د چین د حکومتي معلوماتو له مخې، د تېر کال په اوږدو کې د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۱.۵۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
په تېرو کلونو کې چین یوازینی هېواد و چې د طالبانو له لوري د معرفي شوي سفیر باورلیک یې منلی دی؛ او د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر میاشت کې یې خپل سفیر کابل ته ولېږه.
که څه هم تر اوسه د ملګرو ملتونو هیڅ غړي هیواد د طالبانو سرپرسته اداره په رسمیت نه ده پېژندلې، خو ملګري ملتونه بیا هم په کابل کې خپل دفتر لري او د همغږۍ چارې پر مخ وړي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یوه لوړپوړي افغان پلاوي په مشرۍ چین ته سفر کړی دی.