(پر تناره ولاړي پېغلي
ډوډۍ دي نه خورم د ديدن وږى دي يمه)
تنور او پر تناره ډوډۍ پخول د پښتني ژوند يو انځور دى. لومړى تنور سور کيږي بيا پرې ډوډۍ پخوي. د تناره په ډوډۍ پخولو کي ځيني نجوني/ پېغلي دومره باکماله وي، چي خاص نوم لري او په ټول کلي کي مشهوره وي.
ځکه خو یې صفت کيږي چي وايي:
لېونۍ بيا تنور لمبه کړ
د ډوډۍ ټپ ئې څوارلسم کلي ته ځينه
د تناره اور لېونى اور دى، سرکښي لمبې دي. مين د تناره لمبې او تېز اور ليدلى دى. وېره لري، چي هسي نه د معشوقي زلفي مي وسوځي، عمر به مي کم شي. د اوربل څوکو ئې د تناره اور لېونى کړى دى، چي سرکښي کوي. مين/شاعر په شاعرانه او جانانه انداز خپله وېره او غوښتنه د لنډۍ په ژبه خپلي معشوقې ته داسي وايي:
(پر تناره مه ورغوړېږه
د اوربـــل څوکي به دي اور وسوځوينه)
د مين/شاعر پر خپلي معشوقې د تناره اور او لمبې نه پيرزو کيږي. زړه ئې نه مني او نه غواړي چي تنور لمبه کړي. د تناره لوګى ئې سترګي لندې کړي او د تناره په لمبو توره شي.
ځکه وايي:
(زما شينو سپينه سپوږمۍ ده
چي د تنور لمبو ته ځي توره به شينه)
تر دې چي دې قربانۍ ته هم تيار دى:
(زه به نوکره ورله بوزم
خو شينوګۍ دي تنور نه لمبه کوينه)
پر تناره پېغلي د زړه خواله هم کوي، له يوې بلي سره خپل رازونه شريکوي. ميني پر تناره له نورو پېغلو/نجونو د خپل مين د ښايست، ميني، وفا، ننګ او پښتني خويونو صفتونه اورېدلي دي، خوشحاله شوې ده، ځکه په هسک سر ئې ويلي دي:
(تر نري برېتو دي مور جار شه
پر تناره دي جنکۍ صفت کوينه)
يا د تناره پر سر د خپل مين ذکر کوي. د مين يادونو مشغوله کړې ده. سوچ او فکر به ئې چيري و، چي لوپټه ئې سوې او په دې ټپه کي انځور شوې ده.
(د لوپټې پلو ئې وسو
پر تناره ما يادوي ټپې کوينه)
دا لنډۍ دي هم ورسره وي چي د ښځينه احساس، د پښتني ميني د بېوسۍ او مجبورۍ ښه انځور دى. د يوې پښتنې پېغلي د زړه هغه اواز دى، چي ښکاره نشي ويلاى. د تناره د سرکښو لمبو سره ئې په زړه کي د ميني اور هم بل دى. په پټه خوله هر څه زغمي. خپله لېونۍ مينه، بېوسي او د خپل لالي يادول داسي وايي:
(پر تناره راته يادېږې
ډوډۍ مي سوځي مور مي شنه په لښتو کړمــه)
دا ټپې دي هم راسره ولولئ.
د خوست ګرمي، د تنور غاړه
د ټينګي نه يم، رنګ مي ژېړ د پاڼي شونه
خدايه، نرى نرى باران کړې
ليلا تنور لمبه کوي تږې به شينه
په تناره کي مي حلال که
چي سر و کال دي ډوډۍ سرې په وينو شينه
که د اختر په شپه رانغلې
زه ګلابي جوړه په اور کي سوځــومـه
د بني ږغ دي راباندي وشـو
لکه ډوډۍ پر تناره وسوځېدمه