سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبد سیاست او ادب لایق | اسدالله غضنفر

د سیاست او ادب لایق | اسدالله غضنفر

 د اکاډیمسین سلیمان لایق تر وفات( د ۱۳۹۹ په اسد کې) اته پنځوس کاله پخوا په کابل کې د (نوي شعرونه) په نوم د افغانستان د معاصر پښتو او دري شعر یو غورچاڼ چاپ شو چې د لایق شعرونه هم په پښتو او هم دري برخه کې راغلي وو.  په ۱۳۴۵ لمریز هجري کال کې استاد حبیبي مرحوم( په پښتو ادب کې نوی څرک) تر عنوان لاندې یوه مقاله ولیکله او په هغې کې یې د پښتو د نوي فکر او نوي ذوق څو  منتخب شعرونه راوړل چې د سلیمان لایق کلام هم پکې و. تر دې وروسته  په دیارلس سوه پنځوسم لمریز هجري کال کې په ایران کې محمد سرور مولایي د (شعر معاصر افغانستان ) په نوم کتاب کې د هیواد د هغه وخت د دري نومیالیو شاعرانو د کلام بېلګې خپرې کړې چې نه یوازې د لایق شعرونه پکې وو، بلکې د کتاب د دوتنې لپاره هم د ده د یوه ازاد شعر دغه جملې انتخاب شوې وې:

 مرغی به پای هیکل ساکت نواګر است

ګویی ز بې زبانی بودا پیمبر است

کاین زورق سپهر

این کشتی حیات

بر موج های غارت و وحشت شناور است

 د دغو مثالونو له راوړلو مې یو مقصد دا دی چې لایق تر وفات پنځوس، شپېته کاله پخوا هم د پښتو او دري دواړو ژبو د سر د کتار په شاعرانو کې و او دا ډیر استثنایي مقام دی. بل مقصد مې دا دی چې ځینې کسان د لایق ادبي شهرت له ګوند او سیاست سره تړي، حال دا چې تر ګوند او سیاست او قدرت له مخه هم لایق، لایق او منلی شاعر و.

   د لایق سیاست له چپي نظریې سره غوټه و او د ده شاعري هم د چپي نظریې تر اثر لاندې ده. چپي نظریې د لایق شعر ته څه ورکړل او څه یې ترې واخیستل؟ 

د ایدیولوژي اثر

د سولې په کلونو کې د جشن ورځې شپې په زړه پورې وې. څو ورځې پر له پسې رخصتۍ، ډول ډول نندارې، لوبې، چراغان، د مېوو موسم، د قمار او ځینو نورو منهیاتو په مخ وړکۍ ازادي او د ملي ویاړ احساس به سره یو ځای شول،یوه رنګینه دنیاګۍ به یې سازه کړه. د استقلال او جشن په مناسبت ګڼو شاعرانو د ملي احساس او افتخار ښکلي شعرونه ویلي خو سلیمان لایق د (سیلاني بزګر) په نوم شعر کې چې په ۱۳۴۴ کال کې یي د وږي په لومړۍ نېټه یعنې د جشن په لومړۍ ورځ ویلی، په دغو مراسمو کې نوي څه وموندل. جشنونه به معمولا په ښارونو کې وو او ډیر خوند ورڅخه شتمنو او د متوسطې طبقې ښاریانو اخیست. لایق په جشن کې له کلي راغلی بزګر یادوي چې:

ساده بزګر دی، د چا نوکر دی

جشن به ګوري او بیا به درومي

کله په شا ځي، کله په مخ ځي

کله راستون شي، کله روان شي

کله موسکی شي، لږ خندنی شي

کله ناڅاپه له خندي وران شي

ښار ته راغلی له لرې سیمو

هر شي ته ګوري ورته حیران شي

چا ټېل وهلی، چا پرزولی

چا راشړلی، چا شرمولی

ساده بزګر دی د چا نوکر دی

جشن به ګوري او بیا به درومي

خلکو ته ګوري ښه لباسونه

تور پطلونونه، سپین کمیسونه

په پښو بوټونه، په تن کوټونه

سره یې مخونه، سپین یې لاسونه

څوک له مېرمنو،څوک له زمنو

جوړه،جوړه ځي زلمي او جونه

د ده په زړه کې خوځي موجونه

تش ارمانونه، وچ هوسونه

شاعر وايي چې د ده پلار د خپلواکۍ په جګړه کې شهید شوی و او:

اوس چې جشنونه د خپلواکۍ دي

چا ورته ویلي را روان شوی

په لرې لارو، په شپو او ورځو

ښار ته راغلی او ستومان شوی

بې پناه شوی، بې امان شوی

جېب یې خالي دی، پښېمان شوی

ساده بزګر دی د چا نوکر دی

جشن به ګوري او بیا به درومي

 شاعر چې د چپې نظریې له عینکو جشن ته ګوري، د نورو غوندې د تاریخي ویاړ په نشه کې نه ډوبېږي، بلکې په جشن کې بل څه مومي او د یو بېوزلي خواریکښ انځور باسي. 

 د سولې په کلونو کې پښتو ادب د ناسیونالیزم تر ژور اثر لاندې و او ګڼو لیکوالو هغه سوبې په خوند خوند یادولې چې د دوی قام پکې برخه لرله، خو لایق دې پېښو ته د یوه عادي پښتانه له لیدلوري وکتل او ویې ویل:

زما په مټ عربو ملتونه لاندې کړي دي

زما په زور بابر پراخ ملکونه رانیولي دي

زما په یون محمود د سومنات بتکده ماته کړه

زما په تېغ څوک مړه څوک سلطنت ته رسېدلي دي

ما ته مګر تورې لوږه تنده بدبختي راوړه

ډېر ځلې مې یوې ګولې ډوډۍ پسې ژړلي دي

څوک چې فاتح شوي زه یې وره کې درولی یم

  د تېر وخت یادونه له افسوس او ارمان سره مله وي خو په روښانه سبا باندې باور خوشحالوونکی احساس رابخښي. لایق چې د خپلې ایدیولوژي په حکم په ښې راتلونکې باوري وو، ګڼ شعرونه یې د طلایي ورځو د راتلو زېري کوي او پښتو شعر ته نوې ښکلا بخښي.

 په چپي ایدیولوژي کې کار ډیر اهمیت مومي او په ساینس باندې تکیه زیاتېږي. د نولس سوه شپېمتو کلونو په سر کې چې د سالنګ لاره جوړېده، سلیمان لایق ورته یو شعر ولیکه او ویې ویل:

غرونه غرونه به هوار شي

کار به وکري ګلونه

سېل به مار(مهار) شي، سین به واوړي

طبیعت به شي په ملونه

علم او کار سره یو شوي 

ماتوي دا سختې پرښې

د سالنګ د زړه نه باسي

د انسان د فکر کرښې

 دغسې موضوعات په پښتو شعر کې نه وو یا کم وو او که د لایق ایدیولوژي بله وای، شاید د سالنګ کیسه به یې په بل انداز وه.

ایدیولوژي که د شاعر او لیکوال  فکر و خیال ته نوې وزرې ورکوي د فکر و خیال مارغه ته یې لومې هم ږدي او پښو ته یې کړۍ هم  وراچوي. لایق ( د رستم لار) په نوم یو شعر داسې پیلوي:

نیمه شپه راوخته کوټې ته یوه نجلۍ 

پاکه لکه ګل او رمنده لکه هوسۍ

ملا باندې یې ځوړنده د څڼو توره توره

شونډو نه یې سره برېښنا خوره د خونکارۍ

نبض د ځوانۍ یې خوځاوه کمیس په تن کې 

هسې چې بهېږي سپینه ورېځه په سپوږمۍ

څو بیته وروسته بیا نجلۍ ورته وایي:

ورانه له خندا شوه،وې یې ګوره لېونیه

نه به تل ځواني وي،نه شراب او نه شهۍ 

وتړه کتاب ښیښه راواخله د شرابو

ځغلي زه یې وینم یو په بل پسې کړۍ

او له څه نا څه اروتیکو صحنو وروسته د شعر په پای کې بالاخره شاعر وایي:

نه ښایي رستم ته چې روان شي د مجنون په لار

زه یو مجاهد یم، چېرې زه چېرې شهۍ 

 یو هنري اثر د خپلو عناصرو د انسجام او وحدت پیداوار دی. دا وروستۍ خبره چې شاعر یې کوي، د همدې شعر د نورو خبرو او صحنو طبیعي نتیجه نه ده او پیوندي ښکاري. ګوند او ایدیولوژي په ځینو ځایونو کې د ده شعر ته صدمه رسولې ده.

اصیله  شاعري تر ډېره حده د شخصي تجربې له عمومي کولو زېږي. رحمان بابا چې وایي: 

نه شي د ملنګو د خانانو سره کلي

چېرته عزیز خان چېرته ملنګ عبدالرحمن

 له شخصي تجربې الهام اخلي خو له بشري تجربې سره تړاو ورکوي. دلته له شخصي نظره د عزیز او عبدالرحمن رابطه ده خو د اجتماعي تجربې په حیث د خان او ملنګ رابطه ده او د خان او ملنګ په کلمو کې داسې سیمبولیک قوت نغښتی دی چې د هرې زمانې د لاسبرو او لاس لاندې انسانانو معنا ورنه اخلو.سلیمان لایق چې د جګړې او سیاست په کلونو کې شخصي تجربه بیانوي،ډیر ځله یې په مشترکه بشري تجربه بدلوي او شاعري یې اصیله ده خو کله کله یې خبره صرف په ګوندي او سیاسي یا شخصي دریځ کې ایساره پاتې شي.

 د روژې په وروستي ماښام چې به کلیوالو د نوې میاشت د لیدو په تمه اسمان ته کتل، د لاس ګوتې به یې کړۍ کړې چې نظر یې راټول او د نرۍ میاشت د لیدلو امکان زیات شي. د نظر د راټولولو او له کړۍ څخه کتلو یوه نتیجه دا هم شي چې نور نو په ویړ اسمان کې په بل څه نظر نه لګېږي. ایدیولوژي همدې تجربې ته ورته بللای شو. د ایدیولوژي ټینګ پلویان ممکن ځينې هغه شیان په اسانه وویني چې نور یې په اسانه نه ویني، او برعکس، ډیر څه یې شاید له پامه وغورځي.زموږ د چپې نظریې لیکوالو او شاعرانو ته خپله مفکوره دومره ښه ښکاره شوه چې د هغې د عملي کولو لپاره یې په تشدد کې هم عیب ونه لید.لایق د ظاهر شاه په وخت کې ویلي وو:

 څو په توره لرې نه شي له وطنه

وطن کور د استبداد دی یا غوجل

 خو د سلیمان لایق یو کمال دا دی چې  په ایدیولوژي کې ایسار نه پاتېږي، بلکې د ژوند له تجربو زده کړه کوي، ده په ۱۳۶۲ کې وویل:

 د توپک له خولې چې ووته خبره

څوک به نر وي چې بیا تم کاندي جګړه

څو دې توان وي ګوته مه وروړه ماشې ته

ډېره غوره ده روښانه ورځ پر خړه

 په چپي نظریې او ګوندي کیسو سربېره د وطن مینې او د تمدن له کاروانه د شاته پاته کېدو تریخ احساس هم د لایق په شاعرۍ ژور اثر کړی دی. ده په ۱۹۹۵ کال کې په جرمني کې وویل:

جاپاني هزاره ګان د جهان واک کا

افغاني هزاره مټکې د تبنګ شي

پښتانه ته که بخت وخاندي په سهوه

یا په نس د چا مزدور شي یا ملنګ شي

د وطن چیغه چې باسم له کوګله

په مرۍ کې مې د شعر فریاد ګونګ شي

د لایق  په شعرونو کې داسې موضوعات هم کم نه دي چې له ټولنې او ایدلوژي سره یې تعلق نشته، مثلا د ځوانۍ او ماشومتوب ارمان، د کلي یاد، دعمر د ژر تېرېدو احساس او نفساني مینه. د چونغر په یوه ترانه کې یې ویلي وو:

تښتم له ښاره او ښاریانو څخه

چونغره غېږ کې دې یوه ځاله راکړه

د توماس کوهن خبره

 په دیارلس سوه څوپنځوسمو کلونو کې چې د پطلانه ارته پایڅې مود وې، محمد اسلم د یوه بل زده کوونکي داسې انځور وایست چې پایڅې یې تنګې وې. بل زده کوونکي د تنګو پایڅو انځور خپل سپکاوی وباله او خبره سوک څپېړې ته ورسېده. په ورپسې لسیزو کې چې پايڅې وار په وار تنګې شوې، ما ته ډېر ځله د مکتب د کلونو هغه جنجال رایاد شو. یو بل وخت شاید بیا ارتې پایڅې ښکلې ښکاره شي او دا لړۍ به ظاهرا همداسې بې منطقه روانه وي.

 ذوق خو څه کوې چې ان ساینس هم ممکن د زمانې د مود تر اثر لاندې راشي.

  توماس کوهن( په ۱۹۹۶ کې مړ) د علم تاریخ ډیر لوی عالم دی. د ده (د علمي انقلابونو جوړښت) په نوم کتاب د شلمې پېړۍ یو خورا مهم اثر بلل شوی دی. د کوهن په عقیده په هره زمانه کې یو لیدلوری پیدا شي او بیا پوهان له هماغه لیدلوري علم او حقیقت ته ګوري. د ده په نظر د علم په تاریخ کې څو ځله انقلابونه راغلي دي او د هر انقلاب د زمانې پوهانو دنیا ته د هماغې زمانې له عینکو کتلي دي. د کوهن له نظریې، چې نن سبا ډیر پلویان لري،یوه دا معنا هم اخیستلای شو چې په تاریخ کې د علم مزل خامخا ډیر منطقي او معقول نه وي او داسې نه ده چې د نن علم حتما د پروني علم اصلاح شوې او بشپړه شوې بڼه ده، بلکې ځينې  روحي او اجتماعي عوامل هم شته چې مثلا د یوې زمانې پوهان فزیک ته د نیوتن له لیدلوري وګوري او بل وخت د آینشټاین له سترګو لیدل ورته ډیر مناسب ښکاره شي.

 که د ساینس تاریخ مودونه لرلای شي نو د ایدلوژي په برخه کې خو د مود اثر نسبتا په اسانه منلای شو. په ۱۹۱۷ کې له اکتوبر انقلابه وروسته د شلمې پېړۍ په اکثرو کلونو کې چپي نظریات ډېر منلي وو. علامه اقبال چې د وفات په کال یې(۱۹۳۸) سلیمان لایق اته کلن و، په خپلو شعرونو کې مارکس او لینن په درانه نوم یادوي. مارکس چې د سرمایې( کپیټل) کتاب مولف دی، اقبال یې داسې ستایي:

صاحب سرمایه از نسل خلیل 

یعنې آن پیغمبر بې جبریل

زانکه حق در باطل او مضمراست

قلب او مومن دماغش کافر است

 په راوروسته لسیزو کې د اخوان المسلمین ځینو مفکرانو، مثلا سباعي، د اسلامي سوسیالیزم خبرې وکړې. 

 څرنګه چې چپي نظریات ډیر غالب وو نو ګڼ مفاهیم د چپي فکر له عینکو تعریف شول. مثلا په پښتو کې استثمار ته د زبېښاک نوم غوره شو. د استثمار عربي کلمه د ګټې اخیستلو له مفهوم سره غوټه ده چې منفي اړخ پکې نشته، حال دا چې په زبېښاک کې د وینو زبېښلو ته اشاره ده. په پښتو کې استثمار ته ولې داسې کلمه غوره شوه چې ډیره منفي معنا لري؟ ځکه چې په مارکسیستي اقتصاد کې استثمار ډیر ناوړه شی دی. د ښکېلاک کلمه تر ثور کودتا څو کاله مخکې استاد حبیب الله رفیع وضعه کړې وه چې چپی نه و، مګر د چپي فکرونو د غلبې زمانه وه.

 علامه فیض محمد کاتب د سلیمان لایق تر زوکړې یو کال مخکې د تذکرة الانقلاب کتاب ولیکه چې د حبیب الله کلکاني په زمانه کې د کاتب خاطرې او یاداښتونه پکې دي. لیکوال ځکه تذکرة الانقلاب نوم ورکړی دی چې هغه ورته د ګډوډیو زمانه ښکارېده. مطلب دا چې د انقلاب معنا منفي وه خو څو لسیزې وروسته مثبته کلمه شوه چې دا هم د اکتوبر انقلاب او چپي فکر د اغېز یو بل مثال دی.

 د ګڼو ادبپوهانو په نظر فیض احمد فیض د پاکستان تر ټولو لوی شاعر بللای شو. ځینې کسان وایي چې احمد شاملو د ایران د شلمې پېړۍ تر ټولو لوی شاعر دی. دوی دواړه او د شلمې پېړۍ ګڼ نور لیکوال او شاعران مارکسیست وو خو نن سبا ډیر لږ کسان چپي فکر ته زړه ښه کوي،ځکه چې زمانه بدله ده او لیدلوري بدل دي.

 په شلمه پېړۍ کې چپي فکر څلور لویې جاذبې لرلې: د لویدیځ استعمار خلاف تصور کېده؛د خان او غریب د برابري تمه ترې کېده؛ ټولو خلکو ته د کور، کالي، ډودۍ د برابرولو مناسبه لاره ښکارېده او دا انګېرنه عامه وه چې شوروي اتحاد ډیره چټکه وده کوي. تر اکتوبر انقلاب له مخه سمرقند و بخارا د پرمختګ له نظره تر کابل و کندهار زیات نه وو خو د لایق د ځوانۍ په کلونو کې چې په اکتوبر انقلاب څلور، پنځه لسیزې تېرېدې،سمرقند و بخارا داسې ګڼل کېدل لکه له پاریس و لندن سره چې سیالي کولای شي.

 زما په خیال چپي فکر ته د لیکوالو او شاعرانو میلان دوې صنفي وجې هم لرلې: یو دا چې شوروي نظام د لیکوال او شاعر کار ته د کار په سترګه وکتل او داسې چلند یې ورسره ونه کړ چې که ناول لیکې یا شعر وایې، نو زما یې درباندې څه؟ که څه هم شوروي نظام ګڼ لیکوال ووژل خو دغه ظلمونه تر ډیره حده پټ پاتې شول او څه چې ښکاره وو هغه امتیازونه وو چې شوروي نظام لیکوالو ته ورکول.

 سلیمان لایق ته په ۱۳۴۲ کال کې د خپلو شعرونو د کتاب(چونغر) یوازې پنځه سوه افغانۍ حق الزحمه ورکړه شوه چې دی یې وقهراوه او د هغه وخت د اطلاعات و کلتور وزیر ته یې یو شعر ولیکه چې دلته یې د پیل بیتونه را اخلم:

شنیده ام که مرا قیمت کتاب غزل

رسیده است ز حسن نظر به ده دالر

سه سال عمر که بردم به سر در ایجادش

هزار قطی سیګار کرده خاکستر

چه خوابها که سپردم به غارت سحری

چه شعرها که نوشتم به صرف خون جګر…

دا ستونزه اوس هم شته او د هنر و ادب  له واقعي تولیدوونکو سره بې انصافي روانه ده.

 چپي نظریې ته د لیکوالو او شاعرانو د تمایل یو بله وجه احتمالا دا وه چې د چپي فکر اکثره مشران، له مارکس، انګلز، لینین او ستالینه رانیولې تر ماوتسه تنګه پورې لیکوال وو او له ځینو سره یې د شعر ویلو شوق و چې شاید د هم مسلکي احساس هم نور لیکوال او شاعران دوی ته مایل کړي وي.

خوشحال او رحمان

 د ژوند په اړه د خوشحال خټک او رحمان بابا په نظرونو کې یو بنیادي توپیر دا دی  چې رحمان بابا د امن څنډه غواړي او په خطر منلو کې خیر نه ویني خو خوشحال ریسک مني او د توفاني سمندر لامبوزن دی.

رحمان وایي:

و اوبو ته اچوه نه شي ځان خوږ دی

کنه ډیر دي په دریاب کې دُر ګوهر

خو خوشحال ویلي وو:

که غوټې پسې وهې په لاس به درشي

چا وې دا چې په دریاب کې ګوهر نشته

رحمان بابا فرمایي:

بې خیرۍ مې کُل په خیر دي شمېرلې

د مزري په خوله کې ناست یم فراغته

خو خوشحال فرمایلي وو:

که فلک دې د زمري په خوله کې ورکا

د زمري په خوله کې مه پرېږده همت

رحمان بابا فرمایي:

د صیاد له وحشتونو خپسر خلاص کړه

لکه مرغ خانګي په خپله رام شه

خو خوشحال ویلي وو:

مستجاب مومند که چرګه د مغول ده

زه خوشحال خټک خو باز یم ځای مې غر

د خوشحال او رحمان په نظریو کې د دغه توپیر په لسګونو مثالونه پیدا کولای شو. سلیمان لایق  د خوشحال غوندې د ریسک شاعر دی او شعرونه یې د خطر منلو او مقابلې ته راوتلو له احساسه مالامال دي. دی وایي:

جنګ ته که دې بولي لوړ اسمان، سترګه ترې مه کوه

لار پراخه پرېږده د کبرونو ځوابونو ته

ده دا خبره په پنځه اویا کلنۍ او جلاوطنۍ کې وکړه. او د پاچا په زمانه کې یې د ځوانۍ په جوش کې ویلي وو:

یارانو ژوند په شر و شور کې ښه دی

لکه څپې د توپانو،توپانو

دا هم د ده د ځوانۍ د وخت یو بیت دی:

 ما د توپانو څپو ته وسپارئ

غواړي توپانونه د توپان بچی

 له خوشحال سره نور ورته والی

 هغوی چې ریسک مني، ممکن بې احتیاطه وي. د خوشحال یوه بې احتیاطي دا ده چې له خپل اولاده رانیولې تر خپلو دوستانو پورې چې هر چا ته په قهر شوی، زړه یې ورباندې تش کړی دی. دغه عادت د سلیمان لایق هم دی. 

 دی د خپلې پلارنۍ  سیمې ښرنې په اړه وایي:

یو سړی در کې پیدا نه شو ښرنې

چې لایق وي د یوې تشې یادونې

 او بیا وروسته د ځینو کسانو نومونه اخلي او شکایت  کوي.

دا هم د ده وینا ده:

په پلرینه کې خدای هیڅ سړی رانکړ

چې د خلکو په ننګ ودرېږي دار ته

 دی ان د خپل ګوند مشرانو ته په ښکاره بد وایي. استاد الفت په خپلو آثارو کې مختلفو کسانو ته د ایهام او کنایې په ژبه اشارې کوي او غندي یې خو په صراحت سره یې نوم نه اخلي چې دا د سبکونو او خویونو توپیر دی.

 لایق د خوشحال غوندې د شخصي ژوند له جزییاتو د شعري مضمون په جوړولو کې استفاده کوي.

 خوشحال وایي:

جهان واړه کور د عشق د محبت دی

په خوشحال باندې بانډه شو رنتبور

دغسې جزییات د شعر رشتیاغوندیتوب زیاتوي، د شاعر په خبره د لوستونکي باور ډېروي او د نوي څه ویلو امکان زیاتوي، ځکه شخصي تجربه طبعا نوی اړخ لري. لایق چې په اول کې یې نوم غلام مجدد و، وایي: 

نه لېډر یم، نه رهبر یم، نه امام

پلار په ما باندې نوی ایښی دی غلام

مګر زه د جابرانو غلام نه یم

د بې وزلو خلکو یم علی الدوام

 د دوو متفاوتو او متضادو شیانو مثلا مرد او نامرد، مرغلره او مشکڼه، باز او مشګیرک یا بلبل او کارغه پرتلنه د خوشحال سبکي ځانګړنه ده. په دې پرتلنو کې د تضاد پر بدیعي صنعت او تصویري کیفیت سربېره دا هم وینو چې شاعر ته دنیا او مفاهیم د متضادو جوړو په بڼه ښکاري او د همدې متضادو جوړو له لارې خپل پیغام رسوي. متضادو جوړو ته په پخواني سبک کې نسبت اوسني طرز ته  ډیر پام شوی دی خو خوشحال تر هر بل شاعر زیاته توجه ورته کړې ده. په اوسنو شاعرانو کې سلیمان لایق د خپل وخت د نورو شاعرانو په نسبت د متضادو جوړو بیان ته زیات مایل ښکاري چې دا تمایل د ده د یالکتیک له فلسفې سره هم سمون خوري.

لایق وایي:

د اسمان دې نامردیو ته خو ګوره 

مړ چونجی زموږ وهلو ته نهنګ شو

او یا :

د ټپوس تر زر کلنه عمره ښه دی

یو ساعت د ګربت عمر په پیکار کې

د (مرد او نامرد) په نوم شعر درې لومړي بېتونه یې دا دي:

د مرد انو له نامردو څه نسبت دی

چېرې نر انور حاصل چېرې مڼوکی

چېرې آس د خونړیو میدانونو

چېرې خټو کې نښتی یو ټټوکی

یوه د سر په بیه پرې کړ پور د خلکو

بل خوندي کړ خپل تالان،د غلا زړوکی

د لایق یوه قطعه ده:

بخت چې چپه شي د ملتونو

نبض بدل شي د تاریخونو

د لوړو څوک ګربت راپرېوزي

د کارغه پښو ته له اسمانونو

د خوشحال د شاعري یوه بله سبکي ځانګړنه دا ده چې د یوه مفهوم د بیان لپاره به مثالونه راوړي او دا لکه په متلونو کې راغلي مثالونه تعمیمولای شو. مثلا خوشحال فرمایي:

درخانیه پکې یو ادم خان خوښ کړ

یوسفزیه ځوانان ډېر وو سواره پلي

 دلته مثال د درخانۍ دی خو دا خبره د هر میین په باره کې کېدای شي او یا په لاندې بیت کې د دریاب د ملغلرو مثال د نورو همجنسو شیانو تر منځ توپیرونو ته هم راوړای شو:

 له یوه دریابه خېژي فرق یې ډېر دی

که نظر کړې د دریاب په ملغلرو

لایق وایي:

که جنت راقباله شي خوښ به نه شم

هر کربوړي ته جنت خپلې ډبرې

دلته شاعر له کربوړي سره نه تشبیه کېږي، بلکې منظور د مثال راوړل دي.

د ده یوه قطعه ده:

د سرساتلو په غم کې نه یم

لاره اوږده شوه د کړاوونو

ماڼو ګان غله شوو، بېړۍ یاغي شوه

مزاج بدل شو د تقدیرونو

د خوشحال یو موتیف دا دی چې سړی باید په سخته کې وارخطا نه شي. لایق  همدا موتیف پالي. دی چې لا په وطن کې و او مهاجرت ته یې ځان برابراوه، ویې ویل:

درنه روان یم خو نه ژړیږم

زه هغه غر یم چې نه نړېږم

په بارانونو او تندرونو

نه راټیټېږم نه تسلمېږم

لایق د سرښندونکو په ستاینه کې څو ځایه ویلي دي چې دوی که تر اوسه د خپل کور و، له دې وروسته د جهان شول. د شخصیت له ټولنیز کېدلو سره د خوشحال خټک هم زیاته جوړه ده. دی د خپل زوی بهرام په غندنه کې وایي:

 هغه زویه خو په ګور ښه دی خوشحاله

چې بهرام غوندې یوازې د خپل کور وي

خوشحال د خپل زوی نظام په مرثیه کې وایي:

کاشکې ځوان د پښتانه په ننګ کې مړ وای

نه چې ګور لره روان شو له تلتکه

او لایق ویلي دي:

پرون وژړل ملګرو په ملګرو

چې سرونه یې بایللي وو په جنګ کې

ما وې ولې تویوئ د ځیګر وینې

هغه مړه نه دي چې تللي دي په ننګ کې

 خوشحال تر بل هر شاعر پر لایق زیات اثر کړی دی. لایق د خوشحال د وزن او ردیف په پیروي د دوه زره دریم کل په فبروري کې په جرمني کې ویلي دي:

خپل اغزی تر پردي ګل ښه

تر لندنه وران کابل ښه

د انګرېز تر حکمتونو

د پښتو ساده متل ښه

د عربو تر شېخانو 

خپل د کلي ملا ګل ښه

تر پردیو کومکونو

په خپل مټ تکیه کول ښه

د مانکیو تر ساتونکو

د افغان د سیمې غل ښه

دا نړۍ ازموینځای دی

تر وینا ښکاره عمل ښه

د مورنۍ پښتو نُستلجیا

 که څوک د خپلو تېرو وختونو او خاطرو ډېر ارمانجن شي، دغسې حالت ته نستلجیا(نوستالژي) وایي. داسې کس ممکن د تېرو ورځو د یوې نخښې له لیدو سخت خوند واخلي او د پخوانو خاطرو تصور کول یې په یوه نشه کې ډوب کړي. له لاسه وتلي وختونه چې بیا نه راستنېږي، یادول یې عواطف پاروي او معمولا د غم او مړاویتوب سبب کېږي. نستلجیا مختلفې بڼې لرلای شي. د مورنۍ لهجې له چاپېریاله بېلېدا هم ممکن د نستلجیا سبب شي او دا د انسان عادت دی چې څومره ورباندې عمر اوړي ،هغومره  یې د ژوند لومړي  کلونه او د مور د ټیکري پیڅکه په زړه اوري.

   مورنۍ لهجه د لیکوال او شاعر ډیره پکارېږي. یو خو د خپل احساس بیان پکې ښه کېږي، بل ورباندې لاسبري یو، بل ورسره د کلام په صداقت باندې د لوستونکي باور زیاتېږي،بله دا چې د هر چا په مورنۍ لهجه کې بلا کلمې شته چې معیاري او ادبي پښتو پې غني کېږي. شاعر چې د کلام وزن و موسیقي و قافیې ته پام کوي، په مورنۍ لهجه او ولسي ژبه کې د ځینو کلمو بېل تلفظ یې کله کله لوی مشکل ور آسانه  کړي.

 خوشحال وایي:

چې دې ښه له خویه بویه خبردار شوم

له خوشحال سره یاري  کړې په دروېغه

د لایق په دې لاندې بیت کې هم د مورنۍ او ولسي لهجې سلا بلا(بې موجبه) سلا بلا نه ده راغلې،بلکې هم یې قافیه جوړه کړې او هم یې د بیت نوره موسیقي پیاوړې کړې ده:

 ما نه وو لوټ کړي د ښایست د بازارونو زر

دا د ښکار لېواله وه سلا بلا یې وویشتم

   د وخت په تېرېدو سره باید ظاهرا دا امکان زیات شي چې شاعر د شریکې پښتو عناصرو ته لا زیاته توجه وکړي، خو برعکس، د لایق په شعر کې د عمر په وروستیو لسیزو کې د مورنۍ لهجې عناصر کم شوي نه بلکې یو څه زیات شوي دي. زما په خیال د دې یوه وجه نستلجیا ده. شاعر ته چې د عمر په وروستیو کلونو کې د عمر د پیل وختونه زیات وریادېږي، مورنۍ لهجه لا زیاته استعمالوي. د لایق په مورنۍ لهجه کې (خندا) ته ( خندی) وایي، دی په دې لاندې څلوریزه کې د قافیې، وزن یا د کلام د موسیقي په خاطر نه بلکې بې ضرورته او د نستلجیا په حکم (خندی) راوړي:

خندی د پېغلې تاو د شرابو

سیوری د ولې، بوی د کبابو

شور د چړونو، لویي د غرونو

مېله د مستو د څو خرابو

 لایق  په دوه زرم کال کې په جرمني کې(د یادونو ګورستان) په نوم یو شعر ویلی او هلته یې د (شي) په ځای(سي) غوره کړی چې د مورنۍ لهجې نستلجیا یې اصلي وجه ښکاري. د نوموړي نظم وروستی بیت دا دی:

اوس مې درنیسئ په پلو کې د ښرنې نجونو

د بیابان وم دوباره د بیابان سومه

په ۱۹۹۶ کې په جرمني کې په یوه مصرعه کې وایي: په تلېوار تلېوار یې پوه کړه څو کرته؛ چې دلته هم بې شعري اړتیا تلوار، تلېوار شوی دی او زما په خیال دا هماغه د مورنۍ پښتو د نستلجیا اثر دی.

 که څوک ټول عمر د مورنۍ لهجې په چاپېریال کې واوسي، شاید دغسې نستلجیا ورته پیدا نه شي خو چې بل چاپېریال ته راشي او د کور لهجه یې هم بدله شي، بیا یې ممکن د مور پښتو ډېره په زړه واوري.

ژوره معنا

 تاریخ او چاپېریال له بې شمېره پېښو مالامال دی چې له یوې نیمې پرته په نورو کې ژوره معنا نه مومو او که ډېره غیرعادي وي نو یوازې د یوې حیرانوونکې واقعې په سترګه ورته ګورو. په افغانستان کې مشهوره ده چې د کندهار پایلوچان سکروټې په لاس کې نیسي چې خپله پایلوچي ثابته کړي. سلیمان لایق دا پېښه په ښکلي شعر بدله کړې او د هغې پټه معنا یې راسپړلې ده:

ووې کنداري بل کنداري لره

لاس راسره نیسې په سکروټو کې 

نشي،اندازه د پایلوچۍ نه شي

تش په سره لونګۍ،زري چوټو کې 

په تاریخ کې لولو چې سوري شیرشاه د هند د کالنجر کوټ د نیولو په وخت ووژل شو. لایق له دې پېښې د هوډمن انسان  د انځور د ایستلو استفاده کړې ده:

مېړه هغه چې شېرشاه غوندې په اور کې 

جلا نه شو له ارمانه که سقر شو

که پلاز، که یې ماڼۍ که یې جمدر شو

که یې واک شو، که یې ملک که یې لښکر شو

که یې توره، که یې آس که یې خنجر شو

ټول یې ذهن کې حصار د کالنجر شو

چې مازدیګر شي

د کلاسیک شاعر محمدي صاحبزاده د دیوان په سریزه کې پروفیسر قلندر مومند لیکلي دي چې:« د فن په میدان کې محمدي صاحبزاده پښتو شاعرۍ ته یوه ښکاره او د انتهایي قدر او اهمیت قابل عطیه دا ورکړې ده چې شاید په وړومبي ځل هغه د غزل په پیکر یوه ښکلې تجربه کړې ده او هغه دا چې د پښتو د رباعي په مخصوص وزن کې یې غزلونه لیکلي دي.» 

 د محمدي صاحبزاده دا تجربه عامه نه شوه. ولې؟ د پښتو غزل مشهور وزن چې د رحمان بابا او نورو په غزلونو کې عام دی، د غم و خوشحالي، مستي و مړاویتوب، قهر او محبت ، د مختلفو احساساتو د بیان لپاره مناسب دی ،حال دا چې د پښتو څلوریزې خاص وزن د ماتو زړونو بیان ته لا مناسب ښکاري. محمدي صاحبزاده چې د غزل دا بیت د څلوریزې په وزن وایي، په خوند یې اورو:

غم لکه سیوری راسره ګرځي

نمر مخیه یاره چې بېل له ما شوې

خو د دې بل بیت موضوع یې د څلوریزې له وزن سره چندان نه لګېږي:

زړونه کباب دي د شوق په اور کې

هر یو دا مست یې خوښ په بدلو دی

سلیمان لایق د څلوریزې خاص وزن د خینو اوږدو شعرونو او د دوه بیتي قطعو لپاره کارولی دی چې د څلوریزې او قطعې یو شریک زوزاد یې بللای شو. دی وایي:

چې بریځر شي په ما محشر شي

ما وطن پرېښود په بریځر کې

لومړنی وار و چې زړه مې مات شو

د خپلې خاورې په سره سحر کې

 د عمر په تېرېدو سره د بنیادم په احساساتو کې شور پاتې نه شي، خبرې ورو ورو کوي او د تېر عمر تجربې او د حکمت خبرې په ساړه انداز بیانوي. لکه د خبرو په وخت چې د بوډا بنیادم ساه بنده بنده کېږي،د څلوریزې د هرې مصرعې په منځ کې هم درېږو. د څلوریزې دغه وزن د هغسې تجربې بیان ته سخت مناسب دی چې د سلیمان لایق په قطعه کې یې وینو.

 د لایق د دې قطعې د  پیل برخه چې د مرکبې جملې د لومړۍ برخې د زمان قید جوړوي، په پښتو لنډیو او ولسي سندرو کې زیات لیدل کېږي: چې مازدیګر شي، چې اختر شي، چې غنم لو شي…

سلام، سلام دی درنه لاړم

چې د غوربند سینځلې ګل شي رابه شمه 

زموږ ادب یوه خاصه روح لري چې د بلې هرې اروا غوندې تر څه حده پورې ناپېژندلې پاتېږي مګر نخښې یې احساسولای شو. د ذکر شویو جملو زماني برخه شاید ځکه اثرناکه وي چې یوازې یو وخت نه بلکې یوه پېښه بیانوي. بریځر کېدل یا سینځلي ګل کېدل هم یو زمان ته اشاره ده او هم یوه پېښه ده. له دې پېښې سره خاطرې تړلې وي او دا خاطرې په ورپسې پېښه اثر غورځوي.

ښکلې پوښتنې

 د ماتریالیزم او ایډیالیزم دوه توپیرونه ډېر جوت دي: ماتریالیستان وایي چې اول ماده وه، بیا د مادې د ودې په نتیجه کې حیات او شعور وزېږېدل. ایډیالیزم وایي چې اول شعور و او بیا ماده وزېږېده. ماتریالیستان وایي دنیا د پيژندلو جوګه ده خو ایډیالیستان چې په روح او غیر مادي وجود هم باوري دي، انسان د دنیا او مافیها له پوره درکه عاجز ګڼي. 

 سلیمان لایق د عمر په لومړیو لسیزو کې د دنیا په پیژندلو کې شک نه کوي خو په وروستیو کلونو کې داسې ښکلې پوښتنې ورپیدا کېږي: 

دا میلیونونه ستوري په هسک کې

چې میلیاردونه کلونه ځغلي

د بې انجامه زمان په لیکه

له کومه راغله؟ کومه خوا درومي؟

او دا هم په دوه زره شپږم کال کې د ده ځینې پوښتنې:

په سړي کې دا تلپاتې لټه څه ده

دا لېواله، دا تبجنه، دا مبهمه

په سفر کې د کاروان بېړې حیران کړم

دا عالم چاته ورځغلي، په څه تمه؟

سړیتوب د یوې پوښتنې سرګردان دی

چېرې ومه، چېرې یمه، چېرې ځمه؟

هیڅ دانا په دې خبره سر خلاص نه کړ

ولې زېږم،ولې پایم، ولې مرمه؟

د کم ازاره وطني انتقام انځور

 که یو واري محتسب په ګوتو راغی

 لنګوټه به یې خولبوړی د غوجل کړم

 محتسب زموږ په شعر کې د هغه چا سیمبول دی چې د خلکو د ازادي مخه نیسي او د ژوند په چارو کې یې مداخله کوي. شاعر وایي چې (که په ګوتو راغی)؛ په دې شرطي جمله کې دوه مطلبه نغښتي دي: یو خو دا چې شاعر په لوړ مقام کې دی او محتسب د فراري په څېر دی، بله دا چې شاعر په داسې دریځ کې هم نه دی چې په محتسب یې هر وخت لاس بر وي. د محتسب فراري حالت نوې خبره ده،ځکه دا معمولا مست او بې لارې کسان وي چې له محتسبه پټ ګرځي. دې نااشنایي یو خوند پیدا کړی دی. شاعر وایي چې لنګوټه به یې د غوجل خولبوړی(سرپوښ) کړم چې سپکاوی پکې شته خو بې رحمي پکې نشته. غوجل او لنګوټه دواړه د ولسي ژوند نخښې دي چې تصویر ورسره وطني کېږي. دغه راز د کسات کلتور د وطني ژوند یو بل اړخ دی. له بلې خوا لونګۍ، دستار یا مثلا پټکی نه بلکې لنګوټه یادېږي چې یو څه غیر رسمي کلمه ده او  چون ټوله منظره غیر رسمي ده نو لنګوټه تر نورو معادلو کلمو غوره ښکاري. دغسې تناسبونه د دې سبب کېږي چې بیت ښه ولګېږي او هنر پکې احساس کړو.

 د محتسب په باره کې د ده دا بیت هم جالب طنزیه انداز لري:

زما څه چې محتسب په مینه پوه کم

څو چې دی سړی کوم کلی به بل کړم

تشبیه ته بې پامي

 لایق له لویه سره د تشبیه شاعر نه دی او څرنګه چې تشبیه ته خاصه توجه نه کوي، نو دا امکان هم شته چې یو نیم ځای یې په تشبیه کې ستونزه ووینو. مثلا  په ( بادونه او درمندونه) کې لولو:

پورې له بحرونو د ایشیا د زړه په خونه کې 

اوسي افغانان ترې نه چاپېره اوچت غرونه دي

دلته( زړه) له (خونې) سره تشبیه شوی او ( د زړه  د خونې) ترکیب یې رغولی دی. د زړه او خونې تر منځ خو د ایسارې فضا ورته والی شته مګر چې غرونه ترې راچاپېر شي  بیا نو دغه زړه له خونې سره سمون نه خوري.

په دې لاندې بیت کې هم جهان له خونې سره ورته بلل، زړه ته نه پرېوزي:

 جهان څه دی د ناپایه منډو خونه

تر کمال پورې تکل د رسېدو دی

 یو بل ځای سترګې له کوڅو سره تشبیه کوي او د سترګو د  کوڅو تشبیهي ترکیب جوړوي چې زما په ګومان نه سره لګېږي: 

باد یې له مخه څڼې وشیندلې

په ماښامونو کې سپوږمۍ وخته

ما چې د سترګو کوڅې پرانیستلې

په لېوني زړه مې غدۍ وخته

 تشبیه د خیال انځورونو تر ټولو عامه بڼه ده. د خیال انځور کلمه چې احتمالا په دیارلس سوه څو شپېتمو کلونو کې د انګرېزي د امېج په ځای وضع شوه، معمولا د امېج هغو ډولونو ته راځي چې خیالي او غیرواقعي وي. په شعري سبک کې چې مبالغې ته مایل دی، خیال انځورونه زیات وي خو په داستاني ادب کې واقعیت ته ورته انځورونه ډیر لیدل کېږي. زه که ووایم چې شپانه د لېوه غوندې پیاوړی سپی درلود، دا واقعیت ته ورته انځور دی خو که ووایم چې د زمري غوندې پیاوړی سپي یې و، دا خیال انځور دی. په شعر کې د خیال انځورونو د زیاتوالي معنا دا نه ده چې ښه شاعري واقعي انځورونو ته توجه نه کوي، نه برعکس، د روښانو،غیرخیالي انځورونو په برکت خورا ښکلې شاعري هم شوې ده. د خوشحال په دغو ډیرو ښکلو بېتونو کې انځورونه شته خو خیال انځورونه نشته:

 په ژړا مې ځينې خواست د سپینې خولې کړ

په خندا یې وې چې څه کا دا سړی؟

——-

یا د ښو زلمیو خیال دی په شمله کې

یا د ښو نجونو د تور اوربل دماغ دی

——-

ستا د ګوتو کشیده رومال چې راغی

زه له مینې مږم ستا رومال په ګوتو

——-

زمانه به یې په سر ګلونه نه ږدي 

هغه سر چې سزاوار وي د پایزارو

سلیمان لایق هم په پښتو کې د غیرخیالي انځورونو استاد شاعر دی. په دې مقاله کې چې د ده کوم بیتونه لولو، اکثره یې د واقعي انځورونو ډېرې روښانې بېلګې دي. دا څلوریزه یې یو بل مثال دی:

 ښرنه تشه وچه بېدیا ده

د پونده وو زړه کلا ده

خو په دې ټوله افتادګۍ کې

زه یې مجنون یم، دا مې لیلا ده

دلته اول بیت یو نوی ریالستیک انځور دی چې د روښانوالي په برکت یې د وروستۍ مصرعې تکراري تشبیه هم نوې او ښکلې شوې ده، ځکه چې له دې خړې پړې ښرنې سره دومره مینه راته بېخي نوې خبره ښکاره شي. 

 د غیرخیالي انځورونو ډیرې ښې بېلګې په لنډیو کې هم پیدا کولای شو.

تاریخ پوهه ده، پیغور نه دی

 د پیسو په زور د لسګونو زرو کلونو وچه مېره په څو میاشتو کې په ګلستان بدلېدلای شي خو د همدې مېرې د اوسېدونکو څو سوه کلن کلتور او ذهنیت د لس برابره ډېرو پیسو په زور په لس برابره ډېره موده کې ډېر نه بدلېږي. دا ځکه چې له انسان سره معامله او له بې روحه بیابان سره معامله یو شان نه ده. بیابان د عکس العمل وس نلري او انسان عکس العمل ښیي. دی ممکن خپل اصلي حالت  ته تر پخوا زیات وفادار پاتې شي. بیابان حافظه نه لري خو د انسان ذهن د هغه له خاطرو رغېدلی دی او نن یې له پرونه نه بېلېږي. زموږ د ځینو سیاستوالو یوه تېروتنه دا وه چې په ټولنه کې تغییر ورته اسان ښکارېده. سلیمان لایق د ۱۳۶۲ په ثور کې ویلي وو:

 تر دا خپل انقلابي ګونده قربان شم

چې د سترو غمو  لاره یې کړه لنډه

د برېښنا غوندې چټک ګوزار یې وکړ

زر کلن منزل یې وواهه په منډه 

 دې ته ورته خبره نور محمد تره کي هم کوله. هغه په  ۱۳۵۷ یا ۱۳۵۸ کال کې چې په قدرت کې و، په یوه وینا کې وویل چې موږ د ثور انقلاب په برکت په یوه شپه کې د تاریخ دوې مرحلې کچ کړې.

 حکایت دی چې یو زلمی استاکار ته راغی، ورته ویې ویل، غواړم دا ستا کسب زده کړم، څومره وخت شاګردي پکار ده؟ استا کار ورته وویل:پنځه کاله. زلمي وویل: که سهار وختي راشم، ماخوستن ناوخته لاړ شم، په جمعو باندې هم رخصتي ونکړم، بیا به څومره وخت وغواړي؟ استا کار وویل: لس کاله.

  په دغه حکایت کې د انساني فطرت یو حقیقت  بیان شوی دی. 

  د ثور تر کودتا له مخه په افغانستان کې د خواصو په کړیو کې یوه اوازه خپره وه چې د دموکراسي په وروستیو کلونو کې چې حکومت مخالفې مظاهرې زیاتې شوې، جنرال سردار عبدالولي پاچا ته وویل چې که اجازه وي یوه کودتا به وکړم او په دې ډول به له اساسي قانون او دموکراسي ځان بېغمه کړو. پاچا ورسره مخالفت وکړ او دا دلیل یې راوړ چې ته به نن زما د خوښې کودتا وکړې خو سبا به نور عسکر زموږ په خلاف راپاڅي.عسکر په سیاست کې مه شاملوه!

  کله چې داوود خان د ۱۳۵۲ د سرطان په ۲۶ نېټه په ظاهر شاه کودتا وکړه او جمهوری نظام یې اعلان کړ، سلیمان لایق وویل:

 دا اواز د زغرنیو ټانکو نه دی

دا زموږه د وطن د زړه اواز دی

 د سرطان له کودتا وروسته دغو عسکرو او زغرنیو ټانکونو څو ځله، کله د یو چا لپاره او کله د هغه د مخالف لوري لپاره کودتاوې وکړې او دا ثابته شوه چې په هغه اوازه کې لویه معنا نغښتې وه.

 د سیاست او دولتداري په اړه زموږ په پخوانو کتابونو کې د نظام الملک له سیاست نامې رانیولې د ابوالفضل تر اکبرنامې او د افضل خان خټک تر تاریخ مرصع پورې د عادل په اړه خبرې کېږي خو د عدالت د ماهیت او د عادل نظام د ساتنې په اړه ډېرڅه نشته. زموږ په پخواني ادب کې د ساساني واکمن انوشیروان یا مثلا اموي خلیفه عمر بن عبدالعزیز تعریفونه شوي چې عادلان وو مګر په دې اړه ډیر څه لولو چې عدل څنګه وي او څه باید وشي چې عدل ټینګ شي او له عادل واکمنه وروسته هم ادامه ومومي؟ افضل خان خټک د خپل کتاب په سریزه کې استدلال کوي چې که واکمن ظالم هم وي،اطاعت یې پکار دی ځکه دغه ظلم ممکن د یو ښه مقصد لپاره وي چې موږ به ورباندې نه پوهېږو او بله دا چې په رعیت کې به کومه خطا وي چې الله تعالی ورباندې ظالم کس واکمنوي. داسې نه و چې د افضل خان په خلکو باندې ظلم لورېده، ده په همدې سریزه کې لیکلي دي چې:« د خلقو خدمت لوی خدمت دی چې تردې نه رضامندي د خالق په بل څه نشته.»  خو څرنګه چې د قدرت د کنټرول او سوله ایز واک لېږد واضح مفکورې نه وې نو په هر حالت کې یې خیر په ثبات کې لید.

 سلیمان لایق  په حفیظ الله امین پسې بد وایي چې ظالم و خو په دې اړه څه نه وایي چې ظلم ولې غلبه مومي او د مخنیوي طریقې یې کومې دي؟

 د ثور په کودتا کې قدرت یوه ګوند ته په لاس ورغی. دوی عقیده لرله چې کوم کسان د دوی لاره نه مني، یا بې لارې دي یا ناپوهان.دوی داسې نه ویل چې موږ ته دا زموږ لاره تر نورو بهتره ښکاري،بلکې ویل یې چې سمه لاره خو همدا یوه ده. لایق د ۱۳۵۷ کال په سنبله کې په دې نظر و:

نشته د خطا وېره

زموږ په پاکه لاره کې

  په هغه وخت کې په دې فکر نه کېده چې که ولسوال، قاضي، قومندان او والي ټول د یوه ګوند ملګري وي او په خپله نظریه کې د خطا امکان نه ویني او د حکومتداري تجربه ونلري او له حکومته د باندې د ازادو مطبوعاتو یا نورو ګوندونو په څېر داسې قوتونو ته د فعالیت اجازه نه وي چې چارواکي ورنه سترګه وکړي، نو ظلم به ولې نه کېږي؟ زموږ اکثرو لیکوالو او نظر خاوندانو په تېرو څلویښت کلنو کې په هغه چا پسې بد وویل چې دوی ته ظالمان ښکارېدل خو په دې اړه یې ډېر څه ونه ویل چې هغه کومې طریقې دي چې د ظلم مخه ورباندې ډب کېدای شي؟

بشر په خپل سیاسي تاریخ کې همیشه له دوو مشکلو پوښتنو سره مخ و:

یو/ نوی واکمن به څنګه ټاکل کېږي چې خلک ورباندې راضي وي او د واک لېږد په وخت وینې تویې نه شي؟

دوه/ خلک به د قدرت خاوندان څنګه کنټرولوي چې پر دوی ظلم ونه کړي او خپلسري نه شي؟

 لومړۍ پوښتنې ته د ځواب لپاره په تېرو زمانو کې سلطنتي موسسه رامنځ ته شوه چې خلک دې یوه کورنۍ، که ښه ده،که بده،وزغمي خو چې د واک لېږد جنجالونه کم شي.

 دویمه ستونزه لا پېچلې وه. زموږ د سیمې دیني عالمانو، لیکوالو او شاعرانو په ویناوو، لیکنو او شعرونو کې د واک څښتنانو ته نصیحتونه کول، له خدایه یې وېرول او رحم و کرم ونېکۍ ته یې هڅول خو د قدرت خاوندانو معمولا د خپلو ګټو په خاطر یا د خپلو روحي او اخلاقي مشکلاتو په علت، ظلمونه کول او چې په مقابل کې به یې خلک راپاڅېدل نو پاڅون به ډیری وخت د لا زیاتې تباهي سبب شو.

  په اروپا کې له منځینو پېړیو وروسته  د جان لاک او روسو او مونتسکیو غوندې کسانو پر دغو ستونزو ډیر غور وکړ او هڅه یې وکوله چې په ټولنو کې د ظلم او استبداد د مخنیوي عملي لارې چارې ومومي. اروپایان بالاخره ځینو داسې نتیجو ته ورسېدل چې په عمل کې کامیابه استفاده ورڅخه کوي خو موږ تر ننه پورې له یوې بې انصافي د خلاصون لپاره بلې ته پناه وړو او چې د نوې بې انصافي خوند وڅکو د پخوانۍ هغې ستاینې پیل کړو. سلیمان لایق چې ځواني یې د سلطنتي نظام په مخالفت کې تېره کړه، په تېر عمر په جرمني کې وویل:

زه دې ته حیران یم دا دې څه وکول ربه 

بیا دې ارمانجن کړو د شاهانو د شاهي

ده د ثور انقلاب په دویم کال وویل:

په نارو کې یې له خولې وتل ځګونه

وې یې دا جهان بېوزلو ته زندان دی

ناببره اسمان ورکړ تاج د حکم

اوس پخپله لوی جلاد د دې جهان دی

 موږ که په تېرو څو لسیزو کې له هرې کامیابې پوځي غلبې وروسته د نویو فاتحانو خبرې واورو،یوه حیرانوونکي ټکي ته به مو پام شي او هغه دا چې حق او غلبه به یو شان ورښکاري.د نویو فاتحانو په مطبوعاتو  کې  له تېرو تجربو د څه زده کولو هڅه نه کېږي خو ماتو شویو کسانو ته له پېغورونو ډک وي، حال دا چې تاریخ پوهه ده، پېغور نه دی.

د خوشحال یو بل عادت 

 سلیمان لایق ته چې خپله کومه پخوانۍ فیصله سمه نه ده ښکاره شوې، ځان یې ورباندې ناګاره نه دی اچولی، بلکې ډېر ځله یې خپل مخاطبان ورباندې خبر کړي دي چې دا کار په شاعر باندې د لوستونکي باور زیاتوي او د شعر اثر یې ډېروي.

 دی چې په کابل کې و، د افغان مهاجرو په خلاف یې شعرونه وویل خو چې خپله مهاجر شو، په هغو شعرونو یې پښېماني څرګنده کړه:

چې چا هجرت که، ما به غندلو

زه یو بې رحمه هجوي شاعر شوم

د وریتو شویو زړو له ښېراوو

وطن پردی شو، زه مهاجر شوم

 ثور انقلاب چې ده یو وخت ستایلی دی، په ۱۹۹۴ کې داسې تبصره هم ورباندې کوي:

انقلاب راغی خو زموږ نه و

د بل په خوښه د بل په زړه و

که دا د خپلو غرونو بچی وای

نه د شړلو، نه د واهه و

 ده چې یو عمر د اور او رزم او سنګر سندرې وویلې، په دوه زرم کال کې یې چې له جګړو او رزمونو فارغ و، دا تبصره هم وکړه چې د جګړې د ماهیت یو عالي انځور دی:

د جګړې مثال د اور دی

په لمبو یې شیطان سپور دی

که په مخ ورځې کې سوځې

که په شا راځې پېغور دی

پر ځان او خپلو پرېکړو د نیوکې ځانګړنه د خوشحال په کلام کې زیاته وینو.

مکالمه

 سوال او ځواب د مکالمې یوه بڼه ده. د بدیع عالمان چې په شعر کې د سوال و ځواب صنعت یادوي، منظور یې تر ډېره حده مکالمه وي.

 د سلیمان لایق په شعرونو کې د مکالمې ځینې ډیرې ښکلې بېلګې پیدا کولای شو. د شاعر او یوې روسي ژبې پېغلې دا مکالمه زموږ په ادب کې ډیره نوې ده:

ما ویل نجلۍ یې؟ ښاپېرۍ یې؟ که ملکه یې؟

دې په خندا وې،ني پني مایوا،خرامانه شوه

شاعر چې یې ښایست ته حیران دی، عارفانه تجاهل کوي. عارفانه تجاهل یو بدیعي صنعت دی او دې ته وایي چې یوڅوک په خبره پوهېږي خو د یو مقصد لپاره ځان ناګاره اړوي او پوښتنه کوي. دلته په عارفانه تجاهل کې ،هم د نجلۍ د ښکلا په مقابل کې د شاعر حیرت احساسوو او هم له ښاپېرۍ او ملکې سره د نجلۍ د تشبیه کولو هڅه وینو. 

 په دویمه مصرعه کې د نجلۍ په خبره او غبرګون کې څو ډوله ښکلا وینو: یو خو په (ني پني مایوا) یعنې(نپوهېږم) کې، هم دې ته اشاره ده چې دا په پښتو نه پوهېږي اوهم دې ته اشاره ده چې د شاعر سوال ته ځواب نلري او دا نه شي ویلای چې په رښتیا نجلۍ ده که ملکه یا ښاپېرۍ؟ ګواکې نجلۍ ته دې خبرې خوند ورکړی دی چې نور یې په ښایست کې ملکه یا ښاپېرۍ بولي او دا شی د نجونو له روحي حالت سره سخت سمون خوري. دوی په دې خوشحالېږي چې حسینې وبلل شي. په یوه لنډۍ کې د نجونو همدا روحیه له ښکلې پلمې (حسن تعلیل) سره یو ځای شوې او بې انتها ښکلا یې پیدا کړې ده:

 یاره چې جګه درته نه شوم

تر پښو مې لاندې شو د زلفو تناوونه

 په نجلۍ باندې د شاعر د خبرې د ښه لګېدلو دوې نورې نخښې هم شته: یو دا چې ( ني پني مایوا) یې په خندا وویل او بله دا چې خرامانه شوه، یعنې په ناز ناز یې قدمونه واخیستل. 

د لایق په یوه څلوریزه کې لولو:

ما وې مینه دې وحشي ده، دې وې وي دې

ما وې اوښکې دې سېلاب دي،دې وې وړي دې

ما وې زلفې دې په سپینو اوږو زانګې

دې وې ځان تې لرې ساته چې تړي دې

 په دې څلوریزه کې د شاعر خبرې ته هر ځل د توقع خلاف ځواب اورو چې د ناببره حالت خوند یې پیدا کړی دی. دلته د معشوقې د خبرو طرز او محتوا دواړه د هغې بې پروا او لاسبری حالت انځوروي.

د استاد پوښتنې

  په درسي کتابونو کې ممکن یو عنوان په پوښتنه پیل شي. د درسي کتاب او استاد د پوښتنې مقصد دا نه وي چې زده کوونکی ځواب ورکړي، منظور دا وي چې موضوع ته یې پام واوړي. د لایق په شاعري کې دغه ډول پوښتنې زیاتې کېږي او په کومو موضوعاتو چې ده ډیر غور کړی،ښکلي ځوابونه یې ورته پیدا کړي دي. د انقلاب په اړه وایي:

 انقلاب څه دی؟ د تاریخ یون دی

د قدرتونو جبري بدلون دی

په باغ کې شیندي نوي تخمونه

زاړه ترې رېبي دا یې مضمون دی

 انقلاب چې دی یې ډیر بوخت ساتلی، په شعرونو کې ډېر یادوي. په دوو نورو څلوریزو کې وایي: 

 انقلاب څه دی؟ لېونۍ مینه

د دوزخ لاره ظاهر ګلینه

په پیل کې ښکاري د سپېدو کرښه

په پای کې اور او باروت او وینه

یو بل ځای وایي:

انقلاب څه دی؟ یاغي دریاب دی

وحشي تکل دی، سور انتخاب دی

د ستمګرو زور او تېري ته

د سرښندونکو خوني ځواب دی

 ( ژوند) د ده یو بل د خوښې مضمون دی. څه ښه یې ویلي دي:

ژوندون څه  دی؟ د زمان په زړه کې منډه

ډېره ګونګه،ډېره تېزه، ډېره لنډه

څو لمن در ټولوې نوبت دې تېر وي

لکه څوک چې په چا ووهي ملنډه

یو بل ځای وایي:

زموږ ژوند څه دی؟ یو لېونتوب دی

په یوه خوب کې دننه خوب دی

په آیینو کې آیینې وینو

یو ګونګ تصویر دی، یو کوڼ آشوب دی

بدله شوې دنیا

 لایق په خپله لومړۍ شعري ټولګه(چونغر) کې چې د پاچا په وخت کې چاپ شوه، وطن ته دعا کړې وه:

ښاد دې یې، اباد دې یې، ازاد دې یې، ودان دې یې

کور د امنیت دې یې، کعبه د هر افغان دې یې

 خو دوې لسیزې وروسته دغه پنځه،شپږ واړه سپېڅلې دعاګانې ټولې سرچپه شوې.

 تقدیر داسې و چې یوازې د لایق وطن نه بلکې نظریه هم په بلا واوړي. شوروي اتحاد او سوسیالستي نظام یې، چې ګویا په علمي فلسفه ولاړ و او د تاریخ جبر ښکارېده، ونړېدل. د شوروي اتحاد رسمي او سرکاري نظریې، چې په افغانستان کې شوروي پلوه ګوند پکې شک نه کاوه، سوسیالیزم د طبیعي قوانینو غوندې یو حتمي شی باله. د سلیمان لایق په شان یو واقعي شاعر  به دا بدله شوې دنیا څنګه احساسوله؟ دی په دوه زره دریم کال کې په جرمني کې وایي:

لکه سړی چې خوب کې ویني نالیدلې نړۍ

زموږ په دور کې له څېلمې شوه دنیا بدله

 په نظریې باندې باور ډېرېږي، کمېږي یا بدلېږي خواصیله مینه د بدلېدو نه وي. د لایق په شعر کې د سوسیالستي نظامونو له ړنګېدو وروسته د وطن د مینې اور لا ژبغړاندی شو.  ده په دوه زره پنځم کال کې په جرمني کې د وطن د خاورې په اړه وویل:

خوشبویي د مور د غېږ راځي له خاورې

که ځنګل دی، که کمر دی، که کارېز دی

ده په ۱۳۷۰ کال کې چې لا په وطن کې و ، ویلي وو:

هره ډبره زموږ د غرونو

یوه معجزه ده د قدرتونو

زړه مې تړلی په هره شګه

پاس په  چړونو، کوز په خوړونو

ده په ۱۹۹۵ کال کې  د شاعر د مینې په اړه وویل:

ژوندون یو لمر دی اخر ډوبېږي

مرګی ماښام دی او رارسېږي

د شاعر مینه په کمکي زړه کې 

د خدای رڼا ده نه تمامېږي

نوي وصفي او اضافي ترکیبونه ترکیبونه

 په شلمه پېړۍ کې فورملیستو ادبپوهانو د ادبي ژبې د ماهیت په اړه خورا مهمې خبرې وکړې. د دوی د خبرو یو مرکزي ټکی دا دی چې ادبي ژبه د عادي ژبې له نااشنا کولو زېږي. که زه ووایم، بده خبره مې واورېده،دا عادي او اشنا ژبه ده خو که ووایم،توره خبره مې واورېده،دلته ژبه نااشنا شوه،ځکه توره شپه یا مثلا تور زړه وایو خو توره خبره نه وایو او خبرې ته توره ویل نا اشنا نداز دی. 

  سلیمان لایق کله کله نااشنا ترکیبونه راوړي چې ژبه ورسره غیرعادي او شاعرانه کېږي، دی وایي:

ما د یوه نارینه غوړپ په انتظار کې

د ژوند ټول خرابات وسپاره خمار ته

چا باور کړ چې دا رغنده فتنه به

د لایق د زړه په ښار باندې یرغل کړي

دلته(رغنده) د فتنې لپاره نوی ستاینوم دی چې د دوو متضادو شیانو د یو ځای کولو بېله ښکلا هم پکې شته. دغه راز د غوړپ لپاره د نارینه ستاینوم راوړل د ژبې نااشنا کول دي.

 د ده په شعر کې د نویو وصفي او اضافي ترکیببونو کمی نشته. دا لاندې دوې مصرعې چې په یوه کې ښکلی اضافي ترکیب او په بل کې یو کاکه وصفي ترکیب وینو، د ده ( د کوکچې په غاړه) شعر څخه را اخلو:

د عشق او د ښایست او د ښکلا په فیض اباد کې

او:

 ژوندی او منور افغانستان په خوځېدو و

خوځنده ستاینومونه

 د لایق په شعر کې یوه نسبتا عامه او سبکي ځانګړنه دا ده چې معمولا خوځنده او متحرک صفتونه غوره کوي. موږ ویلای شو چې( ما نن نجیبه ژړانده ولیده) خو داسې نه شو ویلای چې(ما نن نجیبه دنګه ولیده)،ځکه چې (دنګ والی)یو ثابت او ناخوځند حالت دی خو (ژړاند والی) ممکن یوه شېبه وي او بیا نه وي. د پښتو هغه ستاینومونه چې د ژړاند په بڼه جوړېږي، لکه بهاند،ویاند،رغاند یا رغنده معمولا خوځند حالت لري او لایق نسبت نورو شاعرانو ته له دا ډول ستاینومونو زیاته استفاده کړې ده. دی وایي:

یوسه زما دردونه زما له بلنده لمبو سره

دا هم  د ده وینا ده:

 په بهنده کوکچه کې چې راوي د هندوکش دی

له لویه سره د لایق  په شعر کې د خوخښت او تحرک خوندور احساس ډیر پیاوړی دی.

دی وایي:

تش د ګل په شانې مه خانده خاموشه

سین د هڅو  شه هم خانده هم روان شه

زمانه زما او ستا په غم کې نه ده

ته پخپله ځان ته سر شه هم سامان شه

د پاچا په وخت کې چې له ولاړ حالته په تنګ و، ویلي یې وو:

هر څه چې وای وای دې خو له دې سکونه خلاص وای

لږ څه خوځېدلای، ګړېدلای، چغېدلای

څو نورې ژبنۍ ځانګړنې

 لایق کله کله فعل لنډوي چې که دغسې لنډون نورو شاعرانو ته ښه ښکاره  شي نو د پښتو شاعري په اختیاراتو( Poetic license) کې یې حسابولای شو. 

دی وایي:

اې زما ځلانده شعره په ما نازه

په پستۍ مې چا ته نه کړلې بې نمازه

یا یې مثلا څو ځایه د ( لوبېږم) په ځای (لوبم) راوړی دی.

د چونغر په اوومه ترانه کې د (ویلو) په ځای( ویو)راوړي:

د څو دردونو د ویو د پاره

په ځینو لهجو کې د (پوهېږې) په ځای(پېږې) راځي، لایق وایي:

چا سره چې نه پېږې په ژبه عاشقي کوې

مینه دې ناکامه، تلوسه دې لالهانده شوه 

یو بل ځای د (بایلودې) په ځای(بایلې) راوړي:

عجب مې بایلې اې زلمیتوبه

دی په یوه څلوریزه کې د لهجې د نورو لغتونو او عبارتونو په څنګ کې د ( وایم) په ځای( وام) راوړي چې نه یوازې د وزن اړتیا پوره کوي، بلکې له نورو کلمو سره ښکلی تناسب هم زېږوي:

چې سره اورونه په کابل اوري

ځیګر مې سوزي ماغزه مې ښوري

وام تېکه کړې توره راواخلم

په دې سرکوزو چې وطن پلوري

 لایق کله نا کله له اسم څخه فعل جوړوي چې ژبه ورسره تازه کېږي. ده د اکساندر پتوفي د شعر یوه برخه داسې ژباړلې ده:

د دنیاګۍ له شوره ډکه ورځه

ورو ماښامېږي او چوپېږي پسې

دی یو نیم ځای هغه عربي کلمې هم مفغنې کوي چې پخوا یې لیکني مثالونه نه وو. مثلا (وضع) په لیکنۍ پښتو کې (وضعه)شوې وه خو ده،(وزه) کړه: ساقي خاندي په دې وزه زه شرمېږم.

لایق یو نیم  ځای نوې کلمه جوړوي:

چې د ننګ په اوربټیو کې پوخ نه شوې

نه دې غواړم دوزخونو د پیکار ته

او یا مثلا د لویې څپې لپاره یې(غرڅپه) ترکیب جوړ کړی چې د بر و بحر د دوو متضادو توکو یو ځای کېدو ښکلا وربخښلې ده.

 ( په دا) او( په دې ) د ( په دې وجه ) یا ( له دې کبله) په معنا قیدي عبارتونه دي. رحمان بابا فرمایي:

رحمان صلح له رقیب سره په دا کا

اشنا ښه دی البته خوړونکی سپی

د ( په) په مرسته د پښتو ګڼ قیدي عبارتونه جوږېږي، لکه په پټه، په ښکاره، په خندا، په ژړا…

لایق له دغه ډول قیدي عبارته جالبه استفاده کړې ده. دی وایي:

سترګو یې رسا زما د زړه برجونه نښه کړل

زه یې په غلا نه، د سپېڅلتیا په دا یې وویشتم

( په غلا) دوې معناوې لري. یوه معنا یې ( په پټه) ده او بله یې( د غلا په وجه). لوستونکی یې ممکن لومړۍ معنا (په پټه) ته متوجه شي خو چې بیت تر اخره ولولي او د (سپېڅلتیا) او( غلا) تضاد ته متوجه شي، نو د ( غلا په وجه) یا( د غلا په ګناه) معنا به ځنې واخلي. دغه راز ( د سپېڅلتیا په دا) بېخي نوی انداز دی.

موسیقي

 شاید د لایق د شعر د محبوبیت تر ټولو لویه وجه د هغه د کلام موسیقي وي. ده په خپل یوه کتاب کې ( سندرې په سویو واټونو کې) د چونغر ترانو په اړه لیکلي دي چې:« د ترانو وزن زما خپل دی. دا وزن په تېره بیا د طبیعت په ترسیم کې د خیال د مرکبو تصویرونو په هستونه کې مرسته کوي،ځکه ما هغه اختراع کړ، تر څو د سیاست او وطنپالنې لپاره یوه رومانتیکه شاعرانه ژبه پیدا کړم. داسې چې سیاسي مضامینو ته تغزلي او عاشقانه ساه ورکړي.»

 د چونغر د یوې ترانې لومړي دوه بیتونه به راوړو چې وزن یې یو ځل بیا احساس کړای شو:

بېګا مې خوب لیده  چونغر مړ دی

د غرونو مشر شمله ور مړ دی

سپوږمۍ اغوستی د تیارې پړونی

عالم تباه دی، ته وا لمر مړ دی

 دا وزن د یوه مات زړه د پر له پسې خیال د بیان لپاره ډیر مناسب دی چې پښتو ادب ته د لایق لویه ډالۍ ده.

 لایق د پښتو څلوریزې مشهور وزن قطعو او اوږدو شعرونو ته استخدام کړ چې کامیاب نوښت و. دی د چستو او حماسي ډوله آهنګونو په انتخاب کې هم استاد دی.

د لایق په بیتونو او مصرعو کې د توریو، څپو او کلمو له تکراره راولاړه شوې موسیقي خورا عالي ده. مثلا په دې لاندې بیت کې (غرونه) او(لالونه) او دغه راز (طلا ، زما او بیا) د بیت د داخلي قافیې موسیقي زېږوي. دغه راز په ( کې) او( کاف) کې د کاف نژدې تکرار خوند پیدا کوي:

غرونه که لالونه شي طلا شي او زما شي بیا

نه ارزي په دې چې ځواني خاورې کم غمونو کې

یا په دې بیت کې:  

سوځي به د خلکو په اورونو عذابونو کې

چا چې دا جنت وطن جوړ کړی جهنم

دلته په لومړي بیت کې د ( اورونو) او ( عذابونو) او په دویم بیت کې د( چا) او( دا) هم قافیه والی او دغه راز د جیم د توري تکرار موسیقي پیاوړې کړې ده.

موسیقي په اصل کې د اواز د تکرار پیداوار وي او د لایق په شعرونو کې د توریو، څپو او کلمو د تکرار مختلفې طریقې موندلای شو. د ده د موسیقي یوه طریقه دا هم ده چې کلمې څنګ په څنګ تکراروي:

« سپوږمۍ د لوړو غرو له شانه راخته راخته

سپینه رڼا په لوړو دښتو خورېده خورېده

وږمې د ګلو له عطرونو سره

شپې د شپنو له اوازونو سره

نېشې د میو له جامونو سره

زما لاسو ته زنځیرونه د ګناه اچول

توبه وه ماته»

د پاسني مثال په څو کرښو کې د ( د+ مضاف الیه+ له+ مضاف+سره) د جوړښتونو تکرار هم پیاوړې موسیقي پیدا کړې ده.

په لاندې مثال کې ټولې مصرعې د(دلته) په قید پیلېږي چې موسیقي او تاکید زېږوي:

دلته زموږ خلکو د دښمن ژامې ځپلې دي

دلته مېړنیو خپلې وینې بهولې دي

دلته شازلمیانو د زمرو لارې نیولې دي

دلته په فرنګ باندې موږ میندې ژړولې دي

دلته زموږ نیکونو زلزلې راپارولې دي….

د شعري جملو په ترتیب کې نحوي شباهت د لایق د شعر د موسیقي بل پیاوړی عامل دی. دی وایي:

 څومره ټیټه ده شېوه د نامردیو

څومره لوړه ده سره لاره د مردیو

څومره سخته ابادي د خوارو خلکو

څه اسانه سرشته د بربادیو

دلته څلور مصرعې څلور اسنادي جملې دي. په لومړیو دوو کې اسنادي فعل(ده) څرګند او په دوو نورو کې پټ دی. څلور واړه جملې د تعجب په کلمو پیلېږي او څلور سره د (مضاف+مضاف الیه) په  ترکیبونو ختمېږي چې دغسې مشابهتونه یو ډول موسیقي زېږوي. لایق یو هغه شاعر دی چې د جملو له نحوي مشابهتونو را لټېدلې موسیقي یې خورا پیاوړې ده. یو بل مثال:

مه ځه هغې خوا ته چې د لارې لوری نشته

سم شه هغې خوا ته چې دا ټوله دنیا درومي

 دلته هره مصرعه یوه مرکبه امري جمله ده چې اصلي برخه ( Main clause) یې په سر کې او فرعي برخه(Subordinate clause (یې وروسته راغلې ده. دواړه جملې یو ډول قیدي عبارت (هغې خوا ته) لري چې په دواړو جملو کې له اصلي برخو( مه ځه، سم شه) سمدستي وروسته راځي او د دواړو د تړاو وییکی(چې) دی. 

د فارسي اغېز

 د سلیمان لایق د شعر په لومړۍ چاپ شوې ټولګه(چونغر)کې لولو:

کله چې د یار په سودا پرېوزمه ویده شمه

اوړم په ګلونو کې را اوړم په ګلونو کې 

چې شاید د یولسمې میلادي پېړۍ د شاعر بابا طاهر عریان د دې بیت تر اثر لاندې لیکل شوی وي:

چو شو ګیرم خیالت را در آغوش

سحر از بسترم بوی ګل آیو

د چونغر دا مصرعه هم:

یو ځل چې والوتمه،والوتمه

 شاید د وحشی بافقی د دې مصرعې اغېز وي:

از ګوشه بامی که پریدیم پریدیم

سلیمان لایق که څه هم د معاصر دري ادب یو روښان ستوری دی خو زما په ګومان د ده په پښتو شعر کې داسې بیت ډېر کم دی چې د فارسي ادب د مضامینو تقلید او ترجمه یې وبولو.

 د سلیمان لایق په پښتو آثارو کې یو نیم ځای د دري د مرکب  فعل ژباړه وینو چې په پښتو کې ښه نه ښکاري، لکه:

په هره ترانه کې چې کوکچې به سر کوله

کشل شوی په خوږو خوږو نغمو کې ښکلی شان و

یا: 

غوږونه مې خوند نه وړي د رباب له ترانو نه

چې خوند وړل د خوند اخیستلو په معنا په پښتو کې نه راځي او د دري د لذت بردن ټکي په ټکي ژباړه ده.

 دغه راز کله نا کله یې په شعرونو کې د دري یوه نیمه مرکبه یا مشتقه کلمه چې د پښتو له مزاج سره سمون نه خوري، لیدل کېږي،لکه:

 تاریخ په ګفتګو و، د ښکلا په زمزمو کې

د لایق په فارسي شعرونو کې، چې زموږ د دې مقالې موضوع نه ده، یو نیم ځای د اقبال او احتمالا سیاوش کسرایي تاثیر ولیدل شي.

د لایق اثر

 ګڼ هغه کسان چې په دیارلس سوه څلویښتمو، پنځوسمواو شپېتمو کلونو کې یې په  افغانستان  کې شاعري پیل کړې وه، د سلیمان لایق تر اثرلاندې وو. د مثالونو راوړل اسانه دي خو که مواجازه وي د ځان مثال به درکړم. په پنځوسمو کلونو کې به مې له شوقه یو نیم شعر لیکه چې نه مې خپراوه او نه مې اوراوه ځکه پوهېدم چې شاعري لوی هنر دی او زه یې جوګه نه یم. د دې مقالې د لیکلو  لپاره چې مې د سلیمان لایق آثار لوستل او په (بادونه او درمندونه) کې دې څلوریزې ته ورسېدم: 

آیینې ته چې نظر کړم سر مې سپین شو

زه چې ګورمه په ګونګو غمو شین شو

زما زړه چې د څو څاڅکو ډنډوکی و

د وطن په سین لاهو شو، اباسین شو

 نو ناڅاپه خپله یوه څلوریزه رایاده شوه چې د ویلو کال یې ۱۳۵۷یا ۱۳۵۸ و او دا هغه وختونه وو چې د لایق د (بادونه او درمندونه) کتاب مې لوستی و. په هغه وخت کې ما هیڅ ګومان نه کاوه چې زما په څلوریزه به د لایق اثر وي خو اوس باوري شوم چې د لایق رنګ پکې څرګند دی. زما څلوریزه دا ده: 

د شهۍ مینې که هر څو په زړه شین کړم

د دې شهر عاشقانو ته یې سپین کړم

زه د عشق د شمعې څو څاڅکې ژړا وم

د وحشي مینې څپو یې اباسین کړم

 د افغانستان پر معاصر شعر د لایق  د اثر په  اړه ډیر څه ویل کېدای شي، زه به صرف  یوه بل ټکي ته اشاره وکړم. د لایق له (بادونه او درمندونه) وروسته دوې هم قافیه کلمې د ګڼو پښتو ټولګو د نومونو لپاره خوښې شوې او دا لړۍ ان تر ننه لا روانه ده.

 د لایق له مړینې څه موده مخکې د ده ټولې شعري ټولګې یو ځل بیا چاپ شوې چې ما ته یې د دې لیکنې امکان برابر کړ. پاسنۍ خبرې د لایق د شعري ټولګو د ځغلنده مطالعې پایله ده. د ده د شعر په اړه ډیر نور څه هم ویل کیدای شي. د اکاډیمسین لایق د چونغر په ترانو باندې دانشمند لیکوال ډاکتر لطیف بهاند سلامت کتاب لیکلی دی. د لایق د شعر د سیمبولیزم، سبکي استقلال، تصویري قوت،حماسي انداز او نورو اړخونو په اړه ډیر څه ناویلي پاتې دي. 

لایق لوی شاعر دی او صریح شاعر دی. صریح په دې معنا چې د خپلې خوښې خبرې یې په زړه کې نه دي ساتلي. په معاصر شعر کې شاید هیچا هم خپل مخالفان د لایق په اندازه نه وي غندلي. ده د خپل ګوند له مشرانو رانیولې تر جهادي لیډرانو او طالبانو پورې ډیرو ته چونډۍ ورلګولې دي. دا خبره تر دې پورې کوم چې دی به تر ډیرو پورې متنازع شاعر وي خو چې زمانې واوړي او اوسني ګوندونه د تاریخ برخه وګرځي، هاله به لایق په سړه سینه ولوستل شي.ده په اویا کلني کې ویلي وو:

ستوري به ځلېږي، وخت به ځغلي، موږ به تللي یو

زموږ د تالا عشق لوړې ژورې به شي پاتې

نور سپاره به راشي زموږ پر لیکه میدانونو ته

څه که موږه نه یو زموږ غورې به شي پاتې

نشته ده خطا د توپانونو په نرخونو کې 

خاورې به باد یوسي خو ډبرې به شي پاتې

22 COMMENTS

  1. ښاغلي غضنفر زحمت ایستلی ډېره ښکلې او ارزښتناکه لیکنه یې کړېده. په قلم یې برکت، عمر یې اوږد
    په رښتیا چې لایق یو لایق، دروند او د لمر په شان روښانه انسان وو. روح دې ښاد وي. درناوي

  2. نا لایق لوړ پوړی پرچمی وه،پرچمیانو .خلقیانو افغانستان ته روسان راواستل،سلیمان نا لایق به د ډم په شان همدا کمونیستانو ته شعرونه وییل کمونیستان به هم مست شول قتلونه به یی کول،
    سلیمان نا لایق او نور ټول کمونیستان بایډ محمکه شی،
    غضنفر هم دومره اوږده بابولا لا لیکلی چه نالایق یی هیڅ نه ارزی،
    مړه د وی کمونیستان،سر ټیټی د وی خلقیان پرچمیان

  3. مړه دې وي بې موره او پلاره عقده اي خلک. دا خلک ځان ښه پېژني چې د چا نوکران دي. لعنت دې په همدې خلکو وي چې ان د شریفو او باتورو تخلصونه هم غلا کوي. دا خلک په شرمو شرمېدلي دي.

  4. غمی پښتین .سلامونه.
    افرین،ستا په دینی جذبه،ټول ولس له کمونیستانو ،خلقیانو،پرچمیانو څخه کرکه کوی،کمونیزم،ختم شوی.خلقیان پرچمیان تباه برباد شوی،
    د خلقیانو پرچمیانو پلار لینین مجسمی کومی چه پارکونو کی نسب وی ،چپه شوی دی،اوس هغه د لیڼن چپه شوی مجسمو ته سپی او انسانان متیازی ور شړی،
    ما په خپلو سترګو ولیده چه قزاقستان جمهوریت په یوه پارک چه د لینیڼ چپه شوی مجسمه ته د یوی ښځی سپی چه هلته یی ګرځوه ورغی او د لینیڼ په مجسمه یی متیازی وکړی،

  5. محمد وروره،
    هغه څوک چې د چټلستان په ګندګیو کې لوی شوي وي. هغوی د داسې لیکونو په ارزښت نه پوهېږي. له کمونستانو ټولو افغانانو درد لېدلې. هغوی د افغانستان د بربادۍ تهداب کېښود. خو هومره بد او غم چې د ای اس ای دې مزدورو رهبرانو افغانانو ته ورکړی هیچا په نړی کې بل انسان او ملت ته نه دی ورکړی.
    وایې
    تو از چنګال ګرګم درربودی چو دیدم عاقبت خود ګرګ بودی.
    نه پوهېږم چې دوی بیا د کوم غیرت او افتخار خبرې کوي. د افغانستان د بربادي، د داخلی جنګونو، د خلکو په سر ونو د میخونو د ټکولو، د چور چپاول او بې ناموسی ګانو، د غلا او عامه شتمنیو د لوتولو او داسې په سلهاو نورو ستونزو. د همدې ګنده رهبرانو د مردار قدم له سببه دلال طالب او د ای اس ای بله ډله نوکران پیدا شول. هغوی هم پاتې افغانستان پاکستان ته وسپاره. کلي یې له خاورو سره خاورې کړل. نور خو پرېږده، حتی د ونو رېښې او دمړو قبرونه او هډوکي یې هم په پاکستان وپلورل او اوس هم دادی هٔره ورځ د افغانستان د بربادۍ او پلورولو پلانونه جوړوي. چاته یې ووایې، والله که په دوی کې شرم وي.

  6. لیکنه دیوه عادي سړي له پاره په زړه پورې ده ، یوڅوک به یې ستایې اوبل به غندي ، خو زه ېې له مستو اوشیدو سره کارنه لرم ، زماموخه غوا ده ، لیکوال دعلمی ریسرچ دمیتود لوژۍ خلاف مقاله په داسې ګډوډ او غیرسستماتیک ډول سره لیکلې ده چې نه یې سر په علمي لحاظ سم راتلای شي اونه هم پای ، هیله من یم چې ګران لیکوال یوځل له سره د خپلې مقالې دلیکنې پرمیتودباندې غوروکړي ، ډیره غیرسستماتیکه ده اوموضوعات ګرد سره زیات ګډوډاوبی ارتباطه دی ،داسې چې علمی وړتیا یې لیکوال اواجریی لایق ته هم سم نه دی رسیدلی ، مقاله نه ده سم دم دکوم ملنګ شلیدلی لونکۍ ده …
    درناوی

  7. استا د غضنفر سلام
    لږ بې انصافی دې کړې ولس ړوند او کوڼ نه دی .
    کله چې دسیاست خبره شی نو ماته د افغانستان یتیم ولس را یادشی. دکابل کندوالې او دملت د اسکلېټ سبېره هډوکی ، دتوغندیو باران او دکیمیاوی وسلو کارول.له خبل هویته وتل له کور ،کلی . ښار او هېواد څخه بېګانه .او مذهب ته افیون ویل نه سیاست او نه ادب دی بلکې دانسانی کرامت ،عدالت ،انصاف ، فضیلت،خپلواکۍ او اخلاقو په وړاندی ستر بغاوت ګل کیږی .
    جرم او خیانت په ټولنې او کور کې ، له اسلامی باورونو اوشخصیت سره لږ و باو ، چارک کم ،خروار اوتن، سبین او تور نه لری ..موږ دسیاست په سره تناره کې وسو، لاکړیږو اوځورېږو خکه چې له خبل خانه بېګانه یو . ستا هر اړخیزه متن اوکیسه کې ( بدیع او بیان ،ګرامر ، ایدیالوژی،تاریخ ، د پښتو ژبې نستلجیا،موسیقۍ، خوخنده ستاینوم او نور …….) دمارکېټ /بلورنځی بدله دنیاکې د ې رحمن بابا ع تصوف او دخوشال خان رزم او بزم افکار او د اقبال فلسفی اړخ خو د غوایی له اندیوال سره د مقایسېی وړ سیاست او ادب سره ډیر توبیرلری. داچې ته له کومې کړکۍ یا زاویې ور ته ګورې دا بیا ستا کاردی . وایی له کلی ووخه خوله نرخه مه وځه . کور ودان .

  8. قدردانه فهیم جانه! زما ستر ارمان دادی چې کله به جنایت کوونکي، خاینان او هېواد پلورونکي په یوه معتبره محکمه کې محاکمه شي. خو وګورئ د تاجکو، هزاره ګانو، ازبکانو او نورو لپاره څومره د نېکمرغ ځای دی چې اوس په دوی کې نه خلقي، نه پرچمي، نه طالب او نه نور شته ټول په یوه خوله او سره یو دي. خو له بده مرغه دا ټول بد خلک بیا تر قیامته په پښتنو کې شته او تل به سره خوري. که څوک وایي چې مونږ خو واقعیتونه لیکو او له نرخه نه وځو، مونږ خو ریالست خلک یو او داسې نور. ښه نو دا صفتونه څه ګټه کوي؟ دې واقعیتونو او د نرخ څخه نه وتلو خو زمونږ د پښتنو بېخ راوایسسست، دومره یې سره ووېشلو چې اوس مو نو له کلي هم وباسي. د خدای لپاره راځئ چې یو بل وزغمو، خپل یووالی تامین کړو او خپل حقونه تر لاسه کړو. محاکمې تاریخ ته پرېږدئ. او س مو په یووالي کې ډېره ګټه ده که نه همداسې به در په دره او خاک په سره وو، نه به مو پښتو وي نه به مو نور ویاړونه. لوی افسوس خو دادی چې د نفاق اور ته همدا مشران لکه ښاغلی حکمتیار او نور ورته کسان لمن وهي. دوی به راتلونکو نسلونو ته څه پرېږدي. دوی کوم رنځ او درد دوا کړی چې اوس نور نفاق هم اچوي. کوم درد یاد کړو، پښتو ژبه وګورئ! مکاتبات او مراسلات خو پرېږدئ، په دا ټول کابل کې څو لوحې په پښتو ژبه لرئ؟ دردونه ډېر دي خو خدای دې مونږ ته د یو بل د منلو توان راکړي لکه نور قومونه یې چې لري. درناوي

  9. سلامونه،
    زما د استاذ ا. غضنفر ټولې لیکنې ډیرې خوښې دي ،ځکه ډیره مانا ېې په لڼډو جملو کې لیکلي. خو دا ځل ېې د لايق ساب پر ادب او سیاست او تاریخ ډیره اوږده مقاله لیکلې ؛لکه دسلیمان خان لايق اوږد عُمُر!
    مګر د تبصره کوونکو ټولو سره همغږی نه یم !. روڼو غمی، انجنیر منګل ، زینګل او هتی ع. شریفزاد ساب ( چې له دې ښاغلي نه مې دا تمه نه کیده!)
    استاد ، د لایق ساب ادبي ځانګړنې او نوښتونه ښه تشریح کړي ؛ خو زه یو د رحمان بابا سره پرتله کول ېې نه منم!. خوشحال بابا سره صحیح.؛ او بل دومره فارسي ابیاتو ته هم حاجت نه و؛ کوم فارسیبان په پشتو کې لیکنه کړې یا کوي ېې؟؟
    په هر حال، راغلو سیاست برخې ته: زما په نظر ، تیره پیړۍ په ټوله نړۍ کې د انقلابونو قرن و، کاپیټالیزم او کمونیزم مجادله هغه وخت هم روانه وه او ښه په زور کې وه ؛او اوس هم که د دنیا قطبي کېدو ته وګورو ، غمی خان او منګل خان دې په امریکې، پاکستان، اعرابو او انګریزانو نه نازیګي !!؛ همدا تیرو ورځو کې د شهید ډ. نجیب اله محبوبیت په خلکو او ځوانانو کې د خپل تش په نامه جهادي راهبرانو (مړه او ژوندي) سره پرتله کړئ! د کمونستانو وخت کابل او وطن ، او د لایق د سرحداتو وزارت او اوس د ګل آغا … زی سره مقایسه کړئ ادن…
    زما په نظر هغه ولسي خلک او د وطن ساتلو لیاره کې مسلح قواوو شهیدان دې خدای په جنتونو کړي ( دا چې رباني مباني ادن. ېې د ملیونونو دعوی پر ځانو ختموي او لا تر اوسه ېې باجونه بیوزلی ولس پریکوي!) ؛ او منافقین او منافقات ، قاتلین، غاصبین ، مفسدات دې تحت السکر جهنم ته واچوي. آمین ثم آمین.

  10. انجینر صاحب بختور سلامونه،
    اکثر خلقیان پرچمیان اروپایی ملکونو ته راتیښتیدلی ،ما ته خندا راشی چه پرون مو د امپریالیستان کپیتالیستان په ضد وی،او ڼن یی خیراتونه ،سوسیالونه خوری،
    څه موده وړاندی می د خلقیانو حکومت یو وزیر د هالند امستردام ښار شاروالی کی ولید،چه عریضه پلاس د خیرات په تمه ناست وه.
    کله می چه دا خلقی وزیر صاحب ولید زړه می باغ باغ شو.
    او د الله ج وینا می راته یاده شوه چه،و تعزو المن التشآ وتزل المن التشآ بیدک الخیر، ان الله علی کل شی قدیر،
    خلقیانو پر چمیانو خلک تباه کړل،اوس دوی د تباه دی،نور د هم الله ج ذلیل کړی

  11. د محمد اشرف غني د واکمنۍ د پیل میاشتي وې. هی و هوی و، خوشباورو افغانانو ــ په تیره ساده پښتنو ځوانانو اتڼونه کول، په زړه کې ګوړي ماتولې. فیسبوکیانو زیري وکړل:

    مبارک مبارک مبارک، راوړئ شیریني ــ استاد غضنفر په ارګ کې مقرر شو. ومو لیده، هغه ده پښتو جګ سر پر ارګ ورننوته، البته محترم غضنفر هغه مهال په کابل کې د ازادي راډیو همکار و. تاند ته یې ښې او فهمي لیکني استولې.

    ورځ دوې تر منځ مې د مرحوم شپون صاحب سره ټلیفوني تماس در لود. خبر د غضنفر صاحب پر مقررۍ راغله؛

    استاد شپون وویل: صاحبه زه خو د «غضنپر» په دې ګمارنه ډېر خوښ نه یم … له شهید داوودخانه وروسته چې دغه څښتن مړي په وینو او مرداریو ککړ ارګ ته کوم سم پښتون هم ور ننوتی ــ کوږ ووږ شوی، بیا مو نه دی پیژندلی. که زیات وخت ورکي پاتي شوی، نویې خپل ځان بیخې هیر کړی. ډاریږم چې د چوکۍ د خوند په دړدنګ کې نا خود اګاه سړی سیاسي شي او پښتو هیره کړي او یا دومره رنګ واخلي چې لیکني یې له پیژندلو ووځي.

    مرحوم استاد شپون له بزرګۍ نه و خالي، د غضنفر ظاهر هومره تغیر ونه کړ، پشتو یې هیره نه کړه خو فکر او قلم یې کوږ ووږ او لا محافظه کار شو.

    په تاند کې د غضنفر دا اولنۍ لیکنه ده چې د زړه په زور او ورټ مې تر پایه ولوسته. زه ودې لیکوال ته ډېر اخلاص لرم. د همدې لیکني پر وخت مې خدای شته لاحوله و لاقوه څو واري په خوله راغلل. بیخي زیاتي مبالغې او کرشمې مې پکې و موندې. لیکوال خدای خبر څه خیال کړی، چې تر ده ورهاخوا به نو غلام مجدد، مشهور په لایق نورو خلکو نه وی لوستی. او یابه یې له لیکنو سره نه وی اشنا. موده مخکې د لایق له شاعرۍ څخه په نقل قول سره د محمود جان مرهون یوه فیسبوکي پوسټ ګرد فیسبوک ولړزاوه.

    هغه خو د شوروي سرباز په توصیف کې د لایق یوازي یو بیت را نقل کړی و. لیکن لیکوال ان د پنځوسو کالو دمخه خبري یادي کړې، خو د لایق په شعرونو او شعارونو کې یې د غش خبري له ډاره یا له اختیاره د قلم څوکې ته ور مخکې نه شوی کړلی! هاغه د نورمحمد تره کي، حفظ الله امین او ببرک کارمل په وصف کې شعرونه یې چا چا لوستی دي. په کتابونو کې یې نه دي چاپ شوي. خو د مصلحت له مخي نجیب ته له په دار ځړیدو وروسته ویلی نظم یې نیمچه پښتون زوی ــ فضل الحق « غرزی» میاشت تر منځ فیسبوک ته ور ټېل وهي او لایکونه ورټول کړي.

    د خوارکۍ پښتو له خدای بښلیو بابا ګانو سره د لایق همسان یا ور نږدې ګڼل، ظلم نه بلکي ریشخند وهل دي. هسي نه چې زموږه ارګ میشتی تکړه لیکوال ورڅخه آزار یوسي. رحمان بابا لکه ونه مستقیم پرخپل مکان و…خوشحال خان د مغل د آس د ښنګري ګړز پر خپل قبر لا نه مني…! خو د پکتیکا په ښرنه کې د ناقل علیخېل ملا عبدالغني زوی پرچمی فکره «لایق»، د شوروي د هڅوني او افغان وژني په پار شعارونه او نظمونه په قلم پېیي، جامونه تشوي، ګیله من دی چې کومي ښایستې روسۍ پیغلي ورته ويلي: نې پنیمایو (непонимаю) … د تاشکندیو او تاجکستانیو نجونو سپین ورنونه راته انځوروي، په داسي حال کې چې د لایق او ملګرو د کودتایي حکمرانۍ له برکته یي د پښتنو پیغلو کوڅۍ د قطبې خرس په منګول کې بندي وي، د پښتانه افغان پر کور وکلي سور اور بل وو، ځوانۍ غرقیدې، عزتونه پایمالیدل، کورونه سوځیدل خو د غضنفر صاحب لایق له «لایق» توب سره سره نا خبره و. زه باوري یم چې لیکوال په پشاور کې تر ما رنګو د مهاجرو افغانانو ډيري دربدرۍ او کړاوونه لیدلی دي.

    مه کوئ، د خدای روی مې در وړی. په جګړه کې زیږدی ځوان قشر هسي هم له خپل ځانه ناخبره او لار ورکی دی. کله په یوه ژوندي کله په بل مړه پسي ځغلي، نن پر یوه قبر ژاړي، سبا پر بل. سم او ناسم مه ورته سره لړۍ، د حقیقت په موندنه کې یې مه لالهاند کوئ. رښتیا ویل اسان کار نه دی، که یې نه شئ لیکلای، نو د رښتیا تر پوښ لاندي مغلق درواغ مه پنځوئ.
    داد زنده باد و مرده باد ورځي به تیري شي. افغانان ــ په تیره پښتانه به ژوند او فکر کولو ته ور خلاص شي، په هوښ به راشي، بیا به قضاوتونه هم جوشي او محافظه کار نه وي، تور ته به تور تور وایي او سبین ته به سپین.

    زموږه لیکوال زمری یعني محترم غضنفر صاحب دي خپه نه وي:

    عادل غضنفری تو و پروانه ٔ تو من
    پروانه در پناه غضنفر نکوتر است.

  12. ښه ليکنه ده.د لايق صاحب د شعر محتوا او بڼه او د ده شتر اړوند هرن برخه يې راخيستې.مرحوم لايق پر لنډيو هم ګټور کار کړى. کاش څوک يې د څېړنو پر اهميت هم خبرې وکړې.

  13. یوشمیر لوستونکو د دې مقالې په اړه منفي تبصرې کړې دي. خو هغه کسان لکه ښکلی استاد چې ادب سره اشنا کس دی دا مقاله ستایلې ده. منفي تبصرې په دې معنی چې زموږ ولس له ادب سره کار نلري له سیاست سره کار لري. ادب ادب دی سیاست سیاست دی. په دې مقاله کې له سیاسي نظره د سلیمان لایق دفاع نه ده شوې. د سلیمان لایق سیاست غندل شوی دی او ویل شوې دي چې کله دی په اروپا کې کډوال شو پوه شو چې دوی او ګوند یې تیروتنې کړې وي.
    که راشم د مقالې علمي برخې ته. دې مقالې نه موږ دا زده کولی شو چې شاعر باندې څنګه بل شاعر اغیز کولی شي. د شعر دننه موسیقي څنګه شاعر نوې کولی شي. کلمات څنګه استعمالولی شي او پيغام یې دا دی چې یو څوک چې نیم عمر یې د یوې ایډیالوژي په خدمت کې تیر کړی دی بیرته داسې وخت راغلی دی چې ذهن یې بدل شوی دی. موږ باید تل یو شانتي سوچ او فکر ونکړو. هغه فکرونه چې یو مخ پاخه راله ښکارې هغه هم اپډیټ کړو او هغه چې کچه دي هغه بدل کړو. کله ناکله انسان سهوه کوي چې یو څه پوخ ورله ښکارې خو هغه فکر پوخ نه وي.
    له استاد غضنفر صیب نه نړۍ مننه چې داسې ښکلې مقاله یې لیکلی دی او موږ سره یې شریکه کړی دی. درنښت، خوشال

  14. لاروي خانه
    دا چې له لایق سره حساسیت ولرې خپل کار دې دی. زه خو وایم چې په نوم کمونیست دی رنګ دې یې ورک شي. لایق سره دې دښمني دومره ډېر ده چې لیکنه دې په سړه سینه نه ده لوستې. دا یوه علمي لیکنه ده باید د احساساتو په بنیاد ونه لوستل شي.
    ۱) په همدغه تاند کې څومره چې خدای بخښلي شپون غضنفر ستایلی زه خو وایم هیچا به نه وي ستایلی. اوس چې داسې یوه خبره اورم راته جالبه وه.
    ۲) غضنفر خوشحال بابا او رحمان بابا له لایق سره نه دي مقایسه کړي. بلکې وايي چې د رحمان بابا شاعري د لایق په شاعري اثر نه دی کړی. خو د خوشحال بابا شاعري د لایق په شاعري ډیر اثر کړی. د اثر معنا دا نه وي چې لایق د خوشحال په حد کې دی. لایق خو پریږده هیڅ شاعر د خوشحال او رحمان په حد کې نه دی او دا یوه ډیره طبیعي‌ خبره ده چې د پښتو باباګان دې په یوه شاعر که هغه لوی شاعر وي یا متوسط شاعر اثر وکړي.
    ۳) زه د غضنفر د ارګ له کارو باره نه یم خبر خو دغه تاند مې مخکې د ده له مقرري هم کتلو او ورسته د ده له مقرري مې هم کاته. وروسته له ارګه مې هم په همدغه تاند کې د ده ډېرې ښې مقالې ولوستې. یو مثال یې هم همدا مقاله ده په همدغه یوه مقاله کې لایق پریږده د شعر په هکله بیخي ډېرې نوې خبرې وې. خو فکر کوم په دغه مقاله کې د شعر په هکله نوې خبرې دومره ډېرې وې چې عادي لوستونکی ګنګس کیږي ( لکه تاسو چې ګنګس شوې یاست) زما په باور یې دا مقاله او د شعر په هکله مطرح شوې تیوریګانې باید کتاب شوی وای. په دومره لنډه کې زما په شمول د ډیرو سر شاید پوره خلاص نه شي. خو دا مقاله شاید هغو لیکوالو ته سوژه ورکړي چې په تکراري خبرو یې پزې ته رسولې یوو.
    ۴) په دې لیکنه کې خو ما د لایق د سیاست تعریف و نه لید هو د لایق شعر ستایل شوی او د منطقي او علمي‌ دلایلو په اساس ستایل شوای. د سیاست خو یې غیبت شوی حتا دا ویل شوي چې که یې سیاست نه وای ښايي د لایق ادبي استعداد تر دې هم ډېر پرمختک کړی وای.
    زه پخپله د ارګ د وخت له غضنفره ډېرې ګیلې لرم او نه هم د چاپلوسي سړی یم خو لیکنه یې علمي لیکنه ده باید د سیاست له نظره و نه کتل شي. او فکر کوم د سیاسي عقدو په اساس د یوه لیکوال چې ټول عمر یې دې خواړې ژبې ته خدمت کړی د قلم توهین ښه خبره نه ده.

  15. د ن. نصرت د تعروضی کامنټ ځواب او د مقالې و لیکوال ته څو نوري خبري:

    محترم ن. نصرت: که له عربي دي مستعار نوم را وژباړم نو په سوچه پښتو « کومک» خان درته لیکلای شم.

    پشتانه متل کوې: ((سپاهي خپله ځان ستایي!)) کاشکي د لاروی او لاروي تر منځ خو دي تو پیر کولای شوای، نو به مې منلی وای چې لوی ادیب یې، لاس نیوی به مې دي کړی وای.

    زه د محترم غضنفر پر شخصیت نه غږیږم، دوعا کوم چې الله دي تر ډیره راته ژوندی لري. ګومان نه کوم چې تر ما دي ته زیات ورته اخلاص من اوسې! مرحوم شپون صاحب خپله انګیرنه یوازي ماته نه، بلکي څو نورو کسانو ته هم کړې، هغه ژوندي دي شکر. که د امرالله صالح په دود د محکمې په تحدید دي وویشتم، را حاضر به یې کړم.

    ماته له وخته معلومه ده چې غلام مجدد د خپل پلار په شمول د زیاتو خلکو ښه نه ایسیده. لطیف نامي ورور یې راته په همدې کابل کښي قصه کړې. هغه ته تر ټولو نږدې کس متوفی ډاکتر نجیب و، چې لایق یې د کارمل له جزایي دندي یا د قبایلو له ریاسته ( په نوم وزارت) څخه د وطن ګوند په چارو کښي و خپل معاونیت ته پورته کړ، صلاحیت يې ورکړ لوی سړی یې ور ځني جوړ کړ…..

    نجیب د کابل په کلا بندۍ کې و خپل یوه دوست ته ویلي ول: ((د محمود بریالي، مزدک، کاویاني او…..په ناکړدو او جفاوو نه ځوریږم. ځکه چې په واک کښی وم، هم دوښمني یې نه را څخه پټوله…..
    خو د لایق نامردۍ هک حیران کړم. کارمل خیلو په خپلو فراکسیوني ناستو کښي په هر نامه یاد کړی یم، د غوايي په نامه مې یادوي….. لیکن غل او فراري یې نه دي راته ویلي. نامرد لایق خو نه حزبي اصولو ته وکتل، نه پښتو او نه افغانیت ته. حتی زما او زما د پلار پر دسترخوان په سلګونو ځله لاس مینځلو ته یې هم و نه کتل ستر ګو ته يې لاس ونیو…. څو دقیقي موږ دواړه سا نیولي شوو.))

    په هر تقدیر را به شم ستا د خبرو و چاڼ او د مقالي په تړاو و اصلي خبرو ته:

    داسي نه شي کیدلای چې هم له نمکدان څخه مالګه و څټې او هم بولي (متیازي) پکښې و کړي! لایق یو وجود دی، پر تقسیم یې هیڅوک قادر نه دی، اوس خو تر خاورو لاندي کالبد دی، پنځوس کاله وروسته به خاوره شي، خو د هډوکو خاورې کیدل یې زیات وخت غواړي.
    نو که ته پخپله د لایق له اړوندانو څخه نه یې او له کمونستانو څخه دي رښتیا دومره بد راځي چې آن رنګ یې لا نه شي لیدلای، بیا خو نو تر ما ستا دوښمني له لایق سره بیخې افراطي ده. ځکه هغه کمونست و او تر اخیره چا په لمانځه ونه لید، کمونست مړ هم شو.
    زه د لایق له عقیدې او شخصیت سره ګردسره کار نه لرم، اوس خو مړهم دی نو له مړو سره دوشمني پالل په افغاني ماحول کشي نامردې هم ده. محترم غضنفر خو د حساب سړی دی، زه یې له تربګنۍ څخه نه بلکې له روادارۍ څخه انتقادوم. هسي نه چې پر ځان غره شی او هره خبره یې بلا تشبیه د قران توری ورته په نظر ورشي.

    غضنفر (( د سیاست او ادب لایق)) تر عنوان لاندي مقاله کښلې، تاند ته یې استولې. نور نو هغه زما او نورو لوستونکو پر تعبیر اثر نه شي تپلای، ته یې هم نه شي را باندي منلای. ادبي کره کتنه معیارونه او چو کاټونه لري. اصول لري، قاعدې لري او …..
    غضنفر خو سیاستوال نه دی، نه سیاسی زده کړي لري، ګومان نه کوم چې د کوم ګوند غړیتوب دي هم ولري. نو د څه په وجه یې لایق د سیاست «لاق» بللی؟
    که په عنوان کښي سیاست نه وای یاد شوی، باک یې نه درلوده ما به هم د لایق پر سیاسي نامردیو، ځان پاللو او ځان مشهورولو خبره نه شاربلی او نه به مې راپورته کولی.

    پورته کامنټونه ولوله زه تنها نه یم، هاغه د غمی پښتین، بختور منګل، زرین ګل، ډاکتر ساپي او ع. شریف زاد کښني هم و لوله. اجمل ښکلي هم کښلي: (( لايق صاحب د شعر محتوا او بڼه او د ده شتر اړوند هرن برخه…)). ګومان نه کوم چې مقاله به یې دقیق لوستې وی. بل داچي اجمل هم له سیاست سره کار نه لري او د لایق د سیاسي مکتب اثر پر شعرونو او شعارونو هومره نه ورته معلومیږي.

    زما او نورو منتقدینو د خبرو او انګیرنو ځواب به پخپله لیکوال په همدې تاند کښي راکوي، لیکوال و اماتور مدافع و کیل ته ضرورت نه لري. ځکه دا دهغه د شخصي مطالعې، ذهن او فکر نچوړ دی چې موږ ته یې بیان کړی دی. دا ګردسره و لیکوال ته توهین دی چې د ادب او لیکوالۍ له دود او دستور څخه ناخبره یاغیان او سیاسي دوکانداران دي زما او لیکوال تر منځ د دوهيل و میدان ته را وځغلي او ناپړیتي دي سره کتار کړي. باوري یم چې غضنفر صاحب ته د خپل نوم پشتو معنی معلومه ده، ګومان نه کوم چې زما پر وړاندي دې دومره کمزوری شي چي د پښتو ادب په کوڅو کې و کړاندو اردلیانو ته د مرستي نعره او فریاد وکړي.

    و محترم غضنفر ته په ښکاره وایم: د لایق لیکني او سیاسي کړن لاره که راته بیانوي او سیقل کوې، یا پس له مرګه د مرحوم ملا عبدالغني عاق کړی غلام مجدد لایق «لایق» را پیژنې، له ملنګ پښتانه رحمان او د پښتونو له خان خوشحال خټک سره یې مقایسه یا پرتله کوې، نو شعرونه او شعارونه به یې یو ځايي مخي ته راته ږدې. پټ پټانی به نه کوې. انتخاب به نه پکښي کوې، د لایق ټول شعارونه او شعرونه به درجه بندي کوي دا خو څه د کندز د خټکیو پالیز نه دی چې سره خټکي یې اخلي، مچ وهلي او لګیدلي د پالیز په جوړنګانو کشي و خوار پالیزوان ته پریږدې!

    د نن او سبا ځوانو نسلونو ته د رښتیاوو تر پوښښ لاندي مغلق لیکلي درواغ نه منم، په لیکوال پښتانه قشر کښی دغه دود او دستور بایده نور مات شي چې ادبي کره کتنه د ادب تر کوڅو ور آخوا د لیکوال د سیاسي تفکر، دولتي موقیعت، ټبر او طبقاتي کیس د بامونو تر اغیز لاندي لیکو یایې تراشو او یا ور څخه اغیزمن کیږو.
    پریږدۍ چې د تاجکو، ازبیکو، هزاره وو او ….. قومونه لیکوالان دغه ناکامه ځغاسته وکړي، پای یې بیا هم ناکامي ده او بیرته به ځغاسته له سره پیلوي.

    څلویښت کاله دمخه زموږ نسل ته په ملیون ځله وویل شول چې نورمحمد تره کی د اِشیا نابغه دی، اوس یې هیڅوک نبوغ نه مني. همدا پرون و ځوان نسل ته ویل کیدل چې محمد اشرف غني نړیوال متفکر دی، خو تاسي ګورۍ چې نن هغه خلک په سوشیال میډیا کشي په ښکاره نارې وهي؛ وايي درواغ مو ویل، موږ تیر وتلو بخښنه غواړو…..

    د مګړۍ همدومره
    نوري خبري بیا

  16. ن، نصرت عالي ځواب لیکلی دی. زه به د خوشال خان بابا یو دوه بیتونه منتقدینو له ولیکم:
    نا خلف مې حواله کړ په تقدیر
    نصحیت ورباندې نه کاندې تاثیر
    خوی خصلت چې ازلي وي نه نوریږي
    په ارشاد او په تلقین د کامل پیر
    دنیا څه کوي موږ څه کوو پر وفات شوو مو هم زړونه نه سړیږي او له عقدو نه نه شو راوتلی. د استاد غضنفر صیب دې په دې عالمانه لیکنه کور اباد شي. درنښت، خوشال دره وال

  17. زموږ پټانیان ډیر سرټمبه خلک دي. دا لاروی یې یو نمونه دی. د هزاره د کشتمند په اړه مې یوه منفي خبره وا نه وریده. د مزدک، وکیل ، شفیعي… په اړه مې د یوه تاجک سپکه خبره وا نه وریده. د شرعي جوزجاني په اړه مې د یوه ازبک او بل چا یوه منفي خبره ونه لیده. خو پټان صاحب (کله شخ) باید یو په بل پسي سپکې سپورې ووايي.
    مونږ د هغه څه لیاقت لرو چې اوس ورسره مخ یو. له مونږ نه به یا طالبان جوړیږي چې اسلام یې په نړۍ کې وشرمولو یا به په اخوانیت کې ګلبدین خان را نه سازیږي چې د انسان وینې ته تل تږی دی، یا به د خلق په شان افراطي کمونستان. دا نن په ننګرهار کي څومره کسان ووژل شول. هره ورځ وژل کیږو واقعاً چې د دغو مرګونو مستحق یو. د سپو غوندي له یو بل سره خورو. لاروی صاحب مو چاړه او توپک نه لري کنی حاضر دی چي هغه کسان هم ووژني چې د لایق په ګټه یې تبصره لیکلي ده.
    بریالی

  18. لاروی یا لاروي صاحب ستا نوم به بیا زه په پښتو کې ترجمه کړم غم مه کوه.
    ۱) د غضنفر د څرنګه ګرانښت ادعا چې ته لرې زه یې نه لرم نه هم د لایق په غم کې یم ما سره د پښتو غم دی. دغه لایق که تاجک وی کابل پوهنتون به اوس د ده په نوم وای خو پښتون ده نو باید نقد شي. زه وایم‌ پریږدئ دا بخل او حسادت چې د کار سړی مو مینځ کې پیدا شو حمایت یې کړئ.
    ۲) بیا دې اوږده پرپره لیکلې خو یوازې د لایق په سیاست غږیدلی یې. سیاست به له ادبه جدا کو. د غضنفر مقاله د لایق په ادب وه که دومره په ادب پوه یې څومره چې یې ادعا کوې بیا خو ولیکه یوه علمي مقاله او ثابته یې کړه چې لایق بیکاره شاعر و چې هغه ستا خبره نوی نسل هم زدکړه ترې وکړي.
    ۳) لایق یوازې غضنفر نه ټولو ستایلی هغه د مرګ ورځ د یې بیا هیره ده چې د لیکوالو په فیس بوکونو کې څه حال و. نو دا چې ټول لیکوال د لایق شعر ستايي او ته ورته په کمه سترګه ګورې نو سړیه خو درته وایم چې شخصي درد لرې.

    ۴) د مقالې عنوان زما لپاره هم لږ عجیب و خو ‍خکه خو مې په پټو سترګو د قضاوت پر ځای مقاله ولوسته او په خبره مې ځان پوه کړ. په عنوان کې یاد شوی لایق صفت نه دی بلکې د شاعر نوم ته اشاره ده. که تخلص یې لاروی وای نو عنوان به داسې و (د ادب او سیاست لاروی)

    ۵) زه دورمره بیکاره نه یم چې ستا او د غضنفر په مینځ کې راشم. شکرالحمدالله خپل کاروبار لرم. دا خو مې هم درته وویل چې نوم یې کمونست دی رنګ د یې ورک شي. دا اوږده پرپره مې ځکه ولیکله چې حق باید وویل شي که په لایق مین یاست یا ترې متنفر یاست خپل کار مو دی. خو لایق د دې خواړې ژبې یو لوی شاعر و زړه مو چې په دې حقیقت خوشحاله کیږي یا خفه کیږي او د غضنفر صاحب د زحمت دې کورودان وي خو بیا هم وایم غضنفر په لایق څه احسان نه دی کړی چې ښه شاعر یې یاد کړی لایق ستړ او مهم ادیب و. غضنفر په حقیقت کې د دې ژبې د یوه ښه شاعر حق ادا کړی. او ډېر علمي او مفید یې دا حق ادا کړی چې هغه ستا خبره نوی نسل هم ترې استفاده کولی شي.
    وسلام

  19. دره وال صاحب متشکرم یم له نظر نه مو. قران کې راته د نصیحت یا تورو سپین کولو حوصله را پاتې وي. دې خواړې ژبې او د ادیبو دغه حال ته مې زړه درد کوي.

  20. د تاند د کامنټونو د برخي محترم مسوول ته:
    غرمه مې ځوابي کامنټ در واستوی، وینم چې دوه نور کامنټونه نشر شوي، چې دواړه یې زما د کامنټ په باب دي، خو تاسو زما کامنټ سانسور کړ، وجه یې څه ده؟ که کامنټ توند و، ښکنځل خو نه وي. تاسو خو کله کله آن په بدو او ناوړه الفاظو ککړ کامنټونه هم نشر کړې او کوئ یې. اوس هم په تاند کښي موجوددي.. پریږدۍ چې د تاند لوستونکي خپله خبره تر ښاغلي غضنفره او د مقالې تر لوستونکو ورسوي. لایق که لیکوال و، سیاست وال هم و، خلک حق لري چې چلند یې نقد کړي. د مور میرې چلند ښه نه ده اعتبار ته مو تاوان پیښوي.

    درنښت

    د یوې څیرې او په تاند کښي څو مستعارو نومونو خاوند ته:

    تاند ته تر مستعار نوم لاندي کامنټونه استول څه نوې خبره نه ده، زیات کسان ممکن له یوه یا بل جهته خپله خبره په خپل نامه اورول ونه غواړي، شرایط بحراني دي. لیکن هغوی چې افغاني اصول پیژني، د وفات شویو او نامتو څټو ( لکه خوشحال خان بابا) د نوم تر شا ځان نه پټوي. په یوه څیره کښي دوه نومونه بیخي نادوده دي.
    « خوشال Darawal» او «ن. نصرت» د یوه کس دوه مخه دي. غالباَ « Mohammad» یې یو بل دئ. لایق خیل اوس له مجبوري د خاد له سپکو طرزونو او میتودونو څخه کار اخلي، تر څو د غلام مجدد لایق شعارونه او شعرونه راباندي ومني.

    د یوه روحاني سپینږیري له قوله د وخت ضیاالمشایخ محمد ابراهیم مشهور په حضرت صاحب ( د خلقي دولت له خوا په ۱۳۵۷ لمریز کې د کور له ۲۱ کسو ماشومانو او ښځو سره یوځای تیر باران شول) د هغه د مخلصینو په یوه مجلس کښي له مرحوم ملا عبدالغني (د لایق پلار) ته په ګیله وویل: ((ملا عبدالغني آخند! د خدای زور طالبان دي په ښرنه او پلخمري کښي وروزل، خو خپل زوی دي د کمونستانو په اول قطار کښي ودرید، تقصیر د چا دئ؟
    مرحوم ملا عبدالغني د خپلو هم کیشو تر منځ خجله شو؛ نو د رحمان بابا کلام او ورسره د خوشحال خان خټک بیتونه چې «ڼ.نصرت ــ خ. دره وال» د مقالې منتقدینو ته را نقل کړې، ور حواله کړل….. مرحوم پلار یې تر مرګه په هر مجلس کښي د لایق له و جي ځوریده.))

    دا له چا پټه نه ده چې د غلام مجدد ـ سلیمان لایق اردلیان او کم سواده اړوندان تر بل هرچا زیات خوار شول. ځکه دوی پرته له دې چې ځان په لایق پوري غوټه کړي او فخر فروشی و کړي، بل څه نه لري. البته استثنا به خامخا وي. نو ځکه لا اوس هم د ((ګرم شه لا ګرم شه…..)) په خوبونو کښي ځانګي. هاغه له هالنډه را ځغاستی پاړسیوان فضل الحق غرزی یې دلته په کابل کښي له المانه را خطاوتې آغلې سهیلا اصغري تر لنډ پلو او نمایشي پوښښ لاندي کله یوې دروازې، کله بلې دروازې ته ولاړوي، یا فخر فروشي کوي او یا هم رغبت او خواست. د چا چي کتابونه ارزښت ولري، د تورو توتانو په نرخ نه ویشل کیږي!

    په همدې تېر نږدې کښي ډېرو معتبرو افغاني لیکوالو له فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه، لیکین اولادې یې د کتابونو د چاپ لپاره نه فخر فروشي وکړه او نه هم درویزه.

    راګرځم پر مقاله د تنقید بحث ته:

    د لیکوالو پر لیکنو نقد او انتقاد په ګرده نړۍ کښي دود دی. هر څوک حق لري چې لیکوال و ننګوي، نو په لوی لاس خبره په ((قام سپکونه او د مړو نه پالنه پسي تړل)) یا بل جهت ور کول ستونزه نه حل کوي. زما خبره په تاند کښي د محترم اسدالله غضنفر پر څیړنیزه مقاله ده، خپلي انګیرني مې ورته وړاندي کړې، زما د معرفت له مخي ګومان نه کوم چې نوموړی دي دا خبره بده و ګڼي، ځکه د څیړنیزي مقالې له اصولو او قاعدو سره بلد لیکوال دی او دی په خپله په هر ادبي مجلس کښي وایي: ((ټکي په ټکي د لیکوال خبره منل د لوستونکي لپاره لازمي نه ده…..))

    • په تاند کې چې یو ځل د چا تبصره خپره شي. سایټ د هغه کس ایمیل له ځان سره خوندي کوي او بله تبصره یې په اتومات ډول خپرېږي، مګر دا چې موږ یې تبصره سپم ته ولیږو او بیا یې بله هیڅ تبصره نه خپرېږي. تاسو مخکینۍ تبصره له بل ایمیل څخه لیکلې وه ځکه نه وه خپره شوې. لطفاً تاسو هم له غیرحقیقي ایمیلونو کار مه اخلئ چې تبصره مو په اتومات ډول خپره شي.
      تاند

  21. تاند ته:
    کیدای شي کوم حرف کښي غلطي راغلې وي ژوند کړاند دی قصدې نه ول که را ته پته وای انتقاد ته مې لاس نه اچوی کور آباد چې پراخه سینه لرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب