جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبطنزونهموږک چوک (طنز) ليکوال: عبدالنافع همت

موږک چوک (طنز) ليکوال: عبدالنافع همت

د فرهنګي کميسيون دا غونډه د ښاروال په مشرۍ د دې لپاره راغوښتل سوې وه چي د ښار پر يوه څلور لاري يا چوک باندي د افغانستان د يوه نومیالي او ښاغلي نوم کښېږدي. د کميسيون يوه غړي چي نن يې تازه د سر وېښته رنګ کړي او ښی غوږ يې هم ورسره رنګ کړی و، د خبرو نوبت ونيو: زما خو د غازي امان الله خان نوم خوښ دی. مخامخ ناست سړی چي پزه يې لکه د توتي کږه او پکول يې پر سر و، پزه په خپل برګ دسمال پاکه کړه،  لکه مست اوښ غړومب يې وهل: نه دا بد نوم دی، امان الله خان يو بې دینه سړی و، بايد د يوه ښه مسلمان سړي نوم ورباندي کښېږدو، زما په نظر خادم دين رسول الله حبيب الله کلکاني ښه نوم دی. څنګ ته ناست لوېشتکی سړی چي برېتونه يې د چارلي چاپلين په ډول جوړ کړی وه له درده سور او شين واوښت، داسي نارامه سو لکه غوا ته چي ډوول ووهې، پر یوه او بل انډي سو او بيا يې په لوړ اواز وويل: دا خو يو بې سواده، د انګرېزانو جاسوس او سور غل و، بايد د يوه روشنفکره، عالم او با شخصيته سړي نوم ورباندي کښېږدو، زما په نظر د نورمحمد تره کي نوم ښه دی، له دې خبري سره سم د غونډي له تالار څخه د ښځو حمام جوړ سو، خبره سمه نه اورېدل کېده، لنډه دې چي نوم پر څټ د کفر ټاپه وخوړله او رد سو.

تر دې وروسته د هيواد د بېلابېلو سياسي، علمي او فرهنګي شخصيتونو نومونو ياد سول، خو يو هم و نه منل سو. د کميسيون غړي لکه ستړي جنګي چرګان تر غرمې پوري يو بل په مښوکو او لغتو سره ووهل، خو نه جنګ خلاص سو او نه يې يو بل مات کړل، اخير پر دې پرېکړه وسوه چي د څلور لاري لپاره به د یوه حيوان نوم غوره کوي. پکول والا وارمخکي کړ او ويې ويل، زما په نظر (وزه) ښه نوم دی. بل يې خبره پرې کړه: نه بابا دا خو د جمعیت او تاجکو  سمبول دی، بايد غير سياسي او غير قومي نوم وټاکو. د خبرو په بهير کي (اوښ) بېچاره هم له دې امله رد سو چي د کوچيانو سمبول دی، وروسته (خر) هم رد سو، د رد دليل دا و چي له روسانو سره د جهاد پر مهال به مجاهدينو پر خرو وسلې او مهمات وړل او جهادي سمبول دی، دغه ډول پسه هم کوچيانو ته منسوب وبلل سو. آس هم په دې تور رد سو چي د بزکشۍ سمبول دی او بزکشي د ازبکانو قومي لوبه ده. تر اوږده بحث وروسته خبره مرغانو ته راغله. په سر کي د چرګ نوم ياد سو، خو چرګ په دې تور و نه منل سو چي سهار وختي اذانونه کوي او خلک له خوبه باسي، ورپسې د فيلمرغ نوم د لیست سر ته راغی، خو هغه هم له دې امله و نه منل سو چي پرتوګ نه اغوندي او د فحاشۍ سمبول دی. يو چا د باز نوم ياد کړ، خو پکول والا  لکه مست اوښ تر خوله یې ځګونه باد سول او په درد يې وويل: دا خو په سلو کي سل د پښتونولۍ سمبول دی، خوشال بابا د باز په اړه يو بشپړ کتاب ليکلی دی.

څرنګه چي د کورنيو حيواناتو په اړه موافقه و نه سوه، نو د وحشي ځناورو خبره راپورته سوه. په دې لړ کي لومړی د زمري نوم ياد سو، خو د کميسيون يوه غړي بې واره وويل: دا خو هم د پښتنو سمبول دی. امير کروړ دوولس سوه کاله پخوا ويلي وه چي:

زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته
پر هند و سند و پر تخار و پر کابل نسته
بل پر زابل نسته

له ما اتل نسته.

پر دې خبره د کمیسيون د غړو تر منځ شور او غالمغال جوړ سو. ښاروال تر دې مهال په غونډه کي په درانه خوب ويده و او داسي خرهاری يې کاوه لکه غویی چي حلال کړې، د غالمغال له امله لکه په خوب کي چي وېرېدلی وي، په وارخطايي له خوبه راکښېناست او په لړزېدلي اواز يې وويل: څه خبره ده، ولي غالمغال کوئ؟

د ښاروال مرستيال د دې لپاره چي (ټرت) په (پرت) پټ کړي خبره بلي خوا ته یووړه او په غوړمالۍ يې وويل: ښاروال صاحب وبخښئ چي د ټلويزيون اواز جګ و، ها دا دی کښته به يې کړم. له دې خبري سره سم يې وويل: زما په فکر (موږک)  ډېر مناسب نوم دی.

ښاروال د دې نوم په اورېدو دومره خوشاله سو لکه سپي ته چي هډوکی ورواچوې،  خوله يې ويړه سوه او غير ارادي يې تر خوله ووتل: واه واه! ډېر ښایسته نوم دی. له دې خبري سره سم د کميسيون ګډونوالو چکچکي وکړې. په دې وخت کي د کميسيون یو غړی چي تر دې مهاله يې خبري نه وې کړي په ارام او معصومانه انداز وويل: صاحب دا نوم به د شر او فساد سمبول نه وي؟ ښاروال يې ژر خبره ورپرې کړه: شر او فساد دومره عیب نه دی، متل دی وايي: د ښايستې نجلۍ يو عيب نه عیب دی. تر دې وروسته ښاروال بحث راټول کړ او ويې ويل: د ښاروالۍ د فرهنګي کمېټې وروستۍ پرېکړه دا ده چي د موږک نوم سم دی.

دوې مياشتي وروسته په څلور لارې کي د موږک يوه لویه مجسمه جوړه او پر خېټه يې د يتميانو شلېدلي ګرېوانونه سرتورو کونډو، سوالګرانو، د وژل سوو ملکي خلکو جسدونو، معلولينو، خوارځواکو ماشومانو، ډول ډول وسلو او کنډواله کورونو انځورونه وکښل سول. د موږک مجسمې ته هر چا په خوند خوند کتل، خو د دې مجسمې په ليدو نه چا څه ويل او نه يې د درد احساس کاوه، لکه کوم پردي وطن ته چي د تفريح لپاره تللي وي.     

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب