جمعه, مارچ 29, 2024
Home+دوه ناروغان| لیکوال: عزیز نسین

دوه ناروغان| لیکوال: عزیز نسین

 ژباړن: غزانورغزا

كه له ځان سره مينه لرې او زړه دې غواړي، چې له مخكې نه په هغه څه وپوهېږې كوم چې پر تا را روان دى؛ نو سهار چې ويښ شوې له هر څه نه وړاندې ورځپاڼه تر لاسه كړه، بخت وازمويه او خپل فال وګوره كه نه پوهېدل عيب نه دي؛ نو زده كول عيب دي يو وخت زه هم پوهېدلم، چې دا فالونه څومره ګټور دي، ولې وامې ازمويل، وپوهېدم، خامخا غير عادي وو…
د پرېشانۍ څپه راباندې راغله، زړه مې مات شو، نه مې كار ته له وسه كېدل، نه خوړل، نه څښل، نه ګرځېدل او…

رښتيا! د كار كولو فكر كې يم دا چې فكر و هم ګورم، چې شپه شوه، ښه سر له سهار نه كار پيل كوم.
بيا هم، چې دا سوچونه وهم ورځ تېره شي، په داسې فكرونو سره ورځې ولاړې او دوه كاله پوره شول، له دغو 730 ورځو نه يوې هم ونه ويل “لږ خو دې ارامه تېره شم”.

كه ويلي يې واى څه كېدل؟ اصلاً بې ګټې تېرېدلې كه ورځې لږ ارامه تېرېدلاى؛ نو ما هم د كار لپاره وخت پيدا كاوه، كه لږ فكر وكړم؛ نو څه كېږي؟ ها؟

ملګري رضا سره اوسم د لونډو كوټې (اطاق) كې كښېنو، دا چې وايم يو ځاى ژوند تېروو موخه مې داده، چې هغه كار كوي او زه فكر كوم، هغه كښېني او زه سوچ وهم، كله چې كار پاى ته ورسوي:

_ بچيه لږ ځان وښوروه څومره سست يې.

خو بيا هم فكر وهم ګرم نه يم د احساساتو په نړۍ كې يم، پېژندل يې راته ګران دي، يانې څوك چې ستونزه ونه ويني له تكليف سره مخ په مخ نه شي لا نه پوهېږي او باور هم پرې كولاى نه شي.

دا چې وايم لټ يم كه نه يم؟ تر څو مې چې فكر كاوه خبره بل خوا شوه، بيا ژمى را رسېدلى و، فال مې سترګو ته غړېده، لټي مې ونه كړه، ومې كوت ليكلي وو: بېخي ډېر ستړى او خسته يې، كه ارام ونه كړې راتلونكى به دې له ګواښ سره مخامخ وي.

دغه فال ته له مانه رضا ډېر غاښ په ګوته شو.

_ له ژوند سره دې بېخي ورته دى، ته وا ليكوال دې پېژني، كه داسې نه ده؟ له ډېر خوب نه خوبه خسته نه يې؟
راتلونكى سهار مې بيا فال وليده د تېرې ورځې له فال سره ورته و، لا په تشويش كې شوم.

_ خدايه څومره بدې شپې ورځې تېرې دي او زه پوه شى هم نه يم، نژدې وو هر څه مې له لاسه وركړي واى؛ خو ستا مهرباني ده، كه فال مې كتلى نه واى له خستګۍ نه به مړ شوى وم.

رضا وويل: دوه كاله بېكاره كښېناستل اسان نه دي، نه اتوار (رخصتي ورځ) لرې نه اختر نه… د سپين سرې (زړې ښځې) غوندې له سهاره تر ماښام پورې ناست يې ښايي زر ځلې له خداى نه مننه وكړې، چې تر اوسه مړ شوى نه يې.

درېيمه ورځ مې فال ولوست، پكې كښلي وو:

_ د معدې خيال دې وساته.

رضا وويل: له هغې نه دې ګټه اخيستله كه نه؟

_ والله په زړه مې نه دي، چې ګټه مې ترې اخيستې ده كه نه، ان نه پوهېدم، چې معده لرم؟

نور ما او رضا نوى كار پيدا كړى شو، سهار به چې پاڅېدلو ورځپاڼې به مو لوستلې او زما فال به مو ازمويه، سره له دې چې معدې ته په سوچ كې وم، چې ښه شوې ده كه نه؟ له يوې ورځې نه بلې ته جدي امر راتلو، په يوه كې ليكلي وو:

(سړو وهلى يې ژر تر ژره لومړنۍ مرستې وكاروه، كه نه…).

دغه فال يې چې كښلى (ليكلى) ته وا زما سره ناست دى، لا مې د ورځپاڼې كرښې بشپړې كړې نه وې، چې ټوخى او پرنجى مې پيل كړ.

رضا ته مې وويل: بچيه رښتيا زه لټ يم كه ناروغ؟ كه روغ انسان ته حق وركړې، چې دوه كاله خوب وكړه، كله به خوب وكړي.

بېخي ځان رانه ورك و، پخوا مې يوازېنى فكر كاوه، چې كار وكړم، اوس دا ورځې فكر ته پوره نه وې، له يوې خوا نه د معدې ستونزه او بل خوا سړو وهل وو، مجبوره وم، چې د هغو په فكر كې هم شم، رضا خو پېژندپاڼه (تذكره) وركه كړې وه او نه پوهېده، چې په كومه مياشت كې زوكړى، د خيال په نړۍ كې يې فال ليده او كوم كار، چې پر مخه ورتلى بې اندېښنې يې ترسره كاوه؛ ځكه خو روغ جوړ هم و، ماته يې سل لارې راكړې وې او ځانته يې راډيو اخيستې وه.

د ناروغۍ په بستره كې په زوره جګ كښېناستم، له بسترې نه په زوره پاڅېدم، ومې ويل: وروره لږ څه خو راوړه، چې ويې خورو.

د پنډېسي ځاى مې هم چاپي كاوه؛ خو د رضا غږ نه اورېدل كېده، دى به چې كله كوټې ته راغى، شونې نه وه، چې بيا بهر ووځي ان تر دې چې بسترې ته په تګ كې يې هم سپما كوله.

ما به وخت ناوخت فكر كاوه او هڅه مې دا وه، چې يوه بريا ترې تر لاسه كړم او بيا كار پيل كړم، رضا به بې غږ و غوږه كوټه پاكوله، خځلې يې بهر ته وړلې، هر څه يې رانيول، چاى يې كاوه او…

پوښتنه راپيدا شوه، بچى څه شو؟

د پنډېسي ځاى مې ډېر مالش كړى و نور ارام و، له ځان سره مې وويل خداى مه كړه رضا بې هوښه نه وي، يا مړ شوى نه وي، ښه داده، چې پورته شم يو وار يې وګورم (ووينم)؛ خو بده يې دا وه، چې فالي جګېدلو ته نه پرېښودم، ان له ځان ګرولو نه يې هم بند كړى وم، دا ټول زما په برخه رسېدلي وو، د برخو وېشونكي ماته ويلي وو، كه خپله سلامتي غواړې ښايي لس ورځې ستوني ستغ څملې او په ښي او كيڼ اړخ خوب ونه كړې.

سره له دې، چې دا دوه كاله مې ښي او كيڼ لوري ته فكر نه و، اوس مې فكر كاوه، چې خطر په كمين كې ناست دى.

_ خدايه كه له ځاى نه پورته كېږم؛ نو مړ كېږم او كه نه پاڅېږم رضا به مړ شي.

لنډه دا چې زموږ دواړو ساتل د خداى لپاره ګران تمامېږي، بې له دې چې لاړ شو يا راشو يا به له موږ نه مري، نور ځان څنډلى نه شم، د خپل مرګ فرمان لاسليك كوم او كار دې د كار وړ كسانو ته پاتې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب