شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهناټو او اروپايي ټولنه: پاکستان ته د عبدالله سفر به ښې پایلې...

ناټو او اروپايي ټولنه: پاکستان ته د عبدالله سفر به ښې پایلې ولري

تاند (دوشنبه د میزان ۷) په افغانستان کې د ناټو او اروپايي ټولنې استازو له سیمه ییزو هېوادونو د افغان سولې برخه کې د پوره ملاتړ غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، اسلام اباد ته د عبدالله سفر هیله من کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، دوی د افغان سولې پروسې برخه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

هغه پر ټولو سیمه ییزو فعالینو غږ کړی چې د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات ملاتړ وکړي.

په ورته مهال بیا د اروپايي ټولنې استازي اندریاس وان برنت ویلي، دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکي دي او هیله یې ښودلې چې پاکستان ته د عبدالله سفر به ښې پایلې ولري.

د ناټو او اروپايي ټولنې استازو دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې نن سهار عبدالله عبدالله د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا اسلام اباد ته لاړ او هلته یې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه‌محمود قريشي سره وکتل.

عبدالله له شاه محمود قریشي سره په لیدنه کې د افغان سولې پروسه کې د پاکستان رول ستایلی دی. شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

1 COMMENT

  1. Seems to me a power sharing of Taliban and Ekhwanian will be the center topic of discussion likely paving the way to lead and seat future governing structure in Afghanistan.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب