شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهطالبانو اروزګان کې ۲۰۰ امنیتي سرتېري محاصره کړي

طالبانو اروزګان کې ۲۰۰ امنیتي سرتېري محاصره کړي

تاند (دوشنبه د میزان ۷) د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ افغان امنیتي سرتېري د طالبانو له لوري محاصره دي.

د راپورونو له مخې ددې ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو لاسته ورغلي او له تېرو دوو اونیو راهیسې د یادې ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو له لوري محاصره شوې ده.

ویل کېږي د امنیه قومندانۍ په ودانۍ کې ۲۰۰ سرتېري هم بند پاتې دي.

که څه هم د ګیزاب ځايي مسؤلین مني چې له مرکز ترینکوټ ورته مرسته رسېدلې خو زیاته کړې یې ده چې، مرسته په هغه کچه نه ده، چې ولسوالي او امنیه قومانداني له محاصرې خلاص کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو تېره شپه ددې ولسوالۍ په شیران سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې پایه هم په بمونو الوزولې او له منځه یې وړې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي ویلي و، طالبانو هغه ۲۸ تنه سرتېري وژلي چې د هغوی په محاصره کې وو، خو د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې یاد سرتېري یې په مخامخ جګړه کې وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب