د ډېرو خلکو له خولې مې اورېدلي، چې فارسي شېرينه ژبه ده، اردو خوندوره او خوږه ژبه ده.
خوشال بابا وايي:
پارسي شعر مې هم زده، سليقه لرم د دواړو
پښتو شعر مې خوښ شو، هر څوک خپل ګڼي ښاغلي
د خدمت لپاره د خپلې مورنۍ ژبې غوراوى، معقول کار دى، خو د خپلې يا بلې ژبې د خوږلنۍ خبره شاعرانه او احساساتي ده او علمي استدلال يې نه شو بللى.
ژبې ټؤلې د خداى پيدا ده، ښې او ناښې پکې نشته، دا چې موږ ته ښې او ناښې ښکاري، دا زموږ د احساساتو کمال دى. له يوې ژبې سره مو عاطفي تړاو وي، په چاپېريال کې يې اوسېدلي يو، له کولتوره مو يې عملى کار اخيستى وى؛ نو ښکنځل يې هم راباندې خواږه لګي. وچ يې راباندې پاسته لګي او ډېره ابتدايي خبره به وي، خو موږ به يې په اورېدو له سروره ناڅو.
دا خوږوالى او خوند چې موږ احساسوو، دا په ژبه نه، ادب کې وي. اوس به تاسې وايئ، چې ژبه او ادب چا بېل کړل؛ خو بېلول يې ضرور دي، بلکې دوه بېل شيان دي. دا سمه ده چې ادب له ژبې جوړ دى، علت يې ژبه ده او بې ژبې ادب نشته، خو د دې مطلب دا نه دى، چې ګنې ادب د خپل تشخص خاوند نه دى. ورېځ د باران علت دى؛ خو باران د خپل ماهيت له مخې بېل موجود دى. د دې ټؤلو کايناتو وجود همداسې پر علت ومعلول ولاړ دى، يو شى د بل شي علت او بل د بل شي؛ نو که د ادب لپاره ژبه علت شوه، د دې مانا دا نه شوه، چې ګنې ادب د خپلواک وجود څښتن نه شو. مثلا: نقاشي له رنګونو جوړه ده، خو چې نقاشي شوه، بيا ورته څوک رنګونه نه وايي.
د ادب په ايجاد کې يواځې ژبه لاس نه لري، بلکې کولتور، مذهب، اقتصاد، سياست، تاريخ او په تېره د پنځګر/اديب خپل شخصي تمايل هم پکې وي؛ نو اوس به ادب ته سړى څه څه وايي؟ ادب د دې ټولو شيانو معلول او ټؤلګه ده، خو بيا هم د خپلواک وجود څښتن دى او د بېل موجود چلند ورسره پکار دى.
اوس چې ادب له ژبې راوووت؛ نو دا خبره پخپله ثابته شوه، چې ادب د نړيوال ماهيت څښتن دى. مثلا: تشبيه، تصوير، تشخيص او…د ادب ماهيتونه او اصول دي؛ نو دا که د هرې ژبې په کلام کې وي، دا کلام به ادبي وي. دا بيا بېله خبره ده، چې د هرې ټؤلنې خپل کولتوري اۤرونه وي، مثلا: له لمر سره د محبوبې تشبيه کېداى شي، په افريقايي قومونو کې چټي تشبيه وي او د هغوى په ذوق ادب نه وي.
په دې خبره به مو سر خلاص شوى وي، چې له يوې ژبې نه د خوند اخيستو راز په ادب کې پټ وي؛ نو چې اوس د هرې ژبې ادب خوند درکړي، پرېکړه به مو دا وي، چې دا ژبه خوندوره ده، خو پام وي، چې خوند مو د ژبې له ځانګړي ترتيبه(ادبه) اخيستى.
د ادب لپاره ادبي سليقه پکار ده. کوم کسان چې د ادبي سليقې خاوندان نه وي، ادب نه شي پنځولى؛ نو که له يوه چا سره ادبي سليقه وي، هغه په هره ژبه، چې برلاسى وي، ادب ايجادولى شي. مطلب ادب د ژبې پرځاى د پنځګر په ادبي سليقې پورې تړلى. د خوشال بابا (سليقه لرم د دواړؤ) راته همدا ښيي، چې خوشال په دواړؤ ژبو کې شاعري کولى شوه، خو پښتو يې ځکه خپله کړه، چې خپله يې وه. مطلب شاعري يې په ژبې نه، سليقې پورې وتړله.
ژبه د رياضي د فورمولونو غوندې ثابت اصول لري؛ نو د رياضي له فورمولونو نه خو ادبي خوند نه اخيستل کېږي. د ژبې له کومه اړخه سړى خوند واخلي؟ له دې نه چې واه څومره خوندوره غږونه يې دي؛ نو غږونه خو هره ژبه کې وي او تلفظونه يې هم نه خوندور وي، نه بې خونده او بل دا چې غږونه لا په ډېرو ژبو کې يو شان وي. څوک دا ويلى شي؟ چې اردو ځکه خوندوره ده، چې (پاڼې) ته (پتّا) يا (پوزې) ته (ناک) وايي.
نو خوند سړي ته ادب ورکوي.
په کومه ژبه کې چې ادب پرمختللى وي، هغه ژبه ظرفيه او خوندوره وي. د اردو او پارسي ادب ځکه خوندور دى، چې پرمختګ يې کړى، هر کور ته يې ځان رسولى، هر حالت ته يې ژبه ورکړې او خيالونه او فکرونه پکې دي. له شپون صاحبه مې اورېدلي وو، چې، زه د پارسي شعرونه ځکه ليکم، چې په فارسي شاعرۍ کې فکر وي. په اردو کې جوش مليح اۤبادي، ابوالکلام ازاد، قدرت الله شهاب او نورو نوميالو ليکوال او شاعرانو هم له فارسي شاعرۍ نه همداسې پرېمانه استدلالي استفاده کړې.
ادب چې بېل موجود وګڼو؛ نو د هرې ژبې د ادب لوست پکار دى. تا بيا څوک په دې نه شي رانيوى، چې د اردو يا فارسي يا انګليسي ادب لولې، ولې د پښتو نه لولې، ځکه چې ته ادب لولې، که هغه د هرې ژبې ادب وي.
د نورو ژبو د ادب لوست په دې هم ښه دى، چې په خپله ژبه کې د ادب د ايجاد لپاره ترې لوستونکى چل زده کولى شي، چې يوه پياوړې ادبي خبره څرنګه کېږي.
ډېر ښکي مالومات ،ډېره مننه
ډېر ښکلي مالومات ،ډېره مننه
. سلام!.
نو ښکلی صاحب ستاسو منظور دا دی چې د فارسي او اردو ادب ښه دی ځکه یې ژبه خوږه لګي. ځه فکر کوئ په ژبه کې د واویلونو ډیروالی د ژبې ټون یا هغه اهنګ نه ښکلی کوي؟ او ایا د ژبو واویلونه د هغوی طبعي جوړښت ته په پام سره ډیر او لږ نه دي. ایا د انسان سیکالوجي او رواني تلقین هم په دې خبره کې شامل نه دی. ایا د شخصي غرایزو خبره هم پکې نه ده شامله؟ ایا په یوه ژبه کې داسې مفاهیم لرل چې په طبعي ډول د نورو ژبو ویونکو ته سخت وي هم په دې مسله کې رول نه لري؟ مثلا عربان یا فارسیان چې ټ ډ څ پ ړ او نور نشی ویلی په طبعي ډول به فارسي او عربي ته تمایل نه لري. او پښتانه هندیان پنجابیان او انګریزان چې دا توري نسبتا لري یو بل ته د ژبني نژدیوالي احساس نه شي کولی. نو راځو دې خبرې ته چې ستاسو یادونې هم مطلقې نه دي. مقایسه به ښه نه وي خو ډیرې داسې ژبې دی چې ادب یې به وارو وارو تر پاړسو ښه دی او ډیر تنوعات لري خو دومره یې لمن نه ده غزولې لکه پاړسو او اردو مثلا بنګالي پخپله همدا پښتو یواځې فولکلور یې څومره وسیع لمن لري. نو را
په مینه مینه .
محترمه ـ تا دخپل علمی پوهی مطابق اودکوموژبوسره چې بلدتيا لرې دلايل وړاندکړې کنه په نړې کښی داسې ډيری ژبې سته چی تر پاړسو او اردو ښوګی دی دمثال په ډول عربې هسپانوې اټالوی پرتګالې اوپه نړي چې کومه پلټه شوی ترټولوښوږه ژبه هسپانوې ده
د غږ او آهنک له مخی عربی ، ایتالوی ، هسپانوی او فرانسوی ژبی ډیری خوږی لګیږی . او په ادب کی هم ډیری وړاندی دی ، خو هرچاته خپله مورنی ژبه تر ټولو خوږه او ښایسته معلومیږی. ماته پښتو ډیره پسته او خوږه تر غوږو را رسیږی. فکر کوم چی په هیچا به هم خپله ژبه بده ونه لګیږی.
ډېره ښه لیکنه دې کړې ده استاد ښکلی صاحب
ګل یوسفزي صاحب ته:
د ښکلي صاحب مطلب له دې لیکلنې دا دې چې هغه ژبې چې ادب ته یې ډېر کار شوې وي او ادب یې ډېر غزیدلی وي هغه ډېر خوږې لږي نسبت فارسي ته زموږ ژبه ډېره غني ده خو ادب ته یې هومره کار نه دی شوی نو موږ هم باید د خپلې ژبې ته ډېر کار وکړو تر څو چې د فارسي او اردو ځای ونیسو.
رفیع جبارخیل صاحب ته:
دا صحیح خبره ده چې د نړۍ خوږه ژبه به هسپانوي وي موږ اوسه پورې دې مقام ته نه یوې رسېدلي چې خپله ژبه د نړۍ تر ټولوخوږه ژبه ومنو دې مقام ته رسېدل ډېر کار غواړي چې باید ویکړو خبره دا ده چې ته باید خپله ژبه لومړې د خپلې منطقې د ژبو جوګه کړې چې بیا نړۍ والو سره ډغره ووهې نو استاد ښکلی هم په پورتنۍ لیکلنه کې همدا خبره کوي چې باید موږ د خپلې ژبې ادب ته ډېر کار وکړو تر څو په بېګانه ګانو خوږه ولګي چې دا کار تر یو څه اندازې شوې هم دی کنې نو درې ژبو او اردو ژبو هنرمندانو به پښتو سندرې نه ویلې
علامه اقبال هم وایی
ګرچه هندي دعذوبت شکرست
لیک ګفتار دری شیرین ترست
ښاغلې اجمل جانه سلامونه مې ومنه!
ستا لیکنه مې ولوسلته او ستا په مطلب هم پوه شوم. رښتیا چې خپلې ژبې ته باید کار وکړوچې شتمنه شي.، او جې ژبه شتمنه سي نو ادبي سي. خو داچې کومه ژبه خوږه ده دا بېخي بېله خبره ده. ستا لومړۍ جملې ته به راسم اوبیا به پرې یوه څو ټکي ور زیات کړم.
تفسیر خان