دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهماشوم چې ژړلی يې نه شوای| حیات ژوند

ماشوم چې ژړلی يې نه شوای| حیات ژوند

لنډه کیسه||

سترګې مې چت ته وې، مور مې سر ته ناسته وه. د پخوا په څېر يې یو ځل بیا سترګې نمجنې وې؛ خو په دې وروستیو کې ژړا توپير کاوه. پخوا به يې غټې غټې اوښکې له سترګو په ګرېوانه ورننوتې؛ خو په دې وروستیو څو کالو کې به يې کله کله په سترګو کې ټکی اوښکه هم نه ليدل کېده؛ خو سوڼی به يې خوت.

««««»»»»

زه يې په سپين ورڼي کې ونغښتم او خپلې مور ته یې راوړم. مور مې بې سېکه پرته وه. درېیو نرسو ورته مبارکي ورکړه، چې زوی يې روغ رمټ دی او د دې روغتیا هم د اندېښنې وړ نه ده.

مور مې ټیکری پر سر سم کړ، دواړه لستوڼي يې پر مړوندونو ورکش کړل او نرسو ته يې وویل: «خدای دې ستاسې ځولۍ هم درډکه کړي.»

نرسو یو بل ته په اندېښمن انداز وکتل او یوې بلې ته يې اشاره وکړه، چې مور ته مې څه ووايي؛ خو زړه يې نه شوای کولی. یوې بڼه ورې نرسې پر شونډو ژبه تېره او غاړه يې تازه کړه: «زوی دې له زېږېدو تر اوسه نه دي ژړلي!»

ما نرسې ته وکتل او پر تندي او مخ مې سرې کرښې ښکاره شوې.

ــ ښايي دې نړۍ ته په راتګ د نورو ماشومانو پر خلاف خوښ وي.

مور مې دا خبره وکړه او زما پر تندي يې تود ورغوی کېښود.

نرسې د کيڼ لاس ورغوی د ښي لاس په غټې ګوتې کېکاږه او زیاته يې کړه: «دلته په روغتون کې په لسهاوو ماشومان د ورځې زېږي؛ خو موږ ډېر کم له داسې پېښې سره مخامخېږو. درته وبه وایم، چې په دې ګڼو کلونو کې مو داسې پېښه له سره لیدلې نه ده.»

مور مې له نرسو څخه زه په غېږ کې واخیستم او تي ته يې واچولم.

««««»»»»

د مور سوڼي مې ارام شو، په وره کې لوی سیوری راښکاره شو او مور مې ورغږ کړ: «د سعید پلاره! راځه.» مور مې په دې خبرې سره له ځایه ودرېدله او په پلو يې اوښکې پاکې کړې. زه اوچت پاڅېدم، پښې مې راټولې کړې او پرلتۍ مې ووهلې، ځان مې چمتو کړ، چې له دې ځایه پښې سپکې کړم. له چمن نه د ماشومانو شورماشور راباندې خوږ لګېده. دروازه مې په ځان پسې پورې کړه او خړ ګرد يې له چولو پورته شو. لنډه شېبه وروسته دروازه بېرته د کور له دننه خوا څخه پورې شوه او له تندي څخه مې وینو دارې وهلې.

ـــ وای! خاورې مې پر سر شوې! چا ووهلې؟!

وینه مې د پوزې پر دیوال تړمه لیکه وکړه او تر شونډو مې راورسېده. په لستوڼي مې پاکه کړه او سوڼ مې وخوت. ما په چمن کې د خوصي لوبه کوله، چې یوه هلک په لوبه کې له شا ټېل وهلم او پړمخې پر تیږې وربرابر شوم.

مور مې زما ټپ پټۍ کړ، تندي مې درد کاوه، خو زما له سترګو اوښکې نه بهېدې. مور مې زما پر اوږه لاس راواچاوه او غلی یې ویده کړم. زما پر مخ او تندي بې شمېره سرې کرښې څرګندې شوې وې.

لنډه شېبه وروسته په خوب کې په ژړا وم، نه پوهېږم، کټ مټ لکه مور مې او کټ مټ لکه ګاونډۍ «هیله» چې په ډبره مې یو وخت ویشتلې وه او بیا يې ژړلي و، ژړېدم؛ خو دغه مهال مې پر بدن سرې کرښې او سره رګونه نه لیدل کېدل.

په اړخ واوښتم، پر تندي مې تود ورغوی حس کړ، سترګې مې لوڅې کړې، مور مې وه.

ــ تندی دې خوږېږي.

ــ هو! خو دومره نه.

ــ اوس دې پر تندي او مخ سره رګونه هم نشته، لږ څمله، چې نور هم ښه شې.

زه نېغ کېناستم، پلار مې له څو ورځو وروسته له کاره نوی راستون شوی و، په خولو کې لت پت و، د موچیتوب لویه پنډه يې په برنډه کې کېښوولې وه او اوبه يې وغوښتې. مور مې ژر یو ګیلاس اوبه ورته وروړې، خو ناڅاپه د کلا په منځ کې د ګیلاس ترنګی وخوت.

ــ یخې اوبه نه وې؟ له څاه به دې تازه اوبه راایستلې وې. بس خوراک ته تیاره ناسته يې، لږ زحمت ته دې ملا ماته ده!

ما د پلار له غوسې څخه د ځان ساتنې لپاره برنډه پرېښووه او کوټې ته ننوتم؛ خو چې پام مې شو، مور مې هم راپسې راروانه وه او په سترګو کې یې اوښکې ډنډ وې.

ــ خیر دی ادې! پلار خو مې درته معلوم دی، په هسې خبره هم غوسه کېږي.

مور مې سترګو ته پلو نیولی وو، پوزه يې کش کړه؛ خو ما نور کلمات نه لرل، چې غمرازي ورسره وکړم. ما اوښکې نه شوای ورسره تویولی. زه لکه بې روحه مجسمه ورته ولاړ وم. زه ښه پوهېدم، چې مور مې ګومان کاوه، چې زما په وینه کې هم لکه د دې خاوند په څېر غوسه او ظلم ګډ دی؛ خو ما ورته نه شوای ویلی، چې زه له هغې سره هره شېبه ژاړم.

مور خپلې غېږې ته ورکش کړم او راته يې کړه: «څه درباندې شوي؟ مخ دې سره وینه غوندې اوښتی؟»

««««»»»»

پلار مې مخکې و او زه ورپسې وم. اوس زموږ په کور کې د موچیتوب هر توکی دوه جوړې شوي وو. دوه سوټکه، دوه سندانه، دوه دوه پاکټه پلکې او ګڼې پلنې ټوټې څرمنې او د بوټونو تلي. ما تر پلار وړه بوجۍ په شا کړې وه او په موچیتوب پسې وتلي وو. زه د خپل کلي نژې یوه کلي ته لاړم. پلار مې تر ما لرې یوه بل کلي ته رانه لاره بېله کړه. اوس مې عمر راته ویل، چې باید کار او د مور و پلار لاسنیوی وکړم. نژدې ماښام چې دواړه په کور کې یوځای شو، ښه ګټه مو کړې وه. موږ دوه په دوه کېناستو، مور مې نه وه. مور په خونه کې بې حاله ناروغه پرته وه. د پلار په سترګو کې مې له ورایه غم ښکارېده. پلار مې د مور ناڅاپي ناروغۍ ته خپه و او خپه و، چې د درملنې پیسې ورسره نه وې. پلار مې راته وویل: «زویه! زه دې مور سبا ډاکټر ته بوځم، ډاکټران به يې وګوري، چې څه پرې شوي دي.» ما سر د «هو» په اشاره وخوځاوه. د پلار مې پام شو، چې زه سور اوښتی یم او په غمجن انداز يې وویل: «ته هم ناروغ يې؟ پر مخ دې سره رګونه له ورایه ښکاري.»

د پلار د غمجن انداز په خبرو مې د مخ کرښې لا زیاتې شوې او ورته ومې ویل: «نه، زه روغ یم.» او په دې سره مې خپله ګټه وټه هم د پلار مخکې کېښووه.  

په سهار پلار و مور د ښار طبیب ته روان شوي وو، زه په کور کې ټوله ورځ هاخوا دېخوا ګرځېدم. اوس بهر نه شوای وتلی او نه مې د خوصي لوبه کولی شوای. اوس نوی ځوان شوم وم. 

په برنډه کې مې ځان ته درۍ ویړه کړه او لاس تر زنې کېناستم. فکر مې وکړ، چې ولې نه شم ژړلی. ما له مور څخه ورو ورو د ژړا طرز زده کړی و. سترګې مې سره وروستلې او ورو ورو مې سوڼی شروع کړ. غږ مې لوړ کړ، چیغې مې له خولې ووتلې. په همدې وخت کې مې له جېبه ایینه راویستله، مخ ته مې ونیوله، سترګې مې د پخوا په څېر بې اوښکو ولیدلې، تر پوستکي لاندې رګونه سره اوښتی وو.

««««»»»»

دا مې اتمه شپه ده، چې د تره په کور کې مې شپه سبا کوم او هر سهار په دې نیت کور ته ستنېږم، چې ګوندې مور و پلار مې کور ته راستانه شوي وي؛ خو نن مې ټولې هيلې بایللې وې، ښايي نن به هم مور و پلار رانه شي. زه له خپل ځان سره په خبرو وم، چې د تره زوی مې خبر کړم، چې ابا مې راغلی. ما له ډېرې خوښۍ د پنلځسو منټو لار په لسو منټو کې ووهله. د کور انګړ ته مې ځان ورساوه، ګڼه ګوڼه وه. د پلار په سترګو کې مې اوښکې ولیدلې او د ټولو راټولو شویو کسانو اوښکې بهېدې. ما ګومان وکړ، چې دوی د ژړا سیالي کوي او د ګڼو کسانو په څېره کې مې د ژړا او د څېرې د حالت دوه ګوني ولیدله. زه وروړاندې شوم، د خلکو په منځ کې مې ځان ته لار وکړه. هر یو به زما په لیدلو ما ته لاره راکوله. چې تر خلکو ښه ورتېر شوم، ومې لیدل، چې مور مې په کټ کې پرته او په سپینې ټوټې کې يې نغښتل شوې وه. ما ګومان وکاوه، لکه نوې چې زېږېدلې وي، لکه زه يې په سپین ورڼي کې خپلې مور ته نرسانو ورکړی وم؛ خو توپير يې دا وه، چې زما زنه يې نه وه راتړلې، خو د مور مې تړل شوې وه.

زه يې سر ته ودرېدم، پر تندي مې يې لاس ورکېښود، سړه نګړه وه. درنګه شېبه يې سر ته ولاړ وم، خلک تلل، راتلل. پلار ته به مې ورغاړې وتل او بېرته به روانېدل. ښه شېبه وروسته غږ وشو، چې مړستون يې تیار شوی او باید وخت ضایع نه کړو.

د مور کټ مې پر اوږو شو، ما هم کوښښ وکړ، چې د مور کټ ته مې اوږه ورکړم، خو د نورو کسانو له ونې مې ونه ټیټه وه. دوی دومره ګړندي روان و، چې زه له هدیرې لرې د مړي له کاروانه پاتې شوم. ټول خلک هديرې ته رسېدلي وو. زه هک حیران ولاړ وم، چې تر شا مې لوی لاس مخ پر وړاندې ټېله کړم: «راځه! د مور وروستي دیدن ته دې ورشه. یوازینی اولاد یې يې!» 

ګل محمد و، موږ په یوه لویه کلا کې اوسېدو. زه ورسره روان شوم، خو څو ګامه چې لاړم، په پښو کې مې سېکه نه وه، ترې پاتې شوم او دی مخ پر وړاندې دنګ دنګ روان و.

په هدیره کې خړ ګرد پورته کېده او د بېلچو کړنګی تر ما راته. زه ونه پوهېدم، چې څومره ولاړ وم، خو چې پام مې شو، د خلکو د وجود بوی مې په ازاده فضا کې تر سپږمو راغی، خلک زما تر څنګ بېرته د کلي پر لور روان وو او همدا غږ مې بیا بیا اورېده: «زوی يې وروستی دیدن ته هم ورنغی، یو بېل خاوره يې هم پرې وانړوله.»

یوه بل کس ما ته مخامخ ودرېد او په زورو غږ يې راته وویل: «د مور پر مرګ دې ټکی اوښکه توی نه کړه! درباندې بوج وه لکه چې!!!»

خو ما یوه کلمه خبره هم ونه کړه. پر مړوندونو مې د وینو سرې کرښې راښکاره شوې، مخ مې زښت زیات تود شو او د ګرمۍ احساس مې کاوه. پر ملا مې توده مایع شان ته څه احساس کړل. شا ته مې تر لمنې لاندې لاس ملا ته تېر کړ، چې سترګو ته مې ونیو، وینه وه.

ګل محمد مې تر څنګ تېر شو، په سترګو کې یې ما ته غوسه ښکارېده، یو شېبه راته ودرېد، خو بې له دې چې څه راته ووایي، روان شو.

ما خوله خبرو ته جوړوله ، چې یوه بل کلیوال راوسېد، په ګل محمد پسې يې ځان ورورساوه. ما څنګه دوی ته ویلي وای، چې زه نه شم ژړېدی، زه خپلې اوښکې تر پوټکي لاندې د وینې په غونډېدو او د بدن په سره اوښتو سره کوم او همدا کار مې د ژړا یو ډول دی.

««««»»»»

وروستي کسان چې د کور پر لور رهي شو، زه او پلار مې وو او راته کړه یې:

«نه مې درته ویل، چې ناروغ يې، ډاکټر ته به لاړ شو! ځان دې تک سور اوښتی، وینه دې خرابه شوې ده، ګومان کوم.»

پلار مې له مړونده ونیولم. موږ دواړه د کور پر لور یوازې او تنها روان وو، نه دی غږېده او نه هم زه. یو دم يې زما مړوند پرېښووه، ناڅاپه یې زما ورغوی ونیو او خپلو سترګو ته يې نژدې کړ. د مړوند له ټولو رګونو مې وینه بهېده. پلار مې زما پر اوږه لاس کېښود، خپلې غېږي ته يې جوخت کړم، ناڅاپه یې بېرته له خپلې غېږې بېل کړم. د ده ورغوی په وینو لت پت او پر کالیو کې يې زما د وینو د تندي چاپ ما ته جوت راښکاره شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب