سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد اسراییل- ایران جګړه، شپږمه ورځ، شېبه په شېبه

د اسراییل- ایران جګړه، شپږمه ورځ، شېبه په شېبه

چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه)دلته د اسراییل – ایران د روانې جګړې خبرونه شېبه په شېبه تازه کیږي. پر ایران د اسراییل د حملو شپږمه ورځ پر تهران د اسراییل په شدیدو حملو پیل شوه.

ایران په سپینه ماڼۍ کې د خبرو په اړه د ټرمپ څرګندونې رد کړې

په ملګرو ملتونو کې، د ایران دایمي استازولۍ په خپله ایکسپاڼه کې د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې رد کړې چې ګنې ایراني چارواکو په سپینه ماڼۍ کې د خبرو غوښتنه کړې ده.

په دې پیغام کې راغلي دي: «تر اوسه هېڅ ایراني چارواکي غوښتنه نه ده کړې چې د سپینې ماڼۍ په دروازو کې په ګوډو شي. یوازیني څه چې د هغه تر دروغو بدتر دي، د ایران د مشر د [له منځه وړلو] لپاره د هغه بزدلانه ګواښونه دي.»

پیغام زیاتوي: «ایران د زور له لارې خبرو ته نه کښېني، په زور تحمیل شوې سوله نه مني، او بې له شکه له داسې یو جنګ‌غوښتونکي سره خبرې نه کوي چې ځان یې د واک له چوکۍ سره سریښ کړی دی.»

د ایران دایمي استازولۍ همداراز ویلي: «ایران به هر ګواښ ته په متتقابل ګواښ، او هر اقدام ته په متتقابل اقدام ځواب ورکړي.»

ډونالډ ټرمپ نن ویلي، ایران وړاندیز کړی و چې یو شمېر چارواکي د خبرو لپاره سپینې ماڼۍ ته واستوي، خو اوس «ډېر ناوخته شوی دی.» (د ټرمپ د څرګندونو نور جزییات لاندې لوستلی شي)

اردوغان: نتانیاهو په جنایتونو کې تر هتلر اړولې

د اسراییل غبرګون

اسراییل د ترکیې د ولسمشر رجب ېیب اردوغان پر هغو څرګندونو توند غبرګون وښود چې «نتانیاهو یې په جنایتونو کې تر هتلر بدتر وباله.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر، ګدعون سعار، په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې ولیکل: «هغه څوک چې ځان سلطان ګڼي، یو ځل بیا یې په یوه اورپکې وینا کې د اسراییل او د دوی د صدراعظم پر ضد فتنه خپره کړه.»

رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ د خپل عدالت او پراختیا ګوند په غونډه کې، چې وینا یې تر ډېره د اسراییل جګړې ته ځانګړې شوې وه، وویل: «نتانیاهو د هټلر تر ظالمانه نسل‌وژنې څخه ډېره اړولې ده، او هیله ده چې برخلیک یې هم د هغه په څېر نه وي.»

د ترکیې ولسمشر وویل: «ایران مشروع او قانوني حق لري چې د اسراییل د دولتي ترهګرۍ او غلا پر وړاندې د خپل ځان دفاع کړي.» د اردوغان دریځونه د امریکا د متحد اسراییل پر وړاندې سخت شوي، سره له دې چې نوموړی له دونالډ ټرمپ سره نژدې اړیکې لري.

ټرمپ: ایران امریکا ته د خبرو وړاندیز کړی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، چې د اسراییل او ایران د جګړې شپږمه ورځ ده، وویل چې ایران امریکا ته د خبرو وړاندیز کړی او چمتووالی یې ښودلی چې د دې خبرو لپاره سپینې ماڼۍ ته راشي.

د ټرمپ په وینا، ایران «ناوخته دا پرېکړه کړې او ۶۰ ورځې یې وخت درلود، خو خیر، کېدای شي لا هم ناوخته نه وي».

هغه وویل چې د ایران «بې‌قید و شرطه تسلیمي» غواړي، او زیاته یې کړه: زما حوصله (له ایران سره د خبرو او د وخت ضایع کولو له امله) ختمه شوې ده.

ډونالډ ټرمپ دا ونه ویل چې د ایران له لوري کوم څوک د سپینې ماڼۍ احتمالي سفر ته ټاکل شوی دی.

خو د بي بي سي فارسي د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه سرچینه چې له دې بریتانیايي فارسي‌ژبې شبکې سره یې اړیکه نیولې، ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، چمتو شوی چې د امریکا له مرستیال ولسمشر، جی ډي ونس، سره وګوري. دا ادعا لا تر اوسه نه د ایران او نه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید یا رد شوې ده.

له بلې خوا ایران یو پلاوی عمان ته استولی دی چې غالباً د دغه هیواد په وسیله غواړي امریکا ته پیغام واستوي.

علي خامنه يي: ایران به په زور تحمیل شوې سولې ته تسلیم نه‌شي

د ایران مشر، علي خامنه‌يي، د چهارشنبې په ورځ په یوه تلویزیوني پیغام کې د اسرائیل له لوري پر ایران بریدونه «تحمیلي جګړه» وبلله او ویې ویل: «د ایران ملت به د تحمیلي جګړې پر وړاندې کلک ودریږي، لکه څرنګه چې د تحمیلي سولې پر وړاندې هم کلک دریږي».

علي خامنه‌يي زیاته کړه: «دا ملت به د هیچا د تحمیل پر وړاندې تسلیم نه شي».

د ایران د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، د اسلامي جمهوري مشرتابه د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د وروستیو څرګندونو په اړه هم غبرګون وښود او ویې ویل: «هغه عاقلان چې ایران، د دې ملت او د دوی تاریخ پېژني، هېڅکله له ایران سره د ګواښ ژبه نه کاروي، ځکه چې دا ملت تسلیمېدونکی نه دی».

هغه خبرداری ورکړ چې د ایران او اسرائیل په جګړه کې «د امریکا له خوا هر ډول نظامي مداخله» به «بې له شکه نه جبرانېدونکی زیان» لامل کېدلی شي.

د ایران مشر علي خامنه يي تلویزیوني وینا کوي

د ایران دولتي رسنیو نن (چهارشنبه) غرمه اعلان وکړ چې د دغه هیواد مشر هلي خامنه يي به ډېر ژر تلویزیوني وینا وکړي.

دا به له کله چې د تېرې جمعې په ورځ اسراییل پر ایران بریدونه پیل کړي، لومړی وار وي چې د ایران مشر علي خامنه يي تلویزیوني وینا کوي.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان رييس: د اتومي تاسیساتو وضعیت ښه دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د سازمان رئیس وايي چې د هېواد د اتومي تاسیساتو وضعیت ښه دی.

محمد اسلامي د چهارشنبې په ورځ په تهران کې خبریالانو ته وویل:
« په اتومي تاسیساتو کې زموږ د همکارانو روحیه عالی ده، او دوی په ټینګه اراده خپل کارونه مخته وړي.»

نوموړي نور جزییات ورنه کړل.

تر دې مخکې د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې څارونکو ویلي و چې د اسراییل د بمبارۍ له کبله د نطنز اتومي تاسیساتو زیان لیدلی دی.

د دې اداربې په وینا، د یورانیمو د ۶۰ سلنې غني کولو ظرفیت له منځه وړل شوی دی.

اسرائیل په تېرو شپږو ورځو کې څو وارې د ایران پر اتومي تاسیساتو، په ځانګړې توګه په نطنز، بریدونه کړي.

په خواله رسنیو کې مرموز پوسټ

په خواله رسنیو کې، د ایران رسمي “ایران بالعربی” اکاونټونو له لوري په فېسبوک او ایکس (پخوانی ټویټر) کې خپور شوی یوه مرموز پوسټ د ګڼو اټکلونو سبب شوی دی.

دغه بیان د دوشنبې په سهار د ایران له خوا پر تل‌ابیب د توغندیو تر برید وروسته خپور شو، خو پکې د هدف مشخصه یادونه نه وه شوې. په بیان کې یوازې ویل شوي وو:
“الله اکبر.. موږ هغه وواژه.”

پر عکس چلیپا راکښل شوی او له همدې امله هغه نه پېژندل کېږي.

زرګونه کاروونکو دا پوسټ د یوه لوړپوړې اسراییلي چارواکي وژلو ته اشاره وبلله او ګڼ شمېر غبرګونونه یې راپارولي دي.

په هغو کسانو کې چې په اړه یې اټکل کېږي یو هم د اسراییل د ملي امنیت وزیر ایتامار بن‌ګفیر ته ده چې ښي اړخی توندلارې دی. او د غزې په جګړه کې زیات ښکېل دی.

ډېری کاروونکي باور لري چې دا مرموزه جمله ښايي د بن‌ګفیر په اړه وي، څوک چې د جګړې د شدت د زیاتېدو لپاره له تندې ژبې او هڅونې کار اخلي. ځینې نور بیا اټکل کوي چې ښايي نتانیاهو وژل شوی وي.

د تهران د مهرآباد هوایي ډګر جنوب ته زوروره چاودنه

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي تصویرونه او ویدیوګانې یوه زوروره چاودنه ښيي چې د تهران په «فتح» کې شوې، دغه سیمه د مهرآباد نړیوال هوایي ډګر جنوب ته پرته ده.

د اسرائیل پوځ څو ساعته مخکې د «فتح – صنعتي» سیمې نقشه خپره کړې وه او د مهرآباد هوایي ډګر جنوب ته پراته اوسېدونکي یې خبر کړي وو چې له هغه ځایه ووځي.

تراوسه د دې چاودنې په نتیجه کې د سرومال د تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ایران له “فتاح” توغندي کار واخیست

سپاه پاسداران اعلان کړی چې د چهارشنبې په سهار یې د اسراییل پر ضد په بریدونو کې د “فتاح” لومړۍ نسل توغندي کارولي دي.

په یوه اعلامیه کې سپاه ادعا کړې چې د دغو توغندیو کارول د “اسرائیل د افسانوي دفاعي سیسټم د پای پیل” دی.

ایران له مخکې دا توغندي، چې د سپاه هوافضا ځواک جوړ کړي دي، ظاهراً د لا سختو شرایطو لپاره ساتلي وو.

خو د سپاه له لوري د “فتاح” توغندیو کارونه د روانې جګړې په معادلو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی. د تېر کال په بریدونو کې هم سپاه په خپل دوهم پراخ توغندويي برید کې سلګونه “فتاح” توغندي کارولي وو.

د اسرائیلي رسنیو په وینا، د سې‌شنبې له ماښامه تر چهارشنبې سهاره پورې له ایران څخه ۲۵ توغندي اسرائیل ته توغول شوي، چې “هیڅ انساني او مالي زیان” یې نه دی اړولی.

د بریتانیا پخوانی استخباراتي مشر: اسراییل هڅه کوي چې امریکا په جګړه کې ښکېله کړي

د بریتانیا د استخباراتي ادارې (MI6) پخواني مشر سر جان ساورز، ویلي چې اسرائیل د ایران ځینې مهم اتومي تأسیسات نه دي ویشتي، ځکه چې اسراییل داسي نظامي وسایل نه لري چې تر مځکې لاندې په ژورو ځایونو کې جوړ شوي تأسیسات وویشلی شي او ویجاړ کړای شي.

هغه زیاته کړه: «یوازې امریکایان دا وړتیا لري.»

ساورز همداراز وویل چې د اسرائیل هدف دا دی چې امریکایان هم دې شخړې ته راکش کړي.

د اسراییل پوځ د ایران له لوري د نویو توغندويي بریدونو خبر ورکړی

د اسراییل پوځ ویلي چې ایران یو ځل بیا د اسراییل لور ته توغندي ویشتي دي.

په ورته وخت کې د ایران دولتي خبري آژانس «ایرنا» هم خبر ورکړی چې د نویو توغندويي بریدونو لړۍ پیل شوې او د دغو توغندیو په منځ کې د «خیبر شکن» راکټ هم کارول شوی دی.

د اسراییل پوځ له خلکو غوښتي چې پناهځایونو ته ولاړ شي، او د هیواد په ځینو برخو کې د خطر زنګونه هم غږیدلي دي.

دا دوهم ځل دی په څه کم یو ساعت کې چې د اسراییل پوځ له خلکو غواړي پناه ځایونو ته ولاړ شي.

د اسراییل پوځ وايي چې د توغندو بله لړۍ د دغه هېواد فضا ته داخله شوې

یو ساعت وروسته له هغه چې د اسراییل پوځ د ایران له لوري د توغندیو د یوې لړۍ د کشف او شنډولو هڅې وکړې، تازه یې په یوه نوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوهمه توغندويي لړۍ هم د اسراییل هوایي حریم ته داخله شوې ده.

مکرون: په ایران کې د حکومت بدلون ممکن ګډوډي رامنځته کړي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ایران د حکومت د بدلون لپاره پوځي یرغل «تېروتنه» وبلله او خبرداری ‌یې ورکړ چې دا کار کولای شي «ګډوډي» وزېږوي.

ایمانویل مکرون

په داسې حال کې چې د ایران او اسرائیل تر منځ متقابل بریدونه روان دي، مکرون د جي۷ هېوادونو د مشرانو د ناستې په څنډه کې وویل، کېدای شي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نظر له پرون راهیسې بدل شوی وي.

ښاغلي مکرون د دوشنبې په ورځ وویل چې د ټرمپ له ناستې څخه د ژر وتلو دلیل دا و چې هڅه یې کوله د ایران او اسرائیل تر منځ اوربند ته زمینه برابره کړي. خو څو ساعته وروسته د امریکا ولسمشر د خپل فرانسوي سیال څرګندونې رد کړې.

رضا پهلوی: اسلامي جمهوریت پای ته نژدې شوی

د پخواني ایران ولیعهد، شهزاده رضا پهلوی، د سې‌شنبې په ورځ په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې اسلامي جمهوریت خپل پای ته نژدې شوی او هیله ‌یې څرګنده کړه چې ژر به له ایراني ولس سره یوځای شي.

هغه په دې ویډیويي پیغام کې ټینګار وکړ، څه چې پیل شوي، «بېرته نه‌راګرځېدونکي» دي، او د اسلامي جمهوریت مشر، علي خامنه‌يي، نور د چارو کنټرول نه لري.

رضا پهلوی په دې ټکو چې «راتلونکې روښانه ده او موږ به په ګډه د تاریخ له دې پېچومي تېر شو»، له خلکو وغوښتل چې ودریږي او مقاومت وکړي.

هغه دا هم وویل چې «د اسلامي جمهوریت د ځپنې ماشین په ړنګېدو دی» او «یوازې یوه ولسي پاڅون ته اړتیا ده چې دا ویروونکی خوب د تل لپاره پای ته ورسېږي».

پخواني ولیعهد همداراز ډاډ ورکړ چې ایران به نه په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي او نه به بې‌ثباتۍ ته ولاړ شي، او خلک باید د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته د سبا په اړه اندېښنه ونه‌ لري.

خو دا په داسي حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې که د ایران حکومت وپرزول شي، په دغه هیواد کې به کورنۍ جګړه پیل شی.

رضا پهلوی همداراز اعلان وکړ چې د اسلامي جمهوریت له پای ته رسېدو وروسته د یو «ملي حکومت» د جوړېدو لپاره سل ورځني پلان ته چمتو دی.

د تهران په فضا کې د «درنو» هوايي بریدونو او د هوايي دفاع د پرله‌پسې ډزو راپورونه

د ایران کورنۍ رسنۍ او د ټولنیزو شبکو کاروونکي وايي چې د تېرې جمعې له جګړې له پیل راهیسې اسراییل پر تهران تر ټولو «درنه» هوايي حمله کړې ده.

د هغو راپورونو له مخې چې د سې شنبې په ماښام خپاره شوي، د تهران هوايي دفاعي سیسټم فعال شوی او د پرله‌پسې چاودنو غږونه د ښار په مرکزي، ختیځو او لویدیځو سیمو کې اورېدل کېږي.

د ایرنا (د ایران دولتي خبري آژانس) او انتخاب ویب‌سایټ د چاودنو غږونه په تهران کې تأیید کړي دي.

مهر خبري آژانس هم د شدیدو او دوامدارو چاودنو راپور ورکړی چې د تهران په لویدیځه او مرکزي برخه کې اورېدل شوي دي.

فرانس‌پرس خبري آژانس بیا د تهران مېشت یوه خبریال په حواله لیکلي چې د چاودنو غږونه د ښار له شماله هم اورېدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...