یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبکره کتنهپه «کېني او ښامار» کتاب کې څه راغلي؟

په «کېني او ښامار» کتاب کې څه راغلي؟

لیکواله: هوسۍ طارق

«کېني او ښامار» د ټوني ډېټر لېځي اثر دی، دا اثر اناهيتا روهي پښتو ته ژباړلی. مخکې له دې چې د داستان په اړه څه وليکو، اړينه بولو چې د ماشومتوب د دورې او د ماشومانو د روزنې په هکله يوه لنډه يادونه وکړو.

موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د ټولنې له نيمايي زیاته برخه له کتاب او مطالعې څخه لرې ده او د ماشومانو له حقونو څخه عامه پوهاوی ډير کمزوری دی. که ځينې په دې برخه کې پوهه هم لري؛ نو د مختلفو ستونزو پر بنسټ څنګه چې اړين دي، دغه حقونه ماشومانو ته نه ورکول کېږي. د نړۍ د نورو ټولنو په څېر زموږ د ټولنې ماشومان هم خپل حقونه لري چې ميندو او پلرونو ته یې بايد په هکله خبر ورکړل شي، چې ماشومان له خپلو حقه حقوقو څخه بې برخې نه کړي. د دغو حقونو په لړ کې پر ماشوم د ښه نوم اېښودل، ماشوم ته خوراک، څښاک او جامې برابرول، ماشوم ته روغتيايي اسانتياوې رسول، د ماشوم سمه او سالمه روزنه او ورسره په نرمۍ چلن د یادونې وړ دي. په «کېني او ښامار» داستان کې هم له کتاب سره د ماشوم مينه، ماشوم ته د ټولنيز نزاکت د مراعاتولو ګټې، د کتابونو د ساتنې او مطالعې په برخه کې د امانت دارۍ له اصولو د ماشومان خبراوی، د ښو ملګرو غوراوی، د ژوند د سختيو پر وړاندې د زغم لارې چارې، له ماشوم سره د مور او پلار سالمې اړيکې، ماشومانو ته د خپلواک ژوند مهارتونه ښودل او دې ته ورته نور موضوعات بيان شوي، چې د ځینو موضوعاتو یادونه دلته اړینه بولو.

په «کېني او ښامار» کې پخپله «کېني» یو داسې ماشوم دی، چې کورني يې د ده نظریات اوري او نظریاتو ته يې ارزښت ورکوي. ماشوم ته دا حق ورکول کېږي چې د خپلې موخې په ټاکلو کې له ماشومتوبه خپل اختیار او واک ولري. د دغه داستان ستر پيغام دا دی چې ماشوم د خپل ژوند تر ټولو ګټورې شېبې د کتابونو په سيوري کې تېرې کړي. کتاب او له کتاب سره مينه يوه مثبته هڅه ده. که موږ خپلو ماشومانو ته سالم چاپيريال غواړو؛ نو ماشوم ته بايد ورزده کړو چې څنګه مطالعه وکړي او څنګه له خپلې مطالعې ګټه پورته کړي.

په دغه داستان کې یو بل کرکټر د «ګيوريک» په نامه دی. ګیوریک په عمر کې له «کېنيت» څخه ډېر مشر دی؛ خو دا چې د کتابپلورنځي مسوول دی؛ نو له کېنيت سره يې ملګرتيا پيدا کېږي او موږ ته دا راښيي چې تجربه لرونکي کسان د ماشوم په روزنه کې ښه اغېز لرلاى شي.

انسان د ژوند لوړې ژورې په خپله تجربه کوي او د انسان تجربه په يوه وخت کې د يوې موضوع په اړه وي خو دا چې له نورو تجربه لرونکو سره اړيکې پیدا کوي نو په لږ وخت کې له ډېرو موضوعاتو څخه خبرېږي او د تجربو ډګر یې هم پراخېږي. همداسې په دې کتاب کې هم د ښې ملګرتيا ځانګړنې ښودل شوې دي. موږ بايد خپل ماشومان له ماشومتوبه د اړيکو پاللو په ارزښت پوه کړو. ماشوم وهڅوو چې له خپلو ملګرو سره رښتیني واوسي او څنګه ملګري غوره کړي. انسان د ټولنې تابع دى او ټولنيز ژوند يو لړ اصول لري چې د انسان له خوا پلي کېدل یې د یوې پرمختللې ټولنې تضمین کوي. په دې کتاب کې د ټولنيزو نزاکتونو په مراعاتولو هم ټينګار شوى؛ لکه يو ځاى کې يې د ډوډۍ خوړلو آداب ښودل شوي، چې څنګه بايد مراعات شي، ځکه د ټولنيزو نزاکتونو په برخه کې هغه واړه واړه نزاکتونه راځي چې په ځان منل او عملي کول یې د سترو بدلونونو لامل کېږي.

انسانان ډېرى وخت داسې روږدی شوی وي چې پر ځاى د دې چې خپله لاس په کار شي، تل خپله پړه پر نورو اچوي. په «کيني او ښامار» کې هڅه شوې چې وښيي چې انسان باید یوه ورځ خپله له یو ځای پیل وکړي او پر نورو له تکیې پرته پر مخ لاړ شي، ځکه د نورو په ملامتولو موږ خپل نقص یا ستونزه نه شو پوښلى نو غوره دا ده چې پر داسې موضوعاتو د وخت له ضايع کولو څخه بايد ډډه وکړو. موږ ډېرى وخت په ډېرو ساده موضوعاتو خپل زغم له لاسه ورکوو خو په «کېني او ښامار» داستان کې د ګراهمې (ښامار) کرکټر داسې انځور شوى چې د سختو حالاتو پر وړاندې په سړه سینه غبرګون ښيي. که موږ د سختو پېښو پر وړاندې خپل زغم له لاسه ورکړو په دې مانا چې ومو بايلله نو له ماشومتوبه خپل ماشومان او ځوانان په دې بايد پوه کړو چې د ژوند د هرې پېښې پر وړاندې له تدبير، مثبت فکر او سمې پرېکړې څخه کار واخلي. بيړه او وېره د ستونزمنو لارو د هواري لار نه ده. په دې داستان کې له ماشومانو سره د مور او پلار د اړیکو ماهیت هم ښودل شوی دی.

له دې داستان څخه د ګڼو نورو ټولنیزو مسایلو تر څنګ دا هم زده کېږي چې پر ماشومانو باور کول او هغوی ته ډاډ ورکول، هغوی هڅوي چې په راتلونکي ژوند کې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ځان ته پياوړی او کلک دريځ غوره کړي.

«کېني او ښامار» کتاب ۱۱۲ مخه او د ماشومانو لپاره په زړه پورې او ګټور داستان پکې راغلی دی. دا کتاب په کابل کې سروش کتابپلورنځي چاپ کړی دی. «کېني او ښامار» له ماشومانو سره د دوی په پوهاوي او د ژوند د اصولو په لومړنیو زده کړو کې ښه مرستندوی ثابتېدای شي.

د پايلې په توګه د دغې خبرې یادونه هم پکا رده، چې د دا ډول کتابونو ليکل او ژباړل زموږ د ټولنې د عامه پوهاوي لپاره اړين دي ځکه ماشومان د يوې متمدنې ټولنې رښتينې او بنسټيزې ستنې دي چې د سالمې روزنې پر بنسټ په راتلونکي کې د سترو لاسته راوړنو لامل کېږي. بله دا چې د دې داستان په ژباړه کې کلمات داسې پېيل شوي چې د هرې کرښې په لوستو انسان يوه مثبته انګېزه ترلاسه کوي؛ نو په دې هيله چې د خپلې ټولنې د ماشومانو اړتيا او دريځ په پام کې نيولو سره داسې ژباړو او ليکنو ته نوره هم لاره هواره شي، دا ځکه چې عامه پوهاوى د مثبت بدلون لومړنۍ نښه ده.

1 COMMENT

  1. آغلی هوسۍ طارق مننه درڅخه کووم د ماشومانو د روزنی په هکله مو ښه معلومات پیداکړیدی.
    زما چه کله دغه «کېني او ښامار» نومونه تر سترګو شو، او بیا د لیکنی په مینځ کی د ( (ښامار) کرکټر داسې انځور شوى چې د سختو حالاتو پر وړاندې په سړه سینه غبرګون ښيي. ) نو ماته مو د پښتو دغه لاندی قیصه را په یاد کړه.
    مننه
    کلیوالی قیصه د سړی او ښامار په باره :
    قیصه : وای چه یو ښامار د غره په ځنګل کی اوسیده. د ځنګل خوا سره په کلی کی یو ډیر غریب سړی هم اوسیده. غریب سړی به د ډیری ناچاری او غربت له وجی د کلی په خلکو د سوخت لرګی خرڅول، د همدغی لاری به یی نفقه پیداکوله. غریب سړی به هر سهار وختی پاڅیدو تر ډیر پیاده مزل وروسته به د لرګو وهلو لپاره ځنګل ته ورسیدو، د سوخت د لرګو وچی وڼی یا درختی به یی پیداکولی او د تبر په وسیله به یی وهلی. تر دیی چه مازدیګر ماښام به سړی کلی ته د لرګو بار یا ګیډی راورسولو او بیا به یی په کلیوالو خرڅولو.

    ښامار چه په دغه ځنګله کی اوسیده، د ډیر وخت راهیسی یی دغه سړی څارلو خو غرض یی په نه لرلو. د ډیر وخت وروسته ښامار فکر کړیدی، چه دغه یواځینی سړی دی چه د ځنګله څخه لرګی وړی، نو بله ورځ ښامار د سړی خواته ورغلی، سړی ته یی ویلی مه ډاریږه فقط یوه پوښتنه درڅخه لرم. هغه دا چه د ډیر وخت راهیسی ته دا د لرګو کار کوی، ولی؟ او د څه لپاره؟ سړی په ډیره عاجزی ورته وویل چه ډیر غریب یم، بله چاره نلرم، په دیی کار سره خپلو ماشومانو ته نفقه پیداکووم او نور……؟

    کله چه ښامار د سړی قیصه او خبری واوریدی ډیر سخت خفه شو. سړی ته وویل چه وروسته له دي به زه درته لرګی وهم، کله چه ته راتلی فقط خپل ګیډی یا بار په شاه کوه. سړی د ښامار په دغه خبره ډیر خوشحاله شو، او تبر یی ښامار ته ورکړو. لنډه داچه کله چه سړی ځنګل ته راځی ښامار ورته دسوخت لرګی تیار کړی وی، سړی ګیډی یا بار په شاه کوی او کلی ته یی وړی. د ښامار او د غریب سړی انډیولی او ملګرتوب تر ډیرو کلونو شو.

    بله ورځ سړی مریض شویدی او غره ته دتللو نه وه، حتی د سړی په مریضی څو ورځی تیری شوی. ښامار د سړی په هکله په تشویش کی شو. اخر داچه ښامار تصمیم ونیولو چه د سړی کور ته د هغه پوښتنی ته ورشی. کله چه ښامار د هغه د کور دروازه ټک ټک کړه، نو د سړی میرمن راووتله، ښامار ورته وویلی چه خاوند دیی دا ډیره موده ځنګل ته لرګو پسی رانغلو، د سړی ښځی ځواب ورکړو چه هغه خو په کټ کی پروت او مریض دی.
    ښامار وویل چه زه غواړم د نیږدی څخه یی د روغتیا احوال واخلم. لنډه دا چه ښامار د سړی د کټ پښو ته کښیناستلو او سړی ته یی خوله نیژدی کړه اوس څنګه یاست. سړی سمدلاسه ښامار ته وویل خوله دي ډیره مه رانیژدی کوه بد بوی تری خیژی. ښامار پدی خبره ډیر سخت خفه او ستومانه شو، خو مریض یی په خپل خفګان پوه نکړه. تر لږ وخت وروسته د سړی څخه د ځنګل په لور روان شو.

    کله چه سړی روغ شو او غره او ځنګل ته د لرګو لپاره لاړو. ګوری چه ښامار ورته لرګی نه دی تیار کړی. سړی د ښامار څخه پوښتنه وکړه چه لرګی خو دیی انډیواله نن نه دی تیار کړی؟ دا څه وجه ده؟ ښامار سړی ته په ځواب کی وویل چه تبر دي پڅ وه، ځه ته اوس لاړ شه او دغه تبر دي اهینګر ته یوسه او ښه یی تیره کړه، او سبا یی د ځان سره راوړه.
    خلاصه داچه سړی همدغه کار وکړو کله چه سبا غره ته ولاړو ښامار ورته ناست وه، سړی ته یی وویل راغلی، تبر دیي ښه تیره کړی، سړی د بلی ځواب ورکړو، ښامار سړی ته یی وویل اوس په دغه تیره تبر پر ما باندی د زړه د اخلاصه ګذار وکړه، سړی ورته وویل نه ته خو زما خوژ انډیوال یی زه به دا کار هیڅکله ونه کړم، ښامار ورته وویل د انډیوالی خبری اوس پریږده، او بله خبره هم ونکړی، په دغه تبر پر ما ګذار وکړه، که نه همدا اوس ديي خورم.
    سړی بله چاره نه درلوده او د زړه د اخلاصه یی په ښامار ګذار وکړو، داچه ښامار ډیر قوی وه کوم تاثیر یی ونکړو. بیا یی سړی ته مخ راواړو چه دا ستا (د تبر زخم به جوړ شی، خو هغه تا چه د خولی د بوی خبره ماته وکړه هغه به جوړه نشی). ته نور د پخوا په شان خپل کار په خپله کوه او زه به خپل.
    نو اوس د پښتو متل هم داسی دی چه : دتوری وهلی به جوړ شی خو دخولی وهلی نه جوړیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب