جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهبلاول بوټو: عمران خان د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رول لوبوي

بلاول بوټو: عمران خان د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رول لوبوي

تاند:(دوشنبه، د حمل لومړۍ- نوروز) ‏د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پر خپل صدراعظم عمران خان تور پورې کړی چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزير په رول کې را څرګندیږي.

نوموړي په یوه تازه وينا کې د عمران خان حکومتولي په توندو ټکيو نقد کړې او ويلي چې هغه خپل مسوولیتونه پریې ایښي او د سرته رسولو وړتيا یې نه لري.

د پاکستان دغه سیاسي مشر د نورو پاکستاني سیاستوالو په شان له واکه د عمران خان پر استعفا او ورڅخه د باور رایې په بیرته اخیستو ټینګار کړی دی.

عمران خان د بلاول بوټو دې نیوکې ته چې ګواکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رول لوبوي، غبرګون نه دی ښودلی.

پر عمران خان او حکومت یې مخکی ورته تور د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پورې کړی او ترې غوښتي و چې له دې رول څخه نور لاس واخلي.

پر افغانستان واکمنو طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پر طالبانو دا نيوکه ډېره ده چې د پاکستان ډېر منونکي دي او زيات واک او صلاحيت یې د دغه هېواد په لاس کې دی.

طالب وياندويانو بيا د خپلواکۍ ادعا کړې او ویلي چې نه یوازې د چا تر اثر لاندې نه دي، بلکې افغانستان ته یې ازادي ګټلې ده.

د پاکستان بیلابېلو ګوندونو په پارلمان کې د عمران خان یو شمېر پلویان هم خپل کړي او غواړي چې عمران خان ته د عدم اعتماد رایه ورکړي.

3 COMMENTS

  1. دغه ګناه خو د طالب ده سي ځان يې کوڼ اچولی ده. که د طالب د پنجاب غلام نه وای ده به عمران خان او قريشي ويلي وای چوپ سۍ موږ خپله خوله لرو. مګر له طالب يې سي خپله اورته يرغمل کړې نو دی به په کومه خوله غږ وکړي. طالب مرتد غلام ده

  2. دټولو کافرو خبره یوه وی. او دافغانستان دسیکیولرانو خبره پاکستانی سیکولران هم تکراره وی. نو څوک پاکستانیان دی؟ طالبان او که دری رنګه جیببوران؟
    شهر ناپرسان افغانستان رنده باد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب