ژوند خوږ او ښکلی دی، نه بويه چې په ډېرو کم ارزښته، بې ځايه او ناسالمو رقابتونو يې ولګوو. موږ د يوې وړې شېبې خوشالۍ لپاره لويې هغه له لاسه ورکوو. ډېری چارې مو خپل ځان او کورنۍ ته غير مسئولانه او د بې انصافۍ په حد کې دي. د نن ستړې قبلول ستاسو د راتلونکې ورځې د راحتۍ بنياد دی.
په دې موضوع مو يو ځل مخکې هم ليکل کړي ول، خو د بيا يادونې او زما د ورسره مخامخېدو په پار يې تازه کوم.
زموږ د ژوند هره شېبه قيمتي، بې مثله او بديل يې نه شو موندلای، موږ ته ژوند د دې لپاره نه دی راکړل شوی، چې د خوړلو، څښلو او د سر پناه کولو تر مسائلو يې محدود کړو، د ژوند پر وړاندې زموږ مسئوليت ډېر لوی او په کوچنيو مسائلو کې نه دی نغښتی.
لومړنی مسئوليت د خپل ژوند ډول او مسير ټاکل دي، ورپسې په ټولنه کې د فرد په توګه د انسان درناوی او حقوق يې پر ځای کول زموږ د غاړې طاق ګڼل کېږي.
فلسفي معقوله ده چې انسان د انسان پر وړاندې انسان دی.
په پخواني يونان کې به خلکو په شپه کې په شرابو ځانونه نشه کړل، وروسته به کوڅو ته راووتل او چيغې يې به يې وهلې. ګاونډيان به يې پسې راووتل، چې ولې چيغې وهئ، دوی به ورته ويل چې دا خو زموږ حق دی،
ګاونډيانو به يې ويل چې خوب خو زموږ حق دی، ستاسو چيغې موږ خوب ته نه پرېږدي. د دغسې مسايلو شتون او ټکر زموږ ژوند بې مانا او له هدفه لرې کوي، نه يوازې دا چې خپل مسير مو نه دی نيولی، بلکې نور هم ژوند کولو ته نه پرېږدو.
د ژوند هره شېبه مو خوښي ده او کوښښ وکړئ هره کوچنۍ خوښي ولمانځئ او نورو ته هم مسکا ور ولېږدوئ.
د انسانيت او نورو بشري مفاهيمو درلودل او کلکه پالنه يې کول زموږ شتون ارزښتناک کوي، نورو ته مو ګټه رسېږي او په ټولنه کې د يو نظيم او لارښود په توګه راپورته کېږو.
مينه ګر اوسېدل د بې غمو خلکو او له هرې خوا په خوښيو کې پټو خلکو ځانګړتيا ده، خو داسې نه ده چې موږ مينه ګر نه شو کېدای. لکه څنګه چې مې مخکې يادونه وکړه، د خوښيو لپاره بهانې ولټوئ او بل هم خوشاله کړئ.
مثلا زموږ په ژوند کې د کورنۍ د هر يو غړي ژوند او د دوی شتون يوه خوښي وبولئ، د ملګري شتون خوښي وګڼئ، داسې فکر وکړئ چې زموږ په ژوند کې غمونو ته ځای نشته.
شاعر يې وايي:
دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی
حيران يو چې نفرت وزګارېږي خلک څنګه