سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+د کابل په نیولو کې د وزیرمحمدګل خان ونډه

د کابل په نیولو کې د وزیرمحمدګل خان ونډه

 استاد شهسوار سنګروال

کله چې د سقاو زوی اړ-دوړ، دې کچې ته ورسېد چې کابل یې ولکه کړ، نو یو شمېر نامتو او مخور کسان له کابل نه دهېواد ختیځو سیمو ته لاړل، چې په دغه مخورو کسانو کې، سیدحسن پاچا، وزیر محمدګل خان، سیدغلام حیدرپاچا او نور د ساري په توګه یادولی شو.

دوی کوښښ کاوو چې خلک له سیاسي حالاتو خبر کړي، نو په همدې بنسټ یې د «کور غم» په نوم د یوې مهالنۍ د خپرولو هڅې پیل کړه، چې د سیاسي شعور د ودې او پرمختګ لپاره لاره اواره کړي.

د امان الله خان د ماما زوی علی احمد خان چې لا دمخه د شینوارو د شورش په تړاو د تنظیمه رییس په توګه استول شوی و تر یوه بریده په ننګرهار کې د واک او ځواک څښتن و  او په دې فکر ، چې له یوې خوا یې ولیدل، پاچا امان الله کندهار ته لاړ او معنا دا چې د پاچاهۍ دب دبه ترې لاړه او له بلې خوا د ده اړیکې له انګریزانو سره هم خوږې وې، نو په سر کې ورته د باچاهي نېشه پیدا شوه او بیا یې په داسې مهال د پاچاهۍ اعلان وکړ چې پاچا امان الله خان لا په کندهار کې وو.

حال دا چې علي احمد خان او د ده په ګډون یو شمېر نور چارواکي د پاچا په سپارښتنه په ننګرهار کې د شینوارو د اړو  دوړ د ارامولو لپاره ګمارل شوي وو.

ځکه خو نوموړي فکر کاوه چې د هېواد ختیځ کې دی یو پېژندل شوي کس دي ، نو بیایې په ۱۹۲۹ز کال د جنوري په شلمه (۲۰) نېټه پداسې حال کې چې د چارباغ حضرت ، یو شمېر نامتو روحانینو او قومي مشرانو ګډون درلود، د نقیب صاحب لخوا ورته د پاچاهۍ پګړۍ پرسر شوه او بیا یې یو لښکر د کابل په لور وخو ځوه.

داسې انګېرنې لا دمخه موجودې وې ، کله چې دی په ۱۹۲۸ کال په جلال اباد کې د تنظیمه ریس په توګه وټاکل شو. دوروستیوپېښوله مخې پدې هلو ځلو کې وه چې له پاچا امان الله وروسته باید د افغانستان پاچا شي او دا هیله یئ دلنډ مهال لپاره تر سره هم شوه.

د سقاو زوی حبیب الله چې کله خبر شو یو شمېر قومي مشران یې دېته وهڅول چې علي احمد خان هم د پاچا په برخه لیک اخته کړي او د اسلام مخالف یې وګني.

په کابل کې د برېتانیا د سفیر د څرګندونو له مخې چې په امان الله یې دکفر د فتوا خبر لندن ته مخابره کړې وه او لیکلی یې دي چې دغه سند مې د جنوري په ۱۸ مه نېته (۱۹۲۹ز کال) تر لاسه کړ چې پدې کې یو شمېرکسانو لاس لیک کړی وه چې د پاچا امان الله خان ورور حیات الله خان لاسلیک هم پکې وه.

پدغه فتوا کې څو ټکي د پام وړ ول، چې ګنې پاچا د سلام پرځای سر خوځول غوره گڼي د جامو پرځای د درېشي دودول غواړي،یاد ږېرې خرېیل، د ښځو اونجونوښوونېزې زده کړې او دلوړوزده کړوله پاره بهرته استول ، د یکشنبې د ورځې رخصتي، د محمد صادق مجددي او د محمد معصوم مجددي (د حضرت صبغت الله مجددي پلار) زنداني کول ، د قاضي عبدالرحمن (حضرت صاحب ملا امام) اعدام، د شرابو خوړلو دود اونور.

دا رنګه د سقاو دزوی پلویانو په علي احمدخان هم د شراب خوړلو تور ولګاوه او ګمارل شوو کسانو په هغه خېمې برید وکړ چې دی پکې استوګن وه.

هغه وه چې د شرابو څوبوتلونه (ویسکي) یې را وویستل او بیا یې دده لښکر ته وښودل، چې ګنې دداسې چا پلوي کوی چې هغه شراب خوردی.

ښا یې چې دغه بوتلونه د انګرېزانو لخوا راوړل شوي ول ، چې الوتکه یې د علي احمد خان په قرارګا جګد لک کې را ښکته شوې وه، چې پيلوټ یې چپمن Chapman او میخانیک یې دیوسDedavis  نومېده اودا یوه نا څاپې پېښه وه او یا د برتانویانو یوه توطیه وه!؟

چې د ویسکي بوتل یې څرنګه د هغه پنوم پورې وتړل؟ یا ددې لامل داوه چې بیا هم دی دامان الله خان اووخښي او د ماما زوی ګڼل کېده. . . انګرېزانو انګېرل چې که چېرې دی بریالی شي او واک ته ورسېږي نه چې امان الله بیا پاچا شي.

د برتانویانو بنسټیزه موخه دا وه، په هره وسیله چې کېږي پاچا باید له افغانستانه بېرون کړي ،وېره یې داوه چې بیا امان الله واک ته ونه رسېږي.

که څه هم د علی احمد خان د پاچا هۍ اعلان د امان الله واک او ځواک وګواښه او دهغه بېرته راستنېدل یې د کړاوونو او ستونزو سره مخ کړ، ولې دا خبره هم څرګنده وه چې دعلي احمد خان اړيکې د انګرېزانو سره بدې نه وې، دا ځکه په راولپنډۍ کې کوم تړون چې ده د پاچا د سپارښتنې خلاف لاسلیک کړ د بريتانوي هند په ګټه او د افغانستان په زیان تمام شو.

سردار علي احمد خان د خوشدل خان (لوی نایب) زوی د شاغاسي شېردل خان بارکزي لمسی کېده.

د مور (سراج الخواتین) لخوا د امان الله نیکه هم وه.

 والي علي احمدخان د انګرېزانو سره ښې اړیکې درلودې ، دی په پښتو فارسي اوردو او انکلیسي ژبوهم پوهېده.

نوموړى چلاکه، زړه ور ولې مغرور او د ډېرو شتو څښتن وه ، دی په بډو اخیستنو نامتو وه پيسې يې ډېرې خوښېدې ،ان تر دې، هغه مهال چې د خوګیاڼيو، شینوارو او د سره رود له یاغیانو سره په چارباغ کې و لیدل. . . دده یوازینی وړاندیز داوه، که چېرې تاسو ما په پاچاهۍ وټاکی زه د جلال اباد د ښار دروازی ستاسو په مخ خلاصووم، ټولې وسلې د ستاسو وي خو پيسې او خزانې رانه مه اخلئ.

علي احمد خان چې بیا د جنوري په شلمه نېټه په ۱۹۲۹ کال په جلال اباد کې پاچا شو هغه وو چې ډېرزر یې لښکر مخ په کابل روان کړ.

ځواکونه یې لاپه جګدلک کې ول، چې د سقاودزوې حبیب الله استازی، چې د تګاو اخوند زاده زوی وه ورته راغی ، دي یې دېته راوباله چې د سقاو زوی ته بیعت وکړي.

علي احمد خان ته محمد ګل خان مومنداوملګرویې ووېل ،دهغه وړاندیز ته غاړه کېنږدي، ولې دی زړه نازړه و، خوغلام حیدرپاچا سیدحسن پاچا اومحمدګل خان مومند ورسره مخالفت وکړاوپه ځغرده یې ورته ووېل،که تاسودسقاودزوې ګواښ ته تسلیم شۍ موږدرسره نه یو.

کله چې دده ځواکونه د جګدلک نه د ملا عمر د سمڅو په لورو خوځېدل دلته د یو شمېر کسانو تر منځ خپل منځي اخ وډب منځ ته راغی :

۱ـ له یوې خوا د وزیر محمد ګل خان او علي احمد خان تر منځ نا خوالې وې او له بلې خوا د ملک محمد جان او ملک محمد شا چې د ملک قیس ورور کېده د ځواکونو خپل منځي جګړه وه چې له دواړو لورو نه ډېر کسان ووژل شول.

۲ـ بله خبره دا وه چې ملک قیس د علي احمدخان له پلوئ لاس په سر شو او له یو شمېر خوګیاڼیو سره لاړ او د سقاو زوی سره یې وليدل.

۳ـ دا چې د پېښور کمشنر د برتانوی هند چارواکو ته و کښل چې د علي احمد خان دواکمنۍ چانس لږ دی، موږ باید تر هغه وخته پورې د حبیب الله نه ملاتړ وکړو چې دپام وړ شخص مو چې د پاچاهۍ وړ تیا ولري نه وي پیدا کړی.

۴ـ د شینوارو د جنګیالیو جرګې هم د علی احمد خان ملا ماته کړه چې د محمد علم په مشرۍ ګندمک کې جوړه شوې وه دوی له خوګیاڼیو او وزیرو سره یو ځای د نوموړي له ملا تړ نه لاس واخیست.

۵ـ له ټولو ناوړه پېښه دا چې ملک قیس د اولس (۱۷) زرو روپيو په اخیستلو له حبیب الله سره ژمنه وکړه چې علی احمد خان به درته لاس تړلی راولي.

کله چې ملک قیس پلویان د کابل تنګي ته راغلل، (چېرته چې د علی احمد خان قرار ګا وه) په ټولو خوګیاټیو یې غږ وکړ چې د نوموړي له ملاتړ نه لاس واخلي.

که څه هم شینوارو غوښتل چې د ملک قیس په وړاندې ودرېږي، خو علي احمد خان خپلې پښې سپکې کړې او له قرار ګا نه ووت.

بیا جنګیالیو د پیسو او وسلو د لوټولو لپاره مټې را بډ وهلې او علي احمد خان لغمان ته وتښتېد.

هغه مهال چې نوموړي له سیدحسن مشهورپه نقيب ،سره ولیدل بیاهم هغه ورته وویل له هوډ نه پرشا نشي، خو دى دومره ناهيلي شوی وه جې په ننګرهارکې نور تم نشو،د چارباغ د حضرت صاحب په مرسته پېښورته ورسېد او هلته یې له محمد نادر خان سره ولیدل.

« ده محمد نادر خان ته وویل ماته د هېواد د ختیزو سیمو وګړو بیعت کړی دی چې ما پاچا کړي ، خو یوازې په خوګیاڼیو کې سقاوي پلوه کسانو زما مخالفت وکړ.

زه اوس تاسو ته وړاندیز کوم چې موږ په ګډه جلال اباد ته ځو یاتاسي ماته او یا زه تاسې ته د پاچاهۍ بیعت کوم.[1]

دی چې بیا هم له پاچاهۍ نه لاس په سرنه وو، هڅه یې کوله چې په هره بڼه کېږې واک ته ورسېږي.

پدغه وخت کې خبرشو چې امان الله خان له کندهار نه ووت ،دی بیا مخ په کندهار وخوځيد او هلته یې بیا په سرکې د پاچاهۍ دب دبه په زړه شوه .

که څه هم ده ولسي ملاتړ تر لاسه نه کړ ولې د پاچا امان الله د واک دمهال څوچارواکي (په سرکې بارکزی عبدالعزیز خان) دده تر شا ودرېدل ، ولې کله چې له سقاوي جنګياليو سره مخ شو، ټولو په سپين ميدان  پريښود ، خوسدو خان تر پايه ورسره ودريد.

د ښار څه برخې د سقاو د پلویانو په واک او ولکه کې وې اوعلي احمد خان ځان کمزوری ولید، نویوه کورته پنا یوړه ،  ولې  د دښمنانو لخوا ونیول شو او لاس تړلی کابل ته راوست او د سقاوزوې حبیب الله د وژونکو له خوا د توپ خولې ته وتړل شو او بیایې والوځوه.

په دغه وخت کې وزیرمحمدګل خان مومند د ختیځوسیموله قومي مشرانوسره دهېواددنجات لپاره څوپرلپسې جرګې جوړې کړې اوپه دې راځي شول ،چې دوۍ باید دلوې پکتیاله خلکوسره ګډه ژبه پیداکړي .

د برتانوي هند چارواکي پدې پوهېدل چې د سقاو زوی حبیب الله د سلطنت کولو جوګه ندي او ددې جوګه هم ندې چې دروسانو او انګرېزانو د گټو توازن وساتي.

کله چې نادر خان پېښورته ورسېد، لومړی یې د برتانیې له استازي (سفیر) همفرېز سره ولیدل او هغه ورته  ډاډ ورکړ، هر څوک چې په افغانستان کې سمسمکي راولي د برتانیې حکومت دهغه ملاتړ کوي.

نادرخان بيا د پښتونخوا له کمېشنر سره اړیکه ونیوه او دایې ورته په ځغرده وویل(۴/۳/۱۹٢۹کال) چې ما دپاچا امان الله هغه وړاندیز او لیک ونه مانه چې زه يې دېته بللى وم مرسته ورسره وکړم، يا د جنوب له لارې او یاد کندهار له لارې لاړشم.

انګرېزان هم پدې پوهېدل لکه څنګه چې پاچا امان الله واک نه ګوښه شو، ښایې دارنګه د سقاو زوی هم راو پرځول شي ،که څه هم د پخواني دولت یو شمېر چارواکي دده په چوپړ کې ووچې موږ د پوهنې وزیر فيض محمد زکریا، د مرکزي اوردو قوماندان محمود سامي، د تفتیش عمومي ریس سردار شېراحمد خان او د سقاو زوی حبیب  الله ځانګړی منشي اوپخپله سردار شامحمود خان د ساري په توګه یادولی شو.

ولې دا په دي مانا نه وه چې دوی د سقاو د زوی حبیب الله په ملاتړ د نادرخان په وړاندې ودريږي…

سپه سالار محمد نادر په پېښور کې نه يوازي په کابل کې له جرمني سفير فيګل او له برتانوي استازي همفريز سره وليدل بلکې له يو شمير قومي مشرانو او ان لکه چې وویل شول ، دهېواد د ختيځو سيمو تنظيمه رئيس علي احمد خان چې له خپلو دوه زامنو غلام محمد خان او نور احمد خان سره په پېښور کې استوګن وو، د سپه سالار محمد نادرليدلوته راغى سره وې لیدل او د اړو دوړ ټوله پړه یې دامان الله خان په غاړه واچوله، بيايې وويل: دختيځو سيمو ټولو خلکو ماته بيعت راکړيدى… د کابل خلکو هم راته بيعت لېږلى دى ، يوازې دخوگياڼيو خلکو د حبيب الله په ملاتړ لما سره په جګړه کې سول ،چې زه یې دېته اړ کړم چې سیمه پرېږدم،

اوس زه تاسو ته دوه وړاندیزونه لرم:

۱ـ زه خلکو په پاچاهۍ منلي یم تاسو هم ماته بیعت وکړی.

۲ـ که تاسو ماته بیعت نه کوې زه تاسوته بیعت کوم، ټول یوځاي جلال اباد ته ځو.[2]

نادرخان نه یوازې دعلي احمدخان وړاندېزته کومه پاملرنه ونه کړه ، د ستيوارت په اند دومره یې وویل چې اوس ضروردی چې د سقاوزوې حبیب الله چاره وکړو… بلکې د حبیب الله هغه پلاوی چې دفرانسي نه بېرته راو ګرځېد اوپه ممبیې کې یې له سپه سالار سره ولیدل ، د هغو خبره یې هم ونه منله.

محمدنادرخان او وروڼه یې له پېښورنه وخوځېدل، سردار محمد هاشم خان د هېواد ختیځ ته لاړ، شاولي خان او ورسره نادر خان و غوښتل چې د کوهاټ له لارې خوست ته لاړ شي.

دوی چې کله توتکي ته ورسېدل، پدغه وخت کې د کرمې او وزیرستان له « پوليټکل» سره هم ولیدل…مارشال شاولی خان پخپل کتاب (یاداشت های من» کې د زميندار د خپرونې مسول مدېر ظفر علي خان یادونه هم کړېده چې له لاهورنه ترپېښو رپورې ده (وګورئ۴۵مخ) له سپه سالار د افغانستان د سیاسی پېښو په تړاو پوښنتې کولې او هغه ځوابونه ورکول.

ولې په پېښور کې یوه صاحب منصب له سپه سالار نه پوښتنه وکړه چې ایا ظفر علي خپله راغلي او که تاسو ترې غوښتنه کړېده؟

محمدهاشم خان چې دهیوادختیځ ننګرهارته راغی په دغه وخت کې ، محمدګل خان مومند له یوشمېرمشرانوسره یوځاې دهغه هرکلی وکړاود سیدغلام حیدرخان پاچا په کلا کې واړول ،خوبیاهم دخوګیاڼېی خلک وېشلي واودسقاوزوې ګواښ کړی و،چې نوموړی ونیسۍ ماته یې ژوندی راولۍ ،نوبیامشوره په دې شوه چې دی هم پکتیا ته ورسول شي .

مارشال شاه ولي خان پخپل کتاب کې کښلي دي چې اته (۸) مياشتې تېرې شوې چې موږ له فرانسې نه ووتو او په ځاځيو کې مو واړول. يوه ورځ سپه سالار، زه، سردار شاه محمود خان او الله نواز خان (۸۷ مخ) وغوښتو او وې ويل:

«موږ مخکې له دې چې د واورې د اورېدو موسم شي بايد پر کابل بريد وکړو، ځکه هر څومره چې وخت اوځي ستونزې ډېرېږي او د افغانستان په زيان پايته رسېږي»([3])

دوی د همدې ناستې له مخې وپتېله چې د احمدزيو، ځاځيو، ځدرانو او منګلو جنګيالي له يوې خوا د کابل نيولو ته وهڅوي. او له بلې خوا الله نواز خان او حاجي نواب خان د وزيرستان وګړي د مسيدو او وزيرو مشرانو په لارښونه هم يو موټی کړي او په ګډه په کابل بريد وکړي.

سپه سالار د يوې نوې نخشې له مخې سردار شاه محمود خان ته دنده وسپارله چې له «ميرزکې» په ګردېز بريد وکړي او سردار شاه ولي خان د يوه پياوړي لښکر سره مخ په کابل وخوځېږي. په ګردېز کې د سقاو د زوی ځواکونه د سردار شاه محمود خان له جنګياليو سره بوخت شول او مارشال شاولي خان د سپتامبر پر ۳۰ دېرشمې نېټې (۱۹۲۹) چې د تلې ميزان له لسمې (۱۰) (۱۳۰۸ هـ کال) نېټې سره برابره وه په ډېرې چټکۍ «تنګې واغجان» ته ورسېد.

کوم ځواکونه چې حبيب الله د کابل نه د مرستې لپاره لېږلي ول په «وغجان تنګي» او محمد اغې کې ماته وخوړه.

د دغو سرتېرو ګڼشمېر يې ونيول شول او بيا د يرغمل او اسيرانو په بڼه د بري د نښې په توګه چې د پکتيا ولس يې وګوري سپه سالار ته ولېږل شول.

کله چې سردار شاولي خان «زرغون ښار ته ورسېد دلته د محمد ګل خان مومند په مشرۍ د هېواد د ختيځو سيمو جنګيالي هم ورسره يو ځای شول ، که څه هم له دېنه دمخه وزیرمحمدګل خان مومند د ننګرهاردهډې دجرګې داستا زویوشمېرمشران دپکتیا له مشرانو سره دمشورې له پا ره استولي و.

دختیځوسیمومشرانودننګرهاردهډې جرګې ته د« متبرکې جرګې » نوم کاروو،داځکه چې نجم الدین اخون به له غازیانو سره دانګرېزانوخلاف دلته جرګې کولې .

د انيس د خپرونې پر بنسټ «د شاه ولي خان د بري يو لامل په لوګر کې د سور جرنيل محمد عمر خان لغماني د پوځونو مرسته وه چې له حبيب الله نه د سردار محمد نادر خان په ملاتړ تېر شو.»([4])

سردار شاه ولي خان وايي چې جنګيالي مې په درې برخو ووېشل:

ښي لورته د وزيرو جنګيالي، کيڼ پلو ته د احمدزيو لښکر او په مينځنۍ برخه کې مو د ځاځيو، منګلو او ځدرانو جنګيالي ځای پر ځای کړل. له درې خوا وو مو پر دښمن بريد وکړ او د ميزان په ديارلسمه (۱۳) نېټه (۱۳۰۸ هـ) چاراسياب ته ورسېدو.»([5])

پدغه وخت کې الله نواز خان او وزير محمد ګل خان مومند له خپل لښکر سره د «سنګ نوشته» له لارې د حشمت خان په کلا ور وختل شاه ولي خان د چهل ستون له خوا د کابل د ښار سوېلي پلو ته پرمختګ وکړاو ارګ يې کلابند کړ.

حبيب الله يوازې له يوسلو شلو کسانو سره په ارګ کې پاتې و، نور پلويان يې د کوهدامن او کوهستان په لور وتښتېدل.

که څه هم داسې اوازې او انګازې ګډې وې چې له کندهار، مشرقي، شمالي او جنوب نه د حبيب الله پلويان را روان دي ډېر زر به د نادر خان په پلو يانو بريدونه وکړي.

نو ځکه خو حبيب الله په اتيا تنو جنګياليو مقاومت کاوه ولې کله چې له پغمان نه کابل ته په لاره سپه سالار پردل خان د خپلو کسانو لخوا ووژل شو، د دوی وېره لا ډېره شوه د سقاو د زوی پلويان، له هرچا ړومبی ملک محسن له کابل نه وتښتېد، حبيب الله يې يوازې پرېښود او ورور يې حميدالله هم ټپي شو.

کله چې د وسلو او باروتو زېرمو اور واخست په ټول کابل کې وېره خوره شوه. پدې لړ کې حبيب الله هم خپلو نږدې دوستانو سره ارګ پرېښود او چاريکارو ته وتښتېد.

د ارګ له نيولو درې ورځې وروسته محمد نادر خان کابل ته ورسېد او بيا د اکتوبر په ۱۵مه نېټه (۱۹۲۹ ز کال) د سلام خانې ماڼۍ ته ننوت.

دا چې د سقاو زوی حبيب الله څرنګه واک ته ورسېد او څنګه و پرځول شو؟ لومړی پخپله د حبيب الله هغې کيسې ته تم کېږو چې د مير غلام محمد غبار له انده کښل شوې ده:

«زه د امان الله له ډاره د سکندر او سمندر په ملتيا چې زما د ماما زامن ول پېښور ته لاړم. هلته مې چای خرڅاوه. بيا توتکي ته لاړم سماوات مې کوه. وروسته وطن ته را روان شوم. په لاره کې بريکوټ ته ستون شوم، جومات ته لاړم. ملا په ممبر باندې د جهاد خبرې کولې. له وعظ نه وروسته مې له ملا نه دعا واخسته چې ترې تلم نو را ته وې ويل: په لاره کې دې يوه ونه په مخه راځي. د هغې بېخ وسپېړه څه چې دې ترلاسه کړل له ځان سره يې يوسه.

د ونې بېخ مې وسپېړه، که ګورم څلور ټوپکه، کارتوس او زر روپۍ مې تر سترګو شوې. دا مې تر لاسه کړل د لغمان له لارې مخ په کوهدامن را رهي شوم.

په لاره کې مې ملا وليد او د امان الله په وړاندې يې راته د جهاد سپارښتنه وکړه.

يوه بل ملا د امان الله د وژلو فتوی راکړه، د پغمان په تياتر کې مې غوښته هغه ووژنم. خو بيا مې د مسلمانانو جشن خراب نکړ.

بيا کوهدامن ته لاړم. هلته يوه بل ملا د پغمان د ملا په څېر راته هماغه خبره غبرګه کړه.

تګاو ته لاړم هلته مې له فرقه مشر غلام محمد خان او د تګاو اخون زاده صاحب ملا حميدالله سره وليدل. دوی را ته د پاچا د وژلو لارې چارې په ګوته کړې.

د پروان خانان يې را وپېژندل چې له ما سره مرسته وکړي. بيا مې پرېکړه وکړه چې امان الله را نسکور کړم. هغه وه چې په کابل مې بريد وکړ…»

لکه څنګه چې د سقاو زوی حبيب الله په توره شپه کې واک ته ورسېد. همدغسې په توره شپه کې له مينځه لاړ او محمد نادر خان د افغانستان پاچا شو.

د هند دملي ارشیف له یوشمېر اسنادو څرګندېږي چې سردار محمدنادرخان او ورور یې شاولي خان د مارچ په اتمه  نېټه (۱۹۲۹) دخوست په لور رهي شول.

دوی متون ته په لاره وه چې سردارشامحمودخان د ګردېزپه لور وخوځېد چې دیوې جرګې دجوړېدو تا بیا وکړي.

سردار شاولي خان پدې تړاو کښلې دی، چې کله موږد خوست بالاحصار ته يه لاره وو د قومي مشرانو په ګډون ولسوال او قوماندان زموږ درناوی ته راغلل.

لومړۍ شپه مو په بالا حصارکې تېره کړه او سپه سالار ټولو مشرانو ته پیغامونه واستول او بلنه یې ورکړه چې یوه لویه ملې جرګه جوړه کړي.

سردارشاه ولي خان دخپل بريالیتوب په لاملونوکې یولامل هم دمحمدګل خان مومنددجنګیالېیومېړانه په ګوته کوي اودده په شمول ټولوورونوده ته ځانګړی درناوی درلوداودپنځم ورورخطاب یې ورته کاوو.

محمدګل خان مومند یوارام،په خبره پوه اودډېرځغم څښتن وو،دیوه متفکرانسان په توګه یې یوه چاته ډېرښه قناعت ورکولی شواودی نه یوازې د نادرخان اودده دوروڼوددرناوي وړوو،له ده سره دباچا امان الله اړیکې هم خوږې وې .

وزیرمحمدګل خان له خپلوپوځي زده کړو وروسته دهېواد دختځې جبهې دقومندان صالح محمد یاور وټاکل شو،بیادشاهي ګارد قومندان،ورپسې ترکیه کې دپوځي اتشه دنده ورله غا ړې شوه .

دهغې علاقې له مخې چې له ادب اوفرهنګ سره درلوده،دپوځي مهالنۍ مسول مدیر وټاکل شو اوورپسې یې په پکتیا،ننګرهار،مزارشریف اوپه ټوله کې دهېوادپه شمالي سیموکې ډېرموهم اوتاریخي کارونه سرته ورسول ،

کوم وخت کې چې د کندهارتنظیمه رییس و،دمحمدنادرشاه په اجازه یې،په ۱۳۱۱کال دپښتوانجمن لومړۍډبره کېښوده،چې بیا همدغه ادبي انجمن په ۱۳۱۴کال کابل ته ولېږدول شواودکابل ادبي انجمن سره یوځاې یې په ۱۳۱۶ کال،دپښتوټولنې بنسټ ته لاره اواره کړه .

په کندهار کې ډېرځوانان دادب ډګر ته راووتل، هغسې خو هم دصالح محمد هوتک، رحمت الله بابا ، محمدویس کاکړ،محمد اعظم ایازي ، ولي محمد مخلص اوجان محمد پلارپه څېردادب اوهنرپه اسمان کې ځلېدلي ستوري لاهم وو،ولې دوزیرمحمدګل خان هڅې په دې برخه کې او په ځانګړي توګه دطلوع افغان په اړه چې په پښتو یې لیکنې پیل کړې ډېرې دستاینې وړ دي .

دی نه یوازې یوپوځي‌شخصیت و، بلکې ده له سیاست اوادب سره هم مینه درلوده ، دپښتوژبې اوپښتوادبیاتولپاره یود بل پسې ستر ګامونه پورته کړل،دپښتوسیند په نوم یې یوعلمي کتاب وکېښ،چې په دوه ټوکو کې تدوین کړاو۷۶۵مخونه لري .

له دې پرته بل علمي اثر یې «پښتولیار » نومېږي،چې په ۱۳۱۷کال دعبدالعظیم ساپي له خوا په لاهورکې خپور شواو۴۰۰مخونه لري .

لنډکۍ پښودوزیر صاحب یوبل ګټور اثر دی،چې په ۱۳۲۷ کال دپښتوټولنې له خوا چاپ شو اودغه اثرپه هرچاډېراثردرلود اوپه وار واردادب مینه والو ډېرلوستی دی … له دې سربېره پښتني روزنه،پښتوپښتنواله ، پښټونحو،دپخلي پنوم کتاب اونوردبېلګې په توګه یادولی شو.

اروا دې ښاده وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...