سه شنبه, مې 7, 2024
Homeټولنیزد اوس وخت شعوري او لا شعوري تجربې

د اوس وخت شعوري او لا شعوري تجربې

د اوس وخت Present moment ، شعوري او لاشعوري تجربات Mindful and Unmindful experiences
لیکوال: محمد خالد

مونږ د انساني طبعیت لۀ امله همېشه یا ډېری وخت د اوس (لحظه پۀ لحظه روان وخت) پر ځای یا پۀ تېر کې ژوند کوؤ او یا د راتلونکي پۀ اړه فکر او سوچ کوؤ. یانې مطلب دا چې کوم اوس وخت روان دی ، مونږ یې پۀ لاشعوري ډؤل تجربه کوو. که لږ یې ښۀ روښانه کړم ، هاغه دا چې مونږ “اوس” د مغزو د هغو برخو پواسطه کنټرؤلو کومې چې لاشعوري عملونه سرته رسؤي. پۀ عین حال کې کله چې مونږ “اوس” پۀ لاشعوري ډؤل تجربه کوو ، مونږ پۀ ذهني ډؤل د ماضي یا د راتلونکي پۀ اړه سوچ او فکر کوو، چې ډېری وخت  د ماضي ترخې تجربې پخپل ذهن کې اړو راړو او یا هم د راتلونکې پۀ اړه فکر کوو ، چې ډېری وخت دا فکر د هغه ممکنه خطراتو او ستونزو پۀ اړه وي ، چې ۹۰ سلنه نۀ پېښیږي. دغه کار مونږ پۀ جنیټیکي ډؤل د خپلو ابا او اجدادو څخه پۀ میراث وړو. د ډاروین د ایولوشن د تیوري لۀ مخې مونږ دا کار ځکه کوو ، ځکه چې زمونږ ابا او اجدادو د پایښت لپاره همداسې چلند ته اړتیا درلود. میلیونونو کاله دمخه زمونږ ابا او اجدادو پر ځای د دې چې پۀ ونه کې خوندورو انګورو ته پام کړی وی ، هغه خوړؤنکي زمري ته ډېر پام کؤلو، کوم ته چې بې پامي د دوی لپاره د مرګ پۀ بیه تمامېدای شؤی. وروسته د زمري د ممکنه ګواښ د ختمېدو هغوی کولای شوی، چې پۀ ونه کې خواږه انګور وخوري او خوند تر واخلي. د وخت پۀ تېرېدو که څۀ هم وضعیت بلکل هماغسې ندی ، ولې دا انساني اپروچ دومره نده بدل شوی او همداسې به د جینونو لۀ لاره راتلونکو نسلونو ته هم ولېږدؤل شي. مونږ نن هم ډېری خواږه نعمتونه او شیان پخپل شاوخوا کې لرو ، ولې زمونږ ذهن پر ځای د دې چې پۀ دې شیانو فوکس وکړي ، د تېر مختلف خاطرات یاد ته راوړي او یا د راتلونکې داسې یؤې ستونزې تصویر خپل ذهن کې جوړؤي ، چې ډېری وخت نۀ پېښیږي. همدارنګه مونږ پۀ همدا لحظه کې خپل چای څکو ، هیڅ ستونزه نۀ لرو او کچېرته خپل ټول ذهن دلته راټول کړو او خپل چای څکل پۀ شعوري ډؤل تجربه کړو ، نو یو خوند به حس کړو چې هیڅکله مو مخکې نۀ وو تجربه کړی او که دې وخت کې مونږ د ماضي یو ترخه تجربه خپل ذهن ته راؤلو ، نو بغیر لۀ کومې شته ستونزې به د ژور خفګان او سټرس احساس وکړو. دا چې ولې د یؤې ترخې تجربې پۀ رایادؤلو مونږ پۀ خفګان کې اخته کېږو ، ان شاءالله د لیکنې اخر کې به پرې وغږېږو.

پۀ دې اړه یو غربي عالم بیا ډېر ښۀ وایي : زۀ پۀ ژوند کې لۀ ډېرو هغو ستونزو کړېدلی یم، کومې چې ډېری وخت هیڅ واقعې شؤي نۀ دي.
اوس به ستاسو لپاره دا پورته پېچلې خبرې پۀ یؤه ساده عملي بېلګه کې روښانه کړم.
مونږ هر وخت لمونځ کوو، ولې د لمونځ د بشپړېدو څخه پس ډېری وخت مونږ نۀ پوهېږو، چې مونږ الحمدلله څنګه وؤیله ؟ پۀ لومړي ، دویېم او دریېم رکعت کې مو د قرانکریم کوم سورت تلاوت کړ ؟ او همداسې نور ډېرې برخې مو څنکه وؤیلې او لمونځ مو څنګه بشپړ کړ؟
اوس که پورتنې مثال ته وګورو ، نو ښکاره به پوه شو چې مونږ لمونځ کړی ؛ ولې د لمونځ دا تجربه یو لاشعوري تجربه وه ، چې مونږ یې پۀ اړه هیڅ مالومات نۀ لرو. ولې د دې تر څنګ تاسو کؤلای شئ دا پۀ یاد راوړئ، چې تاسو د لمونځ پۀ مهال کوم فکر کؤلو. همدارنګه پدې به هم پوهېږئ ، چې دا فکر د تېر مهال پۀ قید کې وو او که د راتلونکي ممکنه واقعیاتو پۀ اړه وو.
کولای شئ دا همدا اوس هم تجربه کړئ ، ځکه دا یو لمونځ نۀ ده، چې زمونږ لاشعور یې کنټرولؤي ؛ بلکې زمونږ د ورځني ژوند ۹۵ سلنه یا لۀ دې هم ډېر تجربات لاشعوري دي (لاشعور یې کنټرولؤي). تاسو به ډېر کم وخت ځان مینځل، پۀ ښکلي ځای کې قدم وهل او یا مطالعه شعوري تر سره کړي وي. د دې لیکنې تر لوستلو پس کؤلای شئ، ډېری کارونه شعوري تجربه کړئ او هاغه خوند احساس کړئ ، کوم مو چې د دې کار پۀ لومړي ځل تجربه کؤلو احساس کړی وو.د دې مسئلې تاوان پۀ څۀ کې دی؟
ما چې پۀ دې اړه څومره اوریدلي او لوستلي ، دا ورځنی عمل د انسان د ژوند لپاره ډېر زیات غمجن او ګؤاښؤنکی ده ، چې لۀ بدمرغه مونږ ترې بیخي مالومات نۀ لرو. پۀ بهرنۍ نړۍ کې اوسمهال پۀ ده اړه لسګونه زره ساینټفیک ریسرچونه شؤي ، چې پۀ اړه یې د انسانانو لپاره انبار انبار مالومات تیار کړي او پۀ دې اړه پۀ یوټیوب او داسې نورو ویبسایټونو کې بې ساري ویډیوګانې هم شته، چې کؤلای شئ وې ګورئ او ګټه تر واخلئ.
د اوس لپاره د دې عمل ځینې تاوانونه ستاسو مخ ته ږدم او اخر کې به دا هم روښانه کړم، چې څنګه کؤلای شو پۀ ارام ارام دا عمل پۀ خپل ورځني ژوند کې راکم کړو او لۀ تاوانونو یې ځان وژغورو. مخکې لدې چې دا تاوانونه وپېژنو او د شعوري او لاشعوري تجربې ترمنځ دقیق توپیر وکړو ، نو اړتیا ده د دماغو درې برخې هم وپېژنو.
د دماغو لومړۍ برخه چې “سټیم برېنBrain Stem” ورته وايي او تر ټولو پخوانۍ برخه ده چې زړښت یې ۴۰۰ میلیونه کاله لرغونتوب ته رسیږي. دا برخه د ملاتیر د دماغو سره نښلؤي، بدن کنټرؤلؤي او د وېرې پر وخت د اړتیا وړ غبرګون تر سره کؤي.
دویېمه برخه چې ټول تي لرونکي یې لري “لیمبک سیستم Limbic system ” ورته وایي، چې Emotional mind یا د احساساتو دماغ هم ورته وایي. دا برخه مختلفې بدې او ښې خاطرې ساتي، اتومات عملونه تر سره کؤي او همدارنګه د سټیم برین سره پۀ ګډه هر ډؤل احساسات رامنځته کؤي.
دریېمه برخه چې ” pre frontal cortex” ورته وایي، چې ډېره اړینه دنده لري. دا برخه د احساساتو د کنټرؤلو دنده تر سره کؤي، یانې سټیم برین او لیمبک سیسټم مدیریت کؤي.
اوس راځو تاوانونو ته!
لومړی تاوان چې دا عمل زمونږ بدن ته یې رسؤي دا ده ، چې کله هم مونږ د ماضي یؤه ترخه تجربه پخپل ذهن کې بیا تکرارؤو، زمونږ دماغ اتومات د کورټسل او اډرینالین هورمونونه افرازؤي، چې پۀ پایله کې یې زمونږ د بدن د شکرې کچه ، د وینې فشار، د کولیسټرولو کچه لوړیږي او مونږ لۀ ذهني فشار او خفګان سره مخ کېږو. همدارنګه د دې هورمونونو افراز د بدن دفاعي سیسټم هم کمزوری کؤي، چې بدې پایلې لرلي شي. ځینې وخت مونږ چې کله بغیر لۀ کومې بدې پېښې خفګان او ذهني فشار احساسؤو، لامل یې د همدې هورمونونو افراز ده چې زمونږ دماغ یې د تېرې ترخې تجربې پۀ تکرار سره تولیدؤي.
دویېم تاوان یې دا دی چې مونږ نشو کؤلای د مطالعې یا بل کوم کار لکه ډوډۍ خوړؤلو پر مهال خپل فکر منظم کړو او پۀ هماغه اوس کوؤنکي کار یې راټول کړو او د فکر دا پاشلتیا ډېری وخت ستاسو د یو کار ګټورتیا لۀ منځه وړي. د بېلګې پۀ ډؤل تاسو مطالعه کؤئ خو که فکر مو راټول نۀ وي، نو د مطالعې څخه سل سلنه ګټه څۀ چې دېرش سلنه ګټه هم نشئ اخیستی. څومره مو چې فکر پاشلی وي همغومره مو د مطالعې څخه ګټه نۀ شئ اخیستی. همدارنګه د خوړو پر وخت د فکر پاشلتیا کؤلای شي ستاسو هاضمي سیسټم ته د خوړو د هضم پۀ برخه کې ستونزې جوړې کړي.
دریېم ستر تاوان چې دا عمل یې انسانانو ته رسؤي دا دی چې تاسو د ژوند نه خوند او رنګ ورکؤي. مونږ ډېری وخت ښکلي ښکلي شیان وینو ، ولې هاغه خوند نشو تر اخیستی کوم چې د هغې شي پۀ شعوري تجربه کؤلو مونږ ته میلاوېدای شي. یو ښایسته ګلاب ، ښکلی شین ځای او همدارنګه ډېری شیان که پۀ شعوري ډؤل تجربه کړئ ، تاسو به پوه شئ چې پۀ احساس کې دا دومره ستر بدلون ولې؟ او هاغه به یوازې دا وي چې تاسو همدغه څیز مخکې پۀ لاشعوري ډؤل تجربه کؤلو.ولې پۀ لومړي ځل د یو شي لیدل یا اورېدل ډېر خوندور او له لطفه ډک وي ؟
څلورم تاوان چې زۀ فکر کوم دا عمل یې مونږ ته رارسؤي ، دا دی چې مونږ لۀ نوښت ، ځراکت او فلسفي لید(د هېښتیا لید) څخه محرومؤي. تاسو به لوستي وي ، چې ماشومان د هېښتیا لید لري چې فلسفي انسان ورسره دا خوی ګډ لري. د ماشوم د هېښتیا دا لید بل څۀ نۀ دي ، بلکې د نړۍ او پدیدو یې شعوري تجربه کؤل، چې بیخي متعجب او بدله ده ، لۀ هغه څۀ چې ما او تا یې تجربه کوو. بل ډېری وخت مونږ پخپل شاوخوا کې ډېری شیان عادي ګڼو ، ولې که ورته دقیق متوجې شو ، نو باور لرم چې ډېری نوي شیان به پکې وؤینئ ، چې دا کار نوښت ته لار هوارؤي.
پنځم تاوان چې فکري پاشلتیا او دا عمل یې مونږ ته رارسؤي دا دی ، چې دا د دماغو هاغه برخې قوي کؤي ، کوم چې د احساساتو او اتوماتو عملونو لپاره مسؤولې دي، چې هغه برین سټیم او لمبک سیسټم ده او ورسره د دماغو هاغه برخه کمزورې کؤي کومه چې د احساساتو د کنټرؤلولو لپاره مسؤوله ده. پۀ دې اړوند که تاسو یوګیان (هغه خلک چې د فکر د متمرکز کېدو تمرینات کؤي) وګورئ نو پوه به شئ چې هغوی ولې ډېر زیات ارام او احساساتي نۀ وي!
دا وو هاغه څو تاوانونه چې ما اړین وبلل تر څو ورونه پرې پوه شي. نور تاسو کؤلای شئ پۀ مختلفو ویبسيتونو، کتابونه او مجلو کې وګورئ. ان شاءالله پۀ بل مقاله کې به د دې عمل د مخنیوي او راکمؤلو پۀ تمریناتو خبر وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب