یکشنبه, نوومبر 17, 2024
Homeخبرونهستانکزي له نړیوالې ټولنې د افغانستان د بیارغونې لپاره مرسته وغوښته

ستانکزي له نړیوالې ټولنې د افغانستان د بیارغونې لپاره مرسته وغوښته

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۷ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي نن (یکشنبې) پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره چې د څو لسیزو جګړو ویجاړ کړی، د بیا رغونې په برخه کې مرسته وکړي.

ستانکزي په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې له ملګرو ملتونو او نړیوالو غیر حکومتي موسسو څخه غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د اقتصادي او کرنیزو پروژو او تخنیکي همکاریو په بڼه ملاتړ برابر کړي.

ده په ځانګړي ډول هغو هېوادونو ته اشاره وکړه چې پخوا یې په افغانستان کې پوځونه لرل، او ادعا یې وکړه چې دوی د دوحې تړون پر بنسټ اخلاقي مسؤلیت لري چې د افغانستان په بیا رغونه کې مرسته وکړي.

روانه میاشت ملګروملتونو اندېښنه څرګنده کړه چې، ښایي د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ پر ملګروملتونو بشري مرستې کمې کړي چې دا به د نورو بې‌وزله هېوادو ترڅنګ پر افغانستان هم بې‌اغېزې نه‌وي.

دا اندېښنه په‌داسې وخت کې څرګنده شوې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحدایالتونو د سرمفتش ادارې (سیګار) په یوه راپور کې ویلي و، سږکال هم امریکا د افغانستان لپاره اته سوه پنځه اتیا میلیون ډالر ځانګړې کړې دي چې، دا پيسې به د کال تر اخره په بشري برخه ولګول شي.

سیګار په خپل راپور کې له افغانستانه د دوه زره یو ویشتم کال له اګست راوروسته چې امریکایي پوځیان له دغه هېواده وتلي دي د امریکا د ټولو مرستو اندازه یو ویشت میلیارډه اعشاریه صفر شپږ ميیلونه ډالره یاده کړې ده، چې دا مرستې یا له افغانانو او افغانستان سره شوې یا ورته چمتو شوې دي.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په تدریج نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو او اکثره ښځې له کاره منع کړې او په دې توګه ډول اقداماتو یې د نړیوالو انتقادونه پارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب