د کافی په پیاله کې یې کاچوغه ورو ورو وهله. ما د رستورانت له کړکۍ دباندې باران ته سترګې واړولې.
دې لا کاچوغه خوځوله. ورته ومې ویل:
-په څه چرت کې یې؟
-ډیره خرابه ورځ ده
– څه شوي؟
د اورسۍ خواته یې لاس ونیو. که ما د دې پیاله نه وای نیولې کافي به یې اوښتې وه. دې وویل:
-باران باران باران، پرون هم باران
-همدې ته دې زړه په تنګ دی؟
د کافي ځګ یې په کاچوغه پورته کړ:
-خود نور به نو څه کیدل نن چې له خوبه راپاڅیدم ټکه ټکه ټکه اوف مې کړل خدای هم زموږ غږ نه اوري
-چې لمر وي نو څه به وشي؟
-سهار چې لمر وي زه بالکون ته وځمه بیا ټوله ورځ راباندې ښه تیریږي
زما تر سترګو د نن سهار خبر تیر شو چې په کابل کې د وچکالۍ له امله د مځکې لاندې اوبه درې متره ټیټې شوې دي…..
دې مې لاس وخوځاوه، په خندا یې وویل:
-کافي دې سړه شوه
پیاله مې راپورته کړه، دې چترۍ پر سر پرانیسته، ووته. ما د کافي شاپ پر شیشې د باران څاڅکو ته کتل چې شیوه کیږي. موبایل مې ورته ونیو، عکس مې واخیست. د کابل له یوه عکس سره مې یوځای کړ، فوټو شاپ عکس مې فیسبوک ته پورته کړ.
باران لا وریده. کافي یخه پخه شوې وه، د څښلو نه وه په رکابۍ کې د پیالې د ایښودلو له ټک سره د موبایل تړنګ شو. د خپاره کړي عکس لاندې یوه لیکلي و شکر چې دعا مو قبوله شوه چې په کابل کې باران اوري.
پراګ