چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د ژبپوهنې مخینه کې ژبني ورانپوهاوي

د ژبپوهنې مخینه کې ژبني ورانپوهاوي

لیکوال: رحمت شاه فراز

آغلې اوږۍ امانزۍ له معلوماتو ډکه لیکنه کښلې او هڅه يې کړې، چې د ژبپوهنې په تړاو تر وروستي بریده ابتدايي معلومات تر خپل لوستونکي ورسوي؛ له همدې امله، په لیکنه کې وینو چې د ژبپوهنې له ژبني تحقیق څخه نیولي د ژبې تاریخ او د ژبپوهنې دودیزه او معاصره وېشنه، هر څه يې په خپله لیکنه کې ځای کړي. خو زما په اند، د ژبني تحقیق په برخه کې لیکوالې تر ډېره بریده په خپل فکر تکیه کړې او د عبدالشکور رشاد په څېر (چې لیکوالې يې یادونه هم کړې) یوازې د بسم الله لیکلو لپاره هم کوم مستند ماخذ ته مراجعه نه ده کړې. نوموړې د ((Linguistics)) کلمې په اړه د آرپوهیزې څېړنې له مخې لیکي، چې «لینګوستیک د لاتیني ژبې له (lingu) څخه رغېدلې کلمه ده چې (lingue) د ژبې په معنا او (stics) د علم او پوهې په معنا ده…»

خو، د دې کلمې په باره کې زما مطالعه راته لاندې ټکي په ګوتو راکوي:

۱- د (linguist) کلمه، د لاتیني ژبې له (lingua) او (ist) څخه جوړه ده، چې لینګویسټ ژبپوه ته ویل کېږي. 

۲- د همدې لینګویسټ د کلمې په پای کې د (ic) وروستاړی راځي، چې په انګلیسي ژبه کې پراخه کارېدونکی وروستاړی دی او له یوه اسم څخه صفت جوړوي. د دې وروستاړي اصلي ریښه هم په نورو ژبو کې پرته ده. د صفت په بڼه د (linguistic) کلمه د ((ژبپوهنیز)) په معنا راځي، مثلاً ژبپوهنیز اصول، ژبپوهنیز نورمونه او داسې نور. 

۳- د همدې کلمې په پای کې د (s) کلمه اضافه کېږي، چې دوه موخې لري: یو، په دې ډول يې له صفت سره توپیرجوتېږي او بله دا چې همدا وروستۍ کلمه (linguistics) د ژبپوهنې په معنا کارېږي. دغه ډول کلمات موږ نور هم ډېر لرو، مثلاً informatics، mathematics، physics، او داسې نور.

۴- د لینګویستیک کلمې په هکله یو بل تحقیق وايي چې دغه کلمه، یوه انګریز ماهر العلوم ویلیام ویویل په ۱۸۳۷ کال کې د جرمنې ژبې له Linguistik څخه په انګلیسي کې استعماله کړې.

بل ټکی چې هلته هم اغلې امانزۍ پخپلې پخوانۍ مطالعې تکیه کړې، د ژبپوه د پېژندنې په اړه ده. نوموړې د ژبپوه په اړه لیکي چې «دا کس په نړیواله کچه د لانګویستیکن (linguistican) په نامه یادېږي.»

په دې ځای کې به هم، زه خپله مطالعه ستاسو مخې ته کېږدم: 

۱- ژبپوه ته په نړیواله کچه (linguist) ویل کېږي او کومه کلمه چې لیکواله یادوي، هغه د ژبپوه لپاره پخوانۍ او په کمساري ډول کارېدونکې کلمه ده. 

۲- بله دا چې دغه کلمه لانګویستیکن (linguistican) هم نه ده، بلکې (linguistician) ده، چې پښتو بڼه يې لینګویسټیشن راځي. 

عموماً، له انګلیسي ژبې سره زموږ د لیکوالو د ژورې بلدتیا نشتوالی د دې سبب شوی، چې دغه ډول تېروتنې ډېرې ترې کېږي. یو ځل مې د فزیک په برخه کې پښتو ته ژباړل شوی کتاب لوسته، لیکوال د جورج (George) لپاره ګورګ لیکلی وو!!

په دې لیکنه کې وروستی ټکی چې زما زړه پرې اوبه ونه څښلې، د (Computational Linguistics) لپاره د محاسبوي ژبپوهنې معادل کارول دي. دا سمه ده چې کمپیوټیشن محاسبې ته نږدې معنا لري او له دې کلمې پرته (که زیار صېب ایګنور کړو)، بله کلمه هم نه لرو؛ خو دا په دې معنا نه ده چې ارومرو همدا کلمه ورته وکاروو. له ژبني اړخه، کمپیوټیشن هغه محاسبه ده، چې کمپیوټر يې د انپوټ د پروسیس لپاره سرته رسوي. کمپیوټیشن له ریاضی کي محاسبې سره، ډېر زیات توپیر لري. په همدې اساس، د کمپیوټیشنل لپاره تر هغو پورې چې یوه مناسبه کلمه ورته جوړېږي، ښه به وي چې په پښتو کې يې معادل (کمپیوټري) او یا پخپله (کمپیوټیشنل) ولیکو، نو د دې په ځای چې محاسبوي ژبپوهنه يې وبولو، زما په اند کمپیوټري ژبپوهنه ترې بهتره ده، په دې چې د ژبپوهنې په دغه څانګه کې د ژبې مطالعه او څېړنه د کمپیوټرپوهنیزو تخنیکونو په مټ سرته رسېږي او ټول تعامل يې له کمپیوټر سره وي. د دې نومونې د ښه والي بل دلیل دا دی، چې په دغه څانګه کې پر ژبه ترسره شوې څېړنه اصلاً د کمپیوټر لپاره ترسره کېږي او د دې څانګې لوی هدف دا دی چې کمپیوټر په طبیعي ژبه د پوهېدو او پوهولو جوګه کړي، یعنې کمپیوټر وکولی شي چې د افهام و تفهیم چاره ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب