جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبد شيدا په ديوان کې د (آب) په رديف غزل

د شيدا په ديوان کې د (آب) په رديف غزل

څېړونکی: محمد ياسین اديب

کاظم خان شيدا د پښتو ادب او په خاصه توګه د هندي سبک يو برجسته او باريک بين شاعر دی. شيدا پښتو ادب ته د خپلې نازکخيالۍ او وچتې شعري قريحې په مرسته ډېر لوړ شعرونه ډالۍ کړي دي.

شيدا هندي سبک تر لوړو پوړيو ورسول، هغه سبک چې بنسټګر يې حميد مومند دی. د شيدا په شاعرۍ کې د هندي سبک ټولې ځانګړنې لیدل کيږي.

د شيدا په شاعرۍ کې پېچلتيا، نوي موضوعات او په لنډو الفاظو کې د ډېر څه بيانول عمده ځانګړنې دي. د شيدا کلام له تشبيه، استعاره، مدعا المثل، مراعات النظير او د نورو ادبي صنایعو څخه مالامال دي.

سره له دې چې شيدا د خټکو له کورنۍ څخه دی خو بيا هم دی هغه لاره ونه نيوله بلکه ځان يې يوې بلې لارې ته وقف کړ. د شيدا شعرونه بېلابېل موضوعات په‌خپل ځان کې رانغاړې.

که د کاظم خان شيدا ديوان ته سر ورښکاره کړو نو دا به راته جوته شي چې د ژوند د هرې برخې انځورګري يې  په ډېر مهارت او نازکخيالۍ سره کړې ده. د شيدا هغه شعرونه چې د څلورو يارانو مناقب پکې بيان شوي دي د مذهبي موضوعاتو ښه ترجماني پکې شوې ده.

شيدا د زړونو شاعر دی او د وخت په تېرېدو سره يې د شعرونو خوند لا هم د زیاتېدو په حال کې دی، د شيدا شاعري سره له دې چې کلاسيک دي خو اوس وخت کې هم صدق کوي.

د شيدا په شاعرۍ پوهېدنه يو څه ستونزمنه ده، دا ځکه چې داسې وييونه ، تشبيهات او استعارې پکې بیان شوي دي، چې لوستونکي د ډېر فکر په پایله کې په دې توانيږي، ترڅو د لفظونو مانا ته يې ورسيږي.

ما هم د شيدا له دېوان نه يو غزل باندې د څه ليکلو هڅه کړې ده. غزل يې په دېوان کې د (ب) په برخه کې لومړنی غزل دی. د دې غزل رديف (آب) دی، چې د هر بيت د دويمې مسرې په پای کې د (آب ) کليمه راغلې ده.

په لومړي سر کې د شيدا غزل لولو:

چې رېخته کا دا زما چشمان تر آب

لکه بحر شي دا درست جهان پر آب

په هوا کې دې قصور د پرواز نه کړم

که مې شي لکه سحاب بال و پر آب

د آفتاب چشمه يې مه بوله نادانه

ستا رخسار په انفعال کړ اخګر آب

په دولت شرم ساته شي راشه ګوره

هر ګز نه لري تري د ګوهر آب

لکه موج بې قرار کړم خپلو اوښيو

چې مې لاندې تر پهلو شه بستر آب

زمانې خسان بالا کړه تر کسانو

چې و خس ته فرو کړی دی سر آب

زړه مې سوړ د شعله رو په ديدن نه شه

که په شان مې شه د شمعې جګر آب

شيدا خپله چاړه ويني په اوبو کې

                                            که نن واخیست د تا نوي خنجر آب       ( د شيدا ديوان، ۱۱۴ مخ)

شيدا په پورته غزل کې بېلابېلو موضوعاتو ته اشاره کړې ده. دغه غزل هر بيت يې بېلابېل موضوعات په ځان کې رانغاړي.

شيدا د غزل په لومړي بيت کې خپله مايوسي او ناامېدي انځور کړی او هغه صحنه يې لوستونکي ته وړاندې کړې ده،  چې د يو غمجن انسان د حالت ښکارندويي کوي. په لومړي بيت کې شيدا خپلې اوښکې د بحر له اوبو سره تشبيه کوي او وايي چې  ما دومره وژړل چې زما له اوښکو نه دنيا ډکه شوه او بحر ترې جوړ شو.

شيدا د غزل په دويم بيت کې وايي: که زه څومره وژاړم فرياد وکړم، ناله او زارئ وکړم او خپل ځان لکه ورېځ اوبه کړم خو بيا هم نشم کولی هغه ځای ته چې زه غواړم ورسېږم او پرواز وکړم. لکه څنګه چې له ورېځه باران اوري شيدا هم ځان له ورېځې سره تشبيه کړې ده، چې ورېځ مشبه او خپله دی مشبه به دی او خپلې اوښکې يې له باران سره تشبيه کړي دي.

د آفتاب چشمه يې مه بوله نادانه                       ستا رخسار په انفعال کړ اخګر آب       (ديوان، ۱۱۴مخ)

دغه بیت کې شيدا خپل محبوب ته د نادان خطاب کوي او وايي ته خپل حسن د لمر سترګه مه ګڼه چې ما به وسيزې او په خپلو کړو او اعمالو به ما اوبه کړې.

يا په بل عبارت ستا حسن او د ښکلا جلوې  ستا عاشق داسې اوبه کړ او زما د مخ هغه سوروالی چې ستا د ښکلا د اغېز له امله راغلی و هغه دې په خپل حسن داسې سوړ کړ لکه څنګه چې اوبه د اور بڅري او سکروټه سړوي او د هغه سوروالی او د ګرمۍ تاو له منځه وړي.

شيدا د غزل د څلورم بيت په لومړۍ مسره کې وايي چې ته راشه وګوره چې دلته په دولت( دنيا، ښايست، مال، دارايي، ) باندې د انسان عزت او مقام لوړيږي او له انسان نه نېک او ښه کس جوړوي. که دغه شيان له انسان سره نه وي انسان هېڅ دی. بله مسره کې وايي( هرګز نه لري تري د ګوهر اب) قيمتي دانې او جواهرات په خپل ترکيب کې په طبيعي توګه څه اندازه اوبه لري، چې که دغه اوبه ترې بېل شي؛ نو د نوموړي دانې قدر او قيمت له منځه ځي همداسې انسان هم دی، که چېرې عزت او شوکت يې له منځه لاړ شي هغه قدر او قيمت يې نه پاتيږي.
دغه بيت کې شاعر انسان له ګوهر سره تشبيه کوي، چې ګوهر مشبه او انسان مشبه به دی او د تشبيه وجهه يې ارزښت دی.

شيدا د خپل غزل په پينځم بيت کې بلې موضوع ته اشاره کوي او وايي چې زه مې خپلو اوښکو بې قراره کړی يم کټ مټ د بهر دڅپو پشان. د بهر څپې هم کله پورته شي او کله د بهر سره يو هوار شي، شيدا وايي همداسې زه هم بې قراره يم او اوښکې مې له سترګو داسې جاري دي، چې زما تر څنګه د اوبو بستر جوړ شوی او زه مې په خپلو اوښکو کې غرق يم. شيدا په دغه بيت کې خپله ناهيلي څرګنده کړې ده د دې ناهيلۍ لامل يې يواځې شيدا ته معلومه ده او بس.

په ورپسې بیت کې شيدا وايي چې فلک او زمانه ډېر سپک، بد او شرير انسانان له ښو او نيک خويه انسانانو څخه په لوړه درجه کې ځای کړه او دغه خبره يې د سيند له خس سره تشبيه کړې او وايي داسې چې خس د خپل سپکوالي او کم وزنۍ له امله د اوبو سره ته راځي او دېر ښه او قيمتي ډبرې او نور د اوبو لاندې پاتې وي او دغه ناچيزه خس او خاشاک د اوبو په سر کې راځي همداسې زمانه هم خسان چې مطلب ترې بد خلک دي تر کسانو يعني ښو خلکو لوړ کړي دي. دغه بيت کې تشبيه هم تر سترو کيږي، چې خسان(بد خلک) يې له خس سره تشبيه کړې ده. په همدغه بيت کې استعاره هم کارول شوې، چې کسان( ښه خلک) يې د اوبو لاندې موجوداتو او قيمتي شيانو په مقابل کې استعاره ده.

په بل بيت کې شيدا له يوې بلې زوايې نه خبرې کوي او وايي زما زړه د شعله رويو په ديدن سوړ نشو. يعني څومره چې زه د خپل محبوب\ محبوبې سوزونکي او برېښوونکي حسن ته ګورم لا مې هم زړه ترې نه مړيږي او د ليدو تږی يې يم او ورځ تر بلې مې د ليدو تنده دوه چنده کيږي.

زه چې څومره د خپل يار د ښايست جلوې وينم لکه شمعه مې جيګر اوبه کيږي. شمعه چې څومره سوزي هماغومره ويلي کيږي شاعر دلته هم ځان له شمعې سره تشبيه کړې ده.

شيدا د غزل په اخري بيت کې وايي:

شيدا خپله چاړه ويني په اوبو کې

که نن واخيست د تا نوي خنجر اب                        (ديوان، ۱۱۴مخ)

دغه بيت کې ارسال المثل صنعت هم کارول شوی. متل دی، چې يو کس وايي( زه خپله چاړه په اوبه کې وينم) يعنی ماته زما لياقت او کړنې پخپله مالوميږي. دلته شيدا هم وايي چې شيدا خپله چاړه پخپله اوبه کې ويني. ماته مې خپل ځان معلوم دی که ته نن هر څه وايي ووايه تا نن ( خپله چاړه په اوبو کې لېدلې ده) يعني هر چاته د خپلو کړو وړو پته لګي.

کاظم خان شيدا په پورتني غزل کې بېلابېلو موضوعاتو ته اشاره کړې ده او د غزل هر بېت يې يو نوی موضوع بيانوي، د شيدا په پورتني غزل کې د هندي سبک ځانګړنې ليدل کيږي. شيدا خپلو ټولو اشعارو کې د لفظونو لپاره د قريبې مانا ترڅنګ بعيدې ماناوې هم ټاکلي. یعني زياترو بيتو باندې د ډېر تفکر په پایله کې د لوستونکي سر خلاصيږي. شيدا د هندي سبک په پيروۍ شاعري کړې ده او دغه شاعري يې خپل خاص خوند او رنګ لري.                          پای

۱ـ  شيدا، کاظم خان، ديوان، چاپ حنيف خليل،۱۳۸۴ل. دانش خپرندويه ټولنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب