تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) د چین او منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د سیمې او نړۍ له اقتصادي جوړښتونو سره د افغانستان د یو ځای کېدو او د دې هېواد د بیا رغونې د بهیر د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.
په استانې کې د چین، تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان او ترکمنستان د مشرانو غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا، او د منځنۍ آسیا د امنیتي او اقتصادي وضعیت ارزونه وشي، چې د افغانستان وضعیت هم پکې شامل و.
د سرمشریزې د پای کې په اعلامیه کې، ګډونوالو هېوادونو د یو سوله ییز، باثباته او وده کوونکي افغانستان ملاتړ ته ژمنتیا وښوده.
د چین دولتي رسنۍ CGTN د دې اعلامیې له مخې راپور ورکړی چې د دغو هېوادونو مشران چمتو دي له نړیوالې ټولنې سره همکاري وکړي، څو افغانستان ته د سولې، ثبات، ټولنیزو بنسټونو د بیا رغونې او د افغانستان د سیمهییزو او نړیوالو اقتصادي سیستمونو سره د یو ځای کېدو په برخه کې مرسته وشي.
د سیمې مشران همداراز ژمن شول چې د ګډو تهدیدونو پر وړاندې مبارزه وکړي، چې پکې ترورېزم، افراطیت، د نشهيي توکو قاچاق، د افراطي ډلو نفوذ، او سایبري جرمونه شامل دي. هغوی غوښتنه وکړه چې د خپلو جنوبي پولو په وړاندې، چې ښایي د افغانستان له خاورې بېثباته شي، ګډ اقدام وکړي.
دا غونډه داسې مهال دایره شوه چې افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو، بیکارۍ، سیاسي محدودیتونو او د نړیوالو مرستو له کمښت سره مخامخ دی.