پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهحکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره دې ۳۸۴ میلیونه او ۲۲۱ زره افغانۍ د ارګ د ۹۱ کوډ اکاونټ ته واستوي.
ولسمشر په دې اړه مالیې وزارت ته د جوزا په ۲۳ مه استولي حکم کې ویلي، د افغانستان خپلواکي زموږ د اجدادو د لوی فکر استازیتوب کیسه کوي او لمانځنه یې د اوسني نسل رسالت دی.
افغان حکومت د استقلال سلمې کلیزې ته ځانګړی کمیسیون او دارالانشا ټاکلې او ګڼ پروګرامونه یې ورته نیولي دي.
حکومت په دې اړه ولایتونو کې هم له ولایتي شوراګانو، ښاروالیو، ولسي او مدني بنسټونو نه دارالانشاوې جوړې کړې دي.
ولسنشر غني په دې اړه حکم کې وزارتونو ته هم امر کړی چې د ازادۍ د ورځې نمانځنه کې مهمه برخه واخلي.
افغانستان لپاره شاه امان الله خان په ۱۲۹۸ کال د اسد په ۲۸ مه له انګلیس استعمار څخه خپله خپلواکي اعلان کړه.
ولسمشر غني سږ کال د دغې ورځې د نمانځنې لپاره ځانګړو ترتیباتو په لړ کې د غازي امان الله خان د واکمنۍ له وخته د راپاتې ودانیو د رغولو امر کړی و او ویلي یې وو چې سلمه کلیزه به دارالامان ماڼۍکې نمانځي.
د هغه له وخته راپاتې ودانیو کې د پغمان ۲۱ ماڼۍ، دارالامان ماڼۍ، جلال اباد کې د غازي امان الله خان مزار او نورو ځایونو باندې چټک کارونه روان دي.

2 COMMENTS

  1. گرانوودوستانو سلامونه!
    دازادی د ورځو لمانځل ‌‌‌‌‌‌ډیر ښه کار دی خو ددی لوړ مقدار پیسو مصرف پر ځای باید دولت یو مجهز روغتون جوړکړی وایی بهتربه وو. نن ورځ مو یو وطن وال دپردیو دسفارت په انګړ کښئ د لاسه ورکړه کوم چه ‌‌‌‌‌‌ډیر د شرم خبره ده. مونږ باید په هر ‌‌‌‌‌‌ډګر کښی ازاد ووسو بیا دازادی لمانځل خوند کوی نه اوس حال کښی. ‌‌‌‌‌‌مننه

  2. سلامونه،
    واه ، ډیر عالي خبر دی.
    ولسمشر غني دې ژوندی وي سره دټولو آزادي خوښوونکو وطنوالو او د اماني نهضت لارویانو .
    او هغه کسان یا کړۍ چې لا تر اوسه هم د بغدادي پیر، ګوډملا ، د سکاو بچه او … خوبونه ویني په کار دي چې زهر کپه کړي او یا ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب