Homeادبلنډه کیسهوږی، نعمان دوست

وږی، نعمان دوست

په هغه شپه چې یې څنګه د ګاونډي له کوره د ښوروا راغلې کاسه تشه کړه؛ سهار وختي په منډه هدیرې ته لاړه. د کوچني قبر سر ته کیناسته، یو دم پرې را کږه شوه. یوه سینه یې ژر ژر خالي کړه، بله یې خالي کړه. د قبر خاورې په شیدو کې لمدې شوې. په بند بند غږ یې وویل: وڅښه، وڅښه، ښه ځان موړ کړه.
زویه!
وږی رانه لاړې.

 بلا دې واخلم زویه، په هغه ورځو کې ستا د وږې مور په سینو کې یو څاڅکی شیدې هم نه وې.
کیسه ګۍ

نعمان دوست، د چنګاښ ۳مه، ۱۳۹۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...