دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرد ومان نیازي څو شــعرونه

د ومان نیازي څو شــعرونه

څوک له خپل لستوني باسم
په څرمنه کې مې پټ دی
له نوکانو مې بهېږي
په وژغنه کې مې پټ دی
څوک له خپل لستوڼي باسم
خپلې ونې نه يې تنګ کړم
له رګونو، بوټۍ غوښې
له دې ستنې نه يې تنګ کړم
څوک له خپل لستوڼي باسم
تر اوبو پورې سفر دی
ته دې غبرګ لاسونه راکړه
تر اوږ پورې سفر دی
څوک له خپل لستوني باسم
ته مې ساه کړې ورنه بېله
هن زما د څو ګامونو
ابتدا کړې ورنه بېله
څوک له خپل لستوڼي باسم
لکه ستن له خپل کميسه
هلته لرې يې ګنډم
دا کفن له خپل کميسه
څوک له خپل لستوڼي باسم
تښته مار ته لاره ورکړه
پرې چې خپله څرمن واخلي
دغه تار ته لاره وکړه
څوک له خپل لستوني باسم
په څرمنه کې مې پټ دی
له نوکانو مې بهيږي
په وژغنه کې مې پټ دی

———————–

هر سهار
له اندامونو
بند په بند
رابېلومه
په دسمال کې
ډېرې ستنې
په لمن کې
لږ ميخونه
——————————

دا چنار له ما نه دنګ و
هغه بل قامت بايللی
ته له چا پوښتنه وکړه
چا اول قامت بايللی
زه به څومره يمه پاتې
ما مې خپل قامت بايللی؟
په ورغوی کې مې څه و
نري ول قامت بايللی
چې کبان يې له ما وړي
هغه غل قامت بايللی
د ملا مرۍ يې شمېرم
يوه ګل قامت بايللی
ته چې چېرته یې ولاړه
ما وي تل قامت بايللی

———————–

 ځينو سړی
پوروړی پاته سي
ږغ به وروکړم
جانه !
خط و خيال ، خير و خبر
هوا دې نسته
مه درېږه
هلته شک درپيدا کېږي

————————

کاش دلته لنډ
چېرته پيتاوی وای
خپل چپ ولی مې
لمر ته
ترکمیسه رايوست

————————

دا ولوله
ممکن يو سهار
په ما اوږد سي
او بيا راوېښ نه سم
ته چې وروستی ځل لاړې
ما د خپلې کوټې د ګړۍ
ستنې ودرولې
ګړۍ لا هم ولاړه ده
که کله راتلې
دوه قلمي بالتۍ درسره راوړه
ګرد يې ما څنډلی

———————–

تياره مې پرېوله، رڼا سوه پاتې
اوبه مې راوړې، هوا سوه پاتې
سیوری مې ولوست، د تا په شوندو
لوګی مې راوړ، درزا سوه پاتې
صحرا مې ګام کړه، د خپلې غېږې
جنون مې بايلود، ليلا سوه پاتې
له ځانه بېل سوم، په خپل کمیس کې
چيغې مې وسوې، نوا سوه پاتې
عادت مې کوڼ کړ، د اور په نبض
له ساه نه بېل سوم، نو سا سوه پاتې
د سېل په پله مې، غوغا کړه ماته
سکون مې ويوست، سلا سوه پاتې
په ستن مې ټولې، اوښکې راټولې
د شنو مريو، امسا سوه پاتې

5 COMMENTS

  1. شهریا ر صا حب سلامونه او درنا وې مې ومنی ! خدای دې د ښاغلي ومان نیازي پر قلم برکت کښیږدې. او افرین

  2. ومان صیب خدای مو په خوب هم مه ځنډوه، زموږ په ژوندانه دې خدای پاک داسې سهار نه راولي چې تاسو پکې راویښ نه شی..
    زبردست شعرونه دي. پاک رب مو قلم، فکر او شاعري له هره ګرده په امان لره..

  3. دې ته وايي شعر. ومان صاحب تاسو شعر نه وایاست حادو کوئ. الفاظ مو مرغلرې دي او تصویرونه مو په تصور کې نه ځاییږي. خدای دي موفقه لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب