پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+په پښتو متونو کي پرتې ستونزي (۲) استاد معصوم هوتک

په پښتو متونو کي پرتې ستونزي (۲) استاد معصوم هوتک

تېروتني – لاسوهني:

د تېروتنو او لاسوهنو مشکل یو په بل کي دونه تداخل لري او دونه سره اخښلی و بخښلی دئ چي سره بېلول ئې یو څه سخت کار دئ. د متن یوه برخه به ښایي زما په نظر لاسوهنه وي خو په حقیقت کي به هغه د تېروتني ښکار گرځېدلې وي او بر عکس ئې لا هم ممکنه ده. دا چي د مشکل کومه برخه باید تېروتنه وبلل سي او کومه ئې لاسوهنه، تر یوې اندازې پوري د څېړونکي یا لوستونکي په خپل برداشت او قضاوت اړه لري. خو ځله بېلول ئې هم باید ناشونې خبره ونه گڼله سي. زه به تر خپله وسه پوري هڅه وکړم چي تېروتني او لاسوهني سره بېلي کړم خو که ځای ځای را څخه گډي سوي وي، د محترمو لوستونکو لارښوني ته تیار آماده ناست یم .

۱ – تېروتني: 

د پښتو په خطي او چاپي نسخو کي به داسي یوه نسخه څوک پیدا نه کړي چي له تېروتنو دي خالي وي. د ځینو چاپي نسخود تېروتنو لیست ته چي څوک وگوري، حیران پاته سي. تېروتنه یوه داسي پېښه ده چي خورا زیات عوامل لري. د کاتب بېسوادي، بې پروایي، ستړیا، د فکر غیرحاضري، تلوار، د کتاب له ژبي سره نابلدتیا او نور عوامل ئې په مثال کي راوړلای سو. ما ته داسي شواهد رامعلوم دي چي د کتابو سوداگرو به پښتوکتابونه په داسي کسانو خطاطي کول، چي د پښتو ژبي په توروسپین به نه پوهېدل او متن به ئې گویا رسامي کاوه. په دغه شان حالاتو کي تېروتنه یوه حتمي خبره ده.

زموږکلاسیک متون هم لا تر اوسه پوري په هغه راز تهیه سوي نه دي چي د هغو د (original) اصلي نسخو بشپړه نمایندګي دي وکولای سي. ځیني چی ئې په انتقادي توگه د څو خطي او چاپي نسخو له مخي برابر سوي دي، هغه هم د “خو” له اعتراضه یا په بل عبارت له تېروتنو څخه په بشپړه توگه نه دي خلاص او بشپړ اعتماد پر کول گران دي. د دې اعتراض عوامل به ډېر وي، خو زه به ئې یو څو لږ څه په تفصیل سره وڅېړم .

– د پښتو الفبې نیمگړتیا:

د پښتو الفبې د ایجاد له زمانې څخه بیا تر اوسه پوري دې حد ته نه ده لوړه سوې چي د ټولو آوازو او حرکاتو د افادې او ښوولو وظیفه دي په بشپړه توگه سرته ورسوي  په تېره بیاد واولو (vowels) په افاده کولو کي خو ئې بېخي ملا ماته ده. په پخوانیو خطي نسخو کي د واولو د افادې له پاره د عربي لیکدود له حرکاتو (زور، زېر، پېښ) څخه کار اخیست کېدی. د ئې ګانو له پاره له زېره، د واوونو له پاره ئې له پېښه او د الفونو او (هـ) له پاره ئې له زوره (فتحې) څخه استفاده کوله. دا حرکتونه د پښتو واولو له پاره ځکه کافي نه ول چي پښتو پنځه ئې ګاني، دوه واوه او یو زوه ره کی درلود او عربي حرکتونه درې دانې ول. له دې اسیته نو د متن په لوستنه کي لوستونکي له حدس و ګومان څخه کار اخیست او هغه راز به ئې لووست لکه د ده په خپله مورنۍ لهجه کي چي ئې زده کړي ول.

– د لیکدود عدم تجانس:

د اعتراض بله عامل دا دئ چي د متن لیکدود یو راز نه وي او د نسخې تر پایه پوري په متجانس ډول تعقیب سوی نه وي. د مثال په توگه په عین متن کي “استوږنه، استوګنه، استوګه” مخي ته راځي او لوستونکی نه پوهېږي چي د مؤلف یا شاعر خپله لیکنه او وینگ به څه راز وو؟

د لیکدود د دغه رنگارنگۍ د ښوولو له پاره به لوستونکو ته زه یو لړ مثالونه له مختلفو چاپي نسخو څخه رانقل کړم. له “ارمغان خوشحال” څخه به ئې راپیل کړو.

(ژغ)، (غږ) دواړه راوړي:

د سپوږمۍ په شغله یون کا

ژغ کا زاڼي پــــــــــــــه اسمان

(0-   مخ)

(1-

دغه راز په (۹، ۱۷ ، … مخو) کي هم (ژغ) راغلی دئ.

خوشحال خان د خپل زوی اشرف خان په باب وایي:

چه زما د لښکر غږ شي

اوبــــه کېږي د ده ځان

(۳۵- مخ)

(ږغوي) د (ژغوي) په شکل کاږي.

څوک له ورایه درته ناست وي

ژغــــــــــــــــوي چنـــگ و ســـــــــــرنا

(۴۶- مخ)

لوستونکي داسي فکرکوي چي د متن ترتیبوونکي د خټکو لهجه په پام کي نیولې ده. خو څلور بیته وروسته بیا(غوږ) په (ږ) لیکي:

نه دي غوږ د اورېدوشته

نه دي ســـترگي شـــته بینا

(ښورول) او (ښورېږي) په (ش) کاږي:

د جاهل په بخره تش سر شورول وي

آفــــــرین مي په خـــبرودانشـــمندکړ

(۶ – مخ)

په هزار رنگه هوا په زړه کښې ورشي

ورځ وشپه ســـــــــــــره شورېږي ناقــرار

(۴۲- مخ)

خو(ښوروا) بیا په (ښ) لیکي:

چي ښوروا خوري د مغولو واړه سپي دي

د ســــــگانو په خـــــــــوله څه اخــــــلم نومونه

(۳۰- مخ)

خېښ د (خویښ) او (خویش) په دواړو شکلو لیکي:

چي ئې خویښ کړې یا ئې دوست کړې لابلا شي

د دانــــــــــــــو څه غـــــــــــــــرض له احــــــــــترامـــــــــــــه

(۴۴- مخ)

درې مخه وروسته بیا لیکي:

کله ځویه درته ښه کا

کله خــــــویش واقربا

(۴۷- مخ)

(شامت) او(شومت) دواړه لیکي:

دا شامت زمونږه خپل دی چه مو کارهسې مشکل دی

گــــــڼه تـــــه څه هسې نه ئې چـــــــــــــــه خپل ورتړې لــه رده

(۲- مخ)

بل ځای:

د هــــغو په مــــــــــرگ ثواب گټلی بویه

چه ئې سیزي له شومته غاړې غرونه

(۷۴- مخ)

ځای (ور) لیکي (۲ – مخ)، ځای بیا (در) کاږي (۲۵ – مخ).

نه مي کار په خاص وعام نه په دیوان دی

نه پــــــــــــه در ولاړ د هــــــــــــر یوه مردک یم

د خوشحال خان په بل اثر دستارنامه (د ؟ چاپ) کي یو ځای “سیژمې (۶۴مخ)” لیکي بل ځای “سیږمې (۱۲۱ مخ)”. یو ځای ئې “شوروا (۷۱مخ) “خو بل ځای بیا “ښوروا (۷۶مخ)” کښلې ده.

داسي لیکدودي رنگارنگۍ نوري هم ډیري سته او دا کار د ژبپوه له پاره د خوشحال د ژبي په څېړنه کي مشکلات پېښوي.

د اشرف خان هجري دېوان هم له دغه راز رنگارنگیو څخه خلاص نه دئ. یو څو مثاله ئې داسي دي:

که زه سرشندم په کشلیو عیب نشته

دا خصلت د محبت چه ســــــــــرگیا کا

(۷ – مخ)

د دېوان مرتب خو په خپل فکر باندي د “شندم” او “شکلیو” کلمات گویا د اشرف خان هجري په خټکواله لهجه ثبت کړي دي خو دې ته ئې پام نه دئ کړی چي د “شندل” او “ښندل” تر منځ د معنا ډېر توپیر سته.

ننداره د باغ کـــــــــــــــوي برقه پسر کړي

چه گل بوی په دماغ صاف لږي یکباره

(۱۲۷- مخ)

له “لږي” څخه ئې مراد “لگي” دئ چي د “لگېدل” مصدر د حال صیغه ده.

“لږي” په همدې لیکدود له “لږ = کم (د ډېر ضد)” سره اړېکی لري.

د دېوان په همدې مخ کي بیا “تیږه = ډبره” په گاف لیکل سوې ده.

پــــــــه نخوت طاؤس کتی په اوردِ  ؤسه

تش صورت په تیګه ناست د مخ له تاره

(۱۲۷ – مخ)

د “گ” او “ږ” سره اړولو له لوستونکي څخه د شاعر ژبه بالکل ورکه کړې ده. که د مرتب په خیال د شاعر په لهجه کي (ږ) د (ژ) په شکل ویل کېدله، نو په “گ” باندي ئې د اړولو ضرورت څه وو؟ له یوه مخه به ئې ټولي (ږې گاني) په (ژ) باندي کښلي وای. د لیکدود دغه راز نه یووالي د شاعر ژبه او لهجه راڅخه ورکه کړې ده.

دا څو مثاله وگورئ:

خدایګو = خدایږو

ورزِ = ورځي:

خدایګو شک ګمانی نه یم په خپل ورزِ

ناپرسه ئې معذب په ســــــــــــــــالها کړم

(۸۵ – مخ)

غوګونو = غوږونو:

که طوطا د ِبیان واروی پــه غوګونو

په زبان به ئې بند ایښی د لکنت وی

(۲۰۸ – مخ)

آهوتږه  = آهوتگه:

وې مِ حال د وطن وایه آهــــــــــــــــوتږه

بلکه یون دِ په سرعت نسیم ته شا کا

(۲۵۷ – مخ)

لږي = لگي، لگیږي:

هر عاشق د یار پـــــــه مینه تازه کیږي

په خټک تر قندو ښه لږی سخط ستا

(۲۹۷ – مخ)

د (ش) او (ښ) سره اړولو هم دغه راز پسات پېښ کړی دئ.

“بهښت” هم لیکي او”بهشت” هم .

که بهښت له ښایسته مخَ خالی وی

عــــــــاشقانو به یاد کله که، قسم دی

(۱۸۵ – مخ)

چه په بدعمل آرزو د بهشت کاندِ

تش دِباد پیمانه کاندِ مدّعی دی

(۵۴۲ – مخ)

          “مهی” او”ماهی” دواړه لیکي:

هغه مرغ چه په هوا مهی په سیند وی

نهایت دواړه فــــــــــناوارداجـــــــــال کا

(۲۸۱ – مخ)

اجال = اجل:

د مین ژوندون مشـــــــــــکل دی بې صنمه

د ماهی موت (په) خشکی حیات دریاب

(۳۰۰ – مخ)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب