تاند- چین یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر ډېرو هیوادونو یې د ښارونو هوا او چاپېریال زیات ککړ دی.
په دې هیواد کې د هوا ککړتیا تر دې حده زیاته ده چې هر کال له درې نیم لکه تر څلور لکه کسان د خرابې هوا له کبله مري.
اوس د دغه هیواد په یوه سیمه کې، چې د هوا ککړتیا پکې زیاته ده، داسې برج جوړ شوی چې ۶۰ متره لوړ دی او لویه خوله یې له هوا څخه لوګي او نوره ککړتیا راټولوي.
Play
په دې برج کې ځای پر ځای شوی سیستم په هوا کې موجودې ذرې تصفیه کوي او صافه هوا ازادوي.
د دې برج د جوړولو هدف له هوا څخه د خطرناکو او مضرو ذرو پاکول دي.
دا برج په لمریزه انرژۍ چلېږي او ګڼ فلترونه پکې شته.
پر دې پروژې ۲ ملیون ډالره لګښت شوی او لومړنۍ تجربې ښودلې چې په ۱۰ کیلومتر مربع ساحه کې ۱۹ سلنه مضرې ذرې ټولولی شي.
Play