د ارواښاد نصير احمد احمدي “رڼا” ناول مي څو ڪاله مخکي لوستی و تېره ورځ مي بيا ولوست. زموږ ځيني دردونه، غمونه او ارمانونه چي له نورو سره شريڪ يا ورته وي؛ هغه مو هر وخت او هر ځای په اورېدلو يا لوستلو دردوي او ژړولای مو شي.
لڪه ځيني وختونه چي د چا صورت او سيرت يو ډول وي او ځيني وخت بيا د صورت او سيرت تر منځ هيڅ يووالی نه وي؛ دغسي ڪله ــ ڪله د يو چا نوم او ژوند سره ورته شي، يعني پر ژوند ئې د نوم مثبت اثر ولوېږي. مثلاً ڪه د چا نوم کامران وي، ژوند ئې ورسره کامرانه او بريالی روان وي. ڪله ـــ ڪله بيا خبره سرچپه شي، مثلاً د بختور/بختوره په نامه انسان به له خپلي بدبختۍ ټڪري خوري او د بخت د نامه له اورېدو سره ئې زړه ويني څڅوي.
په دې ناول ڪي همداسي معڪوسه کيسه ده، د ڪرڪټرونو د نومونو او ژوند تر منځ ځمڪه او اسمان تضاد دی.
تعجب دا دی، چي نومونه خو (رڼا او جمال) دي؛ مګر “رڼا” چي د ڪومي نجلۍ نوم و، د هغې ژوند تياره ــ تياره شو، د بدلمنۍ ناحقه تور ورپوري شو. په ژوند ڪي ئې هيڅ رڼا نه راغله او نه ئې وليدله. همداسي په توره نمجنه خونه او په توره تياره ڪي ئې د ژوند ډېوه مړه هم شوه او په تياره ڪي د تورو خاورو تيارو ته وسپارل شوه.
“جمال” چي د کوم زلمي نوم و، د هغه پر ژوند بيا د بدرنګۍ سيوري ولوېدل او پر “رڼا” ئې تياره او بدرنګه ګومان وڪړ. خپل جمال ئې د ارمان په بدرنګيو، بدرنګه ڪړ.
نه د خپلي ميني “رڼا” ته ڪښېناست او نه ئې په “رڼا” ژوند روښانه شو.
د “رڼا” تـــيـــاره او د “جمال” بــــدرنـــګــــــه ژوند.!!!!!
دا ناول ولولئ، د “رڼا” د ژوند تيارې او د “جمال” د ژوند بدرنګۍ به خپله پڪي ګورئ.!!