پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهقانعد ډیموکراسۍ د مارکېټ ناځوانه دلالان

د ډیموکراسۍ د مارکېټ ناځوانه دلالان

عصمت قانع

خدای عجیب سرنوشت را له غاړې کړی دی، زموږ وطن د تاریخ د عجایبو او غرایبو ټاټوبی دی، دلته هر څه په ډرامایي شکل عروج کوي، لوړېږي او پورته کېږي او په ډرامایي شکل مخ په ځوړ ځي، ټیټېږي او د تاریخ د موزیم برخه ګرزي.

دلته همېشه توري لالا وهلي دي او مړۍ بیا عبدالله را نغاړلې دي.

ښکار زمریانو کړی دی او د ښکار مړزګه او لړسن د ګیدړانو په برخه شوی دی، ښامار مومن خان وژلی دی او باټې بیا د موزیګي له غرتو او ټرتو سره غاړه غړۍ شوي دي.

دلته د ښامار د وژلو جعلي افسانو د رښتینولۍ ماسک اغوستی دی او د قهرمانۍ جوهر د جاسوسو بادونو په دوړو کې د مکان او زمان له نظره پټ پاتې شوی دی.

دلته همېشه د ملت د نجات د تفکر ککرۍ د دار په سولۍ پورې ځړېدلې دي او بې فکره ماغزه د قدرت د لیونۍ نشې پر چوکۍ نڅېدلې او رقصېدلې دي.

دلته انقلابونو د خپلو بچو په ککرو خېټه ډکه کړې ده او غمیزو د ځوړندو سرونو بازاري ضمیرونو په رنډۍ خانو او چکله خانو کې د عیاشۍ لوبې ګرمې ساتلې دي.

دلته د وطنپرستۍ وجدان کافر شوی دی او د وطن پلورنې خیرن ضمیر د ثواب مستحق ګرزېدلی دی. دلته عیاشو او فحاشو جواسیسو همېشه بېداره افکارو ته د مرګونو تلکې او دامونه غوړولي دي او خپلو فجایعو او شیطانتونو ته یې د اسلام او افغانستان د دفاع نوم ورکړی دی.

دلته ړوند عقل پاچا دی او د وطنپرستۍ شعر د مرګي لومړۍ درجه استحقاق لري.

دلته ددې خاورې د نجات تفکر همېشه د ژوندانه د خیرات لپاره کچکول را اخستی دی او د فکر د نه وژلو د ګدایۍ کچکول یې در پر در ګرزولی دی.

که هر څه مې رانه وژنې خیال او فکر مې مه وژنه

په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی

خو غبي او مغرورو واکمنو دغه کچکول ته د مرګونو زهر او زقوم ور اچولي دي او د چاپلوسانو او غوړه مالانو د غوړو ژبو په صفتونو کې ځان او جهان ترې ورک شوی دی.

دلته پردي قهرمانان د تاریخ پر جاده باندې بېګانه سندره وایي او د خاورې خپل قهرمانان د تاریخ پر ناورین لړلي واټ باندې د مرګونو په ساندو کې ګیر پاتې دي.

د ډیموکراسۍ لومړی شهید محمد هاشم میوندوال در یادوم. هاشم میوندوال اوس اوس یوازې د غم په هغه سانده کې یادېږي، چې ددې خاورې د نجات او د ډیموکراسۍ د تفکر د هدیرې منجاوره سانده ده.

میوندوال په معاصر تاریخ کې هغه لومړنی مبارز وو، چې په نوي نړیوال ډګر کې یې د افغانستان د مقام د ګټلو لپاره مبارزه پیل کړه.

مبارزه یې د ډیموکراسۍ د تفکر له رڼو چینو څخه خړوبه کړه او افغان انسان ته یې هغه اینده ور په ګوته کړه، چې د عقلانیت د رڼاګانو زرینې پلوشې پرې خپرې وې.

میوندوال په نوي نړیوال جوړښت کې د افغانستان د ځای او ځایګي د استحقاق خوب لیدلی وو او د خپل خوب د تعبیر لپاره یې شپې روڼې کړې، د نجات لارې یې په نښه کړې او د خپلې سیاسي تقوی په ریاضت کې تر هغه ځایه پورې ورسېد، چې د فکر او بیان د ازادۍ دښمنانو یې لوړ ارمان ولید او د هغه لوړ مقام ته متوجه شول او بیایي میوندوال د شپې په توره تیاره کې د خپل ارمان په وینو لت پت د کابل یوې ګمنامې هدیرې ته یووړ، تر ډېرو یې مزار ورک وو او اوس یې هم د فکر او نظر شناخت په دوړو او خاورو کې پټ دی.

خو د کابل په ننني دوران کې د ډیموکراسۍ قلابي مدعیان د ډیموکراسۍ په دوکان کې میلیونران شول، د پلازو او بلډینګونو خاوندان شول، کمپرادوران او بانکداران شول، خو میوندوال ورک دی او د میوندوال نوم ورک دی.

د کابل واټونه، د کابل میدانونه، د کابل بازارونه، د کابل چوکونه، د کابل تعلیمي مؤاسسات، د کابل مدني تاسیسات ټول د کابل د قاتلانو په نومونو نومول شوي دي.

چېرته چې قاتل دی، د کابل اتل دی، چېرته چې د وطن د ناموس سوداګر دی د کابل پر واټونو یې د انځورونو سیوري غوړېدلي دي.

چېرته چې د کنډوالو د تخلیق قهرمان دی هغه د کابل د واټونو د شناخت نښان وي، خو د کابل له حافظې څخه میوندوال هېر شوی دی، ځکه د کابل هویت له جنجال سره لاس او ګرېوان دی.

د کابل حافظه د خپل پروني نجات اتل نه یادوي، هغه اتل چې پرون یې د کابل د نجات فکر وړاندې کړ او د خپل فکر په ګناه و وژل شو! خو نن دده د ډیموکراتیک شعور دلالان یوازې کاروبار کوي.

یو بل عضمت، یو بل نه هېرېدونکی اتل درښیم راته تم شئ!

شهید شفیق، شهید محمد موسی شفیق در ښیم، هغه شفیق چې په معاصر تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته یو ډیموکراتیک قرارداد  ترتیب کړ، د افغانستان د لومړني اساسي قانون د تدوین د جرګې یو فعال غړی، د ډیموکراسۍ د لسیزې وروستی صدر اعظم، د افغانستان د ستونزو د حل کولو لومړنی مجسم جسارت.

شهید شفیق هم ددې هېواد له هغو قهرمانانو څخه وو، چې د خپل هېواد د نجات او فلاح تفکر یې وړاندې کړ.

د لومړني حل لپاره یې په سیمه کې د یوه با اعتماده افغانستان د جوړښت او سمبالښت نسخه ترتیب کړه او د یوه حاذق طبیب په توګه یې د افغانستان په رګونو کې د ننوتي تبې د علاج لپاره لېڅې را ونغښتې، نن شهید شفیق هم زموږ د ډیموکراتیک فرهنګ په پرانستي کتاب کې د لوست لپاره یو باب نه دی، ځکه چې شهید شفیق د افغانستان د ملت قهرمان و، فکر یې د افغانستان وو او د فکر دنیا یې ددې وطن د غرونو، رغونو، رښتو او بیابانونو دنیا وه.

د نړۍ معاصر تاریخ اعتراف کوي، چې شفیق تر بوټو، سوهارتو، مصدق او جمال ناصر زیات سیاسي فهم درلود، خو له پورته نومیالو سره د خپل وطن د مفاد شعور ملګری شو او شهید شفیق د خپل ملت د منجمد فکر په کنګال شوې ځمکه کې بې نامه او بې نښانه پروت دی.

د ننګرهار واټونه د شهیدانو په عکسونو ډک دي، خو هېڅوک نه دی خبر چې ننګرهار د شلمې پېړۍ د یوه ستر نابغه ټاټوبی دی نه د سر ګروپانو، قوماندانانو، پاټکیانو، پروتوکولیانو او کرایي جګړه مارانو د عکسونو او تابلو ګانو نندارتون.

موږ به هېڅکله هم ونه بښل شو ترڅو ځان د بښنې مستحق ثابت نه کړو. راځئ، چې د پرون د نجات تفکر د ننیو امکاناتو پر محور را ورڅرخوو او سبا ته د عقلانیت له عینکو څخه د نوې دنیا د لیدلو توان نور هم پیاوړی کړو.

ډیموکراسي د جاسوسۍ په مارکېټ کې د دلال کاروبار د غوړېدو په قیمت د تعمیم او عمومیت مرحلې ته نه رسېږي، د ډیموکراسۍ د مارکېټ دلالانو سر خلاص کړﺉ.

7 COMMENTS

  1. ښاغلی قانع صاحب خدای دې ژوندی او سرلوړی لره چې زموږد ګران هیواد هیر شوې منورین او سیا سې اشخاس ونوې نسل ته ور پیژنی او زما په ډول زړو ته یې ور په یا دوی(ور په زړه کوی) ژوند ژوند ژوند
    زموږ په ګران هیواد کښې دډیره وخته ډیر څه سرچپه روان دې چې لامل یې دهیوادوالو بې سوادې او سیا سې پوهه نه درلودل دې. ځکه چې ګاونډیانو او نورو زموږپه لاس مکتبونه او نور هرڅه چې دیو هیواد اساس جوړوې له منځه یووړل.
    نو په نتیجه کښې هیواد پلور ته وطنپال اوطن پال ته دکا فر اووطن فروش نومونه استعما لیږې
    یوه شخص چې په اصطلاح ځان ته یې دډاکټر نوم هم کارولی ووپه دغه تا ندکې ستا سې پر هغه تیره لیکنه یې په غازې اما ن الله خا ن مرحوم پسې هغه څه لیکلې وه چې دورایه صرف دهیواددښمنا نو درواغ جوړې سوې پور او پاګنډې وې.وطن پلورونکې دغه (۳۵) کاله کیږې کیږې چې حتا زموږ ملې بیرغ هم نه سې بر دا شت کولای. یووار یې سور کړ بیا یې زرغون کړ بیا یې دکفرې رنګونه دې سپین یې کړ.
    هغه ګا ونډیا ن چې دوی یې لاس پوڅې دې او ددوی حما یت کوې لکه شورویا ن ، لویدیز او جنوب ختیځ ګا نډیان پر دغو ډلو ټپلو دغه لوم
    ړی شرط ایښی دې چې په لومړې قدم کښې به تا سې وطنپا ل او پر وطن مین کسا ن وژنی او هغوی به دوطن فروش په نامه یا دوی
    وګوری تیر ۳۵ کاله خلقیانو ، تنظیمونو په پاکیستا ن او ایران کښې په اصیل افغانو پسې څه تبلیغا ت وکړه حتا چې ملې بیرغ (تور ، سور او زرغون)یې نسوی بر داشت کولای
    ګلبدین ډلې به ویل چې دا بیرغ دظا هر شاه دی او سره ددغه چې ظا هر شاه زیږیدلی نه وو خو دغه دګرا ن هیواد بیرغوو. زما په اند دطالبانو څخه باید څوک ډیره ګیله په دغه سبب ونه کړې چې دو ی ۱۰۰٪دعصرې علومو بې سواده ډله ده حتا فکر نه کوم چې ددوې ۹۵٪ فیصده اشخاصو ته دې دافغا نیستا ن څلور خواوې ور معلومې وې.خو ګیله د ګلبدین دډلې څخه ده چې دا خو هغه ډله وه چې ځا ن ته یې تعلیم یا فته ویل او نسبتا تعلیم یافته هم وه. په درې ژبه یو بیت کې وا یې: کفر که از کعبه بر خیزد کجا با شد مسلما نې

  2. تا ندوالو وروڼو سلا مونه او درنا وی مې ومنی !
    نن به څنګه سې تیر وا رخو مې ۳لیکنې درته وکړې خو متاسفانه تا سې خپرې نه کړې
    سره ددغه چې کنځا سپکې سپور پکې نه وې
    نه پوهیږم چې څه وکړو چې تا سې به هغه خوشاله سی اولیکنې به نشر کړی؟
    دغه کمونیستانو او اخوانیانو داسې ګلان کرلې دې چې نه زموږ قلم ځنې راګرځې.
    ا
    وچې موږ یې په ډیر زحمت څه ولیکو بیا یې څوک نه خپروې.
    کا شکې تا سې خپل کړنلاره ښکاره کړیوای موږ به دهغه برابر تګ کولای

  3. قانع صاحبه سلامونه !
    یاره که تاسي زما په یوه پيشنهاد باندي فکر وکړي که د منلو وړ يې وبولي ځکه نور خلګ چي زه يې پیژنم ورته نظر لري هغه داچي : راځه یو څه له دغه تلویزونې بحثونو تیر سه ، یوازي لیکل کوه په لیکلنو کي دي ډیر خوند سته ، ستا د قلم د سیالي قلمونه لږ دي خو د خبرو خلګ ډیر دي ، د خبرو د اوریدو حوصله را کمه سوېده چي په اوس کي بیخي ډیري سوي هم دي .

  4. دازړې بابولالي دي لاپه دماغ کي پاته دي! دانوي ربابچیان دي دزړونغموسره ترنګ نسي برابرولای اوهغه زاړه ربابیان بیا سته نه چي نغمه دي په سوربرابره کړي. خدای دي چاره وکړه یوې خواته دي مخ نه ګرڅي

  5. ښاغلی قانع صاحب : د زرو قدر پر زرګر معلوم وی. په پارسی کی یو متل دی چی وایی پیش کله خر یاسین خواندن. زه حیران شوم چی زمونږ یو هیواد وال په خپله مورنۍ پښتو ژبه ستاسو د عالی تفکر او ټولنپیژندنی قدر او اهمیت باندی لا نه پوهیږی.
    د شهید محمد هاشم میوندوال په هکله ما لوستی وو چی د خپل صدارت په دوره کی دی د پاچا له خوا موظف شو تر څو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کی برخه واخلی . کله چی د افغانستان هییت نیویارک ته ورسید ، نو د افغانستان هییت هم د نورو هیوادونو د ديپلوماتیکو نمایندګیو په شان غوښتل چی له د نورو او خصوصا د ګاونډیو هیوادونو له یوشمیر مشرانو سره رسمی ملاقاتونه وکړی. کله چی د افغانستان صدراعظم مرحوم میوندوال غوښتل د هغه وخت د شوروی اتحاد له صدراعظم سره ملاقات تنظیم کړی، د شوروی صدارعظم د افغانستان په شان یوه بیرته پاتی هیواد له صدراعظم سره ملاقات ته زړه ښه نه کړ او معذرت یی وغوښت چی وخت نه لری.
    د ملګرو ملتو عمومی اسامبلی ته د خپلی وینا په وخت کی ښاغلی میوندوال په رسا انګلیسی ژبی بی له دی چی کاغذ ته وګوری په شفاهی ډول داسی ښکلی او دیپلوماتیکی جملی استعمال کړی او ښایسته وړاندیزیونه یی نړیوالو ته وړاندی کړل چی د ټولو هییتونه خوښ شول اود ده خبری په دوامداره چک چکو سره بدرګه شولی.
    د غونډی په پای کی د شوروی صدراعظم ته افسوس ودرید چی کاشکی یی له ده سره ملاقات نه وای رد کړی ، نو خپلی نمایندګی ته یی دنده وسپارله تر څو له میوندوال سره ملاقات وخت واخلی. مګر میوندوال هم خپل وار واخیست او ورته ویی ویل چی د ده ټول وخت لا مخکی د ملاقاتو او خبرو لپاره تنظیم شویدی . اوس وخت نه لری ، کوم بل وخت به سره وګورو.
    که زمونږ د دولت پخوانی مشران له اوسنیو جنابانو سره مقایسه کړو و به ګورو چی د تعلیم له لحاظه څومره تفاوت موجود دی. د دولت دوه تر ټولو لوړ پوړی مشران یواځی دینی برخو کی نامکمله ملایی او اخندی تعلیم لری. نو دوی ته به د زرو قدر په څه شی کی معلوم شی.
    که په دقت سره ورته وګورو د ظاهر شاه د وخت ټول صدراعظمان او وزیران یا هغوی چی په لوړو دولتی پوستونو کی کار کړیدی، د عالی تحصیلاتو، عالی تفکر او ځانګړو خصوصیاتو څښتنان ول. هغوی تصادفی او یا قومی خصوصیاتو ته دومره اهمیت نه دی ورکړی. د امکان تر سرحده کار اهل کار ته سپارل شویدی مثلا ډاکتر یوسف په قوم قزلباش ومګر د هیواد یو رښتینی خدمتګار هم و.
    مرحوم موسی شفیق د هلمند د اوبو سل کلنه لانجه له ایران سره په داسی شکل سره حل او فصل کړه چی ممکن تر نورو سلو کلونو لپاره له دی اړخه کومه ستونزه را منځ ته نشی. او له دی سیند نه د ګټی اخیستلو ټول امکانات یی زمونږ هیواد والو ته برابر کړل. اوس پر مونږ ده چی له دی اوبو اعظمی ګټه واخلو. مګر تاسو بیا د مرحوم استاد برهان الدین ربانی هغه عمل وګوری چی د هریرود اوبه یی څنګه ایران او ترکمنستان ته په وړیا ډول ور وبخښلی او پورته ذکر شویو هیوادونو ترمنځ یی د دوستی د بند د بنسټ ایښودلو ډبره په خپلو لاسونو کیښودله او یا د آریانا افغانستان مسافر وړونکی توفلیوف الوتکه چی د افغانستان د ملت سرمایه وه د 35 زرو دالرو په بدل کی په ایران وپلورله.

  6. قانع صاحب داسې ټکو ته اشاره کړې ده چې د دموکراسي دلالان ورباندې دا دولس کاله غلي وو. افرین قانع صاحب، شهید میوندوال او شهید شفیق د دې وطن د تاریخ روښانه ستوري دي او ډېره جفا ورسره شوې ده.

  7. قانع صاحب تا خو رښتیا لیکلی دی که دګودر ملایی در سره ومنی . یو متل دی کله چه اختر تیر شی نکریزی په دیوال ووله .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب