پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخپلواکي تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت:

پوهاند محمد بشیر دودیال

مقدمه

خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی ارزښت له مخې نه، بلکې له دې پلوه هم د درناوی او ارزښت وړ ده چې ملتونهپه خپله  او خپلې خوښې سره سم  د تعالی او ترقی  په لوري ګامونه اوچتوي. خپلواکي لوی نعمت دی. افغانانو ته خپلواکی ډیر اوچت ارزښت لري. په خپلواکي کې د ولسونو خیر- ښیګڼه عمرانی چارې، دتعلیم وده، ملی رفاه، بین المللی حیثیت، ملی غرور او نور مادی او معنوی امتیازات او ښیګڼې خوندي کیږي. افغانستان له نن څخه سل کاله مخکې، یعنی په ۱۹۱۹کې د غازي امان الله خان په مشري او زموږ د نیکونو دبیساری قربانی او فداکاری په برکت خپلواکي ترلاسه کړه. د خپلواکي تر لاسه کولو یواځې سیاسی اړخ ندرلود، بلکې له خپلواکي سره سم، په هیواد کې ګڼ شمیر اصلاحات، لوی ریفورمونه او ملی شعور کې ژور تحول هم راغی. د استقلال په ګټلو سره د هیواد نجونو ته دتحصیل زمینه برابره شوه، د افغانستان ښځې له خپلو حقه حقوقو څخه خبرې شوې، اداري بنسټونه ورغول شول، په تجارت او مالی چارو کې لوی تحول راغی او هیواد ته نوی فرهنګ، تکنالوژي، علمی مرکزونه، مطبوعات، عامه خدمات، فابریکې، اقتصادی پلانونه او برنامی معرفی شوې. غازی امان الله خان وروسته تر استقلال څخه لویې اقتصادی پروژې  پیل کړې، د لومړي ځل لپاره د ریل پتلۍ، د راډیو دستګاه، دبریښنا د تولید پروژې، د مخابراتو، ټیلفون او مراسلاتو عصر سیستم ، دنجونو دتعلیم او باسواده کولو پروګرامونه او د ګمرکی چارو سمون  پیل شو. جنسی مالیه لغو او په عوض یې نقدی مالیات وضع کړل. دغه اقدام  هم د ټولو مالیه ورکوونکو لپاره او هم د دولت لپاره څواړخیزه ګټور و، همدارنګه د تجارت او د سرمایګذاری، له منابعو څخه د استفادې، بودجی جوړونې، بهرنیو هیوادو سره قراردادونو،د داخلی تولیداتو، د ترانسپورتی شبکو د پراختیا، د اوبو د بندونو، ترانزیت، کاني توکو، د افغنی د ارزښت د ساتنې او نورو برخوکې ژور ریورمونه راغلل. د دغو اصلاحاتو بهیرد تیرو سلو کلونو په بهیر کې خپل ارزښت ساتلی دی. د افغانستان نوی نسل ته په کار ده چې له تاریخ څخه ښه زده کړه وکړی او له تیرو تجربو څخه د یوې پانګې په توګه کار واخلی. موږ باید د راتلونکو موفقیتونو د ترلاسه کولو لپاره پخوانی تجارب او د تاریخ لوست مخې ته کیږدو. د استقلال له ګټلو وروسته، د غازی امان الله خان له خوا شروع شوی  هغه مترقی او روښانه  څبرکی چې  د ګران هیواد، افغانستان نیکمرغه راتلونکی یې تضمنوله؛ ندی بشپړ شوی،  هیله ده چې اوسنی نسل به دغه ناتمام څپرکی بشپړ کړي. په دغه مقاله کې د هیواد د استقلال د سلمې کلیزې په ویاړ له استقلال څخه ورسته په ریفورمونو  باندې بحث او څیړنه شوې ده.

د امانیه دورې ریفورمونه

د امان الله خان حکومت  د استقلال  له اعلان او له انګریزانو سره د خپل حساب تر پاکولو وروسته، کورنیو اصلاحاتو باندی لاس پوری کړ.د افغانستان خلکو سره د پرمختګ هیله وه. ډیر په کلکه یی د دولت ملاتړ وکړ او ټولو ریفورمونو ته یی په عمل کی ښه راغلاست ووایه. لکه هغسی یی چی د افغانستان پتمن ولس له انګریزانو سره په خپل سرو مال باندی هڅی وکړی، همداسی یی هم د نوی معارف د خپرولو. په خپلو مالیاتی ورکړو او په څو روپیو کی د څو پيسو اعانی په ورکولو سره چی د معارف اعانه بلل کیده برخه واخیسته او د سړکونو په غځولو کی په خپله خوښه حاضر شول او له نویو صنایعو او نوی نظام څخه یی په کلکه ملاتړ وکړ آن دا چی د هیواد ښځو په هیواد دننه ښوونځیو ارشاد النسوان د جریدی په خپرولو د ښځو د ملاتړ ټولنی په جوړولو او نورو چارو کی برخه واخیسته. په عمومی توګه خلکو په دغو ټولو نا اشنا ریفورمونو کی پرته له هیڅ تعصب ، زور، دود پالنی  او کوم منفی غبرګون څخه،  له خپل ځوان دولت څخه ملاتړ وکړ.  په دی توګه پاچا وکولای شول چی خپل ریفورمونه په لومړی پړاو کی له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۴ پوری په بریالیتوب او زړورتوب،  د خارجی دسیسو او ارتجاعی قوتونو له مخالفت سره سره تطبیق کړی، خو د ریفورم دوهمه مرحله چی له ۱۹۲۷ څخه وروسته زور ورباندی واچول شو،  د هغو د ډیرو لویو ګټورتوبونو سره سره په نطفه کی شنډ کړل شول.  دا ځکه چی  هغه مهال ولس  د فکری نبوغ، له روڼتیا او وبښتابه  او د عصری  ریفورمونو سره د آشنایی  له پلوه  له خپلې زمانې څخه وروسته و. له بلې خو مکار او حیله ګر دښمن  په کمین کې  و.  استعمار لا هم نه غوښتل چې  افغانستان  د ترقی  په لروي ګام اوچت کړي.  استعمار غوښتل چې  د افغانستان  هغه ځوان او مترقی دولت  چې  هم  یې  دوی ته  ماتې ورکړی او هم یې  د دوی  نړیوال تکبر له خاور سره  برابر کړی دی،  بیرته معدوم  او  دغه  هیواد بیرته د تیارې  او وروسته  پاتیوالی کندې ته  وغورځوي.

ارتجاع  او استعماری  قوتونو د ولس له صداقت،  اسلامی پاکو احساساتو،  ساده  او بی الایشه تفکر  څخه ناوړه استفاده وکړه  او د همدوی په واسطه یې  د دوی مترقی  دولت  له پښو وغورځاو  او همدوی  یې د ریفورم په مقابل کې  ودرول. د امانیه حکومت د اصلاحاتو دوهم پړاو په وړاندې  یو شمیر   روحانیونو او فیوډالانو  مخالفت وکړ .  دغه مخالفت  د بهرنیو هیوادونو دسیسه او مداخله وه، دا  سمه نه ده  چې  موږ ووایو چې  امانیه نهضت  د ولس نه خوښید، بلکې  واقعیت دا دی چې عامه  اذهان د دغه نهضت په وړاندې په ناوړه توګه تحریک شول. خو  په واقعیت سره باید ووایو چې  دا ډول قضاوت، چی د اصلاحاتو ناکامی یی د افغانستان یواځې  او یواځې د ملت جمود او تعصب بللی هم سم نه دی ، په واقعیت کی د افغانستان خلکو لکه د هری بلی ټولنی په شان غوښتل، چی ترقی وکړی، اما  دلته تحرکات او ناوړه نیتونه وو . د افغانستان تاریخ دا نه راښیی چی د افغانستان خلک دی په هیڅ دوره کی د تمدن او فرهنګ په وړاندی دریدلی وی او  یا  دې مثلاً د  خپل  استقلال د ناجي  په مقابل کی چی د فابریکو ، د وسپنی د پټلی، مدرسی ، ورځپاڼی تخنیک او  علم او فن عصر  ته یې  معرفی کول، د  هغه د مترقی  پلان په وړاندی ودریږی . لکه هغسی، چی یی د محمود غزنوی پر مهال دا کار نه وکړی،  د استقلال له ګټلو وروسته  هم   د ترقی او فرهنګ په ضد نه دریدل.  دپردیو د تحریکاتوو تر څنګ دلته یو بل عامل هم موجود و  چې هغه  د یوشمیر چارواکو بیعدالتی،  له ولس سره ناوړه چلند او عدم صدافت و.  البته  غازی امان الله خان په خپلو مامورینو  ډیر باور کړی و،  حال دا چې  یو شمیر یې صادق او  هیوادپال نه و.  په ډول ډول  دسیسو سره ځوان پاچا ته د شکایتونود رسولو مخه نیول کیده او حقایق  ورڅخه پټ  ساتل کیدل  ، نو ځکه  لکه هغسې چې  زمونږ د خلکو پاڅون تل د ظلم او خیانت  په وړاندې و، نو  دا وخت یې  د بهرنیو مغرضو کړیو د  تحریک  ترڅنګ  د ظالمو چارواکو په وړاندې هم  پاڅون پیل کړ ، یعنی  هم بهرنۍ  مداخلی او هم تر یوې اندازې داخلی  نارضایتی  موجودې وې .  که نه  په لومړي سر کې  ولس  یعنی همدغو خلکو په امانی دوره کی له خپلی بیوزلی سره سره سړکونه جوړ کړل او ښوونځي یی ورغول او د معارف خپراوی ته یی اعانه ورکړه او خپلو مالیاتو کی یی زیاتوالی ومانه . د پکتیا خلکو د هغه وخت د جرایدو په شهادت په خپله  سپور جواری خوړ،  خو په خوست، ګردیز،  زرمت او څمکنیو کی یی د څلورو ښوونځیو لپاره ۷۵ زره افغانۍ ټولی کړی چی دا په هغه وخت کې ډیرې پیسې وې.  دغو ښوونځیو  ۴۰۰ زده کوونکی یی لرل.  د کندهار هټیوالو پخپل لګښت ښوونځي جوړ کړ،  په کابل کی یوه ورځ ملکی ثریا په نړۍ کی د ښځو د ترقی په هکله خبری کولی او د افغانستان د ښځو وروسته پاتی حالت یی بیان کړ ښځو دردناکه ژړا  وکړه او ۵۰ تنو ښځو سمدستی ځانونه د معارف چوپړ ته چمتو او د نجونو د لومړنی ښوونځی بنسټ یی کیښود.  ملکه دومره خوشحاله شوه چی پخپله یی د مستوراتو د ښوونځی د مفتش دنده په غاړه واخیسته (۱۲۹۹- مرغومی)

 په دې ترتیب سره ګورو چې د افغانستان د اړ- دوړ او اغتشاش علت  هم د بهرنیانو مداخلې  او هم  د دولت په ناوړه اداره او د دولتی مامورنیو په بی کفایتی کی و چی هره مهمه ، حیاتی او سپیڅلی دنده یی د رشوت او خیانت په ناولتیا ککړه کړی وه.  دخپګان خبره  دا وه چې  مهربان او رعیت پروره  پاچا  ته دغه مسایل نه رسول کیدل.  یعنې  ته په نږدې کسانو کې  صادق  کارکوونکی کم وو. همدا لامل  و، چی پاچا او دولت د خپلو خلکو له ملاتړ څخه بی برخی شو او نور نو یواځي پاتی وو نو دا وخت بهرنی دښمن د خلکو له دغی عمومی نارضایتی څخه غلطه ګټه پورته کړه او ارتجاعی اقلیت مسلوب الحقوق قوت یی چی د دولت او ریفورم په دښمن باندی بدل شوی و، ډګر ته رادننه کړ ، چی دوی د خرابکاری له لامله دولت راوپرځید، کنه همدغه مخالف قوتونه او بهرنی دښمنان لا موجود او فعاله و چی دولت د خلکو په ملاتړ دواړو ته ماتی ورکړه او پر مخ ولاړ. د هغه مهال خوش باوره جرایدو د کلنل لارنس، جونز(بغدادی پیر) او نورو  ګوډاګیو د جادویی ځواک په هکله یادونی وکړی،  خو  هیچا دغی خبری ته  ډیر پام ونه کړ .  دا ځکه چې پاچا امان الله خان یو صادق او په زړه پاک شخص و،  ده په خپلو مامورینو،  ولس، ګاونډیو، سفارتونو او وزیرانو ډیر اعتماد کړی و،  خو  پورته  یادو شویو ستونزو  د  عالی  او مترقی ریفورمونو  د نړیدو زمینه  برابره کړه او د بهرنیو جاسوسی لاسونو او کورنیو ارتجاعی ځواکونو لپاره یی لاره هواره کړه. که  دغه دسیسې  نه وای  د استقلال د ګټلو او د  هیواد د ترقی لپاره  زموږ د نیکونو قربانی او د  مترقی پاچا  امان الله خان هلې –ځلې نه هدر کیدلی.  دلته به  د استقلال  له بیا  ګټلو روسته  یو شمیر  ریفورمونو باندې  رڼا واچوو:

 له استقلال ترلاسه کولو وروسته عمراني، مالی او اقتصادی چاری

وروسته  د  استقلال د بیا ترلاسه کولو څخه، د افغانستان  ځوان مترقی او وطنپال پاچا ډیر ژر د هیواد د رغاونې او عصري کولو په خاطر کلکه ملا وتړله. راز راز ریفورمونه یې پیل کړل.  د ده ریفورمونه له  سیاست  او حکومتولۍ څخه شروع، بیا یې  ټولنیز مسایل  او وروسته تر هغه یې اقتصادی برنامې  او پروګرامونه تر کار لاندې ونیول. لومړنی اقدام یې ټولنیز عدالت ټینګول و. پاچا په دې باندې  باوري و چې د سیاسي استقلال ترڅنګ  اقتصادی استقلال یو ضروری شرط دی.  غازی امان الله خان  دخپلو مترقی  پلانونو په اعلانولو سره  د ملت په زړونو کې خای ونیو  او ټول  ولس یې تر شا ودرید. شاوخوا نور هیوادونه هم  د ده  له اصلاحاتو څخه اغیزمن شول،  په ترکیه کې ریفورم  مستقیماً  د پاچا امان الله خان  د درایت  او تدبیرونو څخه متاثر و،  له مصر څخه تر  هند پورې  د خپلواکی  غوښتنی او  استقلالیت  احساسات  په څپو شول. د هیواد دننه  د ژوند په ټولو ډګرونو کی  مثبت بدلون راغی . دغه بدلونونه  په دوو  پړاوونو(مرحلو) کی  څیړلای شو:

امیر اان الله خان په لومړی پړاو کی د خپلو اصلاحاتو په تطبیق کی  ډبر  ګړندی  او پوره بریالی و او هغه دا چی د ملت د اکثریت بزګرانو،  شپنو او پیشه ورانو په وړاندی یی پخوانی درانه بارونه سپک کړل.  جنسی  جبری  ستونزمن مالیات،  د آذوقې خریداری،   د غلې حواله کول اجباری اذوقه رسول،  ډیرو زیاتو پړاوونو ته د دولتی مالیاتو د راټولولو اجاره داری،  د مالیه ورکوونکی او مالیه اخیستونکی تر منځ د فیوډال او ملکانو واسطه،  د قریه داری  زوړتشکیل،  د ناشمیرل شویو څارویو د مالیاتو اخیستل،  اجباری کار او بیګار،  له پیشه ورو او صنعتکارو څخه د بازار بیلابیل ټکسونه،  مریی (غلام لرل) او نور یی ټول منع کړل.  د ځمکی مالیات په نغدی بڼه واړول شول او ټول مالیه ورکوونکی په سیده توګه پرته د ملک او خان  له مداخللی  او ناجایزې استفادې څخه،  د دولت له مالی دفترونو سره وتړل شول دولت خپل ټول ضرورتونه په نغدو پیسو، په شفاف ډول  او په خپل زړه پیرودل.  د څاروی روزونکو څاروی هر کال شمیرل پیل شول او د هغو د موجودیت له مخی به مالیه اخیستل کیده او د دی موخی لپاره یو جلا قانون  چې (قانون مواشی)  نومید،  جوړ شو. د لومړی  ځل لپاره د  رسمی  ارقامو  عصری ثبت او  د احصائیې  سیتسم  مروج شو. په کابل کی د مالیی د اداراتو د چارو د تنظیم په خاطر د اصول دفتر ښوونځی پرانیستل شو چی مدیر یی مرزا مجتبی خان و او د دغه ښوونځی فارغان به د هیواد د مالیی  وزارت په مامورینو کی ګومارل کیدل. له دغه اقدام څخه موخه دا  وه چې  عامه مالی چارې په ښه او شفاف ډول  مدیرت شي.  په همدې خاطر  د افغانستان د  مالی مدیریت او د عامه  مالی چارو د نظام په تاریخ کې  دا مرحله یوه  بیسارې  رڼه او د تحول دوره ګڼل کیږی. د دغه  نیک اقدام او  سنجول شوي کار د هیواد زړی حسابی چاری په یوه نوی عصر سیستم باندی واړولی چی ښاری بڼه یی غوره کړه . غازي  امان الله خان په دې باندې ښه پوهید، چې  د افغانستان مهم  تولیدات او پیداوار  کرنیز محصولات دي.  یعنې  مالداری او  کرنه تر هغه وخت پورې  د افغانستان  په اقتصاد  کې مهم رول لري، تر څو چې نوی صنایع په پښو ودریږی، نو  له همدې امله د کرنی مامورینو او د مالیاتو د تحصیل لپاره په ۱۹۲۳ م کی یو شمیر قوانین جوړ او وضع شول. د  مسلکی، ماهرو  او ورزیده  حکامو د روزنی په خاطر په مرکز کی د حکامو ښوونځی جوړ او فارغان یی سیمه ییزو ادارو کی مقرریدل او د حکامو او مامورینو د دندو قانون یی جوړ او د  ادارې  د تنظیم چاری یی په ۱۹۲۲ کال کی سمبالی کړی.  دا د هیواد اداري سیستم کې تر ټولو یو  عصری اصلاحی قدم و. له دی څخه یو کال مخکی یی د تشویق صنایع په نوم قانون پاس کړی و چی د مالیاتو د ریفورم له طریقه یی د صنایعو وده هڅوله .  همدارنګه د تولیداتو د هڅونی په خاطر یی تقاوی وضع کړه سره له دی چی د دولتی املاکو د پلورنی قانون په ۱۹۲۳ م. کال کی د ځمکو د له لاسه وتلو او د بزګرانو د زیانمن کیدو لامل شو او له بلی خوا یی خصوصی ملکیتونه پیاوړی کړل،  خو بیا هم یو قانون جوړ شو او موقوفه اراضی هم لا دمخه له منځه ولاړل. سوداګری هم پراخه شوه بی شمیره د هیواد دننه ګمرکونه راکم کړل شول د دغو ټولو ریفورمونو په پایله کی د پانګونې  اندازه زیاته شوه ، د  داخلی تولیداتو په برخه کې  پرمختګ ګړندی شو او د سوداګریزو معاملاتو لپاره شرعی محکمی جوړی شوی او یو شمیر تجارتی شرکتونه لکه تنویرات شرکت، موټورزشرکت، درمل، رفقای افغان، اتحاد افغان، قمر، ضیا او جرمنی شرکتونه او د شوروی تجارتخانه او نور جوړ شول د انګلیس له دولت سره یو سوداګریز قرارداد لاسلیک شو.  د بهرنۍ سوداګري د ښه  تنظیم په خاطر،  د افغانستان سوداګریز استازی قونسل او وکیل التجاره د افغانستان ګاونډیو هیوادونو کی وګومارل شول او سوداګریزی چاری یی اسانه کړی.  دولت هم ملی تجارتی موسسات لکه امانیه شرکت او ثمر شرکت او نور جوړ کړل. په دې ډول سره ویلای شو چې په هغه وخت کې  امانی دولت په ډیر ښه او سنجول شوي ډول سره  د خصوصی او دولتی (عامه) سکتور ستراتیژی طرح کړی وه.  دغې ستراتیژی  د پانګونې لپاره  ډیره مساعده زمینه  برابره کړه.  پانګونه په اقتصاد کې یو اساسی بحث دی.  له دی امله چی تر دی مهال پوری په افغانستان کی د اروپا پانګه نه وه راغلی خو ورو ورو له افغانستان سره د اروپا سوداګری مخ په زیاتوالي  وه.سره له دې  چې دغه ډول سوداګری د داخلی صنایعو د پرمختګ لپاره  دلږ وخت  لپاره خنډ شوه دا ځکه چی د هیواد اقتصاد په ډیر لومړنی حالت کی او وروسته پاتی و، خو وروسته  یې ډیر ښه نتایج لرل.  دغه ډول  د رکود لنډه مرحله هر هیواد تیره کړی ده. له دې  امله چې تر دې مهال پورې  زموږ مملکت کومی فابریکی، باتجربه او  پاخه کارګرا او د وسپنی پټلی نه لرل،  نو ځکه امانیه دولت په دی لټه کی شو چی افغانستان ته فابریکی او د وسپنی پټلی راولی او د ۱۳۰۷ کال په لویه جرګه کی یی دا خبره توضیح کړله چی دولت د الوتکو د ترمیم د یوی فابریکی په لټه کی دی او له موجوده د فابریکی پرته به یوه  بله  نوې  فابریکه هم د سپینو باروتو د تولید لپاره جوړه شی.  په افغانستان کی لومړنی باروت جوړوونکی ترکی متخصص رضابیک و چی د لومړنی نړیوالی جګړی د کلونو په ترڅ کی دلته اوسید او سپین باروت یی جوړول دغه شخص په ۱۹۲۱ م کال ومړ او پاچا په خپله د هغه په جنازه کی ګډون وکړ د هغه یو شاګرد فیض محمد نومی د دولت له دوو فرانسوی او جرمنی شرکتونو سره یو قرارداد لاسلیک کړ چی د هغه له مخی به په لسو کلونو کی د وسپنی پټلی له جنوب څخه تر شمال پوری وغځول شی.  د دغه کار د سروی لپاره څلور تنه فرانسویان کابل ته  راغلل او بیا له دی ځایه کندهار ته ولاړل، تر څو  د وسپنې  د پټلۍ  دپروژې لپاره  کار پیل کړي.

له نن څخه تقریباً سل کاله مخکې د افغانستان  ریل ګاډی

همدارنګه د تیلیفون او تلګراف د لین د غځولو چاری له مرکز څخه تر ولایتونو پوری پیل شوی په پغمان،  جلال اباد او کندهار کی د بریښنا په ستیشنونو باندی کار پیل شو. د څرمن جوړولو باروت جوړولو سمنټو او ګوګړ جوړولو فابریکو ته بریښنا ورسول شوه د موټرو د ترمیم، د پرزو جوړولو،  صابون جوړولو، عطر، تار جوړولو او رخت اوبدلو،  ترکاڼی او یخ جوړولو فابریکی او د پومبی د غوړ ایستلو ماشینونه په کندهار،  مزار او هرات کی جوړ او ودرول شول.  په همدی ډول د لاندنیو فابریکو جوړول هم په پام کی ونیول شول:  قندسازی،  نساجی،  د نخی او جیم ټوکرانو جوړولو فابریکه،  د تڼی جوړولو فابریکه،  د میوی ساتنی فابریکه،  د کوچ او پوڅی جوړولو فابریکه (د لبیناتو د پروسس دستګاه)، د تیل خاک فابریکه او د کابل – مزار – شوروی اتحاد  او ایران او ترکیی تر منځ د هوایی ډاګ د چارو پیل کول ، د غزنی د سراج او بند غازی د اوبو بندونه جوړ شول، د څمکنیو د اوبو بند تړل او د نهر رزاق بشپړول هم تر لاس لاندی ونیول شول. اماني  دولت د جرمنی له هیواد څخه د کاملته الوداد تجارتی معاملو حق او د پولند له هیواد څخه یی د ترانزیت حق ترلاسه کړ او له مسکو او برلین سره یی د سوداګریزو قراردادونو په هکله خبری پیل کړی . دا ټول د افغانستان د  معاصرو  دیپلوماتیکو روابطو بنسټ  وګرځید چې تر نن ورځې پورې  بیساری دي. د  یو شمیر نورو قراردادونو د ترسره کولو  لکه:  د بدخشان د لاجبرو، د هرات د تیلو او د وسپنی ویلی کولو، د وسپنی د کانونو،  د ډبرو د سکرو، ګوګړو (سلفرو)، سرپو،  شوکاڼی ، مرمر، سپینی خاوری او نورو  جامده معدنی  توکو د  استخراج او بهر برداری  د چارو په خاطر یی پروګرامونه تر کار لاندی ونیول او د پکتیا،  اسمار او نورو ځنګلونو د تنظیم او اداری لپاره یی پروګرامونه پیل کړل. امانیه دولت د هیواد دطبیعی منابعو د مدیریت بنسټ په علمی او پوخ ډول کیښود،  همدارنګه د آسونو د نسلونو د زیاتوالی، د قره قل  پسونو د نسل د عمومیت موندلو او د وریښمو د چینجو د روزنی لپاره پلانونونه جوړ شول. د معاصر اقتصاد او د کرنیزو تدابیرو  ترڅنګ د  کرنیز تروج د خدماتو  بنسټ  هم همدا وحت کیښودل شو.  په کابل کی د ملی صنایعو نندارتون جوړ شو، د داخلی  تولیداتو د تشویق په خاطر د دولت مامورینو ته له وطنی رخت څخه د جامو استعمال جبری شو.  په دې توګه که چیرې موږ غواړو چې   د افغانستان د اقتصاد ریفورم او نوی کولو پس منظر ځانته  روښانه کړو،  تر ټولو  تاریخی دورو څخه  د امانبه  دورې  بیلګه غوره کولای شو.  د دغو ریفورمونو په پایله  کی د دولت عایدات له پخوا څخه زیات او دوه برابره شول او په کال کی له ۸۰ میلیونو روپیو څخه ۱۸۰ میلیون روپیو ته ورسیدل دغه عاید له لاندنیو سرچینو څخه و:

  • د ځمکو مالیات ۸۰ میلیونه،
  • د څارویو مالیات ۲۵ میلیونه،
  • ګمرکی مالیات ۴۰ میلیونه
  • د صکوکو محصول لس میلیونه ن
  • ور عواید ۲۵ میلیونه او ټول ۱۸۰ میلیونه روپۍ .

د دولت لوی لګښتونه دا وو:

د حربیی وزارت لګښتونه ۴۰ میلیونه.

د معارف وزارتلګښتونه ۱۵ میلیونه.

د بهرنیو چارو وزارتلګښتونه ۷ میلیونه.

د مالیی وزارت ۳لګښتونه میلیونه.

د تعمیراتو لګښت ۱۰ میلیونه.

د دربار وزارتلګښتونه ۲۰ میلیونه.

د کورنیو چارو وزارت لګښتونه۱۲ میلیونه.

د عدلیی وزارتلګښتونه ۲ میلیونه،

نور لګښتونه خریداری او یو څه سپما ۶۷ میلیونه روپۍ.

په دې وخت کې د افغانی پیسو ارزښت داسی و چی سل کابلۍ روپۍ ۶۰ هندۍ کلداری کیدلی دا ځکه چی د ګلدارې  سپین زرو روپیو دروندوالی دوه نیم مثقاله او د کابلی سپینو زرو د روپیو وزن دوه مثقاله و خو د کابلیو روپیو غش په سلو کی لس و وروسته بیا په افغانی روپیو کی غش په سلو کی ۲۵ ته پورته شو او بیې  یې د بهرنیو نورو پیسو او په تیره بیا د هندی کلدارو په وړاندې کال په کال کمښت وموند،  نو ځکه د ریفورم په لومړی پړاو کی د کابل په بازارونو کی د لومړنیو اړتیا وړ شیانو بیې په دی توګه وی:

د کابل دوه نیم چارکه اوړه یوه روپی،  په تاشقرغان کی د کابل اته چارکه په یوه روپۍ،  د کابل درې پاوه غوښه یوه روپۍ،  په تاشقرغان کی د کابل یوه نیم چارکه  غوښه په یوه روپۍ ، غوړی یو پاو او دولس مثقاله په یوه روپۍ ، په تاشقرغان کی یوه نیم پاو غوړي په یوه روپۍ،  نرۍ وریجی په کابل کی یو چارک او دری پاوه یوه روپۍ،  په تاشقرغان کی یو چارک او دری نیم پاوه په یوه روپۍ وازګه په کابل کی دوه نیم پاوه یوه روپۍ،  هیندواڼه من په یو غیران.  د دغو اقدصادی مثبتو بدلونونو له  امله  په فرهنګی ډګر کې هم ژور او مثبت تغیرات راغلل. د بیلګې په توګه  په ډیر کم وخت کې په هیواد کې د متعلمینو شمیر  ۸۸۰۰۰تنو ته  ورسید،  دا په داسې  حال کې چې دینی مدارسو ته هم همدومره توجه  وشوه  چې ټولې تر رسمی نصاب لاندې راغلی، که ددغو مدرسو د شاګردانو او  دارالحفاظونو د شاګردانو شمیر هم ورسره جمع کړو، په ټول هیواد کې به یې شمیر تر ۲۰۰۰۰۰  پورې اوچت شي. ددې تر څنګ  دا مهال  په ټول هیواد کی  ۲۲جریدې او ورځپاڼې  خپریدې، چې  دغه شمیر دهغه وخت لوی  رقم و چې  ګاونډیو او حتا د آسیا په ډیرو هیوادو کی  یې یې  ساری  نه و.

 البته نویو ریفورمونو پیسی غوښتی، هیڅ ریفورم پرته له لګښت څخه  نشي اجرا کیدای،  نو ځکه دولت د مالیاتو په زیاتولو لاس پوری کړ، د بیلګی په توګه د ابی ځمکو مالیات، چی پخوا د جریب په سر پینځه روپۍ، اته روپیو ته پورته شول او د څارویو مالیات هم زیات شول، د اوښ مالیه له دریو څخه څلورو روپیو ته ،  د آس مالیه له دوو څخه دریو روپیو ته، غویان له یوی روپۍ څخه دوو روپیو ته، د خره مالیه له دولسو پیسو څخه یوی روپۍ ته او د پسه مالیه له اووه پیسو څخه پنځوسو ته لوړه شوه.  په ۱۹۲۰ کال کی کاغذی یوه پینځه، ۲۵، ۵۰ او سلګیز افغانیګی نوټونه چاپ او خپاره شول او د سرو زرو سکی پینځه امانیه په ۷۵ روپۍ، دوه امانیه په ۳۰ روپۍ او یوه امانیه په ۱۵ روپۍ او نیم امانیه اوو نیمی روپۍ وه. همدارنګه فلزی مسکوکات سپین زر او مس د پیسو د واحد روپۍ اجزاوو، کونډه کیدل د مقیاساتو قانون په ۱۹۲۲ کال کی وضع شو.

کلتوری چاری

د خپلواکۍ  د بیرته ګټلو  تر ټولو مهم اغیز د ملی فرهنګ او کلتور  ودې، ښوونې او روزنې، مطبوعاتو،  بریښنایی اطلاعاتی وسایلو، لکه رادیو، تیلونو، مخابراتو، د نویو وداینو جوړولو، د ملی موزیم  تاسیس او دکتابونو چاپ او دغه ډول نورو کلتوری چارو ته پاملرنه او په  هغو باندې د خپلواکې اغیز، خصوصاً  په خپله د  پاچا  پاملرنه  د ژبې، ادب، مطبوعاتو او  ارتباطاتو خواته  وه. ډیر کلتوری مظاهر  او د  هغو ارزښت او معنوی حقوق، د افغانستان  په  لومړنی  مدون اساسی  قانون کې درج شول.  په حقیقت کې د موزیک د یوه ښوونځی، سیینما او تیاتر  بنسټونه  هم په همدې  وخت کې  کیښودل شول. همدومره پاملرنه د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته  وشوه. شاید دا  به   دافغانستان  په تاریخ  کې  یوه بیساری  دوره وي چې  د  معاصرو شرایطو  له غوښتنې سره سم ، دیني مدارسو او دینی  علماوو ته  پاملرنه  شوې وه. د افغانستان د لومړنی اساسی قانون د ۶۸ مادی له مخی لومړنۍ زده کړی تر ابتدائیه درجی پوری اجباری شوی او په پلازمینه کابل کی د حبیبیی له لیسی پرته د امان او امانی لیسی د فرانسوی جرمنی او کورنیو پروفیسورانو او استادانو په واسطه پرانیستل شوی د غازی رشدیه ښوونځی د استقلال رشدیه، د تلګراف، انځورګری، ترکاڼی، معماری، ژبی ، کرنی، عربی دارالعلوم، د مستوراتو رشدیه، د جلال آباد رشدیه، د کندهار د کرنی رشدیه، د هرات رشدیه، د هرات دارالمعلمین، د مزار شریف رشدیه، د قطغن رشدیه د پولیسو ښوونځی، د موزیک ښوونځی، د غالۍ اوبدلو، د نجونو لپاره تدبیر منزل، طبیه ښوونځی، مستورات او له ۳۲۲ څخه زیات لومړنی ښوونځی د هیواد په ټولو ولایتونو کی پرانیستل شول. تر ۱۹۲۷ م کال پوری د لومړنیو ښوونځیو د زده کوونکو شمیر ۵۱ زرو ته ورسید. رشدیه او لیسه ښوونځیو او مسلکی لیسو کی د زده کوونکو شمیر دری زره تنو ته ورسید، چی د نظامی مدرسی زده کوونکی په دی شمیر کی نه راتلل په همدی کال کی د لومړنیو ښوونځیو شمیر ۶۵۰ تنه د رشدیه ښوونکو شمیر سل تنه زیات شول. له ۱۹۲۳ کال څخه تر ۱۹۲۷ م کال پوری ۱۳۳ عنوانونه کتابونه د ۶۹۳۵۷۵ ټوکو په شمیر د معارف د وزارت له خوا چاپ شول او د معارف مطبعه هم جوړه شوه. باید په یاد ولرو. چی د افغانستان د هغه مهال د ښوونځیو په درسی پروګرام کی د انداخت نظری او علی فن هم شامل و. څو سوه زده کوونکی هم شوروی اتحاد، جرمنی، فرانسی، ایټالیا او ترکیی ته د تحصیل په خاطر واستول شوی. همدارنګه انګلستان ته هم د څو تنه زده کوونکو لیږل په پام کی ونیول شول. د معارف د وزارت بودجه د حرب او دربار له وزارت څخه وروسته په دریم کتار کی راتله. ښوونه او روزنه د انتظام له پلوه په پرانیستی فضا کی وه، له سیاسی پلوه کوم تهدید او ویره نه وه، نو ځکه د ښوونکو او زده کوونکو روحیه له خوښۍ ډکه او عالی وه. دولت دا په پام کی ونیوله، چی په پلازمینه کی دوه لوی کتابتونونه جوړ کړی، په داسی حال کی چی د کابل روڼ اندو د یوه شل کسیزپلاوی په لاس له خپلو شخصی کتابونو څخه یو ملی کتابتون په کابل کی جوړ کړی و او د دولت د یوی ودانۍ او د نایب السلطنه د یوه بډایی او ښکلی کتابتون په ورکولو سره هغه نوره هم بډایه کړه چی په هغی کی ډیری قیمتی خطی نسخی هم وی، همدا رنګه دولت په کابل کی یوه سینما او په پغمان کی یو تیاتر جوړ کړ او د دولت په لګښت ۱۳ جریدی او مجلی په کابل او ولایتونو خپریدی لکه ارشاد النسوان په ۱۹۲۲ م کال کی دغه اووه نیزه په اتو پاڼو کی د کابل ښځو خپروله، چی سر محره یی الف. ر .  او میرمن روح افزا وه، چی یو شمیر ادبی مسایل، آفاقی معلومات، تدبیر منزل او نور معلوماتی مسایل پکی خپریدل. د اتحاد مشرقی اخبار په جلال اباد کی په ۱۹۲۱ کال کی د برهان الدین کشککی په مدیریت سره په میاشت کی دوه ځله خپرید،  د افغان ورځپاڼه د مرزا محمد جعفر خان په مدیریت له ۱۹۲۲ څځه پیل شوه چی کورنی او بهرنی خبرونه یی هره ورځ خپرول د معارف نامتو مجله چی وروسته بیا آئینه عرفان ونومول شوه، له ۱۹۲۱ څخه د معارف له وزارت څخه په خپریدو پیل وکړ او له ۱۹۲۳ کال څخه وروسته یی مدیریت استاد هاشم شایق ته وسپارل شو، دغه پړاو  د دې  مجلې  په نشراتي  بهیر کې  د تحول پړاو و. د امان افغان اوونیزه جریده له ۱۹۱۹ م څخه وروسته د عبدالهادی خان داوی په مدیریت سره او بیا د میر سید قاسم خان په مدیریت خپره شوه.  د اردو مجله د عبداللطیف خان غونډ مشر غازی په مدیریت په میاشت  کې یو ځل حربیی د وزارت د ارکان حرب د ریاست لخوا خپریده. د اتفاق اسلام جریده له ۱۹۲۱ څخه وروسته په اوونۍ کی یو ځل د عبدالله خان هروی په مدیریت سره له هرات څخه خپریده. اتحاد جریده په اوونۍ کی یو ځل له خان آباد څخه له ۱۹۲۱ کال څخه وروسته په خپریدو پیل وکړ. په کابل کی ابلاغ ورځپاڼی له ۱۹۲۱ کال څخه وروسته په خپریدو پیل وکړ، چی یواځی اعلانونه یی خپرول.   بیدار ورځپاڼی له مزار شریف څخه په خپرونو پیل وکړ . حقیقت جریده اوونۍ کی دری ورځی په کابل کی د برهان الدین په مدیریت چاپ ته سپارل کیده.  همدارنګه د ستاره افغان انتقادی جریده په اوونۍ کی یو ځل له ۱۹۲۰ م.  کال وروسته په خپرونو پیل وکړ، چی د  نامتو  څیړونکي  اوتاریخ  لیکوال، میر غلام محمد غبار په مدیریت سره له جبل السراج څخه خپریده. طلوع افغان له ۱۹۲۱ م. کال وروسته په اوونیز ډول په کندهار کی په فعالیت پیل وکړ د افغانستان د اساسی قانون د یوولسمی مادی سره سم د هیواد سیاسی زمینه ملی خپلواکو خپرونو ته چمتو شوی وه او ویل شوی وو چی مطبوعات او کورنی اخبارونه د یوی ځانګړی نظامنامی سره سم ازاد دی.

په دی توګه په ۱۹۲۷ م .کال کی د لومړی ځل لپاره د انیس اوونیزه جریده، د هغه د لیکوال او موسس غلام محی الدین انیس  له خوا چی د بحران او نجات او طلبه معارف کتابونو لیکوال هم و،  په ۱۲ مخونو کی په خپرونو پیل وکړ، چی د هیواد روڼاندو ورته ډیر ښه هر کلی ووایه.  په همدی کال کی د نسیم سحر اوونیزه د احمد راتب خان په مدیریت سره په څلورو مخونو کی په خپرونو پیل وکړ، چی زیاتره مقالی یی د عبدالهادی خان داوی په قلم لیکل کیدی . له دی څخه یو کال وروسته (نوروز) په میاشت کی دوه ځله چاپ او د میرزا محمد نوروز خان په مدیریت او د میر غلام خان په لیکوالی سره په اتو مخونو کی راووته.  میرزا میر غلام د روحانی قشر یو استازی و، چی وروسته یی بیا په ۱۹۳۰ م. کال کی د امان الله خان له پرځیدو څخه وروسته خپل نظر د انیس د ورځپاڼی د ۱۳۰۹ ش.  کال د وږی د میاشتی په ۳‍۱ نیټه ګڼه کی خپور کړ . ملا میر غلام خان د مدعی العموم په توګه پخپله دغه تفصیلی لیکنه کی خپل دیر کلک اعتراضات د امانیه رژیم په ضد په لاندی توګه لیکلی و:

فراری پاچا ولی ملا، خان او ملک ته بی اعتنایی وکړه؟  ولی یی په افغانستان کی د ښځینه معارف بنسټ راپیل کړ  ؟ همدارنګه ملا میر غلام خان د شاه امان الله او محمود طرزی په هکله په دغه لیکنه کی سپکاوی کړی،  خو د هغی دوری یو شمیر نور کسان لکه الله نواز خان، محمد ګل خان مومند او د شیخانو استازی یی ستایلی و. د دغه منتقد لیکوال (کلامیرغلام خان) تر ټولو لویه اندیښنه  د نجونو د زده کړې  او ښځو ته  دآزادی ورکولو په برخه کې وه.

اداره

دولت تر هر څه زیات د افغانستان د ملی یووالی د بنسټ ټینګولو ته پاملرنه وکړه او په عاقلانه توګه یی دغه ملی یووالی د ورورۍ او د افغانستان د خلکو د مساوی حقونو په پام کی نیولو سره په پام کی ونیول د اساسی قانون په اتمه ماده کی وویل شول چی:

ټول هغه وګړی چی په افغانستان کی اوسیږی پرته د دینی او مذهبی توپیر څخه د افغانستان اتباع بلل کیږی.  په نهمه ماده کی ویل شوی وو، چی د افغانستان ټول اتباع په دینی او مذهبی چارو کی د دولت د سیاسی نظام تابع دی او د شخصی حقونو د آزادۍ لرونکی دی. په لسمه ماده کی راغلی وو، چی : شخصي حریت له هر ډول تعرض او مداخلی څخه خلاص دی، هیڅوک پرته له شرعی حکم  او قانونی نظام څخه توقیف او مجازات کیدای نشی. په افغانستان کی د اسارت اصول بیخی موقوف دی.

په ۱۶ مه ماده کی راغلی وو: د افغانستان ټول اتباع د شریعت او د دولت د نظام په وړاندی د هیواد په وظایفو او حقونو کی مساوی برخه لری.

په ۲۲ مه ماده کی وایی: مصادره او بیګار تحریم شو. په ۲۴ مه ماده کی شکنجه او هر ډول کړاو منع کړل شو او د کور او لیکونو مصئونیت ډاډمن شو.  د دغو  قانونی موادو روح داسی و، چی عملاً تر تطبیق لاندی و او له ناولتیا، دوکی غولولو او درواغو او نفاق څخه پاک و.  همداسې هم دینی مراسم او د امامیه مذهب د پیروانو تکیه خانی هم عملاً ازادی شوی او ټول  مرییان    له مرئیتوب څخه آزاد شول او په دی ډله کی په کابل کی د دوی اووه سوه تنه وینځی او مرییان د خپلو اربابونو له کورونو څخه ووتل .

دغو مدني  تحولاتو، قانونی  آزادی،  دیموکراتیکې اوآزادې فضا او  عادلانه حقوقی سیستم  اقتصادي  ودې، پانګونې  او د مولدینو تشویق ته زمینه  برابره کړه. د دهقان، کارګر، کسبه کار  او پیشه ور هوساینه  د دولت یو مرام وبلل شو.  همدا  علت و چې  ورو ورو د خوراکی  توکو او  لومړنیو اړتیا وړ  اجناسو  نرخونه  ارزانه  او  دخلکو په اقتصادی  ژوند  او  د خواریکښانو په دسترخان کی مثبت بدلون راغی. د اتباعو د  آزادی  او دیموکراتیکو حقونو د رعایت  په دِغه  بیلګه ییز څپرکې کې د کندهار غزنی او جلال آباد د ښارونو د مشورتی  مجلسونو او د معارف په انجمن کی یو یو تن د افغانستان له هندوانو څخه په انتخابی توګه وګومارل شول او په اداري چارو کی ورته ونډه ورکړل شوه، د پاچا امان الله خان د ۱۲۹۹ کال د وری د میاشتی (د ۱۹۲۰م.   کال – می) د فرمان له مخی  اها خنود او سکهانو ته  د ژیړی لونګی د حتمی په سر کولو او معجز اغوستو او د  دوی د جزیی باقیات لغو شول او د هندوانو بچیان په ملکی او نظامی مدرسو کی لکه حبیبیی او حربیی کی شامل او د اردو په افسری کی هم ومنل شول.  د قوم ژبی او نژاد له مخی هر ډول تبعیض له منځه ولاړ، د محمدزیو د قوم نسبی او مستمری معاش، د خانانو او د روحانیونو بی مورده  امتیازات لغوه شول او د ټول ملت حقونه مساوی اعلان شول.  دغه عدالت په اقتصادي ډګر او  ددولت د بودجې په سپما ډیر ښه مثبت تاثیر وکړ.  د دولت ماشین هم په دری ځواکونو یعنی اجرائیه مقننه او قضایه باندی ودرول شو، البته دغه تشکیل یو ځانګړی جوړښت درلود مثلاً پاچا هغه پخوانی د مشرانو جرګه چی دارالشورا بلل کیده یو څه بدلون سره د شورای خاص په نوم ونوموله او وروسته بیا د دولت د شورا په نوم یاده شوه.  په دغه مجلس یا جرګه کی یو شمیر انتصابی غړی د پاچا له خوا او یو شمیر انتخابی غړی د ملت لخوا غوره کیدل او په ولایتونو کی د لومړۍ درجی دوهمی درجی او دریمی درجی حکومتونو او علاقداریو یو مجلس درلود چی په هغه کی به د سیمی رسمی مامورین شامل وو او انتخابی غړی یی د خلکو لخوا په مساوی توګه غوره کیدل د دولت شورا قانونی پروژی تر دقت او غور لاندی نیولی او د وزیرانو د مجلس د تصویب په خاطر یی د پاچا لاسلیک کولو ته استولی همدغه مجلس د دولت بودیجه مقاولات او قراردادونه او بهرنیانو سره تړونونه هم تر کتنی لاندی ونیول د دولت د شورا واک او دندی او د ولایتونو مشورتی جرګی د اساسی قانون په ۳۹ – ۴۹ مادو کی او همدارنګه د اساسی تشکیلاتو په قانون کی ټاکل شوی وی.

د هیواد قضایه قوی چی له پخوا څخه یی یو څه پراخه واک او یو څه ځانګړی خپلواکی لرله د هغوی خپلواکی دولت د قانون د ۵۳ مادی له مخی محترمه وګڼله، خو د هغو د حکم درجه یی قید کړه، په دی معنا چی قاضی په پخوا ځان په جزایی برخو کی ډیر فعال او څرنګه به یی چی زړه و هغسی باله او د تعزیر وسیله د هغه په لاس کی د یوی تیری وسلی په توګه وه، دا ځکه چی د جرم له پیښیدو مخکی جزا ثابته او ټاکلی نه، بلکی د قاضی په واک کی وه او د هغی د شخصی قناعت له مخی به ورکول کیده. قاضی کولای شول، چی په یوه جرم کی تورن کسان د هغوی د ټولنیز دریځ، ظاهری حالت او نورو له مخی په سزا ورسوی او سزا د غوږ له تاوولو نیولی بیا تر اعدام پوری وه او هر ډول به چی قاضی وغوښتل دغه سزاګانی ورکول کیدی پاچا امان الله خان د یو شمیر متجددو فقهاوو په مرسته، چی د هغو په سر کی د مولوی صاحب عبدالواسع خان کندهاری نوم یادیدای شی، د دوو ټوکو کتابونو په تالیف سره د قاضی له خوا ورکول کیدونکی سزاګانی محدودی او تعزیر یی په تقدیر واړاوه. د دغو کتابونو نوم تمسک القضا امانیه و یعنی تمسک القضا یی د یوه جلا قانون په بڼه او مدون جزایی قانون په شکل جوړ کړ چی د هر جلا جلا جرم جلا جلا سزا پکی لیکل شوی وه، په دی توګه قاضی نشو کولای، چی پخپله خوښه دغه سزا کمه یا زیاته کړی. په دی توګه په افغانستان کی دا بیخی یو نوی فقهی بنسټیز بدلون و.  محکمی د اساسی قانون له مخی د نورو له لاسوهنی څخه خپلواکه شوی او د تورنو (متهم) محاکمی کولو هم علنی او څرګنده بڼه غوره کړه له دی پرته دولت د حقوق الله او حقوق العبد موضوعات یو بل څخه جلا کړل او داسی یوه قضیه، چی قاضی به د خپل واک له مخی پکی تبرئه کید، دولت هغه له خپل لوری د پولیس د اداراتو او ولایتی مشورتی جرګی له لاری تر تعقیب لاندی نیوله او مجرم ته به یی سزا ورکوله.

د افغانستان اجرایه قوه په ۱۹۱۹ م.  کال کی په لاندی توګه تشکیل شوه. صدراعظم سردار عبدلقدوس خان اعتماد الدوله، حربیه وزارت سپه سالار صالح محمد خان وزیر، د بهرنیو چارو وزارت وزیر محمود طرزی، د کورنیو چارو وزارت وزیر علی احمد خان شاآغاسی،  د مالیی وزارت مرزا محمود خان پخوانی امین نظام،  د سوداګری وزارت وزیر غلام محمد خان وردګ،  د عدلیی وزارت محمد ابراهیم خان، د معارف وزارت سردار عبدالحبیب خان ، د کرنی وزارت وزیر علی جان خان او د نقلیی وزارت مرزا غلام قادر خان چی د دی ټولو په سر کی پاچا و او حربیی وزارت یی په سیده توګه تر څارنی لاندی و.  وروسته بیا نقلیه وزارت لغوه او د عمومی امنیی وزارت جوړ شو وزیر یی شجاع الدوله خان امین العسس و.  همدارنګه یو طبیه  ( دروغتیایی چارو لپاره) خپلواک مدیریت جوړ شو چی  په ټول  هیواد کې یې  د روغتیا چاری  سمبالولی .  دغه مدیریت  په مرکز او ولایتونو کی یی د روغتونونو او روغتیایی مدیریتونو په جوړولو لاس پوری کړ. مدیر یی سردار محمد کبیر خان و.

دولت د هیواد د چارو د سمبالښت په خاطر د بیلابیلو قوانینو وضع او اجرا کول تر کار لاندی ونیول او د دولت د شورا او د وزیرانو کابینی او د لویو جرګو په واسطه یی یو شمیر قوانین وضع او تصویب کړل لکه د القابو قانون، د نفوسو تذکره، دولتی ودانۍ( دعامه ملکیتونو مدیریت)، د حاکمانو او مامورینو د دندو ویش، تقاوی، د صنایعو هڅول، جیلونه، تحصیلی مالیه اخیستل،  د یتیمانو روزنه، نظامی تعلیمنامی، للمی کرنه، عسکری خدمت، د دولتی ملکیتونو پلورل، قونسلری، قریه داری، د شرعی محکمو قانون، د سوداګریزو معاملاتو قانون، تغزیه (ماتم یا دویر دود- دستور) ،  د کورنی ښوونځیو قانون، مطبوعات، مقیاسات، د څارویو محصول، د نښانونو قانون، نکاح او د ماشومانو سنتول، د کرنی د مامورینو معارف، او نور قوانین او مقررات، چی د دی ټولو په سری کی اساسی قانون او د عمومی جزا اساسی تشکیلات او  د عسکری جزا قانون و. قوانین باید د وزیرانو په مجلس کی تصویب او بیا د دولت د شورا له خوا منل شوی وای په پای کی پاچا لاسلیک کول.  د دولت په شورا کی یو شمیر روڼ اندو لکه فیض محمد خان ناصری، سعدالدین خان وکیل او داسی نورو غړیتوب درلود او یو شمیر نور لکه ترکی جمال پاشا او ترکی متخصص بدری بیګ هم پکې شامل وو، چی د قوانینو د پروژو په ترتیب کی یی برخه لرله، خو اساسی قانون یوی ۸۷۲ کسیزی لویی جرګی ته په جلال اباد کی وړاندی شو، چی په هغی کی د ملت استازی او د حکومت غړی راټول شوی وو، او په دغه لویه جرګه کی تصویب شو.  وروسته بیا دغه قانون په پغمان کی د ۱۳۰۳ ش. کال  د چنګاښ د میاشتی په لویه جرګه کی تصدیق او لاسلیک شو او د شاهی اعلانونو په واسطه په ټول هیواد کی خپور شو. دغه قانون یو ځانګړی حقوقی خاصیت درلود، چی د هغه د ۳۱ می مادی له مخی فقط کابینی د پاچا په وړاندی مسئولیت درلود او د شپږمی مادی له مخی پاچا غیر مسئول و، وروسته بیا پاچا د صدارت چاری هم ترلاسه کړی او تر پایه پورې د یوه غیر مسئول صدراعظم په توګه پاتې شو. د قوانینو وضع کول هم د دولت د شورا په ترتیب او د وزیرانو مجلس په تصدیق او د پاچا په لاسلیک سره نافذ کیدل.

لویو جرګو ځانته ځانګړی نظمیه (سمبالوونکی) لایحه او مقررات لرل او د غونډو د جوړیدو پروګرام یی هم درلود. د پغمان په وروستۍ لویه جرګه کی چی په ۱۳۰۷ ش کال جوړه شوه، د ملت زرو تنو انتخابی استازیو او د پاچا له خوا  انتصابی غړو برخه لرله، چی د پغمان د تیاتر په غولی باندی په پینځو کتارونو کی کیناستل د څنګ په کتارونو  کې د ملت وکیلان او په منځنیو کتارونو کی د دولت د شورا انتخابی استازی او د ولایتونو د مشورتی جرګو استازی کیناستل. د پاچا تخت د ستیژ پر سر باندی و، چی ښی لاس ته یی نظامی کنډ کمشنران او کیڼ لاس ته یی د محکمو قاضیان او د وزارتونو رئیسان او مدیران کیناستل. د رئیس د غونډی د مشر او د هغه دوه مرستیالان او د مجلس د منشی څوکۍ ایښودل کیدی، هر هغه چا چی خبری کولی هغه به له غولی څخه پاڅید او د ستیژ سرته به له ښی لوری څخه راته او د میکروفون له لاری به یی خبری کولی. مصوبات د رایو په اکثریت سره د منلو وړ و، چی په صندوقونو کی به د تورو او سپینو مریو په اچولو سره شمیرل کیدی.  د هیواد په نهواد اري  واحدونو،  پینځو ولایتونو او څلورو اعلی حکومتونو کی لاندینی مامورین د مشورتی جرګو تر څنګ په کارونو بوخت وو:  نایب الحکومه مستوفی، د مرافعی قاضی، د ابتدایی قاضی، د کوټوالی قوماندان، د ګمرک مدیر، د نفوسو(احصائیې) مدیر، د روغتیا مدیر، د معارف مدیر، د ډاک (پُست) مدیر، د ولایت د تحریراتو مدیر، د بهرنیو چارو مامور او خزانه دار.  د دوی تر څنګ به یو ځای نظامی قوماندانان، نظام دفتری او په ښارونو کی د ښاروالی مشران وو، خو په  ولایتی مشورتی  جرګه کی به یواځی هغه دولتی مامورین وو، چی تل به پکی په کار بوخت و، چی د هغو ټاکل د پاچا د فرمان له مخی کیدل لکه نایب الحکومه یا اعلی حاکم، مستوفی یا اعلی سر رشته دار، د کوټوالی قوماندان، د مرافعی قاضی، د ګمرکاتو مدیر، د مجلس منشی، او د تحریراتو مدیر.

 د هیواد د ولایتونو په اداره کی د قانون له مخی لاندینی اساسات په پام کی نیول کیدل:

 د ماذونیت پراختیا، د دندو ویش او د مسئولت ټاکل.

په دې توګه جوته شوه چې غازی امان الله خان د لومړي ځل لپاره د معاصرې عامه  ادارې بنسټ کیښود. د بشری سرچینو پراختیا، د دندو او مسئولیتونو تفکیک او ټاکنه د یوې سالمی او اصولی ادارې  مهم اجزا دي، چې دغه مدبر پاچا ورته  ځانګړی ارزښت ورکړی و.

دولت د خپلو ریفورمونو په نظامی چارو کی هوایی ځواک هم ورزیات کړ، چی یوولس الوتکی یی لرلی او په دغه څانګه کی یی ۱۶ تنه محصلین روسیی، فرانسی او ایټالیا ته واستول او څو تنه نور یی په نظامی څانګو کی شوروی اتحاد او د ترکیی جمهوریت ته واستول.  د هیواد دننه یی بیلابیل مسلکي روزنیز مرکزونه پرانیستل او د سرتیرو د باسواده کولو چاری یی هم پرمخ بوتلی، د کابل حربی فابریکه پياوړی شوه او نظامی مهمات له بهر څخه وارد شول او افغانی ځواکونو ته دافع هوا توپونه او زغره وال ګاډی ورکړل شول.

یو هغه  مهم اقدام چې د اقتصاد بنسټیزه  پروژه بلل کیدای شی، هغه  د  لارو جوړول او ترمیممول وو.  د لارو بیرته رغول او د سړکونو غځول د شمال ولایتونو خواته، د بامیان، کاپیسا  او پکتیا  لوري ته پرمخ ولاړل. په کابل، پغمان،  مُقر، او جلال اباد کی یو شمیر هوټلونه جوړ شول.

که  سقوی  اړ- دوړ نه وای راغلی،  افغانستان د خپلې  توریستی او سیاحتی  جاذبې له امله ګڼ شمیر  نړۍ ګرځیدونکی جذبولای شول. یو بل مهم  اقتصادی سکتور د  مخابراتو خدمات دي.  د دغه سکتور په برخه کې  دتیلیفون، تلګراف او بیسیم دستګاوی جوړی شوی او د ډاک هوایی کرښه د افغانستان او شوروی اتحاد ترمنځ او د ډاک ځمکنی کرښه د کابل او هند تر منځ رامنځته شوه.  په کابل کې د راډیو بنسټ کیښودل شو او  ټول کابل ښار په بریښنا روښانه شو او د کابل د نوی ښار (دارالامان )بنسټ هم کیښودل شو. د ښوونې او روزنې  او مخابراتو له  سکتورنو وروسته؛ د روغتیایی چارو په برخه کې  هم مهم تدابیر اجرا شول: په کابل او ولایتونو کی ملکی او نظامی روغتونونو جوړ شول او په مرکز کی مستورات او د پغمان په بیګتوت کی سناتوریم جوړ شو. د اکسری ماشینونه کابل ته راوړل شول او دولت د  روغتیایی پاکو اوبو د چمتو کولو او د غذایی  موادو د  روغتایی کولو او د ښاری تنظیفاتو د برنامو په اجرا سره  دعامه روغتیا  ډاډ  خلکو ته ورکړ.

د خیریه موسساتو بنسټ هم همدا وخت کیښودل شو؛  مثلاً دارالمجانین او دارالیتام جوړ شو. په دغو ټولو اصلاحاتو کی ګڼ شمیر بهرنی متخصصین په تیره بیا ترکان او جرمنیان او فرانسویان بوخت وو. ترکانو په روغتیایی چارو، نظامی برخو او قانون جوړونی کی، جرمنیانو په معارف، تخنیکی او نظامی برخو کی او فرانسویانو د معارف او لرغونپیژندنی په برخه کی کارونه وکړل، زیات هغه متخصصین چی افغانستان استخدام کړی وو، هغه جرمنیان وو.

مناقشه

استقلال او خپلواکی د یوملت د رفاه،  بریالیتوب او خود ارادیت لومړنی او ضروی شرط دی. د سیاسی استقلال لپاره  اقتصادی استقلال یو  شرط دی.  یوه  ټولنه به  هغه وخت  هوسا او سر لوړی ژوند ولری چی د سیاسی استقلال تر څنګ  له  اقتصادی پلوه هم  په خپلو پښو ولاړه وي.  د  پیاوړي اقتصاد او  هوسا ژوند لپاره  زیربنایی چارو ته  ضرورت دی.  له همدې امله  دافغانستان منور او ترقی غوښتونکی، پاجا د سیاسی استقلال محصل او د خودارادیت او ټولنیز عدالت ستر ناجی  اعلیحضرت امان الله خان  د نورو اصلاحاتو ترڅنګ  اقتصادی او اداری  چارو ته   پوره توجه وکړه. د هیواد ګڼ شمیر فابریکی، دبریښنا توسعه، د لارو جوړول،  د مطبوعاتو  او راډیو ایجاد او د عصری معارف  بنسټ  همدا وحت کیښودل شو.  دغه اقدامات هغه وخت لا اغیزمن شول چی مقررات او لایحی ورته وضع شوی. په دې توګه امانی دوره په افغانستان کی د  اقتصادی اصلاحاتو او  ریفورم پیل بلل کیږی.

نتیجه ګیری

زموږ د هیواد استقلال زموږ د نیکونو په قربانی او ایثار ترلاسه شوی  دی. موږ باید نه یواڅې دا چې خپله خپلواکی وساتو، بلکې د هغی په ارزښت باندی هم وپوهیږو.  همدارنګه  دا ډیره مهمه ده چې په دی باندی فکر وکړو  چی  استقلال ګټلو موږ ته څه په نصیب کړل. افغانستان وروسته د استقلال ترلاسه کولو څخه د ترقی او مدنیت په یوه نوی مسیر او تګلروی کی حرکت وکړ.

د افغانستان استقلال او د اسد۲۸مه دغازی امان الله خان له نوم سره تړلی ده، دنهضتونو دغه ستر مشر، د هند د نیمی وچی  د آزادی دغه ناجی، د اسلامی امت د ویاړدغه لویه نښه، د غازیانو دغه لوی سالار، په هیواد کی دنوی ژوند او د ترقی او پرمختګ دغه لو ریفورمست، دهیواد دننه زړه سواندی اومشفق رهبراوپه بهر کی د ترکییی د عصری کیدو دغه لوی مرستندوی او په لویدیځ کی دآسیا داتل په توګه پیژتدل شوی څیره د الله (ج) لویه عطیه او دافغانستان د تاریخ یوه ځلانده او ویاړلی نادره پیښه ده. د انګریزی استعمار دغه ماتوونکی مجاهد او د ملت غمخوار او د افغانستان د ترقی ریښتیانی غوښتونکی زموږ د هر یوه په زړونو کی ځای لری. غازی امان الله خان نه یواځی دا چی د اسلام د ستر دښمن (انګریز)  او د ټولو مستضعفو ښکیل شویو هیوادنو د شتمنینولوټمار استعمار ته ماتی ورکړه بلکی د هیواد دننه یی ملت یو موټی کړ او د افغانستان نوم یی په نړی کی وځلاو. انګریز د غازی امان الله خان په توره او تدبیر له داسی شرموونکی ماتی سره مخامخ شو چی تر اوسه یی نشی هیرولای، نوځکه تر اوسه پوری زموږ د ملی وحدت، ترقی او استقلال په لاره کی خنډونه اچوی او په بیلابیلو نومونو خپل جاسوسان او اجنتان رااستوی او موږ ته ستونزی جوړوی، خو دا باید هیره نه کړی چی اوسنی نسل او زمو اوسنی ځوانان هماغه د غازی امان الله خان د مکتب پیروان دی، دوی  د آزادی درس له دغه ستر غازی څخه اخیستی او له وطن سره مینه یی ورڅخه زده کړی او وطن ته د خدمت روحیه یی ورڅخه په میراث وړی ده. په آخر کې د امانیه دورې یاد ددغه لوی مجاهد او د افغانستان د ستر خدمتګار ځینی اصلاحات او خدمات خلاصه کیږي:

  • د اساسی قانون جوړول او د لویی جرګی له خوا یی تصویبول،
  • هیواد ته د هوایی چلند معرفی کول او د الوتکو پیرودل او د هواییډګرونو جوړول،
  • د مرییتوب پای ته رسول او د خلکو د شکایتونو د اوریدو د سیستم ایجاد،
  • د مالی نظام بشپړ اصلاح کول،دهیوادلپاره د یوه نوی مترقی اقتصادی پلان جوړول ، په معاصر شکل د ملی اردو او پولیسو تهداب ګذاری،
  • دښځو د حقونو تثبیت او هغوی ته په تعلیم او نورو ټولنیزوچارو کی آزادی ورکول او په قوانینو کی یی درج او ډاډمن کول،
  • دبریښنا،راډیو، موتر او ریل ستیشن فعالول او په قضا کی اصلاحات،
  • د ملکی تشکیلاتو سمون او توازن او دګڼ شمیرښونځیو او کارخانو تاسیسول،
  • ددولتی اداراتو اصلاح او مامورینو د کار دولوایحو جوړول،
  • د عصری معارف بنیادی سمون او د بهرنی مستقلانه پالیسی جوړول او په بهرنیو هیوادوکی د افغانستان دسیاسی نمایندګیو پرانیستل او له ګاونډیو هیواو سره ددوستانو اړیکو ټینګول او بهر ته د زده کړی لپاره د محصلانو استول اوزیات نور اصلاحات .

د افغانستان د ترقی او عمران لپاره ضرور ده چی دغه ډول اصلاحاتو او تدابیرو ته ادامه ورکړل شی او هیواد  د هوساینی لوری ته حرکت وکړی.. په داسې حال کې چې  د هیواد د استقلال سلمه کلیزه لمانځو،د دایمی سولې او آبادی لپاره خپله  ژمنه نوی کوو.

تل دې وي استقلال

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب