دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهښکلا، مينه او وروسته پاتې ملتونه/ ارشد محمود

ښکلا، مينه او وروسته پاتې ملتونه/ ارشد محمود

د ښکلا او مينې دواړه کلمې له جغرافيوي او زماني حدودو پرته له بشري تمدن سره داسې تړلې او اخښلې را روانې دي، چې نه ښکلا ته پر انساني تمايل او نظر بنديز لګول شوى او نه يې زړه د مينې له احساساتو خالي کړاى شوى دى، نو ګواکې ښکلا خوښول او د مينې احساسات په طبيعي توګه د انسان په سريښته کې شامل دي. په اصل کې د انسان ټول کړه وړه او بوختياوې د ښکلا او مينې په اساساتو ولاړ وي. انسان خپلې بوختياوې يوازې تر ځانساتنې او ځان ژغورنې پورې محدودې نه ساتي، هغه د خپلو اساسي اړتياوو تر پوره کولو وروسته هم خپلو توليدي هڅو ته دوام ورکوي او هر څه د ښکلا له قوانينو سره سم عياروي.

که لږ ځير شو نو داسې ښکارېږي لکه د طبيعت ښکلوکې چې د انسان په بڼه خپل يو مين پيدا کړى وو، چې له لومړۍ ورځې لا د خپلې معشوقې په همېشنۍ موندنه پسې لالهانده شو. د غالب په وينا:

دہر جز جلوۀ یکتائیِ معشوق نہیں

ہم کہاں ہوتے اگر حسن نہ ہوتا خودبیں

نو انسان چې هر څه خلقوي، هغه د ښکلا او حسن هغه معيار ته رسول غواړي، چې دى پکې د خپل محبوب عکس وويني، خو چې پر دې معيار يې هم زړه ډاډه نه شي، نو ډېر ژر هغه بيا بدل کړي او لا نور يې ښکلى او ښه کړي، په همدې ډول په بشري تمدن کې د ودې او تکامل سفر دوام لري، نو يو ملت چې هر څومره د طبيعت د حيرتونو او ښکلاګانو په ژورتياوو کې لاهو وي، هغومره د طبيعت شاپېرۍ پر هغه ملت باندې د خپلو پېرزوينو باران اوروي او د هغوى ژوند له ښکلاګانو او برياليتوبونو ډکوي.

د خداى، کاينات او انسان  تر منځ ګډې اړيکې تل د بشر د فکر اساسي موضوعات اوسېدلي دي. په اروپا کې چې ساينس وده وکړه او د کاينات له پټو ښکلاګانو پردې پورته شوې، نو ساينس خو په دې وينا سره دا بحث پاى ته و رساوه، چې کاينات او انسان دواړه له يوې مادې خلق شوي دي، فقط بڼې يې بېلې دي او د مادې خوځښت د بدلون د قوانينو تابع دى، چې په معروضي ډول د کوم مافوق الفطرت ځواک له دخالت پرته فعال دى، خو د ساينس دا موقف زموږ غوندې وروسته پاتې ملتونو د ذهني سويې لپاره د پوهېدو وړ ثابت نه شو، سره له دې چې په موږ کې د صوفيانه تفکر يو ځلاند روايت موجود وو، چې له دې معما څخه په را وتلو کې يې زموږ مرسته کولاى شواى. صوفيان د خالق او مخلوق د بېلوالي (Separation of Universe and Creator) منلو ته تيار نه وو، ځکه چې د روايتي مذهب تصور نه يوازې د کاينات د توحيد تصور ټوټې ټوټې کوي، بلکې د خداى د لامحدوديت (Infinite) تصور ته هم زيان رسوي، همدا سبب وو چې صوفيان پر وحدت الوجودي عقيده ټينګ پاتې شول. هغوى به ويل چې په هر شي او هر بنده کې د خداى جلوه موجوده ده. زموږ د مذهبي روايت “نه شته موجود پرته له هغه” او د ساينس د موقف تر منځ دومره توپير نه شته، څومره چې ملا ته ښکارېږي. ساينس هم همدا وايي چې “نه شته موجود پرته له هغه”، د دې مانا دا شوه، چې کوم موجود دى، هغه خو هماغه دى. ساينس هم د توحيد خبره کړې ده. د ساينس او صوفييزم  له اختلاط (Synthesis) سره يوې خواته د مادي پرمختګ او د کاينات د تسخير په عمل کې زموږ فکري اندېښنې ورکېداى شواى او بل دا چې په موږ کې به روحاني خلا هم نه پيدا کېدلاى.

نو په ماده او ماديت کې هيڅ بدوالى نه شته، که چېرې ښکنځل واى، نو «طبيعت» به خپل سر تر پايه ټول اظهار يوازې د مادې په بڼه او په ماده کې دننه ولې کولاى؟ مادي کاينات ته په ور کوزېدلو سره طبيعي قوانين را برسېره کېږي، د کاينات د تسخير عمل پيلېږي، نو ګواکې انسان خپل کلُ او مطلق وجود ته نژدې کېږي. د دې په نتيجه کې په دنيا او اخرت کې، يانې د نن او سبا سرلوړي او سوکالي د خلکو په برخه کېږي، چې پرمختللي ملتونه ترې برخمن دي. د هغوى چاپېريال، استوګنه او د ژوند کړه وړه او معيار و ګورئ، هر لور ته يې ښکلا ليدل کېږي. هغوى چې څه شى هم جوړوي، د کمال اوج ته يې رسوي. زموږ شيان بدخونده او بدرنګه ولې دي؟ ځکه چې د ښکلا له ذوقه بې برخې نظرونه او مينه  مو د دې سبب شوي، چې له تعهده پرته په مړو زړونو کارونه کوو. هسې په خوله خو خداى له ښکلا سره تعبيروو، په داسې تفکر سره خو نو پکار دا وه، چې په ټولنه کې مو د ژوند هغه فلسفه دود واى، چې که موږ هر څومره ښکلا ته تمايل پيدا کوو يا چې هر څومره مو چاپېريال ښکلى کوو، همدومره بايد پخپل باطن کې الهامي درک او بصيرت احساس کړو، خو عجيبه غميزه ده، چې کوم ملت په پاتوالي، بېوزلۍ،جهالت او چټلتيا کې څومره مخته وي، هغومره هغه “خداى” ته د نژدېوالي ادعا کوي. زموږ په ټولنه کې د داسې خلکو کمى نه شته، چې خپله بڼه او قواره بدرنګه کړي او ځانونه د خداى استازي ګڼي.

د ښکلا احساس او د ښکلا ذوق هم د ژوند د مبارزې له تدريجي پرمختګ سره سره وده کوي. د انسان د ښکلا د ذوق سرچينې موندل د ټولنيزو علومو مرستې ته اړتيا لري، د ښکلا ذوق ټول په ټوله وجداني، داخلي او شخصي نه شي ګڼل کېداى. له اقتصادي اړخه وروسته پاتې ملتونه نه يوازې د ښکلا د احساس او ذوق په وده کې تر شا پاتې شي، د مينې احساسات هم يا خو بېخي پکې و ځپل شي يا د جزا وړ و ګڼل شي او هغه ټولنه د فيض د دې خبرې ژوندى عکس وګرځي:

جو کوئی چاہنے والا طواف کو نکلے

نظر چرا کے چلے، جسم و جاں بچا کے چلے

د يوې ټولنې د پرمختيا د اندازه کولو لپاره هغې ټولنې ته له دې اړخه هم کتل کېداى شي، چې د ښکلا خوښونې ذوق او احساس پکې څومره اخښلى دى او هغه ټولنه تعهد ته په کومه سترګه ګوري. مينه انسان ته وفا ور زده کوي، هوډ او تعهد دي ټينګوي او په هر حالت کې تر يو چا ځارېدل در زده کوي. په مينه کې يو داسې بېسارى احساس موجود دى، چې بشري تهذيب يې د کرکې په تيارو کې له ورکېدو ژغورلى دى. مينه انسانان سره يو کوي او د سيمې، مذهب، رنګ، نژاد او طبقې ټول توپيرونه او بېلتونونه له منځي وړي. دا هغه کار دى، چې غټو غټو فلسفو، اديانو او ازمونو ونه کړاى شواى.

زموږ په ټولنه کې له يوه هدف سره په اخلاص متعهد اوسېدل لېونتوب ګڼل کېږي. مينه سړي ته د اخلاص درس ورکوي، يوه ټولنه چې له مينې تشه وي، نو هلته د انسانانو خرڅېدل، له خپلې خبرې اوښتل او دوه مخي د خلکو په خټه کې اخښلي وي. د درېيمې نړۍ شاته پاتې ټولنې د دې ژوندى او څرګند ثبوت دى. د علم له رڼا بې برخې او شاته پاتې ټولنه له ذهني، کلتوري او روحاني پلوه هم همدومره پاتې وي، څومره چې له مادي پلوه شاته پاتې وي. په داسې ټولنه کې نه يوازې د ظرافت او ښکلا حس ختم شي، بلکې ښکلادښمني يې هم د کلتور برخه شي، ځکه نو په داسې ټولنه کې له هر ښکلي شي سره اختلاف کېږي او د لطيفو هنرونو له ټولو څانګو سره د دښمنۍ چلند وده کوي. په داسې ټولنه کې د رنګونو ژبه مصوري، د اندامونو شاعري نڅا، د خلاقيت انځورګره مجسمه جوړونه، په غوږونو کې شېريني څڅوونکې موسيقي او د تمثيل هنر ټول د فحاشۍ سبب او حرام وګڼل شي، مګر په دغو پاکو او مقدسو ټولنو کې د کوم زورور له خوا په کوڅو کې يوه مظلومه ښځه لوڅه ګرځول، په حکومتي زندانونو او توقيف ځايونو کې د مجبورو او خوارانو عزتونه لوټل، د عصمتونو بازارونه تودول، لوړو او اشرافي طبقو ته د “جنس” ور انتقالولو ازاده تبادله، د خلکو د ژوند او مال نه خونديتوب د معمول خبرې دي او حاکمان تل په دې فکر کې اندېښمن وي، چې د تلويزون ممثلينو ته په کتلو سره خو به يې د ولس اخلاق نه خرابېږي!؟.

شاته پاتې ټولنې د محدودو نظرونو او سطحي فکر ټولنې وي، چې هره کلمه پکې له ډېر محدوديت سره خپله مانا و بايلي. په داسې ټولنه کې د اخلاقو، درنښت او نجابت د ساتنې ادعا کېږي، چې اصولو او اخلاقو پکې ساه ورکړې وي. په تلويزوني پروګرامونو کې ښځينه کرکټرونه په ټيکريو کې نغښتې د زړو اناګانو غوندې جوړول په اصل کې د اخلاقو پالنه نه، د ښکلا او ځوانۍ دښمني ده. دوى ډارېږي چې داسې نه په خلکو کې د ښکلا خوښونې احساس را و زېږي او هغوى د ښکلي او له رنګينۍ ډک ژوند غوښتنه وکړي، هسې نه هغوى دا پوښتنه وکړي، چې زموږ جامې ولې زړې او شړېدلې دي، زموږ کلي کوڅې ولې له کثافت او ګندګۍ ډکې دي او زموږ په چاپېريال کې ولې بېسوادي خپره ده؟

د ځوانۍ زمانه په طبيعي ډول له ښکلا سره تړلې وي او ځوانان د نوي عصر استازي هم وي، ځکه نو د تيارو استازې ډلې تر هر چا لومړى له ځوانانو په وېره کې وي، په همدې خاطر دوى ځوانان په بېلابېلو مقدسو شعارونو تېرباسي، په افراطي او فرقه ييزو ډلو کې يې ښکېل کړي، د دې لپاره چې طبيعت په ټولنه کې د ځوانانو په بڼه د بدلون کوم زړي را ټوکوي، هغه شنډ کړاى شي او بيا همدغه ځوانان د ژوند پر لاره تر لږ مزل وروسته د همدغو زړو او ورستو ارزښتونو ساتونکي شي. د تيارو ډلو هدف همدا وي، چې ټولنه د جهالت له تيارو را ونه وځي. په ټولنه کې د جنس په اساس بېلوالي او تفکيک ته په وده ورکولو سره د عالي ظرفۍ او تهذيب د ودې مخه نيول کېږي. په ټولنه کې له ټولنيز پلوه د ښځې او نارينه بېل بېل ساتل د تهذيب سپکاوى او د انساني کرامت خلاف کار دى. د جنس له پلوه متفاوتې ټولنې زياتې اخلاقو ته ژمنې او متمدينې وي. د مساوي ټولنې مانا دا ده، چې انسان متمدين دى، د ځنګلي خويونو تمه ورڅخه نه شي کېداى، خو برعکس د نارينه او ښځې پر بېلتانه د ايمان لرونکو په تحت الشعور کې نن هم ځنګلي انسان اوسېږي. هغوى فکر کوي چې که مازې د نارينه او ښځې تر منځ ټولنيزو اړيکو ته اجازه ورکړل شوه، هغوى به بې توپيره په جنسي اختلاط اخته شي. داسې خلک چې انسانان د ځنګل حيوانان او ځناور ګڼي، څنګه به له عالي روشونو او تمدن برخمنې ټولنې اساس کښېږدي؟ د حيا او پاکلمنۍ د اجاره دارانو ذهني پاکۍ ته فکر وکړئ، چې دوى انسان د انسان، ښځه د ښځې او نارينه د نارينه په صفت نه پېژني، بلکې هغوى ته د خپلو جنسي عضوياتو له نظره ګوري.

مادي پرمختګ او کلتوري وده په متقابل ډول يو له بل سره تړلي دي، که موږ د مادي پرمختګ ارمانجن يو، نو د نوو ارزښتونو را زېږېدل پر ځاى غوښتنه ده. دا د تاريخي عمل خلاف خبره ده، چې موږ دي د يوې عصري صنعتي ټولنې هيله هم وکړو او د زړې فيوډالي ټولنې اخلاقي روشونه دې هم ژوندي و ساتو. ساينسي فکر د لامحدوديت پر لور د مزل کولو او ژورتياوو ته د ور کوزېدلو نوم دى. د څاهانو چونګښې ځانونه بې پايه سمندرونو ته نه شي سپارلاى. موږ هم اړ يو، چې د اروپا غوندې رينېسانس (renaissance) او د روشنګرايۍ دورې راولو، چې په هغه کې د متمدين او مولوي ټولنيز رول محدود شي او په ازادۍ سره د فکرونو خپرولو ته نوبت ورکړل شي، چې د صنعتي ټولنې او د هغې کلتور ته لاره هواره شي.

موږ ټولنه له طبقاتي پلوه په درو برخو وېشلاى شو. لوړه، منځنۍ او کښته خواريکښه طبقه. لوړه طبقه چې د خپلو وسايلو، شتمنۍ او زور په وسيله پخپله خوښه د ژوند تېرولو وس لري. دغه طبقه چې ولس ته د نظافت او اخلاقو کوم درس ورکوي، پخپله د دوى ژوند ورنه مستثنى وي. هغوى د چا له کوم دخالت پرته د ژوند له رنګينيو او رڼاګانو خوندونه اخلي، خو د دوى برعکس کښته طبقه د ژوند له ښکلو فکرونو هم بې برخې شوې وي. پاتې شوه منځنۍ طبقه، چې د ټيټې طبقې بدبختي هم پخپلو سترګو ويني او د لوړې طبقې له هوسا ژونده هم خبر وي، هغوى يوې خواته په دې وېره کې وي، چې په ټيټه طبقه کې ونه شمېرل شي، بلې خواته په لوړه طبقه کې د ګډون ارمانجن وي. د هرې ټولنې فکري او علمي شتمني د همدې منځنۍ طبقې د زيار ثمره وي. ښکلا او مينې ته دوى اساسي اړتيا لري. د ټولنې له پرلپسې ودې، خوشالۍ او ښايست سره مستقيماً د دوى ګټې تړلې وي. نن زموږ ټولنه د ښکلا دښمنو تيارو ډلو د بدنامۍ په لومو کې ښکېل ده. روشنګرايي، عقليت، حکمت او تحقيقي تنده د مذهبي لېونتوب په وړاندې ساه ورکوي. که د بې ضرره خوشاليو يا ښاديو محفلونه وي، که د پسرلي يا د نوي کال جشنونه وي، که کوم کنسرت وي يا ورور او خور پاپ موسيقۍ ته يو ځاى سندره وايي يا د کوم کور په انګړ کې کلاسيکه نڅا يا اتڼ کېږي، نو لېوني افراطيان به له کلاشنکوف سره ورته راشي او وبه يې ګواښي. نن د وخت اړتيا ده، چې د منځنۍ طبقې پوه او ځيرکه طبقه بايد ټولنه له تحمل، ظرافت او تهذيب سره اشنا کړي. د ژوند او د ژوند د ښکلا مينان تل له بدرنګۍ، تيارې، کرکې، پستۍ او بې انصافۍ سره په جګړه بوخت اوسېدلي دي. د ځانخوښۍ، جنګسالارۍ، قوميت او وطنپالنې په اساس کرکه، بې حسي او جهالت ټول د ژوند په ښکلا داغ پورې کوي. انسان له وحشته را وتلى بشريت يې خپل کړى وو او د انسان جوړېدو په هڅه کې يې ساينس او هنرونه پيدا کړي وو، خو تياره پلوه ډلو دې ته ملا تړلې ده، چې انسان بيرته د تقدس او دودونو په نامه د وحشت زمانې ته ور ستون کړي. موږ بې له هغه هم په دې نړۍ کې د شاته پاتېدو ضربه خوړلې ده، زموږ هسې هم له مخکې لا د نړۍ د رغونې، پرمختګ او د عمل په سرعت کې برخه په نشت حساب ده او پر دې برسېره هم لا موږ غواړو، چې له تيارو رڼا واخلو. د ستونزو د حل لپاره مخته نه، په پېړيو شاته ګورو. د پوښتنو ځوابونه د عقل او منطق پر ځاى په مړو شوو دودونو کې لټوو، ښکاره خبره ده چې په دې ډول نه زموږ او زموږ غوندې د شاته پاتې ملتونو نن ښکلى کېداى شي او نه مو راتلونکى ښکلى کېداى شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب