جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبالېس مونرو - د لنډو کیسو استاده/ نوراحمد عايل

الېس مونرو – د لنډو کیسو استاده/ نوراحمد عايل

سږ کال (۲۰۱۳ز)  د نوبل د ادبياتو په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو ستره جايزه ۸۲ کلنې کاناډايي ليکوالې الېس مونرو وګټله، نوموړې ستره کيسه ليکواله ده چې د۱۹۳۱ زېږدي کال د جولای په لسمه د کاناډا په وينګهام ايالت کې وزېږېده.

 پلار يې کروندګر او مور يې  د ښوونځي ښوونکې وه. په ۱۹۵۱ زېږدي کال کې يې پوهنتون پرېښود ،واده يې وکړ، او بيا له خپل مېړه سره د ويکټوريا سيمې ته وکوچېده.

وروسته يې استراليا ، چين او سکنډنويايي هېوادونو ته سفر وکړ . په اتيايمه او نويمه لسيزه کې يې په بريټيش کولمبيا پوهنتون کې د تدريس چارې پر مخ بيولې. زياتره ليکنې او کيسې  يې د نيويارکر، ګرېنډ سټريټ، اټلانټيک مانسلي او پاريس ريويو  رسنيو کې خپرېدې ،چې لوستونکو به ډېرې خوښولې.

 مونرو له  نامتو روسي کيسه ليکوال چخوف سره پرتله کېږي او د کاناډا چخوف ورته وايي . الېس مونرو تر دې وړاندې په ۲۰۰۹ زېږدي کال کې د ( مېن بوکر ) په نامه نړيواله جايزه هم ګټلې وه

تر ۲۰۰۹ وړاندې يې په ۱۹۶۸ ، ۱۹۷۸، او ۱۹۸۶ زېږدي کال کې هم  د کيسو به برخه کې د کاناډا سترې جايزې (ګورنر جنرال ) ګټلې وې، په ۱۹۹۰ زېږدي کال کې يې د ټريليم، او په ۱۹۹۷ زېږدي کال کې يې د پين جايزې د لنډو کيسو په برخه کې لاس ته راوړې وې.

( هغه خوګ چې غر يې  تر ولکې لاندې راوست) په نومي رومان باندې د ساراپولي تر ډايکټري لاندې فلم جوړ شو، چې د ۲۰۰۶ په ټورنټو فيسټيوال کې له ښه استقبال سره مخ شو.

په ۱۹۹۸ زېږړي کال او ۲۰۰۴ زېږدي کال کې يې د ګيلر ادبي جايزه دوه ځلې ګټلې وه،  او په ۱۹۹۸ زېږدي کال کې يې د امريکا د کره کتونکو د ملي انجمن له لوري په (د يوې نېکې مېرمنې مينه) نومي اثر باندې جايزه اخيستې وه.

په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ زېږدي کال کې يې په لنډو کيسو کې د (او هېنري) جايزه د ځان کړه او همدارنګه يې د هم ګټو هېوادونو د ليکوالو جايزه هم ګټلې ده.

نوموړې دمګړې د امريکا د هنر او ادبياتو د ټولنې افتخاري غړې هم  ده.

مېرمن مونرو اوس مهال د کاناډا په اونتاريو کې ژوند کوي او نوموړې تر اوسه پورې ديارلسمه ښځه ده، چې د نوبل د ادب د برخې جايزه ګټي، تر دې وړاندې په ۲۰۰۹ زېږدی کال کې هرټا مولر (جرمنۍ) د نوبل د ادبياتو جايزه د ځان کړې وه.

 د نوبل اکاډمي د مونرو لنډې کيسې  وستايلې  او ويې ويل چې کيسې په  يوه ښکلي ظرافت چې واقعيت او ارواپوهنه په ځان کې رانغاړي ليکلې دي.

د مونرو زياتره کيسې ددې له خپلې سيمې اونټاريو څخه سرچينه اخلي

د سويډن د نوبل اکاډمي معمولاُ نيم ساعت مخکې له اعلانولو څخه له ګټونکي سره اړيکه نيسي خو دوی په دې بريالي نشول چې له الېس مونرو سره اړيکه ونيسي ، نو يې ورته تليفوني پېغام پرېښود.

د اليس مونرو له ګټلو سملاسي وروسته مارګرېټ اټووډ چې دا هم نامتو کاناډايي ليکوال دی په خپل ټويټر کې ددې جايزې په اړوند په (هورا) سره غبرګون وښود.

بل ليکوال ماريو وارګاس يوسا چې د پيرو هېواد اوسېدونکی دی او په ۲۰۱۰ زېږدي کال کې يې د نوبل ادبي جايزه ګټلې د مونرو د بريالي کېدو په اړه وويل : ډېر عالي انتخاب دی ، په تېره بيا د مېرمنو لپاره چې د نوبل د ادب په برخه کې يې سهم ډېر کم دی.

ددې ځينې کيسې پارسي ته هم ژباړل شوې دي چې:  د پښو تېښته، د مور خوبونه مې، تېښته ، او نېکمرغي راتلونکې يې مشهورې دي.

مېرمن مونرو ته د ځان مشهورتيا چندان خوند نه ورکوي او نه يې دا ښه اېسي چې د توجه مرکز دې وګرځي. ډېر په ندرت له رسنيو سره مرکې کوي.

نوموړې د اوسنۍ نړۍ په سترو کيسه ليکوالو کې راځي او له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې کيسې ليکي. څه موده مخکې يې وويل چې (شېرين عمر) چې په ۲۰۱۲ کې خپور شوی کېدای شي ددې اخرنی کتاب وي .

په نوې ځواني کې يې کيسه ليکنه پيل کړې او لومړنی داستان يې په ۱۹۵۰ ز کال کې هغه وخت چې  د لوېديځ اونټاريو پوهنتون د انګرېزي ژبې د څانګې محصله وه. ( د سيوري ابعاد) په نامه کې خپور کړ .

د کيسو لومړنۍ ټولګه يې د ( د خوشاله سيوريو ګډا) په ۱۹۶۸ کې خپور کړ چې د ګورنر جنرال جايزه چې د کاناډا ستره جايزه ده وګټله. ددې ټولګې د کيسو موضوع ګانې يې زياتره  د خپل ژوند او له چاپيريال څخه شخصي تجربې وې،

(د مينې پرمختګ، د نجونو او مېرمنو ژوند، (نفرت، دوستي، مينه او واده)، فکر کوې ته څوک يې؟! ښکاره رازونه،زما د ځواني ملګري،زښته ډېره خوشالي، يې نور نامي اثار دي.

نوموړې له سال بيلو څخه وروسته چې په ۱۹۷۶ زېږدي کال کې يې د نوبل ادبي جايزه ګټلې لومړنۍ کاناډايي ليکواله ده، چې دا جايزه ګټي. مونرو شاوخوا ۶ مياشتې مخکې وويل چې نور له ليکوالي سره مخه کوي دې په دې اړه وويل: (…نور نو له ليکوالي سره خدای په اماني کوم ددې لپاره نه، چې ليکوالي مې نه خوښېږي، خو زما په اند اوس داسې ځای ته رسېدلي يوو چې نور غواړې ژوند ته په بل شکل دوام ورکړې او کېدای شي چې زما عمر ته ورسېږئ ، زړه مو نه غواړي دومره يوازې واوسئ لکه يو ليکوال چې يوازې وي.

او د جايزې د تر لاسه کولو لپاره به ددې لپاره چې د الېس مونرو روغتيا ښه نه ده ،ددې لور جيني مورنرو ولاړه شي ، لور يې هم رسنيو ته په خبرو کې وويل:  خوشاله يم، چې د جايزې د تر لاسه کولو لپاره سويډن ته د خپلې مور پر ځای د هغې د استازې په توګه درومم.

له ۲۰۰۰م زېږدي کال را وروسته د نوبل د ادبياتو د برخې د جايزې ګټونکي په ترتيب سره په لاندې ډول دي.

2000 ـ گايو ټسينگ جيان (چين)
2001 ـ و اس نايپل (ټرينيډاډ او توباگو)
2002 ـ ايمره کريټيس (هنګري)
2003 ـ جان مکسول کوئټزي (سويلي افريقا)
2004 ـ الفريډه يلنيک (استريا)
2005 ـ هيرالډ پينټر (برتانيا)
2006 ـ اورهان پاموک (ترکيه)
2007 ـ ډوريس لېسينګ (برتانيا)
2008 ـ ژان ماريو ګوستاوو لوکلزيو (فرانسه)
2009 ـ هرټا مولر (جرمني)
2010 ـ ماريو وارګاس يوسا (پيرو)
2011 ـ ټوماس ټرانسټرومر (سويډن)
2012- مو يان (چين)

1 COMMENT

  1. استاد نور احمدا عايل ډېره په زړه پورې ژباړه زړه خو مې غواړي چې بيا بيا يې ولولم . يوه خبره او هغه داچې تمه ده تاند غوندې سايټونو ته داسې ډېر ليکنې ورکړې ترڅو مينه وال خپله معنوي پانګه ورباندې پيآوړې کړي،ژباړه مې ځکه وليکل چې داستا تل پاتې ځانګړنه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب