یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+له استاد محمد اصف صمیم سره مرکه

له استاد محمد اصف صمیم سره مرکه

يادونه: دغه مرکه ما شاوخوا درې کاله وړاندې له ښاغلي استاد سره د یوې رسنۍ له پاره کړې وه. اوس په انټرنټ کې دغه مرکه نه موندل کیږي، د دې له پاره چې دغه مرکه خوندي او لا ډېرو خلکو ته ورسېږي، نو بيا ځلې شریکيږي.

درنښت

زاهد خليلي

پوښتنه: استاد ستاسو د ژوند په اړه لیکل شوي، مونوګرافونه هم لیکل شوي؛ خو خوښ به شو که تاسو زموږ لوستونکو ته دلته د خپل ژوند حالات په خپله په لنډ ډول بیان کړئ؟

پلار مې صمیم الله نومېږي. د ۱۳۳۱ هـ کال په عقرب یا قوس میاشت کې په کامه کې زېږېدلی یم. زدکړه مې په پنځه کلنۍ کې پېل کړې وه. د پلار ماموریت مې د شینوارو په غني خېلو کې و او کور مو هلته و؛ نو پنځه کلن يې په لومړي ښوونځي کې شامل کړی یم. لیکلي مې هم دي چې زما د پلار د ماموریت سره به زما تعليمي او ښوونیزه لړۍ روانه وه. شینوارو نه کابل ته تبدیل شو. درېيم ټولګي کې هلته وم. بیا کونړ ته لاړو. کونړ کې له درېيم نه تر لسم پورې عمراخان لېسه کې وم. بیا یو کال رحمان بابا لېسه (کابل) کې وم. همداسې بیا مراد علي لېسې ته. اخر فارغ له ننګرهار لېسې څخه په ۱۳۵۱ هـ کال کې شوم.

بیا پوهنتون ته لاړم. په ۱۳۵۶ هـ کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي نه فارغ شوم. هغه وخت يې ورته د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی وایه.

د ۱۳۵۷ هـ کال د ثور په ۲۶ مه د پښتو څېړنو نړیوال مرکز کې مسلکي غړی شوم او تر پنځه میاشتې کار وروسته هلته یو سیاسي چاڼ شروع شو. زه هم په کې د څلورو نورو ملګرو سره راوویستل شوم او بیا ایمل خان لېسې ته د معلم په حیث لاړم.

پوښتنه: استاد دغه مهال تاسو کوم سیاسي فعالیت درلود یا کوم ګوند پورې تړلي وئ؟

نه، هغه وخت سیاست همدا و چې څوک به حاکم ګوند کې نه و؛ نو سیاسي تور باندې تورن و. بیا یوه میاشت ایمل خان لېسه کې وم. د قوس له پنځمې تر د جدي تر دېرشمې پورې هلته وم. بیا یوه لنډه غوندې سیاسي دمه راغله. غني خېلو کې څه کم یوه میاشت بندي وم. له بند نه وروسته بیا مراد علي لېسې ته راتبدیل شوم. دلته له دوه میاشتو تېرولو وروسته بیا بندي شوم. اته میاشتې ننګرهار محبس کې وم. د بند نه له وتو وروسته هغه وخت کامه هم د مجاهدینو په لاس فتحه شوې وه، بیا موږ یو څو شپې په کور کې وکړې. د ۱۳۵۸ هـ کال د دلوې د میاشتې په ۲۴ مه د مو هجرت لار ونیوه. بیا هلته پاتې شوم. هلته په مختلفو فرهنګي او تعلیمي مرکزونو او مؤسسو کې په کار بوخت وم. بیا چې مجاهدين بریالي شو، د ۱۳۷۱ هـ د دلوې په ۱۴ مه  ننګرهار پوهنتون ته راغلم. دلته مې پنځه نیم کاله تدریس وکړ. بیا د طالبانو حکومت راغی، یو کال مې د هغوی سره وخت تېر کړ، نور مې ورسره ګوزاره و نه شوه، پوهنتون مې بېخي پرېښود. دوی نه لاړم، بیا يې راوغوښتم؛ خو زما ورسره د کار ډډه و نه لګېده. بیا چې د طالبانو نه وروسته راغلم، بیا مې چې ډېره هڅه وکړه؛ خو بېرته ننګرهار پوهتنون کې د کار مخه راته پراننېستل شوه.

دا یو لس میاشتې کېږي چې کور مو (له پېښوره) راغلی. د بچیانو زده کړې او څه عذرونه و، په همدې هلته پاتې و.

څه کم دوه کاله مې د علومو اکاډمۍ اریانا دایرة المعارف سره قراردادي کار وکړ او اوس په هماغسې یو کار باندې په اطلاعات و فرهنګ وزارت کې په چارو بوخت یم.

پوښتنه: استاد ستاسو د لیکوالۍ انګېزه څه وه او کله مو ورته مخه کړې؟

دا خبره اوس راته تکرارېږي، ځواب کړې مې ده، لیکلي مې هم دي؛ خو تاسو ته یې بیا تکرار وایم.

زه د داسې یوې کورنۍ غړی وم چې د پوهنې، لیکنې او لوستنې فرهنګ په کې عام و. پلار مې د معارف سره تړلی سړی و. همېشه به يې کتابونه مجلې، خصوصا زموږ په کور کې به چې ډېرې راوړل کېدې، یوه (بخوان و بدان) د پوهنې وزارت یوه میاشتۍ مجله وه. شروع مې د هغو له کتو او لوستو نه کړې وه. وخت په وخت، بیا ورپسې پوهنتون شو. پوهنتوني چاپېریال داسې و چې بې لوستو سړی نه پاتې کېده. یو وخت داسې و چې زما د اخبارونو او مجلو کلني ګډون سره ډېره مینه وه. په ۱۳۵۵ کال کې ما په یوولسو بېلابېلو خپرونو کې ګډون کړی و. هېواد او زیری جریده به راتله. پوهنتون کې چې وم؛ نو کابل او ننګرهار مجلې به راتللې. بیا به چې کور ته راتلم؛ نو د لیلیې د بالښت پوخ به مې راوویست، هغه به مې ډک کړ او د کڅوړې په توګه به مې ترې کار اخیست او کور ته به مې راوړه. مانا دا چې له لوستو سره ډېر عادت وم.

له لیک سره لږ وروسته عادت شوم. لیکل مې په لومړي ځل د ننګرهار مجلې د ۱۳۵۴ کال سنبلې میاشت ګڼه کې چاپ شو، په هغې کې مې څه شی ولیکل او چاپ شول. په دې نه پوهېدم چې سړی مجلو ته لیکنه ورکوي؛ نو هغوی ورته د حق الزحمې په نوم څه پیسې ورکوي. خاطره دا ده چې ما ته انځور چې د کوټې او پوهنځي ملګری مې و، وویل چې مضمون دې په ننګرهار مجله کې چاپ شوی؛ خو حق الزحمه يې ما اخیستې. ما ورته وویل چې حق الزحمه څه شی وي. ویل يې، لیک چې خپور شي؛ نو حق الزحمه ورکوي؛ نو مانا دا چې زه په حق الزحمه هغه وخت پوه شوم. لیکلو ته وهڅېدم.

بیا مې د هجرت چاپېریال کې هم دا کار کړی دی. د چا خبره چې قلم مو روزي تضمینوله.

او کتابونه نو، څه چې مو تور او سپين مو سره یو ځای کړي، هغه د ریشتیانۍ کیسې په نوم یوه ژباړه وه. بیا وروسته د رحمان بابا د دېوان نومښود. دغسې په حمزه بابا باندې لیک او د هغه کلیات راټولول. د عبدالحمید مومند کلیات راټولول…د متلونو کلیات او…

پوښتنه: کتاب پلورونکي زیاتره وخت شکایت کوي، چې موږ کتابونه چاپوو؛ خو څوک يې نه اخلي، کتابونه په کتابتونونو کې پراته وي او لوستونکي نه لري، د دې لامل څه کېدای شي؟

یو دا چې زموږ ځوانانو ته دا ماشیني او کمپيوټري نظام مخې ته پرېوت. بل دا چې، اصلاً په ټوله کې له کتاب سره مخه شوې ده. ځوانان د مطالعې او لوست له پاره لنډې لارې مومي، همدې هم د کتاب بازار سوړ کړی دی. همداراز، لیکوال زیاتره وخت کتاب له چاپ نه مخکې انټرنټ ته ورکوي، هلته خپريږي او خلک يې لوستی شي. دا به تر هغه وي، تر څو چې د کتاب خاوند په توپیر او تمیز پوهېږي.

پوښتنه: فکر نه کوئ چې د کتاب ټيټ معیار او نه څېړنیزوالی به هم د کتاب د نه اخیستو لامل وي؟

سړی چې له کتاب سره د کتاب په توګه د لوستو تړاو پيدا نه کړي، بیا دا بازار هم ورته ارزانه پرېوزي. ګنډل، پيېل، پېسوستول او اوډل، دا خپله د کتاب معیار راټيټوي. دیارلس کاله وړاندې مې په یوه مرکه کې له علامه رشاد بابا څخه همدغه ډول یوه پوښتنه کړې وه چې دا د تحقیق بازار سوړ دی؛ نو هغه بیا وویل چې د وخت تقاضا باید په پام کې ونیول شي. اوس د اظطرار او د هغه په اصطلاح د فتور دور دی، سیاسي سوستیا ده، نه استقرارا دی، دې کې څوک دې ته ډېر نه اوزګاريږي چې هغسې څېړنه چې پخوا به موږ کولای شوه، اوس دا ځوانان نه شي کولای. له هغه مې یوه پوښتنه دا وه چې تاسو په تحقیق کې ډېر زیات دقیق یاست، په حواله کې حواله وي، نو دا د لوستونکي هغه مطالعاتي تسلسل زیانمنوي او ټکنی کوي، دې کې تاسو څه وایاست؟ بیا هغه وویل چې پښتنو ته د علم د رسېدو وسایل ډېر محدود دي، زما دا پېرزو ده چې زما یوه مقاله چې دوی لولي؛ نو چې ځوانان یا لوستونکي د ډېرو لوستو نه خلاص کړي؛ نو زه ځکه ورته په پایلیکونو ډېر څه ځایوم، دا زه د پېرزو نه کوم، ګنې دا خو د زړه خوراک دی.

که ځوانان کتاب نه لولي؛ نو بیا خو د قران کریم خبره چې (فاسئلو اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون). زه له زیاتره ځوانانو ګیله من یم چې هغه د پوهې خاوندان ولې نه پوښتئ؟.

پوښتنه: استاد په دې وروستیو کې ان په پارلمان کې د افغان یانې پښتون په نوم خبرې شوي، وايي چې دا د یوه بل معادل دي، ایا دا واقعیت دی، که نه وي؛ نو واقعیت څه دی؟

افغانستان د افغان د نامه په بنیاد افغانستان شوی چې افغان و؛ نو ځکه ترې افغانستان جوړ شوی او پاتې شوه دا اوسنی یو سیاسي تعبیر چې دی، چې دا ملنګ جان یو سیاسي تعبیر شاعرانه کړی:

چې يې مور وي په دې خاوره زېږولی

چې په هره ژبه ګویا وي خو افغان دی

دلته موږ سره په سیاسي او ملي تعبیر کې دغه ده. سپنتا د خپل کتاب په دویم ټوک کې لیکلي دي، زما خو هویت افغان ځکه دی، زه چې دباندې دنیا ته لاړ شم. زه خارجه وزیر یم، هغو به څه ویلي چې زه د کوم ځای خارجه وزیر یم، زه د افغانانو خارجه وزیر یم. سره له دې چې په ژبني لحاظ به موږ سره بېل یو؛ خو زما یو ملي حیثیت او هویت دادی چې په دې راټولېږو. نو زه وایم چې دغه یو حرام نمکي ده، دا یو تېری او تجاوز دی. د ملت دښمني ده چې څوک خوري څښي هم دلته او بیا هم وایم چې زه (افغان) نه یم. دا څه امتیازونه چې اخلم، دا زما ملي حق نه دی، بلکې زما د بدماشۍ حق دی، زما د قوم دښمنۍ حق دی. د دوی له پاره هم دا ښه نه ګڼم؛ ځکه چې دوی زموږ په دې سلنه کې، هر وخت چې وي، سبا به دا شمېر کټوۍ نه کاسې ته راوځي. سره له دې چې راوتي هم دي او تثبیت شوي دي. که څوک يې نه مني، زموږ د دې برخې هم دا حق دی. لکه کوم سړی چې پنځوس یو کم پنځوسو ته په شمېرنو کې راځي، هغه نفي کې حسابېږي. موږ نفې نه کوو، موږ وایو صرف دادې وپېژني، دا زموږ چې کوم نوم دی، دې کې دې دوی هم راسره شریک شي. دوی چې په دې نامه کې دا امتیاز له لاسه ورکړي، دوی به څوک وي. دوی په خپله ځان کمزوری کوي، موږ نه شي کمزوري کولای. دوی دې مهرباني وکړي، بل چا چې ورته په غوږ کې څڅولي وي، دا مالوچ دې له غوږه وباسي او موږ سره دې د وروۍ په دسترخوان کېني، په دې ټغر دې کېني. دوی ته هم ګټه ده او زموږ د ملي وحدت د تامین له پاره یو بهترین دلیل او ثبوت دی.

پوښتنه: د پښتو ژبې د سوچه کولو هڅې شوي/کېږي، د بېلګې په ډول یکشنبه په یوه نۍ بدلېږي، یا نور داسې الفاظ چې پښتنو کې مروج نه دي. که ډاکټر صیب زیار ته وګورو، داسې پښتو لیکي چې ان د پوهنتون محصل هم پرې سم نه شي پوهېدای، تاسو دغه چاره څنګه ګڼئ، دا به د پښتو ژبې او لوستونکو په ګټه وي که په زیان؟.

خبره داده چې دا د سوچه کولو صفت ورسره نه ځايیږي. مانا دا چې د کره کولو، کره مانا دا چې د لیک ژبه او د وینا ژبه سره توپير لري. په وینا کې موږ ډېر هغه څه وایو چې لیکو يې نه. ډېر مثالونه دي، په کندهارۍ یا ختیځه او لویدیځه لهجه کې دي. دا ټول هغه څه دي چې د لیک له پاره چې کله راوځي، بیا يې هغه کره شکل ليکي. دغه کره توب ته کره لیکنۍ ژبه وايي. دا یوازې د پښتو نه د ټولو ژبو حق دی.

زموږ په خوا کې همدغه څوک چې زموږ له پاره د پوهنتون په مقابل کې دانشګاه کاروي، هاغه خلک (ایران) کې هم د پنځو سوو کلونو راهیسې د عربي نه د فارسي د خلاصولو نهضت روان دی. زه یوه بېلګه لرم. د اسلام کلا (هرات)، د ګمرک یوه افغان مامور خبره کوله چې له مخامخ ګمرک سره مو بلدتیا وه. هغه ګمرک کې درې ډوله مامورین کار کوي. یو اداري خلک دي، یو مسلکي او بل ژبني خلک. مانا دا چې اداري اداره چلوي، مسلکي په اقتصادي رموزو کار کوي او ژبني خلک يې هغه دي چې یو نوی جنس چې ایران ته راننوځي، هغه باید ایرانی نوم ولري او په یو وخت کې ټولو ګمرکونو ته ولېږل شي، بیا له هغه وروسته هغه جنس (ایران) ته ننوځي. دا د هغوی د هغې پنځه سوه کلنې مبارزې تسلسل دی چې اوس يې په ادارو او دفترونو کې کوي.

هغوی چې دلته دانشګاه راوړي او په پوهنتون نیوکه کوي، هغوی دې په دې هم پوه شي چې هغه خلک (ایرانیان) هلته لګیا دي او دا کار کوي؛ خو موږ هم د دې حق لرو او بیا دلته دا (پوهنتون) ملي ټرمینالوژي ده.

تاسو د یوه نۍ او دوه نۍ وویل. دا په ملي ټرمینالوژي کې نه راځي، چې څوک يې کاروي، دا ذوقي خبره ده؛ خو پوهنتون، پوهنځی، لوی څارنوال ملي ټرمینالوژۍ دي.

پاتې شوه د ژبې د سوچه توب مسئله. ما عرض وکړ چې ایران دا کار کوي، هغوی يې په علمي او سیاسي قوت کوي.

ما سره د ایران د فتحې د مجلې د ۱۳۵۸ هـ کال لومړۍ ګڼه ده. هغه کې د امام خمیني یو عکس دی، هغه ناروغه دی او یاسر عرفات پوښتنې ته ورغلی. په شرحه کې يې ورته لیکلي، چې سره له دې چې امام خمیني په عربي ژبه د لسګونو اثارو خاوند دی؛ خو د ایراني ملیت او ایرانۍ ژبې د ژوندي ساتلو له پاره، خمیني له عرفات سره په فارسي ګړيږي. هغوی عرب ته فارسي وايي؛ خو موږ خپل فارسیوان ته پښتو و نه وایو. دا مانا دا چې دا د هغه چا ټونګ دی چې متأسفاته دا ملت یو موټی او واحد نه پرېږدي. دا ښاغلي يې که شعوري کوي او یا يې لا شعوري کوي، دا دوی ته زیان دی، تر موږ دوی ته زیات زیان دی. دا موږ او دوی چې موږ وايو، په دې هم موږ شرمېږو. دوی چې دغسې کوي، د چا له پاره چې يې کوي، هغه د دوی دوستان نه دي، زموږ خو نه دي، د دوی هم نه دي. دوی ته هم په دې ملت، جغرافیې او قلمرو کې ځای نه پرېږدي او غواړي چې کمزوري يې کړي او خدای دې نه کړي چې عاجز يې کړي.

یوه برخه چې ملي ټرمینالوژي ده، په هغې برخه کې باید دوی غوږونه خلاص کړي. دا چې اوس اداره نه شته، نظام نه شته، د هغې له پاره اساسات او بنسټونه نه شته، دا خو د پوهاند رشاد صیب خبره د فتور یو عصر او دوره ده. هر وخت چې دا حالات عادي شي، دا وضعه سړه شي، هر څوک به خپل هغه حد او حق ته ورسېږي او یوه بل ته د غوږ ایښودو فرصت به پيدا شي. سینه، هضم او منطق به پیدا شي.

پوښتنه: دغه د روان بحران په اړه که ووایئ چې افغانان دا څلوېښت کاله کېږي په بېلابېلو ايډيالوژيکي جګړو کې سوځيږي، وژنې روانې دي دا به تر څو پورې روانې وي؟.

دا د تر څو پورې ځواب خو ډېر ګران دی. سړی که په دې متیقین شي چې ټول کارونه انسان نه شي کولای، نو په دې به پوهېږي چې يو بل څوک يې ضرور هواروي. زه اکثر وایمه چې د خدای (ج) یوازې د ځان له پاره یو حالت خوښ دی. د خپلو بنده ګانو له پاره یوه حالت ته دوام نه ورکوي. وضع بدلوي.

 عربي کې یو متل وايي، هر څه چې له حد نه واوړي، ضد ته منقلب شي. داسې مالومېږي چې زموږ دا ناخوالې له حد نه، نه دي اوښتي، که څنګه واوړي؛ نو (و سیعلمون الذین ظلمو و ای منقلب الینقلبون) ډېر ژر به ظالمان پوه شي چې دا وضعه يې حاکمه کړې ده چې په کوم برخلیک باندې منقلب کېږي.

زه په دې متیقن یم، باور لرم، ځکه زموږ مادي وسایل د دې روان ناورین د مخنیوي له پاره هېڅ کارګر نه دي ثابت شوي. یوازینی هماغه قوت دی چې د دې وضعې د رامنځته کول کوي، دا وضع ګوري او په خپله بیا خپل حاکمیت لري، خپل قدرت لري، چې هغه (و عسی ان تکرهو شی و هو خیرالکم، فعسی ان تحبو و هو شرالکم). زموږ په دې ایمان دی چې هغه موږ ته وايي، چې تاسې ته ډېر کله یو څه بد ښکاره شي، یا درته ښه شي او یا برعکس. نو موږ د هماغه حالت په رڼا کې، زه مطمئن یم چې دا وضع به بدلېږي او یو مطلوب لوري ته به بدلېږي؛ ځکه موږ د هر یوه خوند وڅکه او هره تجربه خلکو په موږ وکړه، لکه په لابراتوار یا د عملیات د مېز په سر د پروت ناروغ په څېر هر چا راباندې خپلې چړې سرې کړې.

اوس به مالومېږي چې هغوی به هم ستومانېږي او موږ ته به هم د دې دومره ګاللو ستومانیو اجر راکول کېږي، زه مطمین یم.

له وخت راکولو مو مننه، کور مو ودان.

تاسو نه هم مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب