Homeروغتیامطالعه د انسان عمر زیاتوي

مطالعه د انسان عمر زیاتوي

تاند- دا خو ټولو ته څرګنده ده چې د کتاب لوست ډېرې ګټې لري خو په یوه تازه څېړنه کې ښکاره شوې چې د مطالعې عادت د انسان عمر زیاتوي.

د امریکا د یل پوهنتون څېړونکو په خپلو څېړنو کې، چې ۱۲ کاله یې دوام وکړ، څرګنده کړه چې مطالعه د انسان ستړیا او تشویشونه کموي او په نتیجه کې یې د انسان عمر اوږدوي.

په دې څېړنه کې معلومه شوې چې د کتابونو لوستل اندېښنې په سلو کې ۶۸ کمولی شي.

پر دې سربېره د کتاب لوستلو عادت د انسان عصابو ته ارامښت او ځانګړی سکون بخښي او حتي اغېز یې په ازاده هوا کې تر پلي تګ هم زیات دی.

د څېړنې پایلې ښيي چې مطالعه د انسان د زړه، فلج او د وینو د رګونو یا شریانونو د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.

د دې څېړنې پر اساس مطالعه د انسان په ذهن کې د تفکر وړتیا زیاتوي.

د یل پوهنتون څېړونکي وايي، کوم کسان چې د ورځې نیم ساعت یا په اوونۍ کې ۱۲۰ دقیقې مطالعه کوي، د نورو خلکو په پرتله په هغوی کې تر مودې مخکې مړینې په سلو کې ۲۳ کمې وي.

تر دې پخوا په ګڼو څېړنو کې ثابته شوې وه چې مطالعه د الزایمر یا هېرې د ناروغۍ تر ټولو ښه دوا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...