جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+طالبان، افغانان، نړۍ او د طالب ډيپلوماسي

طالبان، افغانان، نړۍ او د طالب ډيپلوماسي

ليکوال: ح حقوېش،
نړيوالو د طالبانو پخوانی حکومت پر رسمیت نه وو منلو، خو طالبان بیا پردې هڅه کې وو چې پر نړۍ خپل حکومت ومني، او د حکومت د منلو لپاره يې نه قوي ډيپلوماسي  لرله او نه يې کوم قوي ډيپلوماټ لره، چي له نړيوالو سره ډيپلوماټکي اړیکي ورجوړ کړي، دوی ټول تمرکز پر خپلو ملګرو وو چې پر حکومت کي يې ځای کړي، کوم بل  مسلکي کس ته يې ځای نه ورکاوه لکه همدا اوس، حکومت يې پر الهي نصرت چلولو. تاريخ د افغان ډيپلوماټ حامدکرزي په هکله ليکي چې ملا خيرالله خيرخوا(ځينې خلک بيا ملابرادر ښيي خو «د ګوانتانامو ماتې زولنې» کتاب ملا خيرالله خيرخواه ياد کړی دی) له ملاعمر څخه وغوښتل چې حامد کرزی د بهرنیو چارو وزیر کړي، هغه د سي ای اې له چارواکو، د نورو ډيرو نړيوالو مؤسساتو له مشرانو او چارواکو سره اړيکي لري، او پخوا يې پردې وزارت څه موده کار هم کړی دی، خو ملاعمر دا خبره رد کړه، پرځای يې بل ملا ددې وزارت لپاره انتخاب کړ، چې له نړۍ سره يې اړيکي د پنجاب په خوله پاللې، پنجاب ورته د پنځمې صوبې له نظره کتل، او دوی هم هرڅه د پنجاب په خوله کول چې هغوی به څه ورته وویل دوی به عملي کول.
نو دوی پر نړۍ د ځان د رسميت منلو په خاطر داسې کارونو ته ملا وتړله چې په هغه کې د پنجاب خپلي ګټې وې، يو خو يې طالبان نړۍ ته وحشيان، جاهله، سرزوري، بې علمه او ترهګر وروپېژندل، بل يې ددوی پر سره له نړۍ سره راکړه ورکړه ښه روانه وه، په هېواد کې دننه يې ټولي کارخانې او فابريکې د افغانانو پر خولو او پيسو ګرمي ساتلې، له هندوستانه به يې الوتکه راوتښتوله د کندهار پر هوايي ډګر به يې کښینوله نړيوالو ته به يې وويل چې دا کار طالب ترهګرو کړی دی، خو په عوض کي به يې پنجاب د کشمیر د ترهګرې ډلې ترهګر له هندوستانه راخوشي کړل.
طالب پر نړۍ د ځان منلو له امله اخر په خپل شرعي حکومت کي ورک شو چې نړيوالو يا د بشري حقونو سازمان به ورته وويل چې دا د بشريت ضد کار دی، دوی به هغه کار دومره په جديت سره کاوه چې آن شرعي حکام به يې تر پښو پکښې لاندې کړل چې ترڅو يې نړۍ او نړيوال سازمانونه په دې ډول په رسميت ومني، که هغوی يې په رسميت مني مرسته ورسره کوي دوی به چلند بدل کړې ګنې دوی له نړۍ سره هرڅه سرچپه مخته وړل. هغوی ورته ويل ښځي مکتبونو ته پرېږدئ، دوی مکتبونه د ښځو پر وړاندې څه د نرانو پر وړاندې هم وتړل، او پټ مخ يې ورباندې جبر کړ، هغوی ورته وویل ښځو ته حق ورکړئ، دوی په کورنو کي بندي کړې د دباندې وتلو اجازه يې نه درلوده. د بشري حقونو سازمان ورته ويل له خپلو ولسونو سره د نړۍ د نورو ولسونو ورته چلند وکړئ، دوی سنګسار او قصاد د ټوپک پر مرمۍ پيل کړ، دورې وهل يې سم جنګ وو، د نشه يي توکو کرکیله پکښې اوج ته ورسېدله، دا که څه هم حرام کار وو خو د خلکو د بې روزګاري له امله يې نشو کولی چې بند يې کړې، خو ترڅنګ يې د پنجابي جنرالانو او کرنيلانو جيبونه ښه پکښې تاوده وو.
د باميانو مجسمو ته يې ملا وتړله چې دا به ورانو، په هېواد کي دننه يې رنګ ورکړ چې ملاعمر ثاني بوت شکن دی، پر اسلامي عقايدو ولاړ يو مذهبي مشر دی، خو تر شا يې داسې پروګرام درلود چې نړۍ په دې ډول وهڅوي ترڅو دوی پر رسميت ومني، د اسلامي هېوادونو مخکښ چارواکي ورته راغلل چې له دې کاره لاس واخله، بودايي هېوادونو ورسره د مالي مرستې پرېکړه وکړه چې دا مه ورانه وئ موږ به درسره مرسته وکړو خو دوی بيا هم ورانې کړې، او په حکومت کي يې د عکس اخستل بند وو خو له مجسمو يې د ورانۍ پر وخت بشپړې ويډيو جوړي کړې،
پاليسي او پروګرام يې د پنجاب پر خوله وو پنجاب په دې سره طالب نړۍ ته وحشي او ترهګر وروپېژند، نړۍ له دوی څخه د همکاري غوښتنه وکړه چې په بدل کې به يې څه هرومرو ورڅخه ترلاسه کړي وي، او بل په افغانستان کي يې د تاريخي اثارو د له منځه وړلو ارمان پوره شو.
بيا د اسامه پروګرام رامنځته شو اسامه د سي ای اې ايجنټ وو، او د سعودي عربستان د استخباراتو د مشر شهزاده الفيصل له لاري يې د سي ای اې مالي پروګرام په افغانستان کي مخته وړ، هغه د القاعده تنظیم جوړ کړ په بېلابېلو هېوادونو کې يې بريدونه وکړل، امريکا ورباندې بنديز ولګاوه، سعودي عربستان له خپله وطنه وشړلو، د نړۍ نورو قوي او مستحکمو هېوادونو په خپلو هېوادو کي پناه نه ورکوله طالب ته راغی، طالب پر نړۍ د ځان د رسميت منلو په خاطر دې اور ته اوږه ورکړه چې موږ افغانانو ته مېلمه راغلی دی چې په هر ډول وي له مېلمه به ساتنه کوو، د مېلمه په خاطر يې افغانان د اور خولې ته ورکړل، ځان يې پر نړۍ د منلو په خاطر لکه د شګو کوټه دانه دانه کړ.
خو طالب اوس هماغه پخوانی طالب دی په لومړيو کي خلکو څه اميدونه درلودل چې له وخت سره به بدل شوي وي، خو دوی تر ټولو لويه تېروتنه دا وکړه چې د ټول هېواد تر نيولو وروسته يې بيا هم په پنجشېر جنګ وکړ او هلته يې د قدرت په خاطر ډيرو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله، په پنجشېر جنګ بايد دومره ژر نه وای شوی، لومړی دې ځان منظمه کړی وای بيا ډيري سياسي لارې وې چې پنجشېريان دې په سوليز ډول تسلیم کړي وای، خو لنډه دا چې په پنجشېر جنګ له طالبانو د افغانانو زړونه مات کړل، همدا ډول یې نور کارونه هم وکړل لکه د امریکا د سي ای اې د مشر ورتګ، د پاکستان د ای ايس ای د مشر ورتګ او نور چې ډيری افغانان يې نااميده کړل، خو کله چې دوی موقتي کابينه اعلان کړه او بيا يې د پخوا پڅېر ټول د پاکستان د حقاني مدرسې ملګري پکښې ځای کړل(چې له افغانستانه به د پاکستان ګټې ډيري ورته مهمي وي)، د هېواد علمي، سياسي او نظامي هستۍ يې له ځانه ليري کړې په دې سره نو افغانان بيخي نااميده شول.
طالب د پخوا پڅېر روان دی هيڅ نوښت نه لري، ټول پروګرامونه د پنجاب پر خوله مخته وړ، حقانيان يې هرې خبرې ته تابع دي، د پخوا پڅېر يې بیا د حکومت ټول تمرکز  د ښځو پر حجاب، زده کړو، تګ راتګ، کار کولو دی چې په هيڅ ځای کي د پخواني حکومت پڅېر واک نه ورکوي، د ښځو چارو وزارت يې له منځه يوړ، نجوني په سلو کي نيوي سلنه له زده کړو بې برخې شوې، د افغانستان د نجونو فوټبال ټيم يې هېواد پرېښود او ددوی ساتونکي اسلامي هېواد ته يې پناه يوړه. همدا ډول يې د پخوا پڅېر يوځل بیا په تاريخي اثارو پسې راوخيسته د هلمند تاريخي بالاحصار يې ړنګ کړ.
دوی په دې هڅه کي دي چې افغانان پر ځان راټول کړي، خو دا ډيره ناممکنه خبره ده چې ددوی پر داسې کړنلارو به افغانان راټول شي، پخوا پر افغانانو توپکيانو ظلم کاوه طالب راپيدا شو د ظلم مخه يې ونيوله پر افغانانو له دې امله ډير ګران شو، خو په وروستیو کي افغانانو هم چنداني ګرانښت په زړه کي ورته نه درلود، او اوس افغانانو يو جوړ پر پښو ولاړ اقتصاد لرونکی، سياست لرونکی او نظام لرونکی هېواد درلود چې طالبانو ورته ړنګ کړ، اوس به طالبان له پخواني حکومته څو چنده زيات ښه کارونه ورته کوي بيا که يې چيري د افغانانو زړونه ترلاسه کړل، خو داسې مالومیږي چې ډيره ناممکنه ده.

1 COMMENT

  1. هغه افغانان چه اسلام خپل ناموس نه ګڼی او دمادیاتو غلامی دپردو غلامی ته اماده کړی وی هیځکله هم د طالبانو په پیغام نه پوهیږی.
    افغانستان له جسدی جنګ څخه خلاص سو خو کلتوری جنګ یی دداخلی او خارجی دښمنانو لخوا په خطر کی اچوی. اوس نو داخبره ده چه با به اسلام غوښتل کیږی او یا به نورو ته دغلامی سر ټیټول کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب